فراه کې د طالبانو برید کې اته پولیس سرتېري وژل شوي
د افغانستان په لویدیځ کې د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي؛ طالبانو تېره شپه په بکوا ولسوالۍ کې اته پولیس سرتېري وژلي دي. مهري زیاتوي؛ په برید کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نشته.
ټرمپ متقاعد جنرال مایکل فلین ته د ملي امنیت سلاکار پوسټ وړاندیز کړی
د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ متقاعد جنرال مایکل فلین ته د ملي امنیت سلاکار څوکۍ وړاندیز کړی دی. ښاغلی فلین چې په ټاکنیز کمپاین کې د ښاغلي ټرمپ سلاکار و، د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې په تړاو افراطي نظر لري.
بارک اوباما: که روسیه د امریکا له ارزښتونو او نړیوالو نورمونو واوړي ټرمپ دې پروړاندې ودرېږي
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره په ګډه خبرې غونډه کې خپل ځایناستی ډونالډ ټرمپ وهڅاوه چې که روسیه د امریکا له ارزښتونو او له نړیوالو نورمونو پښه اړوي نو پروړاندې یې په کلکه ودریږي.
ګلف ټایمز: انټرنټي بریدونه ۷۱ سلنه زیات شوي نور هم ډېرېږي
د متحده عربي اماراتو انګلیسي ژبې ورځپاڼې ګلف ټایمز په یوه راپور کې ویلي؛ دروان کال به دریمه ربع کې سایبري یا انټرنیټي بریدونه ۷۱ سلنه زیات شوي دي او په دې برخه کې د کارپوهانو په حواله زیاتوي چې ښايي سایبري بریدونه په نړۍ کې نور هم زیاتوالی ومومي.
د جاپان لومړی وزیر: پر ډونلډ ټرمپ ډېر باور لرم
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ له یوه بهرني مشر سره په لومړنۍ کتنه کې د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابې سره لیدلي. ورته وخت کې امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې ښاغلي ټرمپ متقاعد امریکایی جنرال مایکل فلین د ملي امنیت سلاکار څوکۍ ته نومولی دی.
استاد خیال محمد د ولسمشر غني له خوا ورکړل شوی مډال ترلاسه کړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د پښتو موسیقۍ وتلي سندرغاړي استاد خیال محمد ته د مېربچه خان عالي دولتي مډال د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې ښاغلي خیال ته ورکړل شو. غوڼډې کې د خیال استاد پر ژوند یو لنډ مستند فلم هم نندارې ته وړاندې شو.
جهاني: موازې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فلج کړی دی
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني چې له خپلې دندې یې استعفا کړې وايي ځینو کسانو "په ارګ کي دننه، د اطلاعاتو او کلتور د وزارت سره موازي ادارې جوړې کړي دي چې د وزارت ورځني کارونه یې نه یوازي څو چنده ګران کړي بلکه وزارت یې عملاً فلج کړی او بې صلاحیته کړی دی."
د چاپېريال بدلون تړون
د امريکا د بهرنيو چارو تلونکي وزير جان کېري مراکش کې د اقليم پر سر خبرو کې له هغو نړيوالو هلوځلو له احساساتو ډکه دفاع کړې، چې د اقليمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې کېږي.
د بي بي سي پښتو تلويزيون د اقتصاد اوونيزه خپرونه پيلوي
د ستاسو غږ او لوبې له اوونيزې خپرونې وروسته د اقتصاد او کاروبار پر مسايلو دا اوونيزه خپرونه د يکشنبې په ورځ (۲۰ نومبر) خپرېدونکې ده.
د ترکیې یوه ډله پوځیان په جرمني کې پنا غواړي
رپوټونه وايي، د ترکیې یو شمېر پوځیانو چې د ناټو تړون اړوند د رامشتاین هوايي ډګر په پوځي اډه کې یې کار کاوه، په جرمني کې د سیاسي پنا غوښتنه کړې. د دې پوځیانو کورنیو هم په جرمني کې د کډوالۍ غوښتنه کړې ده.
قبایلو ته د پاکستان خبرداری؛ له ویزې پرته افغانستان ته نشئ تلای
د پاکستان سرحدي ځواکونو د خپلې ډډې قبایلي سیمو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د راتلونکي میلادي کال تر جنورۍ وروسته، له پاسپورټ او ویزې پرته افغانستان ته سفر نشي کولای. بلخوا د افغانستان حکومت وايي، قبایل د پخوا په څېر له ویزې پرته له پولې اوښتی شي.
'ټرمپ د جاپان له لومړي وزیر سره ګوري'
جاپاني چارواکو ویلي، د امریکا نوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ به په بهرنیو مشرانو کې لومړی د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابي سره وګوري.
ګوګل بریتانیا کې یو میلیارد پونډه نوې پانګونه کوي
ګوګل شرکت په بریتانیا کې د څه باندې یو میلیارد پونډو په ارزښت د نوې پانګونې هوډ کړی، چې تر ډېره به په ټکنالوژۍ برخه کې ولګول شي.
باب دیلن د نوبل ادبیاتو جایزې اخیستو ته 'نه' حاضرېږي
مشهور امریکايي ليکوال، سندرغاړی او سندره ليکوال باب دیلن چې د سږ کال د نوبل د ادبياتو د جايزې وړ بلل شوی، د خپلې جایزې ترلاسه کولو لپاره نه حاضرېږي.
امنیتي چارواکي: سرپل کې لسګونه مخالف وسله وال وژل شوي
د افغانستان په شمال کې امنیتي چارواکي وایي؛ په تېرو څو ورځو کې په سرپل ولایت کې په جګړو کې ۴۷ وسله وال وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي دي. د سرپل لپاره د طالبانو نومول شوي والي د وژل کېدو ضد او نقیض راپورونه هم خپاره شوي.