ستا د ړنګې بنګې ځوانۍ دنګه ونه، ستا د ګلابي رخسار شنه خالونه، ستا د سرو شونډو رنګینه موسکا او ستا د ګلورینې څیرې زرینې پلوشې د داسې ښکلولو وړ دي چې مین جانان ته د ابدي لذت سینګار له ځان سره لري.
ستا د ښیرازه مینې اداګانې، ستا د ناز ململي کرشمې، ستا د پۍ مخي محبت نازکې ولولې او ستا د حسن د دیدار یاغي ښاپیریانې په ډیره آسانۍ سره د ښکلاوو د ښکارځنو په لومو کې بندیوانه او هغوی یې د خپل ځیګر په قفس کې د ننه کوي.
ستا د ښایست د قلنګ په دوکانونو کې د شرینو ولولو داسې نایابه متاع د حسن د سوداګرو لپاره په ډیره آرزانه بیه ایښودل شوې ده چې نوم یې د ژوند خواږه، د حسن تشلمې ، د موسکاوو نبات او د خندا قند بللی شو.
ستا د سپیڅلي بهیر په سمسوره غیږه کې د کامرانۍ سمبول، د اتلولۍ ویاړونه، د بریاوو د نشې لبریز جامونه او د رنګارنګ خماري مستیو ډک ټالونه د ویاړمن انسان د زنګیدو لپاره د انتظار شیبې شمیري.
ستا د پړاوونو په هر یوه بهیر ، ستا د شنې زرغونې په هر یوه زړه وړونکي رنګ ، ستا د ښکلاوو د بوډۍ د ټال په هر یوه منتر او ستا د ښایستونو د حقیقت د نیالګیو په هر څانګه کې داسې ترانې په کړنګ سره روانې دي چې د پرمختګ، سولې، ورورګلوۍ ، یووالي، مینې، محبت او تمدن په زرګونو ټکي له ځان سره لري.
خو! افسوس چې ستا د حقیقي څیرې د موندلو څرک موږ په خپله په ځان حرام کړی دی، موږ ستا د طبیعیت د ښکلاوو لیلا ته نوې جامې نه دي ورکړې بلکي ستا د ښایستونو هغه جامې مو څیرې څیرې کړې چې د خوارۍ له پیوندونو څخه جوړې شوې وې.
افسوس چې موږ پخپله ستا د ښایستونو راتګ په ځان باندې حرام ګرزولی او د رنګونو ښاپیرۍ راڅخه چورلټه مروره ده.
د ښایستونو زمانې! ستا هیڅ ګناه نشته، ته د ویاړمنو پرګنو لپاره یې
هو! موږ ملامت یو
افسوس او بیا هم افسوس
د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت