ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کرکټ نړیوال جام اتمه ورځ؛ افغانستان او استرالیا لوبې وبایللې

په استرالیا کې د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د سیالیو په ترڅ کې نن شنبه اکتوبر ۲۲ (تله ۳۰) انګلنډ افغانستان او نیوزلنډ کوربه هېواد استرالیا ته ماتې ورکړې.

22.10.2022 امریکا غږ

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

22.10.2022 امریکا غږ

دفیچ رپورټ:پاکستان دکرنټ اکاونټ خسارې،ګرانۍ اؤ د روپۍ ارزښت کې دکمي ستونزو سره مخ دی

د اقتصادي درجه بندۍ نړیواله اداره فیچ  په خپل رپوړټ کې وایي پاکستان د مخ په زیاتي کرنټ اکاونټ خسارې، ګرانۍ او د روپۍ د قدر د کمی سره مخ دی . روانه مياشت د اقتصادي درجه بندۍ ادارې موډیز هم د پاکستان اقتصادي درجه د بي 3 نه سي ای ای 1 ته راکوزه کړې وه . دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د پاکستان مرکزي بینک ویلي وؤ د روان مالی کال  په وړومبیو دریوؤ میاشتو کې د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره 37 فیصدي راکمه شوې ده. د اقتصاد ماهر ډاکټر غلام صمد وي او ای ډیوه ته وایي دا رپوړټ ښایي  چې د پاکستان مجموعي  اقتصاد کمزوری شوی او د پورونو په ستنولو کې هم مشکلات لري ، ګراني هم په دې کې شامله ده او دمجموعي  اقتصادي اشارو په بنیاد دا درجه بندي کیږي . هغه وایي د پاکستان قرضې د ټاکل شوي هدف نه زیاتې دي او د سیلابونو له امله هم زیات نقصان شوی دی. "حکومتي قرضې دمجموعي قامي امدنۍ (جي ډي پي) نه  تر70 فیصدي هم زیاتې دي او د سیلاب له وجې هم  اقتصاد اغیزمن شوی او نړیوالې ادارې دې ته ګوري چې دا ملک به په اقتصادي توګه ژوندی پاتې شي او که نه؟ مطلب  دادی چې اقتصاد کمزوری دی نو ملک په اقتصادي درجه کې راکوز شوی" روانه مياشت په پیل کې نړیوالې د اقتصادي درجه بندۍ ادارې موډیز په خپل رپوړټ کې د پاکستان درجه د بي 3  نه سي ای ای 1 ته راکوزه کړې وه خو بیا د پاکستان د خزانې مرکزي وزیر اسحق ډار ویلي وؤ پاکستان په اقتصادي توګه د خطرو څخه بهر شوی او داسې هیڅ د ویرې خبره نشته چې ګنې پاکستان دیوالیه کیدو ته روان دی. تیره ورځ دترهګرو دمالي سرچینو د وچولو اؤ دغیر قانوني پیسو په لیږد دڅار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف  پاکستان د خړ نوملړ نه ویستلی او د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي دی سره به د پاکستان اقتصادي مشکلات اسان شي. او هیله ده چې د درجه بندۍ ایجنسۍ د پاکستان اقتصادي درجه بندۍ ته بیا کتنه وکړي. "چې څومره د ریټنګ ایجنسۍ دي که هغه موډیز ده یا فچ ایجنسی ده امید چې هغوی هم د پاکستان په درجه بندۍ نظرثاني وکړي او دې سره به بهر سرمایه کاري ته هم لارې هوارې شي" دپاکستان د اقتصادي وزارت ډویژن وایي روان مالی کال په وړمبیو دریوو میاشتو کې پاکستان  غیر ملکي 2اربه او 23کروړه ډالر قرضه اخستې ده او د روان مالی کال دپاره په قامي بجټ کې د 22 اربو او 80 کروړو  د غیر ملکي مالي مرستو ویل شوي. د خزانې وزارت وایي پاکستان ته د روان مالی کال دپاره د 34 اربو ډالرو ضرورت دی چې پکې 22 اربه ډالره غیر ملکي قرضې او واجبات هم بیرته ستنول دي خو د خزانې وزیر اسحق ډار وایي حکومت ددې بندوبست کړی دی. مرکزي بینک وایي دا وخت د پاکستان مجموعي دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره 13.25 اربه ډالره ده او د مرکزي بینک سره 7.5 اربه ډالره ذخیره موجود ده چې د اقتصادي پوهانو په وینا د یوې نیمې میاشتې د درامدات ورباندی پوره کیږي

22.10.2022 ډیوه

پاکستان ته بيا د ایف ای ټي ایف خړ فهرست نه ځان ژغورلو لپاره څه کول وي؟

د ترهګرۍ دمالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د څار د نړیوالې ادارې اېف ای ټي ایف د خړ فهرست څخه پاکستان څلور کاله وروسته وويستل شو خو پوښتنې راولاړیږي چې ددې نوملړ څخه په وتلو پاکستان څه مالي او اقتصادي ګټې ترلاسه کولی شي او دا چې که پاکستان بيا د ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې د شاملېدو نه ځان بچ کول غواړي نو هغه کوم ګامونه دي چې په پورته کولو سره  یېدا هېواد بيا د نړیوالې څارنې لاندې د راتګ نه ځان وساتي. د اقتصادي چارو کارپوهان وایي که څه هم د ايف ای ټي ایف د خړ فهرست څخه په وتلو به دپاکستان اقتصاد ته په سملاسي ډول کومې ګټې ونه رسيږي خو دې سره د پاکستان په لمن د ترهګرو د مالي مرستې کوونکي هېواد په توګه لګیدلی تور داغ ووينځل شي. دجمعې په ورځ د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو په غېرقانوني لېږد د څار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف پاکستان څلور کاله وروسته د څارنې د خړ فهرست څخه وويستلو او پاکستان په سرکاري کچه ددې اعلان هرکلی کړی او دا یې د هېواد لويه بريا بللې ده. پاکستان کال 2018م کې د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس په خړ نوملړ کې اچول شوی ؤ او له هغې وروسته نړیوالې ادارې دغه هېواد ته د ترهګرۍ د مالي سرچينو وچولو او پېسو د غېرقانوني لېږد د مخنیوي لپاره د مالياتي اصلاحاتو کولو اؤ قوانينو جوړولو لپاره 36 نکاتي کاريز پلان ورکړی ؤ. پاکستان په دغه پلان د عمل په ترڅ کې نوي قوانین جوړ کړل او داسې ضوابط یې هم معرفي کړل چې ليدل کيده دا هېواد به د خړ فهرست څخه ووځي خو بيا هم دا ګمان کيدو چې پاکستان به تور نوملړ ته ولاړ شي. اوس چې پاکستان په بريا سره د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس دوه برغ کاريز پلانونه عملي کړل او نامه یې د څارنې د فهرست څخه ووتله نو پوښتنې راولاړیږي  چې ددې به دې هېواد ته څه ګټې ورسي او هغه کوم ګامونه او کارونه کول دي چې دا هېواد بيا خړ فهرست ته لا نه شي. اسلام اباد کې د اقتصادي او پرمختيايي چارو دڅېړنيزې ادارې اېس ډي پي اي مشر عابد قيوم سلهري وايي که پاکستان بيا د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس خړ فهرست ته دلویدو څخه ځان ژغورل غواړي نو په هغو قوانینو به ورله په پاېدار ډول او پرله پسې عمل کول وي چې په دې وروستیو کلونو کې د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس په سپارښتنه جوړ کړی شوي دي. ښاغلې قيوم زياتوي د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس د سپارښتنو له کبله  اوس د پاکستان اقتصاد او مالي لېن دېن په ليکلې بڼه کې راغلی او په داسې کيدو سره د محصولاتو جال هم پراخه شي. نوموړي وويل کله چې پاکستان د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس په خړ فهرست کې و نو د هېواد د ونډو په بازار کې به د بهر څخه پانګوال نه راتلل او اوس به دغه پانګونې راتلل پېل شي. وايي دې سره به اوس د ترسيلاتو راتلل اسان شي او ورسره به د کاروبار لپاره د پېسو تګ راتګ هم اسان شي. اقتصاد پوهان وايي کله چې يو هيواد د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس په خړ فهرست کې شامل وي نو بهر ملکي کمپنۍ او اداري په هغه هېواد کې د پانګو اچولو نه ډډه کوي ځکه چې دې سره په مالياتي ورکړه راکړه کې ستونزې پېدا کېږي. هم دا ډول د خزانې پخوانۍ وزیر او داقتصادي چارو شنونکی ډاکټر سلمان شاه وايي هغه نه ويني چې د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس د خړ فهرست څخه په وتلو سره به د پاکستان اقتصاد ته سملاسي کومې ګټې ترلاسه شي ولې چې ددې هېواد اقتصادي ستونزې نورې دي. نوموړی وايي يو کار وشو چې دې سره د پاکستان په لمن تور داغ ختم شو. او بهرني پانګؤال به ګڼي چې د پاکستان اقتصاد روڼ او شفاف دی او هغوى به دلته د ايف ای ټي اېف لخوا د خطر د خبرداري څخه نه مخ کېږي. د پاکستان لپاره د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس خړ فهرست په دوو برخو مشتمل ؤ چې په کې يو د هېواد مالياتي نظام پېاوړې کول او په غېر قانوني توګه د پېسو د ترسيل مخه نيول وو او دوېم په داخلي کچه د هغو کسانو او ډلو پرضد ګامونه اخستل وو چې د ملل متحده د بندېزنو لاندې دي. ځنې پوهاند وايي که د ملل متحده لخوا د بندېزنو سره مخ لا قانونه ګرځول شوې ډلې بيا په بدلو نومونو فعاليتونه پېل کوي نو ګمان کوي چې پاکستان بيا دغه فهرست ته تللی شي خو ښاغلې عابد قيوم داسې نه ګني او وايي پاکستان سره ددې د مخنیوي قوانین شته او که چېرې دغه ډلې بيا هلې ځلې کوي نو پرخلاف یې ددغو قوانینو لاندې ګامونه اخستل کېدای شي. خو ډاکټر سلمان شاه له دې ورستو د نړیوالو بندېزنو سره دمخ تنظيمونو د بيا فعاليت احتمال ردوي او وايي دا هله کېدای شي چې دغه ډلې د ترهګرۍ د مالي مرستو لپاره د پاکستان بينکي نظام وکاروي خو زياتوي داسې کول هم اوس مشکل شوې دي ځكه چې د فتانشنل اېکشن ټاسک فورس په وېڼا پاکستان د بېنکونو په نظام کې داسې حفاظتي بندونه اچولي دي چې د ترهګرو لخوا ددې کارول کېدل ناشونې خبره ده.

22.10.2022 ډیوه

سختدریځه ښي اړخې جیورجیا مېلوني د ایټالیا صدراعظمه شوه 

د « ایټالیا وروڼه» په نامه د ایټالیا د سختدریځه ښي اړخي ګوند مشره جیورجیا مېلوني د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تلې ۳۰) د هیواد د صدراعظمې په توګه لوړه وکړه. هغه د ایټالیا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده چې ددې هیواد د حکومت مشري کوي.

22.10.2022 امریکا غږ

ایران مسکو ته د ډرون الوتکو د ورکړې ادعاوي 'پارونکي' بولي؛ غرب د څیړونو غوښتنه کوي

وروسته له هغه چې اروپايي ټولنې په اوکراین کې د روسیې له خوا د ایراني ډرون الوتکو د کارولو د ادعاوو په اړه د څیړنو غوښتنه وکړه، تهران د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تلې۳۰) اروپايي ټولنې ته د «پارونکو اقداماتو» په اړه خبرداری ورکړ.

22.10.2022 امریکا غږ

ایشیایي پرمختیایي بانک پاکستان لپاره د1.5 اربو ډالرو دمالي مرستې منظوري ورکړې

ايشيايي پرمختيايي بانک دسېلابونو له امله پاکستان ته رسيدلو زيانونو ،سماجي تحفظ او دخوراکي موادو د خونديتوب او خلکو ته د روزګار موقعو برابرولو کې د مرستې لپاره د 1،5 اربو ډالرو دمالي امداد منظوري ورکړې ده۔ ا قتصادي چارو پوهان وايي د پاکستان موجوده اقتصادي صورتحال کې د ياد بانک لخوا قرضه ورکول ګټور ګام دي او دا ګام به د نورو نړيوالو مالياتي ادارو په پاکستان د اعتماد بحالۍ کې لویې کردار ولوبوي۔  د ايشيايي پرمختيايي بانک په وېب پاڼه خپور شوي بيان کې ويل شوي چې د پاکستان سره دغه مالي مرستې د براس يا "بلډنګ ريزيلينس ود ايکټو کاونټر سايکليکل ايکسپينډيچرز" نومې پروګرام لاندې کېږي۔  بيان زياتوي چې دا 1،5 اربه ډالر به د حکومت لخوا جوړ شوي د 2.3  اربو ډالرو هغه پروګرام کې مرسته وکړي چې د روس او يوکرين جنګ او په نړيواله کچه د نورو پېښو دمنفي اغېز کمولو لپاره جوړ کړل شوی و۔ په پېښور پوهنتون کې د معاشياتو د څانګې استاد پروفېسر ذلاکت خان وي او ای ډيوه ته وايي د بانک لخوا د قرضې منظوري د خلکو سره د مرستو لپاره يو ګټور ګام دی۔ " د اکانومي ضرورت خو زمونږ ډېر زيات دی ځکه چې د سېلابونو او روس او يوکرين د جنګ له وجې د پاکستان معشيت ډېر متاثره شوی دی" هغه وايي دا قرضه د پاکستان ټول ضرورت خو نه پوره کوي البته دا خبره ده چې دې سره به په پاکستان د نړيوالو مالياتي ادارو او د نورو ملکونو اعتماد بحال کېدو کې ډېر لاس امداد وشي۔  بيان کې دا هم ويل شوي چې د بانک په مرسته به د نغدو پېسو ترلاسه کوونکو کورنيو شمېره د 7،9 ميليونو څخه 9 ميلينو ته لوړه شي، لومړنيو او منځنيو سکولونو کې د ماشومانو شاملېدو، اميدوارو او د پېو ورکوونکو میندو او د کوچني ماشومانو لپاره د طبي سهولتونو سېوا کولو او د خوراک ضرورتونو پوره کولو کې به مرسته وکړي۔ په پېښور کې مېشته د مېرمنو د حقونو فعاله شبينا اياز په قرض کې د مېرمنو او ماشومانو لپاره د پېسو مختص کولو ستائنه کوي او وايي د پېسو په شفاف طريقې سره د لګولو د پاره بايد حکومت منظم اقدمات وکړي۔ هغه وايي دا قرض دی او د سود سره به بېرته ستنول وي نو د دې خرچ کول پکار دي چې غوره طريقې سره وشي ځکه چې پاکستان کې اوس مهال چا سره هم دضرورتمندو کره شمېرې نشته۔ نوموړې زياته کړه" مونږه ګورو چې د بېنظير انکم سپورټ پروګرام دی او که يا احساس پروګرام دی د هغې لپاره لوی مشق شوی و او بيا دا وټاکل شوه چې دا،دا مېرمنې ضرورتمندې دي او د هغې لپاره طريقه کار جوړ شوی دی" د شبينا اياز په خبره په سېلاب ځپلو علاقو کې زياتره بنکونه او ای ټي ايم مشينونه خراب شوي دي نو پېسې به نغدی ورکول وي نو پکار ده چې يو منظم پروګرام وي چې غبن پکې ونه شي۔  د حکومتي شمېرو ترمخه د سېلابونو له امله پاکستان ته د خواوشا د 30 اربو ډالرو زيان رسېدلی او د ايشيايې پرمختيايې بانک شمېرې ښايي چې په دغه سېلابونو کې 33 ميلينه خلک اغېزمن شوي دي۔ د پاکستان د خزاني وزير اسحاق ډار د ياد بانک لخوا د قرضې په منظورۍ د خوشالۍ څرګندونه کړې او په ټويټر يې ليکلي چې د 24 اکتوبر نه شروع کېدونکې هفته کې به تړون لاس ليک او پنګې بجاري شي۔

22.10.2022 ډیوه

چارسده: د وسله والو برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی

دچارسدې پولیسو ددې پېښې پخلی کړی اؤ وایي دا پېښه دترنګزئ په مفتي اباد سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې ده چې کله دبلال جان په نوم یو پولیس عسکر دځانګړې ډیوټۍ په لړ کې  چارسدې ته روان ؤ اؤ په لاره کې پرې وسله والو ډزې وکړې. دچارسدې دپولیسو د ویاند لخوا په بیان کې ویل شوي چې پېښه کې پولیس عسکر بلال جان وژل شوی اؤ وسله وال له برید وروسته تښتېدلي دي. په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې خیبر پښتونخوا کې په پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري وسله والو ډلو ټي ټي پي اؤ داعش خراسان پغاړه اخستې ده. د وژل شوي پولیس عسکر بلال جان په هکله معلومه شوې ده چې هغه داتمانزئ سیمې استوګن ؤ اؤ په منډه هیډ ورکس کې یې ډيوټي ترسره کوله . دچارسدې دپولیسو مشر یا ډي پي او سهیل خالد پخپل یو بیان کې په دې پېښه دخفګان څرګندونه کړې اؤ وایي پېښه کې ککړ کسان به زر ګرفتار اؤ دسختې سزا سره مخ شي. په دې وروستیو کې  خیبر پښتونخوا کې په پولیسو دبریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده اؤ دوه ورځې وړاندې هم ډیره اسماعیل خان کې د نامعلومه وسله والو په بريد کې يو پوليس عسکر  محمد اسلم هغه مهال وژل شوی ؤ چې هغه له کوره ډیوټۍ ته روان و.  تحریک طالبان پاکستان د دغه پېښې زمه واري منلې وه. تر دې وړاندې د ستمبر په دویمه د ډیره اسماعیل خان درابن سیمه کې یو پولیس اهلکار وژل شوی و او د دغه پېښې ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه. دا د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د ټي ټي پي د اعلان شوې ډز بندۍ وروسته لومړۍ ذمه واري وه. د خېبر پښتونخوا د پولیسو د شمېرو ترمخه د روان کال جولایۍ د میاشتې پورې په صوبه کې د هدفي وژنو په پېښو کې 55 پولیس افسران او عسکر وژل شوي دي. د پولیسو نه ترلاسه شوو شمېرو ترمخه په وژل شوو پوليس افسرانو کې دوه انسپکټران، دوه اسسټننټ سب انسپکټران ،پینځه ای ایس ایي افسران، درې حوالداران او 43 سپاهیان شامل دي. د پولیس ریکارډ ښایي چې دې پېښو کې تر ټولو زیات 11 پولیس افسران او سپاهیان په ډیره اسماعیل خان کې وژل شوي او بیا ورپسې پېښور کې د یو انسپکټر او ایس اېچ او په ګډون 6افسران او سپاهیان وژل شوي دي. د شمېرو له مخې د هدفي وژنو په پېښو کې په بنو کې پینځه، شمالي وزیرستان کې څلور،جنوبي وزیرستان دوه، نوښار او لکي مروت کې څلور، څلور،کرک کې دوه، هنګو کې دوه،کوهاټ کې یو، ټانک کې څلور، خېبر کې درې، صوابۍ کې دوه، باجوړ کې یو، چارسده کې دوه او په هری پور او مردان کې هم یو، یو پولیس عسکر وژل شوی دی. په دې وروستیو کې  په اسلام اباد کې د څېړنې ادارې پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز PIPS په خپل یو رپورټ کې ويلي، د 15 اګست 2021 نه تر 14 اګست 2022 پورې په پاکستان کې 250 ترهګر بريدونه شوي 433 کسان پکې وژل شوي او 719 پکې ژوبل شوي دي. او په دې موده کې د تير کال په مقابله کې د وژنو شرحه هم 47 فيصده زياته شوې ده. رپورټ کې ويل شوي د تېر اګست راهسې د روان کال اګست پورې يو کال موده کې تر ټولو زيات بريدونه په خېبرپښتونخوا کې شوي او په 156 بريدونو کې 286 کسان وژل شوي دي، په بلوچستان صوبه کې په 79 بريدونو کې 127 کسان وژل شوي او په دې موده کې په اسلام اباد او پنجاب صوبه کې په شپږو بريدونو کې 12 او په سيند کې په نهه بريدونو کې اته کسان وژل شوي دي.

22.10.2022 ډیوه

فايق: افغانستان کې جنسيتي تجريد ښځې او نجونې له اساسي حقونو څخه محرومې کړي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست وايي، جنسيتي تجريد په افغانستان کې له اساسي حقوقو څخه د ښځو او نجونو د محروميت او کمزورتيا سبب شوى دى٠

22.10.2022 امریکا غږ

طالبان: د وزير اکبر خان جومات او کاج تعليمي مرکز چاودنو طراحان ووژل شول

طالب چارواکي په کابل ښار کې د داعش ډلې اړوند کسانو يو مرکز د کشف او له منځه وړلو خبر ورکوي او وايي چې دغه کسانو د کابل ښار وزير محمد اکبر خان جومات او کاج تعليمي مرکز چاودنو کې لاس درلود.

22.10.2022 امریکا غږ

د علي وزیر په مقدمه کې فېصله وانه ورل شوه، نېټه پکې بدل شوه

د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير پرضد د کراچۍ په يو عدالت کې روانه مقدمه کې نن د فېصلې ورځ ټاکل شوې وه خو د پي ټي اېم د مشرانو په وېنا په مقدمه کې شامل د دوی دوه ملګري عدالت ته حاضر نه شو ځکه د بلې اورېدنې دپاره پکې 25 اکتوبر نېټه وټاکل شوه.

22.10.2022 ډیوه

بادغیس کې د ناچاوده مهماتو چاودنې درې ماشومان وژلي

طالب چارواکي وايي، په بادغیس ولایت کې د پخوانیو ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي دي.

22.10.2022 امریکا غږ

 د اېف اې ټي اېف د خړ فهرست څخه وتل به پاکستان ته څه اقتصادي ګټه وکړي؟

څيړونکي وايي، د پیسو د غیرقانوني لېږدولو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) د خړ فهرست وتلو سره به پاکستان ته بهرني پانګه راتلل پېل شي او دا په نړيواله کچه د پاکستان د اقتصاد دپاره ښه علامت دی.

22.10.2022 ډیوه

بایډن وایي نیت لري چې د جمهوري ریاست دویم دورې لپاره ځان کاندید کړي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه اکټوبر ۲۱ (تلې۲۹) وویل چې پلان لري په ۲۰۲۴ کال کې د جمهوري ریاست د دویمې دورې لپاره ځان کاندید کړي.

22.10.2022 امریکا غږ

 عمران خان په پلويانو د احتجاج ختمولو غږ کړی، وايي د هغه د نااهله کولو د فېصلې په ضد به عدالت ته ځي 

د پاکستان الېکشن کمېشن چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند [پي ټي ايي] مشر او مخکنی وزیر عمران خان د توشه خانې په مقدمه کې نااهله کړی د دغه فېصلې ضد د پي ټي ايي غړي پرون د جمعې په ورځ په سړکونو راوتلي وو.

22.10.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more