شاته

قاضي فایز عیسا: چې جج فشار ته غاړه نه شي اېښودلی، په منصب د پاتې کېدو هیڅ حق نه لري

دپاکستان د سپريم کورټ سینیر جج قاضي فاېز عيسا وایي چې کوم جج فشار ته غاړه نه شي اېښودلی هغه پخپل منصب دپاتې کیدو هیڅ حق نه لري.

دخالي په ورځ دعاصمه جهانګیر په یاد راجوړ شوي کانفرنس ته خپله وینا کې قاضي فایز عیسا ویلي پاکستان نه جمهوریت ختمول دشانه د چړې منډلو برابر خبره ده ځکه چې دا هیواد په جمهوري انداز کې ترلاسه کړل شوی ؤ.

دښاغلي عیسا وینا وه چې دهیواد په دستور کې دمقننې،انتظامیې اؤ عدلیې خپل،خپل کردار دی اؤ ځواکونه د انتظامیې یوه برخه ده.

هغه وایي پاکستان کې په جمهوریت وړومبی برید یو بیورو کریټ غلام محمد کړی ؤ.

دسبریم کورټ جج وویل په ماضي کې ذوالفقار علي بوټو ونیول شو اؤ پارلیمان ختم کړل شو،د بوټو قضیه په پوځي عدالت کې نه بلکې په عام عدالت کې پرمخ تللې وه اؤ ددې قضیې فیصله دتاریخ یوه اوږده ارزونه یا ججمنټ دی.

دهغه په وینا دبوټو ټرایل تاریخ کې په وړومبي ځل هایکورټ کړی ؤ ګنې تر ننه د ټولو کیسونو ټرایل سیشن عدالتونه کوي.

قاضي فایز عیسا وویل هغه مهال یې په سترګو کې اوښکې راغلې وي چې کله دسپریم کورټ یو جج وویل د ذوالفقار علي بوټو دفیصلې په معامله کې په هغه ډیر زیات فشار ؤ.

نوموړی وایي هغه پخپله پینځه کاله چیف جسټس پاتې شوی اؤ په دغه موده کې ورته چا هیڅ نه دي ویلي .

"که څوک په یو دفتر کې ناست وي اؤ وایي چې په هغه ډیر فشار ؤ اؤ دغه فشار ته یې غاړه نه شوه اېښودلی نو هغه باید دغه دفتر پریږدي اؤ په فشار کې راتلونکي تن ته نه ده پکار چې د وکالت پېشه انتخاب کړي"

هغه وویل دپاکستان ایین پرله پسې پامال کړل شوی دی ،ترټولو وړاندې ضیاء الحق اؤ بیا پرویز مشرف دایېن سرغړونه کړې وه.

دنوموړي وینا وه چې پاکستان جمهوریت ته اړتیا لري، عدلیې اؤ انتظامیې ته اړتیا لري اؤ دایګزیکټيو دبرخې په توګه پوځ هم دپاکستان لپاره ضروري دی.