ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


"افغانستان کې ښکېلو غاړو بشري او جنګي جرمونه کړي"

نړیوالې جنايي محکمې په خپل تازه راپور کې ویلي داسې دلایل شته چې پربنسټ یې ویل کېدای شي چې وسله والو طالبانو د بشریت ضد جرمونه، امریکايي ځواکونو او افغان حکومت اړونده امنیتي ادارو د ځورونې او ناسم چلند اړوند جنګي جرمونه ترسره کړي دي.

15.11.2016 BBC

د ټرمپ او پوتین خبرې، که کارپوهانو ته د خطر زنګ"

بریتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډنټ په لومړي مخ کې د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د ټیلېفوني خبرو په اړه یو مطلب خپور کړی، په راپور کې ویل شوي، دا چې پوتین له ټرمپ سره په ټیلېفوني خبرو کې د امریکا او روسیې ترمنځ د اړیکو د رغولو خبره کړې په واشنګټن کې د بهرنیو اړیکو کارپوهانو ته د خطر زنګ دی.

15.11.2016 BBC

پوتین او ټرمپ د 'اړیکو رغول غواړي'

د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره د امریکا د ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ټلېفوني اړیکې وروسته کریملین وویل، چې دواړه مشران "د مسکو- واشنګټن اړیکو د عادي کولو" هوډ لري.

15.11.2016 BBC

۱۱ عربي هېوادونو ایران د 'ترهګرۍ' په ملاتړ تورن

د منځني ختیځ او شمالي افریقا یوولسو هېوادونو ایران د "ترهګرۍ" په ملاتړ او د عربي هېوادونو کورنیو چارو کې په پرله پسې لاسوهنو تورن کړی دی.

15.11.2016 BBC

"۲۰۱۶ کال ښايي تر ټولو ډېر تود کال شي"

د نړۍ د هوا حالاتو اداره وايي له لومړنيو معلومات داسې ښکاري چې ۲۰۱۶ کال ښايي په ريکارډ کچه تر ټولو تود کال شي. ماهرين په هوا کې د کاربن ډای اوکسايد او نور ګازونو زياتوالی د دې سبب بولي.

14.11.2016 BBC

هند کې د مسلمانانو بې روزګاري

هند له اقتصادي پلوه د چټکې ودې حال کې دی خو د ځوانانو د بېکارۍ ستونزه په کې هم يو لوی سرخوږی دی. دلته ځينې مسلمانان وايي توپيري چلند ورسره کېږي خو حکومت يې د مسلکي وړتياوو نشتوالي ته ګوته نيسي.

14.11.2016 BBC

نيوزيلنډ کې د زلزلې له امله اوښتی زيان

په نیوزیلنډ له لومړۍ ۸٫۷ درجې زلزلې څو ساعته وروسته یوه بله ۶٫۳ درجې زلزله شوې. د زلزلې ژوروالی ۱۰ کیلومتره او مرکز یې د لومړۍ زلزلې ځای ښودل شوی دی.

14.11.2016 BBC

ولسي جرګه او د وزيرانو بې واکه کول

افغان ولسي جرګې نن (۱۴ نومبر) هم دريو وزيرانو پوښتلو لړۍ کې د لوړو زه دکړو وزیره فریده مومند، بې واکه کړه.

14.11.2016 BBC

ټرمپ او مسلمانان

ډونلډ ټرمپ د سي بي اېس خبري شبکې ته ويلي چې د سترې محکمې لپاره به یې نوماندان د ژوند پلويان، يا په بله معنا د ميندوارۍ پر مهال د ماشوم غورځولو ضد وي.

14.11.2016 BBC

ژغورونکی سپی

سپي د ژويو ترمنځ د انسان تر ټولو ښه ملګری بلل شوی دی. خو يو سپی چې وېز یې باله، کيسه يې يو بېل ځانګړی اړخ لري.

14.11.2016 BBC

ماشومان او ځیني ټولنیز ارزښتونه

دلته جرمني کې د تعلیمي کال په اوږدو کې د ښوونځي د درسونو تر څنګ لږ تر لږه درې داسې موضوعات انتخاب او تطبېقیږي چې ماشومان د ټولنیز ژوند اړخونو ته ورمتوجه کوي.

14.11.2016 BBC

د اقلیم بدلون: هېوادونه به له ټرمپ پرته خپل پلان پرمخ بیايي

مراکش کې د نړۍ د اقلیم په اړه د ملګرو ملتونو په خبرو کې، هېوادونه وايي چمتو دي چې د امریکا له متحدو ایالتونو پرته پر مخ لاړ شي.

14.11.2016 BBC

ټرمپ: نژدې درې میلیونه ناقانونه کډوال له امریکا شړم

د امریکا د متحده ایالتونو نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، وروسته له دې چې د ولسمشر په توګه په کار پیل وکړي، دوه تر درې میلیونه ناقانونه کډوال به له امریکا وشړي چې ځینې یې مجرمین دي.

14.11.2016 BBC

له ۷۰ کلونو وروسته سپوږمې بیا ځمکې ته ډېره رانژدې شوې

تېره شپه چې د نومبر دیارلسمه وه، په څو هېوادونو کې سپوږمۍ له معمولې کچې ډېره لویه او زیاته روښانه وه. د سپوږمۍ دغه حالت ته چې ځمکې ته رانژدې کېږي د سوپر مون یا سترې سپوږمۍ نوم ورکړل شوی. نژدې ۷۰ کاله وړاندې سپوږمۍ همدومره رانژدې شوې وه.

14.11.2016 BBC

'افغانستان کې دې د فساد پرضد د مبارزې بنسټونه ړنګ کړي'

'د افغانستان د روڼتیا څار' سازمان له حکومته غوښتي چې د فساد پرواندې ۱۷ فعالیت کوونکي بنسټونه دې له منځه ولاړ شي او له خپلواکو کسانو دې یو پیاوړی بنسټ جوړ شي. دغه سازمان پخپل کلني راپور کې د فساد پروړاندې د حکومت هوډ کمزوری بللی دی.

14.11.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more