ادبي ټوټې
باران
اې وچو بوټو او تږو ونو! زه پوهیږم چې ستاسو د ریښو په بیخونو کې د ځمکې نم وچ شوی او تاسو تر داسې یوه پټ توپان لاندې شپې او ورځې تیروی چې د نابودۍ په سپیره کنډو کې یې درولې یاست او هره لحظه مو د ناتار د دوړو ډک شمال او سختې بړبوکۍ په ډیره آسانۍ سره یوې او بلې خواته څملوي. اې سپیرو کاریزونو او وچو چینو! زه پوهیږم چې تاسو مخکې داسې ښیرازه، خوشحاله او له صافو اوبو څخه مالامال وی چې هر ژوندي موجود به مو په یخو او خوږو اوبو تنده ماتوله او د هر پټي شنو ډکو به ست
د سوال منګولې
مرګیه! که زما بڼ د ژوند په شیرینو ښکلاوو مالامال او د خوځیدو بهیر یې په طبیعي توګه پر مخ روان وي نو تا ته څه تاوان رسیږي؟ که دلته ښکلاوې له خپلو ښایستونو سره څنګ په څنګ لوبیږي، که دلته د بلبل او بوار په ځالګیو باندې د موسکا وږمې میلمنې وي، که دلته د سهار په سپینه غیږه کې هر یو ګلاب د نوي ګهیځ سره په خپلو ګلابي جامو کې د لیدونکو زوړنه خوشحاله کوي نو تو خدای د داسې یوې منظرې نابودي دې لوریږي؟مرګیه! که زما د بڼ ګلونه خندان وي، تازه وي، سمسور وي، د خپلې ښکلا ننداره کوي، د عطرو د خورو
د ښایستونو زمانې
ستا د ړنګې بنګې ځوانۍ دنګه ونه، ستا د ګلابي رخسار شنه خالونه، ستا د سرو شونډو رنګینه موسکا او ستا د ګلورینې څیرې زرینې پلوشې د داسې ښکلولو وړ دي چې مین جانان ته د ابدي لذت سینګار له ځان سره لري.ستا د ښیرازه مینې اداګانې، ستا د ناز ململي کرشمې، ستا د پۍ مخي محبت نازکې ولولې او ستا د حسن د دیدار یاغي ښاپیریانې په ډیره آسانۍ سره د ښکلاوو د ښکارځنو په لومو کې بندیوانه او هغوی یې د خپل ځیګر په قفس کې د ننه کوي.ستا د ښایست د قلنګ په دوکانونو کې د شرینو ول
ژمنه
زه به د حسن د لیلا سره یو ځلې بیا په دې پورې ورې غونډیو باندې د ښکلاوو بې شمیره نیالګي و کرم.زه به د نیلي آسمان په نوراني غیږه کې د مهربانه وریځو کورته پخپله ننواتې ورشم او د تږو زاریو په بدرګه به یې د شیبو شیبو اورښت د اوریدو خواته را و بولم. د ښایستونو د باران هر څاڅکي ته به بیله بیله سلامي کوم څو زما د حسن د نیالګیو اوبه خور داسې ورڅخه مالامال شي چې د حسن د شرر وږمې یې تر مورګو راتویې شي.زه به د زړه وړونکو نیالګیو له هر مالیار سره په خپلو رنګینو باغچو ګرزم، د هرې څانګې به جدا جدا پ
تشه لپه
که ستا د ګلابي رخسار یوه مچو زما د تږو شونډو له سپرو سپیرو پوټکو سره یو ځای شي او هغه ته د سهار د غوړیدلي ګلاب رنګ ورکړي نو آیا کومه ټکه به را ولویږي؟ که ستا د حسن پلوشې زما د هیلو څرګ ته داسې رنګینه پګړۍ په سر کړي چې ډیر ژر ژر د دې تیاره غرونو او رغونو په هره هسکه او ژوره باندې د خپلو وړانګو لمڅي هوار کړي نو آیا په دې کې څه تاوان دی؟ که ستا د ښایستونو وړانګیز بوراق د خپلو نوراني برکاتو لړۍ زما د خیال د سوې او ویجاړې نړۍ تر چاردیوالونو را تاو کړي نو آیا ستا د خی
د پسرلي درسونه
د کال هر یو موسم خپلې خپلې ځانګړنې لري، خاصې ښکلاوې لري، ځانګړی طبیعیت ورسره مل وي، د انسانانو د ژوند په هره برخه باندې ځانګړې اغیزې لري، د بیلو بیلو وړانګو او درسونو سره یو ځای د انسانانو د نړۍ میلمه کیږي. پسرلی هم د یو لړ خاصو درسونو، وړانګو، ځانګړنو، طبیعیت، ښکلاوو او سمسورتیاوو درلودونکی دی چې په راتګ سره یې د طبیعیت په بدن کې حیرانوونکي بدلونونه لیدل کیږي، د نړۍ انسانان یې راتللو ته خوښیږي، د سمسورتیا سمبول یې بولې، د زرغونو لیلاوو د اتڼ نغمه یې ګڼي او د خپل ژوند په چارو کې یې د مث
پسرلی وايي
د ژوندون نغمه شوه مسته د ښایست په شرنګهار زه رابولمه آسمان ته د خیالي زاڼو کتارله سندرو یم جوړ شوی سندربولي مې خوښیږيله بلبل سره لوبیږمه د مینې په سینګارتوتکۍ به کړم بیدارې د ښکلا په نرمو لیچوستاسو کور به مالامال کړمه د مښکو په نګاربورا چیرې یې پټ شوی بریتوره دلته راشهپه سرو ګلو پیښه وکړه د غوټیو په سهارتر پسته ژبه مو جار شم ای د هسک ګوربت زرکانولپه لپه مینه شیندی د ښکلاوو په ګلزاریوم دې واخله ای بڼواله کروندې ته بیا د هیلوته عاشق یې پ
د کال څیره
د هرې ورځې په تیریدو سره زړه د خپګان یوې ژورې مرحلې ته ور درومي، که هر څومره یې خوښ ساتم خو بیا هم د چاپیریال د غمجن حالت په لیدلو سره د خپګان څپې پرې غالبې شي.دا چې زه ولې سږ کال خپه یم، ولې مې د غم دردمنې څپې ځوروي او ولې هر اړخیزې خوشحالۍ ته اجازه نه ورکول کیږي چې زما د زړه د خوښیو بڼ ته راستنه شي نو شاید چې ځانګړي دلایل به ولري. سره لدې چې د خدای (ج) د مهربانه دربار څخه باید مومن انسان هیڅوخت نهیلی نه وي او تل د سپیڅلي ذات بې پایانه مهربانیو ته امیدوار وي خو زه د خپل زړه د خپ
واوره
څنګه به په سپینو بخملي جامو کې د ښکلا ننداره نه کوي ځکه چې د آسمان د رحمت په رڼو اوبو وللې او د نازک ململ په پوښ کې خپلې نرمې منګولې د غرونو او رغونو د تږې لیلا له سینې څخه را تاووي او پاس په پاس پرې سپینې څپیړې ږدي.ولې به د لیدونکو زړونه ورته نینه نینه نه کیږي ځکه چې ټوله فضا یې د انسانانو لپاره په یوه داسې مینه ناک نندارتون بدله کړې ده چې هر یو غواړي د هغه د وریښمینو څاڅکو له فضا سره یادګاري تصویرونه واخلي او د ښایست د ژوند هغه خواږه یادونه یو ځل بیا تازه کړي چې دوه مین زړو