کابل کې امنیتي وضعیت او د ولسي وګړو اندېښنې
د پلازمېنې کابل اوسېدونکي که له یوې خوا له چاودنو ځان خوندي نه ګڼي له بلې خوا يې جنايي پېښو ژوند تریخ کړی دی. ددې ښار ځینې اوسېدونکي وايي، د ګرځېدو راګرځېدو پروخت د خپل ځان او مال په اړه اندېښمن وي.
هندوستان ټایمز: جاپان په نړۍ کې جیو پولیټیکل رول غواړي
هندوستان ټایمز ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي، جاپان غواړي په نړۍ کې د یوه عادي جیو پولیټیکل لوبغاړي په توګه میدان ته راووځي او هند ته د یوه داسې هېواد په سترګه ګوري چې د دغه هدف تر لاسه کول اسانوي.
اسلام اباد کې د ۲ تښتېدلو پولیسو د نیولو هڅه روانه ده
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په تر ټولو امن رېډ زون سیمه کې د یوې پوستې د دوو پولیسو د نیولو هڅې روانې دي، چې ویل کېږي د یوي کورنۍ له "وېرولو" او "نغدو پیسو" تر اخیستلو وروسته تښتېدلي دي.
کابل کې د ملي امنیت پر موټر ځانمرګی برید شوی
د افغانستان پلازمېنې کابل ښار پل محمود خان په سیمه کې یوه ځانمرګي برید څلور تنه ټپيان کړي . د کابل امنیې قومندان عبدالرحمن رحیمي بي بي سي ته وویل ځانوژونکی پلی روان و او د ملي امنیت د لسم ریاست د سپرلۍ پر فلنکوچ ډوله یوه موټر یې برید کړی.
ایوانکا ټرمپ، د امریکا اصلي لومړۍ مېرمن؟
ویل کېږي د ټرمپ د امپراتورۍ تر شا، ایوانکا د مغزو حیثیت لري. د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې همدغه ۳۵ کلنه لورېې پرلپسې د ده ترڅنګ ولاړه وه، په غونډو کې یې ویناګانې کولې او په راز راز بڼویې د خپل پلار لپاره رایې راټولولې.
بریتانیا کې د زړه ترناروغۍ له ډېمېنشا یا د حافظې له کموالي ډېر کسان مري
د بریتانیا په انګلستان او وېلز کې د لومړي ځل لپاره اوس د زړه تر ناروغۍ له ډېمېنشا یا حافظې له کموالي ډېر کسان مري
د سولې عالی شورا: د بندیزونو لست کې د طالبانو د مشر د شاملولو غوښتنه سمه نه ده
د افغانستان د سولې عالي شورا د ولسمشر اشرف غني هغه غوښتنه د ولس له هيلو سره مخالفه بللې چې وايي د طالبانو مشر دې د ملگرو ملتونو د بنديزونو په لست کې شامل شي.
مکسیکو کې په دې وروستیو کلونو کې د هېروین تولید ډېر شوی دی
مکسیکو کې په دې وروستیو کلونو کې د هېروین تولید ډېر شوی دی. ۲۰۱۴ کال کې دا توکي دوه پر دریمه برخه ډېر شوي او نژدې ټول یې له پولې پورې امریکا ته اوړي
د فراه تښتول شوی ماشوم وژغورل شو
هغه ماشومام چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د فراه په ولایت کې د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوی و د امنیتي ځواکونو له خوا را خوشې شوی دی.
اوباما ناټو او اروپايي ټولنه د ټرمپ له همکارۍ ډاډمنول غواړي
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغه هېواد متحدینو ته دا ډاډ ور کول غواړي، چې ډونالډ ټرمپ به په جنورۍ میاشت کې د کار له پیلولو وروسته د واشنګټن نړیوالو ټلوالو ته درناوی وکړي او پر ځای به یې وساتي.
مصر: د مرسي د اعدام مخکینۍ سزا لغوه شوه
رپوټونه وايي، د مصر سترې محکمې د مصر د مخکیني منتخب ولسمشر محمد مرسي د اعدام مخکینۍ سزا لغوه کړې ده. محکمې د اخوان المسلمین ګوند د پنځو نورو مشرانو د اعدام سزا هم لغوه کړه.
موبایل ټیلېفون د خپل څښتن په روغتیا او نورو رازونو پوهېږي
یوه نوې څېړنه وايي، له ملفون یا موبایل ټیلېفون ترلاسه کېدونکو مالیکولونو د هغه د څښتن د روغتیا او ژوند ډول معلومات تر لاسه کېږي.
ولسي جرګې له څلورو وزیرانو یو بې واکه کړ
د افغانستان ولسي جرګې د سې شنبې په ورځ هم د کرنې او مالدارۍ، مخابراتو او ټیکنالوجۍ، نشیه يي توکو سره د مبارزې او د اوبو او برېښنا وزیران استیضاح کړل.
روسی وزیر د "بډو" اخیستو په تورن بندي شوی
د روسيې د اقتصادي پراختيا وزير الکسي اوليوکايف د دوو روسي نفتي شرکتونو ترمنځ په یوه معامله کې د دوه ميلیونو ډالرو بډو اخيستلو په تور نيول شوی دی.
د داعش جګړه: کور ته ستنې مېرمنې
په عراق کې هغه دوه مېرمنې خپله کیسه کوي، چې خپل کورونه یې د اسلامي دولت ډلې له وېرې پرېښودلي وو.