ترکیه کې زرګونو ښځو 'پر کم عمره نجونو د تېري قانون' پر نوې اصلاحيې اعتراض وکړ
ترکیې کې زرګونو قهرېدلو ښځو له کم عمره نجونو سره د جنسي اړیکې اصلاحیه قانون پرضد اعتراض وکړ. دغه نوې اصلاحیه هغو سړیو سره د تېري کوونکي په څېر چلند نه کوي چې له کم عمره نجونو سره جنسي رابطه ټینګوي او بیا ورسره واده کوي.
په هند کې د اورګاډي چپه کېدلو ۶۳ کسان ووژل
د هند په اترپردېش ایالت کې چارواکي وایي، د اورګاډي د چپه کېدو له امله ۶۳ کسان وژل شوي او تر دوو سوو نور ټپیان شوي دي. په سیمه کې چارواکي د مرګ ژوبلې د زیاتېدلو وېره ښيي.
ډونلډ ټرمپ له خپل مخالف ميټ رامني سره کتلي
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل يوه انتقاد کوونکي ميټ رامني سره کتلي او داسې اټکل کېږي چې ده ته به د بهرنيو چارو د وزارت څوکۍ ورکړل شي.
کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه
نیوزیلنډ کې یوه شرکت په لومړي ځل پر ډرون د خوړو لېږدول پیل کړي. خو ایا دا تجربه به خوندي او بریالۍ وي؟ د ټکنالوژۍ وروستۍ پرمختیاوې زموږ همکار حفیظ الله معروف په کلېک کې را ټولې کړې دي.
انټرنېټ او شرم
بي بي سي د يوې نوې خوابدوونکې موضوع څېړنه کړې. هغه دا چې ځینې کسان د نورو ځوانانو په ځانګړې توګه ښځو شخصي يا ښکاره جنسي انځورونه پیدا کوي او بیا هغوی پرې ګواښي او شرموي.
د کرکيلې نوي پرمختګونه
په بریتانیا او امریکا کې سایسنپوهان وايي، مخ پر ودې هېوادونو کې یې د کیفیت برابرو تولیداتو کرلو او خوراکي توکو د امنیت په برخه کې پرمختګ کړی دی.
افغان کډوال او توندلاري
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت تازه شمېرې ښيي چې په تېرو لسو میاشتو کې څه کم یو میلیون افغانانان چې بهر کډوال وو بېرته وطن ته ستانه شوي دي.
کډوال او توندلاري
په نړۍ کې د کډوالو يو تر ټولو لوی کمپ داداب په کينيا کې دی. شاوخوا ۳۰۰ زره خلک په کې اوسېږي. ډېری یې په سوماليا کې د جګړې او لوږې له امله ور تښتېدلي دي.
د بګرام د ځانمرګي بريدګر کلی
تېره اوونۍ کابل کې د امریکايي ځواکونو پوځي اډه بګرام بریدګر پخوانی طالب قاري نایب بلل شوی و. دی د سولې له بهیر سره یوځای شوی و. انګریزي یې زده کړه او بیا یې د موټر جوړولو په هنر هم ځان سم پو کړ.
د انټي بیوټیکونو د قیامت مخنیوی به څنګه کوو؟
هر کال، لږتر لږه ۷۰۰ زره خلک د هغو میکروبونو له امله مړه کېږي چې د داروګانو پر وړاندې يې مقاومت موندلی. له همدې کبله حکومتي ساینسپوهانو د انټي بیوټیکو پر وړاندې د میکروبونومقاومت د ۲۱مې پیړۍ یو له سترو نړیوالو ګواښونو په توګه توصیف کړی دی.
کابل کې یو تورن پوځي څارنوال علني محاکمه شو
د اداري فساد د درنو جرمونو د مخنيوي عدلي او قضايي مرکز نن (شنبې) په یوه علني محکمه کې د بډو اخيستلو په تور یو نظامي څارنوال په دوه کاله او شپږو میاشتو بند محکوم کړ. تورن کس د جنرالۍ رتبه هم لرله.
اونۍ په انځورونو کې: ۱۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۱۶
د نړۍ له لر او بره د خبرونو په زړه پورې انځورونه چې د تېرې اونۍ په لړ کې اخستل شوي دي
د عکسونو البوم: ایمان د کامرې له سترګې
په ځینو دغو انځورونو کې د بېلابېلو دینونو پلویان د عبادت پرمهال ښودل شوي دي.
د هرات جامع جومات بیارغول کېږي
د لومړي ځل لپاره د هرات د لوی جامع جومات د بیارغانې مقدماتي سروې د افغانستان د ښارجوړونې وزارت له خوا پيل شوې ده.
ننگرهار کي د داعش لوړپوړی قومندان "ملابزرګ" هوایي برید کې وژل شوی
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې د "ملا بزرګ" په نوم د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې یو قومندان له خپلو اوو ملګرو سره د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.