که ستا د ګلابي رخسار یوه مچو زما د تږو شونډو له سپرو سپیرو پوټکو سره یو ځای شي او هغه ته د سهار د غوړیدلي ګلاب رنګ ورکړي نو آیا کومه ټکه به را ولویږي؟
که ستا د حسن پلوشې زما د هیلو څرګ ته داسې رنګینه پګړۍ په سر کړي چې ډیر ژر ژر د دې تیاره غرونو او رغونو په هره هسکه او ژوره باندې د خپلو وړانګو لمڅي هوار کړي نو آیا په دې کې څه تاوان دی؟
که ستا د ښایستونو وړانګیز بوراق د خپلو نوراني برکاتو لړۍ زما د خیال د سوې او ویجاړې نړۍ تر چاردیوالونو را تاو کړي نو آیا ستا د خیراتي پلوشو تبراک به تش پاتې شي؟
که ستا د سندرو بولو زاڼو منظم کتار زما د مینې د پسرلي په نیلي آسمان کې د ښکلاوو سندرې زمزمه کړي نو تو خدای چې ستا به هم داسې یو منظر خوښ نه شي؟
اې د ښکلاوو ټاله!
اې د حسن بهیره!
اې د ښایستونو زانګو!
اې د ریښتني پسرلي د مښکو وږمو!
اې د قدرتونو د هسک آسمان ټولواکه!
او اې د وړانګو اورښته!
زما د تږو زاریو د کچکول په خاطر، زما د ټپي مینې د شړیدلي تصویر په خاطر، زما د خیالي آرمانونو د سلګو او ژړا په خاطر او زما د هیلو د رنځور زړګي د تسل په خاطر یو ځلې بیا راته دا تشه لپه ډکه کړی.
د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت