د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امن جرګه - د مشرف اعتراف اويوه اشاره

پښتون 13.08.2007 03:00

pokhton2008@hotmail.com

مشرف  که پدې اعتراف وکړ ، چې طالب اورپکي د پاکستان د هغوسيمو نه ، چې هلته خلک د طالبانو سره هم نظره دي ، دطالبانوسره مرسته کوي او هغوى ته وسلې او پيسې برابروي ، هغه تورونه ، چې پخوا په پاکستان لګېدل ، چې طالبان د پاکستان د استخباراتي شبکو مېلمانه دي  د هغې تورونو د رد يو ښه لاره او يوښه دليل يې هم وړاندې کړ او دايو حقيقت هم دى ، چې د ډېورنډ نه هغې خواته طالبانو ته عام ملاتړ ډېر حاصل دى ، هغوى د طلبانو ملاتړ د يو سياسي ضد او اړودوړ د رامنځته کولو لپاره نه بلکه ديوې مفکورې پر بنسټ چې مسلمانان او پښتانه دي  کوي ، مشرف وويل چې طالبان بايد قانع کړاى شي ، افغان دولت بايد طالبانو ته قناعت ورکړي او د هغوى د مفاومت مخه په همدې لارې نيول کېدلاى شي .
رښتيا هم که چېرې افغان دولت دغه کار د زور له لارې کوي لکه څنګه چې امريکايي سر تيري دغه کارونه غواړي دبمبار او زور له لاري ترسره کړي او په زور او کبر طالبان يا په بله مانا (د امريکې د بمبار له لاسه طالبان کړاى شوي ) جنګيالي  تسليم کړي ويې نيسي او بې عزته  يې په زندانونو کې واچوي او رنګارنګ روحي او جسمي تعزيبونه ورکړي ، نو داکارد نړيوالې ورورولۍ په فکرنه بلکه په يوژور تعصب او بد بينۍ ولاړ دى  ، بيا نو دې امريکا نه وايي ، چې مونږ د افغانانو مرستې ته راغلي يو بلکه د افغانانو لويې ستونځې د همدوى له لاسه راپيدا شوي دي ، ځان ته پوليسو ته اوردو ته او ورسره ورسره ناټوته لويې ستونځې او لوى مقاومت د همدوى له خوا پيدا شوى دى ، داسمه ده چې همدغه زورېدلي طالبان کړاى شوي افغانان او يا پخپله طالبان ، چې نه غواړي د بې پتۍ د ژوند سا واخلي په پاکستان کې تقويه کېږي او د هغې غاړې د پښتنو ملاتړ ورسره دى ، خو حل يې څه دى ؟
زما په فکر مشرف دغه حقيقت په دغه جرګه کې افغان دولت ته روښانه کړ .
طالبان بايد قانع شي !!!!
دا د پاکستان کار ندى ، چې طالبان قانع کړي دا د پاکستان کار ندى ، چې طالبان وځپي ، لکه څنګه ، چې مشرف دغه خبره په ډاګه کړه ، چې د لرې پښتونخوا د پښتنو ملاتړ طالبانو ته حاصل دى مشرف نشى کولاى خپله سيمه ناکراره کړي ، هغوى نشي کولاى دغه لمبې په خپل کور کې هم بلې کړي ، دطالبانو سره د پاکستان دومره سخت دريځي ، چې هغوى هم د افغان دولت په څېر ووايي ، (( چې د ترورستانو سره هيڅ رنګ معامله نشي کولاى )) دغه پاليسي دپاکستان له عوامو هم نظامي طالبان جوړولاى شي ، لکه څنګه چې دلته امريکايي ځواکونه په کندهار هلمند او د ننګرهار په لرور پرتو سيمو کې دخلکو په کورونو وراوړي او په لوى لاس ترې نظامي طالبان جوړوي ، پاکستان قانون لري ډيموکراسي لري او يو په جبر نه ولاړ نظام لري  ،  دلته بايد د ډيموکراسۍ په راتګ سره د هر چا د سر مال او عزت د خونديتوب تضمين وي ، دوى خو ايله د هغو لېوانو ، چې دغه رمه يې داړلې وه دهغوى د سر ضمانت يې وکړ ، جنرال دوستم يې په لومړيو کې د لوى درستيز په دنده وګماره مانا دا چې لېوه يې درمې ساتونکى کړ ، که يو څوک ووايي ، چې دلته بايد تېر په هير اعلان شي نو د (( دطالبانو سره او هغه هم د امرکايي بمباريو له لاسه طالب کړاى شوو جنګياليو سره څنګه سوله نشي کېدلاى ))  لکه څنګه ، چې په پاکستان کې سياست مداران او حکومت  د خپل هېواد د ګډوډۍ مخه نيسي دلته هم بايد دغسې شعوري هڅې وشي او په لوى لاس خلک د وسلې پورته کولو ته اړ نه کړاى شي ، دلته بايد مجرمين په سزا ورسېږي او د دغو ټومکسالارانو او قاتلانو د مقاومت په صورت کې بايد امريکا د خپل غلام حکومت سره مرسته وکړي ، چې دا هم نه کوي بيا نو ښکاره خبره دې ..........
مشرف نورې هم څو د پام وړ څرګندونې وکړې ، چې زمونږ سياست وال يې چرته په پوله هم ندي تېر شوي . ډيرو د نظر خاوندانو صاحبانو خو په مطبوعاتو کې د مشرف خبرې تکراري هم وګڼلې خو د مشرف په خبرو کې د پام وړ ډېرې خبرې شته ، چې بايد غور پرې وشي او دپاکستان او افغانستان دولتونه يې په ګده د حل لارې ولټوي ، که جنګ او بمبار د حل لاره واى پخوابه لا افغانستان ګل ګلزار وى .
دا يو حقيقت دى ، چې افغانستان يو افغان او پښتون نظام ته ضرورت لري ، نه پرتوښکلې ډيموکراسۍ ده ، چې د هيچا عزت او آبرو پکې خوندي نه وي ،  د ښاغلي رفيع صيب يوه ليکنه مې لوستله ليکلي يې و:
((  افغانستان ته که هره مفکوره را وارده شوې د جامو(( کپړو)) په څېر راوارده شوې خو چې کله ددغې نظريې واردوونکي ليدلي ، چې دغه جامې په دوى کې لنډې دي داسې  يې دي کړي  ، چې دغه جامې مونږ ته برابرې کړي بلکه داسې کوښښ يې کړى چې مونږ ورته اره کړي اودغه واردې شوې جامې(( مفکوره)) مو را په تن کړي  ، که سر مو ترې و تلى وي سر مو راپرې کوي او که غوږ مو ترې وتلى وي غوږ مو راځينې غوڅوي .
اوسنۍ ډيموکراسي هم همداسې وبولۍ ،  ددوى ډيموکراسي پلي کول که سم وڅېړل شي همدا مانا لري ، چې د کندهار هلمند سپين غر او کنړ پښتانه دې ټول له څېرمې ووژل شي او يوه غير افغاني اروپايي ډيموکراسي دې پلي شي ، خو دومره فکر نه کوي ، چې ډيموکراسي د اکثريت نظام ته وايي بايد د اکثريت واک وي او د اکثريت ژبه رسمي او ملي ژبه وي خو په دې سرچپه ډيموکراسۍ کې اکثريت د اقليت پښوته غورځول کېږي ، چې  په دې ارمان ډېر لوى لوى ستمګر له دې هېواده ټيټې سترګې وتلي دي ، هغه بله ورځ مې په پېښور کې په يوه سينما ديو پښتو فلم پوسټر وليد ليکلي يې و (( دوستي منم خو بدماشي نه منم )) هسې خو دپښتو فلمونه ، چې خلک يې کيسې کوي له هر اړخه نيمګړي او ناقص دي  خو ددغې فلم نوم ماته  دپښتون د پټو احساساتو رڼه عکاسي ښکاري، رښتيا هم پښتون ورري مني خو پښتون ته په ټوله نړۍ کې اوسه پورې هيچا هم د ريښتونې ورورۍ لاس ندى ورکړى يواځې غواړي دورورۍ په شعارونو يو څو پښتانه ، چې دکلو بانډو دپښتنو سره يې لا پخوا اړيکې پرې شوې وي وغولوي او د خپل هدف په لاره کې يې وکاروي همدغه غولېدلي لېونيان بيا ځان ته لوى سياست مداران هم وايي ،هلکه سياست خو څه (( سګ شويي )) نده  سياست خو د خوشحال خان خټک غوندې قهرمانان غواړي دتورې او قلم دواړو تر څنګ د خپل سر او مال دواړونه دانګل پکې پکار دي ، خو دوى دغه قرباني هغه وخت هم نشي ورکولاى ، چې ټول پښتون اولس په سرور لمبو کې وغورځول شي  .
دجرګې لوى کار بايد همدا واى ، چې پرېکړه يې کړى واى طالبان او طالبان شوي جنګيالي  بايد قانع کړاى شي او د هغوى غوښتنې چې حق يې دى او دنيم نه د زيات افغانستان د اولس خوښه ورسره ده ومنل شي . 
ددې نه پرته که دغه نظام همداسې روان وي ګومان مې نشي ، چې پښتانه دې هوسا شي او افغانستان دې جوړ شي .
رحمت شاه سايل وايي
پېښور او کابل دواړه دوه ياران دي
لکه دوه سترګې په يو مخ د جانان دي
د دنيا د آبادۍ د عوې دروغ دي
چې تر څو د پښتنو کورونه وران دي
دلته چې د پښتون کور ورانېږي دلته ، چې د پښتون په کور خروار خروار بمونه غورځېږي پښتون به خود وسله اخلي غره ته به خېژي او خپله دفاع به کوي  .
زما يو ملګرى په قره باغ کې مزدوري کوي ، هغه ته پاړسو زده نه ده کله يې پاړسي اورېدلې هم نه ده ټول وخت يې په پېښور او ننګرهار کې تېر کړى دى ، هغه ويل : ديو پاړسيوان سره مې غوښتل خبرې وکړم هغه راته وويل (( برو ګم شو پاکستاني مه کتيت ګپ نميزنم )) ما ورته په ماته ګوډه پاړسو وويل (( مه پاکستاني نيست ، ازجلال آباد است)) هغه وويل (( برو برو، اګه پاکستاني نيستي افغاني خو استي)) په داسې حالتو کې دغه جرګه ډېره په زړه پورې وه او ډېر خوند يې وکړ ، خو تاسو به د خبرونو نه اورېدلي وي  ، چې سباله له خيره سره د ايران جمهور رييس  دکابل په دوره راروان دى او خپلو ګوډاګيانو ته به  تسلي ورکوي ، چې دا هسې  يو اتفاق و تاسې مه وارخطا کېږئ خپل وراني ته دوام ورکړئ ،  وباسئ  دپښتنو په وطن کې د پښتو او پښتنوبېخ وباسئ .
دا حقيقت بايد ټول ومنو ، چې د طالب نظامي مقاومت د پښتنو او د افغانستان په ګټه دى  تر څو چې دوى په کږه لاره روان وي تر هغې پورې به پښتون يا د طالب او يا هم په کوم بل نوم د خپل حق غوښتونکى وي . تر هغې ، چې د پښتون په کور بمونه ورېږي تر هغې به پښتون په کرار نه کېني .
ګرشاسپ بابا ويلي ، چې پښتانه د بلاګانو سره ښکر اړمولو ته خداى پدا کړي دي تر څو چې ددې بلاګانو شتون وي او د انسانيت پښې وهي پښتانه به ورسره ښکر اړموي او دا يو طبيعي مسئله ګرځېدلې ده ، چې د هيچا په واک کې نده.
د ملي فلسفې د غوړېدا په هيله .