شاته

فايق: افغان طالبان کال وروسته هم په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي

نيويارک: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصيراحمد فايق ويلي افغان طالبانو د کال نه زياته موده وړاندې په زوره واک ترلاسه کړ خو نن هم هغوي افغانانو ته اولسي، سياسي او ثقافتي حقونه نه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي سېکتر په ورستيو رپورټونو کې هم د دې پخلی شوی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 77مې غونډې په مهال د بشري حقونو په اړه غونډي ته د وينا په مهال نصيراحمد فايق ويلي، دا وخت د افغانستان نه داسې رپورټونه راروان دي چې هلته بې له عدالته وژنې روانې دي، خلک نيول کيږي، د امنيتي ځواکونو پخواني غړي، کارمندان، خبريالان، د بشري حقونو فعالان او نور يو شمېر خلک په لاقانونه توګه نيول کېږي.

داسې رپورټونه هم دي چې طالبانو په يوه لويه شمېره کې قېديان بې له مقدمې يا عدالتي فېصلې وژلي دي.

د دې ترڅنګ د بغلان، پنجشېر، تخار، سری پل او بدخشان دننه يوه خصوصي ټولنه په نښه شوې او له خپلو کورونو ويستل شوي دي.

فايق تور لګولی چې دا وخت په افغانستان کې انجونې او افغان مېرمنې بنيادي حقونه او ازادي نه لري او دوي په يوه منظمه توګه د ټولنيز، سياسي او معاشي دايرې څخه ويستل کېږي.

د کال نه زياته موده وشوه چې په نجونو د شپږم ټولګي نه بره زده کړې بندې دي.

د حجاب، محرم په نامه د مېرمنو شخصي ازادي تروړل کېږي او د هغوي په ازاده توګه تګ راتګ باندې هم بندېزونه لګول شوي دي.

فايق ويلي د اندېښنې بله خبره دا ده چې په افغانستان کې مذهبي او تعليمي مرکزونه په نښه کېږي، شيعه، هزاره، هندوان، سکهان او د صوفي ټولنې غړو باندې بريدونه کېږي.

هغه وايي په دې ورستيو کې 100 زده کوونکې انجونې چې پکې زياتره د هزاره ټولنې سره تعلق درلود، په کاج تعليمي مرکز کابل کې په نښه کړی شوې.

فايق په غړو هېوادونو غږ کړی چې د هزاره ټولنې د وژنې دې پلټنې وشي او يوه پلټنيز مشن يا کميټي دې جوړه کړی شي چې پکې د هزاره نسلي او نور اولس د وژنې ترڅنګ د افغانستان نه د خلکو د وتلو په اړه پلټنې وکړي.

هغه ويل بايد ټول غړي هېوادونه او نړيواله ورورلي د افغانستان د اولس ملاتړي شي او بايد په افغان طالبانو فشار روان وساتل شي چې داسې هغوي په افغانستان کې د بشري حقونو او په خصوصي توګه د نجونو او مېرمنو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي.

هم داسې بايد ټولې وسيلې په کار راوستل شي چې په افغانستان کې د قانون د پياوړتيا، حکمرانۍ او انصاف نظام جوړ کړی شی.

که څه هم د فايق په دې تورونو او وينا د افغان طالبانو له خوا کوم غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی خو افغان طالبانو د ملګرو ملتونو لپاره د قطر د دفتر وياند سهېل شاهين خپل استازی نومولی ؤ خو لا هم د ملګرو ملتونو له خوا د هغې منظوري نه ده ورکړل شوې او نصير احمد فايق (د ډاکټر اشرف غني له وخته راهیسې) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازيتوب موجود دی.

د نجونو د تعليم په اړه په دې وروستیو کې افغان طالبانو ويلي وو د شپږم ټولني نه پورته نجونو لپاره دوي جامع پاليسي جوړوي او له هغې وروستو به ښوونځي پرانيزي خو لا هم په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.