د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبنديانو په اړه اسلامي تګلاره او له بنديانو سره چلن

حمدالله شاکری 18.11.2007 12:29

که احساس او زړه سوی لرئ نو په غور يې ولولئ او که دژوند په مستۍ کې ډوب ياست له سره يې مه لولئ

د اسلام دستر انقلاب په راتلو سره ټول هغه وحشت چې د جاهليت په دوران کې وو ،له مينځه ولاړ ، دجاهليت په دوران کې به چې کله ددؤ ډلو تر منځ جنګ وشو يو دبل له مړو څخه به يی اندامونه پری کول يا به يی په تبر مړی ټوټی کړل او بيا به يی د سر ککری ورڅخه ايستله او اوبه به يی پکی چښلی او ويل به يی او س می زړه يخ شو ، همدارنګه دښځو او ماشومانو قتلول له هغوی سره ناوړه اعمال ددوی له عاداتو څخه وو. داسلام دمقدس دين په راتللو سره دغه ډول ناوړه اعمال له منيځه ولاړل .
د مسلمانانو او مشرکينو تر مينځ لومړی جنګ چې دبدر غذا وه مسلمانانو ته اويه ۷۰ بنديان لاس ته ورغلل ،دمسلمانانو دفتحی اسلامی کاروان چې کله مدينی ښار ته ورسيد رسول الله صلی الله عليه وسلم بنديان پر خپلو اصحابو وويشل او امر يی ورته وکړ چې له بنديانو سره ښه او نيکه معامله وکړی ، اصحابو (رض) درسول (ص) د امر دتعميل پخاطر له بنديانو سره دومره نيکه رويه کوله چې پخپله به يی خرما خوړلی او بنديانو ته به يی ډوډی ورکوله (هغه وخت په مدينه کې تر ټولو نه خرما ډيره ارزانه اوبی ارزښته او ډوډی ډيره قيمته او مهمه وه ).
همدارنګه رسول الله (ص) دکور ښځی له بنديانو سره تشبه کړی او فرمايی : له ښځو سره نيکه رويه کوی ځکه هغه ستا سو سره دبنديانو په ډول دی .
اوس که کوم څوک کومه ډله او يا کوم حکومت هر څه کوی دا د دوی خپل اعمال او خپل کيډبيان دی دغه اعمال بيا پر خپله مرداره خوله په اسلام نه وراچوی او نه داسې ناوړه اعمال داسلام جز کيدای شی .
اوس به راشی ځنو هغو ناوړه چلن ته چې له بنديانو سره شوی يا جريان لری :
دکمونستيانو زندانونه : دکمونستو دوخت تر ټولو لوی زندان د څرخی پله زندان وو په دغه زندان کې به هغه مسلمانان بنديانيدل چې په دين او خاوره یی دروسی ستر اشغالګر له خوا يرغل شوی وه دفاع کوله.
دغه زندان کې زما دوه کاکا ګان هم بنديان ؤ ، چې يو يی ملک محمد شريف وو چې دخپلی منطقی دولس مشری يی پر غاړه لرله کله چې دی ورسته له اووه کلونو زندان راخلاص شو ،ما ورڅخه پوښتنه وکړه ملک صاحب په زندان کې دمسلمانانو څه حال وو.
ده پداسی حال چې اوښکی له سترګو بهيدلی وويل ، زه به دکمونستی ځناورو تاته څرنګه حال بيان کړم ،خو دومره به درته ووايم مونږ به يی په برقی منکلونو کينولو ، درانه وزنونه به يی په غاړه کې رااچول او بيا به يی په زور راباندی پورته کول
،خواراکی مواد به ډير خراب وه يا به يی قصدا دنورو مضرو موادو په اچولو خرابول چې په نتجه کې به يی ډير بنديان اسهال شول دخلکو ډيروالی او دتشنابو کموالی په وجه به ډير بنديان بی ځايه قضایی حاجت شول او دخلکو په مخ کې به رسوا شول ،خوتر ټولو غمګين حال به دا وو چې کله به زيړی لمازديګر شو او توره شپه به په راختلو شوه کمونستو به داعدام ليست راوړ نو ورسته به دځنی بنديانو نومان واخستل شول ذکر شويو بنديانو به له مونږ څخه دخدای په امانی په حال کې دټول زندان بنديانو ژړل او همداسی تر سهاره به مو پر خپلو ملګرو پسی ژړل ، زمونږ ملګری به يی په تور ماښام ژوندی خښول.
نو که دچا په زړه کې يوه زره ايمان هم وی کله به يی هير کړی .
دشمال بنديان :په داسې سخت اومهم وخت کې چې افغان کړيدلی ولس له يوه لوی انقلاب څخه ستړی ستومانه دډيرو آرمانونو په هيله راووت ،دغه مهم وخت کې دافغانستان دټوټی کولو قوم يرستی او سمت پرستی اتلان راپورته شول چې د ولس ټول آرمانونه يی خاوری کړل د دوی ددی بدو صفاتو لپاره همغه د دوی دډلی نوم چې د اتحاديه شمال په نوم یی نومولی کفايت کوی چې دغه نوم خپله ددوی په شوم هدف سمت پرستی او قوم پرستی شاهدی ورکوی.
دغی اتحاديی هغه مهال چې په زرګونو طالبان په قندوز کې کلابند شول ، ددوستم د مليشو له خوا به طالبان په سر بسته کانټينرو کې اچول کيدل او بيا به د هواکش لپاره په مرميو وشتل کيدل او له کانټينرو څخه به وينو داری وهلی ،چې ورسته به ژوندی کسان زندان ته استول کيدل او مړه شوی مظلومان به په دښتو کې دمرغانو او سپيو خواراک کيدل.
که دچا په زړه کې يوه زره ايمان هم وی نو کله به هير کړی .
دامريکی په مشری دايتلافی ځواکونو بنديان :
د دغه ځناورو په لاس بنديان تر ټولو بتره بنديان دی جزا او وهل خو يوی خواته هغه د شرم نه ډک کارونه چې دوی نن له بنديانو سره تر سره کوی ، دويلو وړ نه دی.
دعراق دابوالغريب په زندان کې د مسلمانانو خوندو څه حال دی ،په ګوانتانامو کې د بنديانو څه حال دی ، په بګرام د بنديانو څه حال ، ولی د تعجب خبره خو داده چې د يوه ملک حاکم هم يو ورځ دی حالت اشاره ونه کړه ، دوی يی داسې په شيطانی بندو ټړلی چې غوږ هم نه ښوروی.
داوس مهال بنديان : اوس مهال کې ذياتره بنديان د ملی امونيت څخه سر ټکوی ،چې په دغه اداره کې ذياتره کمونستيان او د شمال اتحاديی غړی دی چې مخکی اشاره ورته وشوه دوی خو دبنديانو په پاللو کې ډير ذيات مهارت لری ، دوی ته که کوم پښتون بندی که په لاس ورشی نو لومړی به ورته وایی ای د پاکستان غلامه (خو ددی حقيقت نه يی سترګی پټی دی چې پاکستان دچا په برکت آزاد او پاکستان شو ).
له بلی خوا داسې بحثونه هم روان دی چې دڅرخی پله سياسی بنديان هم اعداميږی
که داخبره واقعت ولری .
نو ګرانو قاضيانو دکوم دليل له مخی فيصله ورکوی که فرضاْ ستاسو محکمه په حقه حکومت مو په حقه وی او طالبان باغيان ګڼی نو دباغی او کافر دجنګ تر مينځ برق پدی کې دی چې دباغی بندی به نه اعداميږی اومال به يی په غليمت نه نيول کيږی .
اوکه دنورو فشارونو پر وجه فيصلی کوی ، بيا نو هيچ کله هم پر خپلو مردارو ژوبو مه وايی چې دغه دپاک قرآن فيصله ده.
په پای کې ټولو ظالمانو ته پيغام :
ای د ژوند په کبر او مستی کې غرقو انسانانو! نن خو پر خلکو هغه څه کوی او کړی مو دی چې څه مو پر وس پوره دی ، که کله خلک درپسی شی نو يو په مسکو کې بل به په عرب او نور په نورو ملکو ته دپنا لپاره ځغلی ، ولی دخدای له زندان نه به چيرته وځغلی، لومړی دا چې پر مخکی مو د قبر داسې زندان پروت دی چې نه به پايواز درځی او نه به دخلاصون تمع لری نه رشوت چليږی اونه به نظام بدليږی ،که عقيده ورباندی لری او که یی نه لری خو ضرور به ورځی .
نو له رحم او نيکی رويی نه کار اخلی ،ښه کول هغه څه دی چې تر مرګه يی سړی په يادولو خوشحاله او ډاډه وی ،او بد کول هغه څه دی چې تر مرګه به انسان سرټيټی ،ذليل او له خلکو ويريدونکی وی