کرېکټ: کابل کې د شپږیزې سیالۍ

افغان پلازمېنه کابل کې د کرېکټ شپږیزه سیالۍ د اګسټ په ۸ ناوخته پيلېږي، د دې سیالۍ لپاره له وړاندې تیارۍ روانې وې د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي پښتو ته وویل دا ځل په شپږیزه کې په لومړي ځل بهرني لوبغاړي هم لوبېږي.

د اولمپيک سياليو دوهمه ورځ: د امريکا فېلپس د سرو زرو ۱۹ مډال وګاټه

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو په دوهمه ورځ امريکا د ټولو ۱۲ مډالونو په ګټلو سره د اولمپيک سياليو د جدول په سر کې ده. په دغو مډالونو کې درې د سرو زور، پنځه د سپينو زرو او څلور د ژېړو دي.

عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، سږ کال به د حج لپاره شاوخوا څلورویشت زره افغانان، چې ۳۰٪ یې مېرمنې دي، سعودي عربستان ته ولاړ شي، چې ددې لړۍ لومړۍ جوپه نن (دوشنبه) له کابله پیل شوه.

'طالبانو د فراه پشت رود ولسوالۍ سلګونه کورنۍ اړ کړي کډه وکړي'

د فراه ولایت ویاند ناصر مهري ویلي، طالبانو "پشت رود" ولسوالۍ سلګونه کورنۍ اړ کړي له خپلو کورونو کډه وکړي. د هغه په وینا، پشت رود کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې ۱۹ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. طالبان هم دولتي ځواکونو ته مرګژوبلې اړولو خبره کړې.

غزني کې چاودنو ۱۰ افغانان وژلي

د افغانستان سوېلي غزني ولایت کې د سړک غاړې دوو جلا ماین چاودنو لږترلږه لس کسان وژلي. لومړۍ چاودنې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي بلې چاودنې د څلورو پولیسو ژوند اخیستی دی.

د جاپان امپراتور له واکه لاس اخستو ته لېوالتیا ښوولې

د جاپان امپراتور اکیهیټو خپلو خبرو کې ویلي چې د عمر د زیاتوالي او ورځ تر بلې د روغتیایي ستونزو ډېرېدل لامل کېږي چې د امپراتور په توګه خپلو کارونو ترسره کولو کې پاتې راشي.

د افغانۍ بانکنوټونه؛ له سوداګرۍ تر سوځولو پورې

په افغانستان کې هر کال له ۵ تر ۶ میلیاردو افغانۍ نوټونه د زړښت له امله له منځه ځي. یوازې په تېرو لسو کلونو کې شاوخوا ۴۰ میلیارده افغانۍ له همدې کبله له چلنده وتلي او پر ځای یې نوي بانکنوټونه چاپ شوي دي.

د بلوچستان ملکي روغتون کې چاودنې لسګونه کسان وژلي

د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز کوټې ښار ملکي روغتون کې چاودنې لږ ترلږه ۵۳ کسان وژلي. په وژل شویو او ټپیانو کې هغه مدافع وکیلان او خبریالان هم دي، چې د بلال انور کاسي د وژل کېدو په ویر راغونډ شوي وو.

هندوستان ټایمز: پر ولاديمير پوتين نيکمرغي تپل کېږي

هندوستان ټايمز "پوتين مسکا لپاره ډېر زياد دلايل لري" تر سرليک لاندې ليکي: ځينې مشران نيکمرغه زېږيدلي، ځينو يې په خپله خپل بخت جوړ کړى خو بيا د ولاديمير پوتين په څېر پر ځينو مشرانو نيکمرغي تپل کېږي.

د کوټې ملکي روغتون ته څېرمه خونړۍ چاودنه شوې

د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز کوټې ښار ملکي روغتون ته څېرمه چاودنې لږترلږه ۱۸ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. چاودنه هغه روغتون ته نژدې شوې چې د مدافع وکیلانو د وژل شوي مشر مړی ورته راوړل شوی و.

کابل کې وسله والو کسانو دوه بهرني وګړي تښتولي

د کابل پولیس وایي؛ دوه بهرني اتباع چې د افغانستان – امریکایي پوهنتون استادان دي تيره ورځ په پلازمېنه کابل کې تښتول شوي دي. تراوسه ددوی د تښتولو مسوولیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی.

ایران اتومي فزیکپوه شهرام امیري د 'جاسوسي' په تور اعدام کړ

د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین محسني اژه ای منلې ده، چې د اتومي فزیک کارپوه شهرام امیري یې امریکا ته د جاسوسي په تور اعدام کړی دی.

استانبول کې د ناکامې کودتا ضد لوی لاریون شوی

د ترکیې استانبول ښار کې د تېرې ناکامې کودتا د غندلو په پار لوی لاریون شوی، چې د درو مخالفو سیاسي ګوندونو په ګډون سلګونو زرو خلکو، وتلو سیاسي او حکومتي څېرو پکې ګډون کړی و.

هند ته د افغانانو تګ راتګ

هر کال افغانان په میلیونونه ډالر په هند کې لګوي. هند د افغانانو د سېل او ساعتېری ځای څه چې، د زده کړو، او درملنې مرکز هم دی. دا بهیر څو کاله وړاندې پیل شو خو اوس تر بل هر وخت ډېر په کور ګټلې پیسې هند کې لګوي.

د کپټان سکاټ د انځورونو نندارتون

د کپټان سکاټ نوم مو ښايي اورېدلی وي، یو بریتانیایی څېړوونکی و. غوښتل یې لومړنی کس وي چې جنوبي قطب ته ولاړ شي ـ ورغی خو بېرته ژوند را ستون نه شو. په ۱۹۱۲ کال کې له خپلو څلورو نورو ملګرو سره یو ځای هلته ومړ. اوس یې لندن کې د انځورونو یو نندارتون جوړ شوی