واوره
ولې به د لیدونکو زړونه ورته نینه نینه نه کیږي ځکه چې ټوله فضا یې د انسانانو لپاره په یوه داسې مینه ناک نندارتون بدله کړې ده چې هر یو غواړي د هغه د وریښمینو څاڅکو له فضا سره یادګاري تصویرونه واخلي او د ښایست د ژوند هغه خواږه یادونه یو ځل بیا تازه کړي چې دوه مین زړونه یې د مینې په شیبو کې د یو بل په لیدلو تازه کوي.
ولې به ښکلې نه وې ځکه چې واوره په داسې سپینه او سپیڅلې جامه کې نوی ژوند د نیکمرغیو نړی ته ورسره وړی چې ولا که خو یې په نوراني بدن کې د یوه ټکي نیوکې خبره هم وي. هغه دي ژر ژر یې خواره واره څاڅکي په ځمکه باندې پلترۍ وهي څو د خپلې ښکلا او سپیڅلتیا په څیر په نوي څړموني کې نوي ګلان را وسپړي او د نوو مښکو کاروانونه د غرونو او رغونو په خوا روان کړي.
ولې به ښکلې نه وې ځکه چې واورې د ګودرونو غاړو ته د رنګینو نجونو د نوو کاروانونو د میلمه پالنې ضمانت کړی دی او د ژوندون د اوبو زیرمو ته یې نوي زیري په خپلو پستو پستو څاڅکو کې راوړي دي.
ولې به ښکلې نه وي ځکه چې واورې نور نو د وچکالۍ پدیده د عدم کندې ته سپارلې او ډیر ژر ده چې دلته ټولې دښتې او میرې له راتلونکي زرغون پسرلي سره یو ځای د ګلونو د رنګونو په اتڼ ورګډې شي.
واورې راشه راشه، په مینه مینه راشه، ستا تر پاکو او سپیڅلو څاڅکو جار شم، ستا له سپین مخ او سپینو غومبورو څخه وګرزم، او ستا د رخسار د دواړو خواوو په شنو خالونو کې دې خدای زما برخه وکړي.
واورې، ته په خپله وینې چې زما ګلبڼ د وچکالۍ سوزونکو لمرونو او غم لړلو بړبوکیو څخه ډکو بادونو د پناه په یوه ظالمه خوله کې ورکړي دی.
واورې، ته په خپله وینې چې د تیرو زرغونو پسرلیو په دې ښکلې او سمسور ګلزار، د بلبلو په دې خیالي زانګو او د ښکلاوو په دې دنګو دنګو چنارونو باندې د وخت د ناورین ناخوالو څه قیامت جوړ کړی دی او هر څه یې له خاورو سره داسې خاورې کړي چې د تیرو ښکلاوو یوازې سوي ډنډر د لیدلو وړ دي.
واورې، په دې پوه شه چې موږ یوازې تا ته انتظار یو، یوازې ته یې چې زموږ سپيره بڼ ته به رنګ ورکوې، یوازې ته یې چې د آبادۍ نرم او ګلالي لاسونه به زموږ د ښایستونو د نړۍ په وربل باندې ږدې. هو سپینو څاڅکو ته یې وګورﺉ، په څومره ناز را روانه ده واوره.