يوه پښتو _ كره پښتو يا يوه كره پښتو ليكلار ( لومړۍ برخه )
04.02.2007 01:00پيليزه:
دا خبره چې پښتو ولې لاتر اوسه د نورو يادو نړيوالو او بيا گاونډو ژبو پر خلاف په سمه توګه يوه يوازينۍ كره ليكنۍ بڼه نه لري او ډيرى ليكوال يې لاتر اوسه د خپل خپل سيمه ييز ګړدود، په بله وينا، د خپلى سيمه ييزې ګړنۍ پښتو ښكار ندويي كوي او په دې توګه دغې ژبې لا په سمه توګه له ګړني او ګړدودي دريځه يوه كره ليكني ژبني دريخ ته لوړتيا نه ده موندلې، دك و دليل يې دادى چې دغې ژبې لا هاغومره علمي _فرهنګي پرمختګ نه دى كړى او له دې سره ورته هغغومره اړتيا هم پيدا شوې او ننګېرل شوې نه ده او چې دغه ژبه بيا په علمي_فرهنگي سيالۍ ولې پاتې راغلې، لاسوند يې دادى چې د ويونكې "پښتني"ټولنې ټوليز بشپړ تيايي بهير يې وروسته پاتې دى.
له دې لامله دا كومه هېښنده او نادوده پېښه نه ده، څومره خنډونه او كركنډې چې د پښتني ټولنې د بېخبنايي بشپړ تيا يې بهير مخې ته پراته دي، هماغومره يې د ژبې او فرهنګي مخبنايي بهير مخې ته هم پراته دي.
موږ په غړولو سترګو وينو چې پښتني ټولنې لا په ټوله نومهالې مانا له بې شمېرو خېلونو او ټبرونو څخه يوه يوازيني ولس (ملت) ته لوړتيااو بشپړ تيا موندلې نه ده، نو څنګه كېدلاى شي، ژبه يې په رښتينه مانا له بېلا بېلو بې شمېرو ټبرنيو او سيمه ييزو ګړدودونو څخه يوې يوازينۍ ژبنۍ او بيا كره ليكنۍ بڼې ته لوړتيا ومومي؟
هو، هماغسې چې ټولنيز بشپړتيايي بهيرونه له آګاهانه هاندو هڅو سره ګړندتيا او پراختيا مومي، دغسې ورسره تړلې مخبنايي هغه هم په آګاهانه او ځانخبرې توګه ګړندي كېداى شي. همدا خبره وه چې د افغاني، په بله وينا، پښتني ټولنې د وروستيو ټولنيزو او بيا فرهنگي پر مختياوو له يوې واريزې چټكتيا سره د يوې كره ليكنۍ او خپرنۍ پښتو ځنډن او خنډن بهير هم يو واريز غورځنګ ته راګډ شو، پراختيا او پرمختيا يې وموندله او دادى، له ښه مرغه په ټول شور و زور پرمخ درومي او پرله پسې بشپړ تيايي پړاوونه وهي.
نورې دا ببولالې زړې شوي دي چې هر څه دې د مهال عادي بهير ته پرېښوول شي. كه دغه آر د منلو وړ واى، نو ولې به دا دومره ټولنيز او فرهنگي اوړونونه او غورځنګونه را منځته كېدل. رښتيني روښاندي بښتانه اوس په دې پوره پوه شوي چې په ګردو بېخبنايي او مخبنايي ډګرو كې يې له نورې پرمختللې نړۍ سره سيالي او هملاري په آګاهانه او ځانخبرو هاندو هڅو سره كېدون موندلاى شي او په دغه لړ كې د يوې داسې كره ليكنۍ پښتو په سمبالونه چې په دغه سيالۍ او هملارۍ كې يې رښتيني مرستندويه شي.
د يوې يوازينۍ كره پښتو د رښتياينې او سمبالونې لپاره چې كومې پرله غښتې ژبپوهنيزې هلې ځلې په وروستيو دوه_درو لسيزو كې ترسره شوې، هغه ټولې د ليكونكي له خوا پر خپل خپل مهال څېړل شوې او ارزول شوې او له بېلا بېلو لارو د زده كړه والو او ليكوالو د گټې اخېستنې لپاره وړاندي شوې دي، چې د بشپړې كتابي بڼې" پښتو ليكلار" تر لومړي چاپ (۱۳۶۰ ل) راوروسته يې دغه اوسنى لارښود د هغو ګردو ليكوالو، پوهانو او زده كړه والو د پرله پسې غوښتنو او سپارښتنو يو غبرګون دى چې د جنګ و جهالت ځپلي هيواد پرېښوونې او يا يى بيارغونې ته اړ شوي او د پښتو ليكلار په گډون يې بشپړ كتابتونونه تر شا پرې اېښي دي. دا هغه پښتو مين پښتانه دي چې د خپلې ژبې او ژبني فرهنګ رښتينى پر مختګ او د نړيوالې علمي _تخنيكي سيالۍ لپاره يې جوګه كېدنه ددغې ژبې ليكنى يووالى او كره والى لومړنى او بنسټيز آروآړ (اصل و شرط)ګڼي او همزمان يې د ملي رغښت او يووالي پيلامه.
د هغو ښاغلو او آغلو د پوهاوي لپاره چې د يوې _ كره ليكنۍ پښتو په اړه ورته دغه ټولې څانګيزې علمي هاندو هڅې بيا هم سمې او اړينې نه برېښي، ځانګړې او خپلسري يې بولي، پر همدومره غبرګون بسنه كوو چې دغه ربړه او ټولې ورته ژبنۍ ربړې او مسالې نورې د كابل پښتو ټولنې يا پېښور پښتو اكېډمۍ د زاړه نا پوهنيز دود "ټولپوښتنې (رېفرينډم)" پر ځاى په نوې ژبيوهنه هوار ېداى شي او يوازې په ژبپوهانو اړه لري. بيا هم دغه اوسنى لارښود د تېرو هغو غوندې د هماغه ژبپوهنيزې چلند لارې (پروسيجر) پر بنسټ رغېدلى چې پر ۱۳۵۳ كال د ارواښاد علامه حبيبي تر مشرۍ لاندې د يو شمېر دودېزو او نويو ژبپوهانو او ليكوالو په يوه غونډه كې لاسليك شوى او د۱۳۵۵ل د لړم په مياشت كې د علومو اكادېمۍ تر پخلي او منښتې وروسته د ۱۳۵۶ ل په لومړيو كې اړوند سركاري اورګان "زيري" او پلوشې خپور كړى وو.
نوې، خپلاسي رغاونې يا نوېزونه (نيولوجېزمونه)چې د يوې _ كره ليكنۍ پښتو له رغندو ټوكونو (اجزاوو) څخه ګڼل كېږي، هم همداسې يوه ورته ژبپوهنيزه ربړه ده او تر ټولو مخكې په ژبپوهانو اړه لري او د هرې علمي، تخنيكي يا انفارماتيكي څانګې پوهان هم خپلې اړوندې نومونې بې د ژبپوهانو او په ځانګړې توګه، وييپوهانو (لېكزيكولو جېستانو) له لارښوونې رغولاى او ټآكلاى نه شي.
زه په دغو ژبنيو ربړو او سكالوو كې له اوږدې مخينې (سابقې) او ازمېښت سره سره بيا هم دغه لارښود په ټوله مانا كوم وروستنى او همېشنى لارښود يا د چا خبره كومه كاڼي كرښه نه گڼم، ځكه يو خوا د پښتو ټوله ګړنۍ او ليكنۍ شتمني لا په بشپړ ډول رابرسېره شوې او راخوندي شوې نه ده او بل خوا يې اوسنۍ ګړندۍ خپرنۍ او فرهنګي پراختيا او پرمختيا پرله پسې نوې نوې څنډونه او لر ليدونه پرمخ راپرانيزي اوله دې سره يې اړوند لارښود هم زازو ادلون بدلون غواړي. ان په همدغه اوسني لارښود كې د يوه لړ ګړدودي ځېلونو (وارينټونو)امرنه(انتخاب) او ټاكنه سم له لاسه وړانديزي بڼه لري. لكه واخلې د (سول، شته...) او(شول، شته...) تر منځ، يا د (بود_بودند) د انډول په توګه د(و، وو) او (وو،ول، وه)... تر منځ كه څه هم د ياد شوي علمي پروسيجر له مخې د لومړنيو ځېلونو كره والى په ګوته شوى او زباد شوى دى. د نيولو جيزمونو په برخه كې يې هم همداسې درواخله.
ددغو ټولو خبرو په پاى كې داهم له پامه غورځول په كار نه دي چې ژبه د يوې ټولنيزې ښكارندې (پديدې) او فرهنګي اربې په توګه تل په ادلون بدلون كې ده او له دې سره يې رغاونيز (فونېتيكي او ګرامري) اكر بكر هم اوښتونكى اوبدلېدونكى دى او كره ليكنۍ بڼه يې هم ورسره هرومرو پر يوه اكر پاتېداى نه شي.
بلخوا ژبپوهنه د ژبې او ژبنيو سكالوو د پوهنې په توګه له ټولو پرتليزو (نسبى) سانټيفيكو آرونو سره بيا هم له ټولنيزو پوهنو څخه ګڼل كېږي او په دي ډول يې د نورو سكالوو په څېر معياري دا هم د تل لپاره نالاسوهلې پاتې كېداى نه شي. همدا خبره ده چې ان په وتليو اروپايي ژبو، لكه انګرېزۍ، فرانسۍ اوجرمنۍ كې هم دغه بهير لا تر اوسه پر مخ روان دى اويو نيم ادلون بدلون پكې راوړل كېږي.
چلند لار (پروسيجر)
پښتو، لكه د نړۍ بله هره ژبه د غږيزو او مانيزو پيلامو يا سېمبولو (لغاتو) د يوه غونډال(سېستم) په توګه د خپلې ويونكې "پښتني" ټولنې له خوا د خپلممنځي پوهاوي لپاره ويل كېږي او اورول كېږي. اوسنۍ پښتو د نورو خپلوانو (آرياني) ژبو په څېر د خپلې پرمختيا په درېيم پړاو يا پېر(دور) كې ټيكاو لري چې له لسمې زېږدي (ميلادي) پېړۍ راپيل شوى او تر اوسه پر مخ ځي. تر دې له مخه د منځنۍ پښتو پېروو چې اوږدوالى يې لږ تر لږه دولس پيړۍ اټكلېداى شي.
پښتو ګړدوددونه (لهجې) پر څلورو غورو ډلو وېشنه مومي: (۱) سوېل_لويديزه پښتو،(۲)سوېل_ختيزه پښتو (۳) شمال_ختيزه پښتو او (۴) منځنۍ پښتو.
يوه_كره پښتو لكه يو _ټوليز_كره گرامريې د بېلا بېلو ګړدودونو يو داسې غورچاڼ دى چې د ليكنۍ اړتيا له مخې يې د شاعرانو او ليكوالو له خوا بنسټ اېښوول شوى او پر له پسې يې بشپړتيا موندلې ده. خو له يوې پېړۍ راهيسى چې پښتو خپرني ډګر ته راګډه شوې، دغه بهير يې هم ګړندى شوى او په دې لړ كې يې له هغو زياتو آګاهانه او پر له غښتو ژبپوهنيزو هاندو هڅو سره چې له تېرو درو لسيزو راهيسې يې د يوه فرهنګي غورځنګ بڼه غوره كړې، خپل لوړترين بشپړ تيايي پړاو ته رارسيدلى او همداسې پسې ورځ پر ورځ مخ پر بره درومي. دا چې يوه_كره پښتو د ليكوالۍ او خپراوي په بهير كې را دود شوې او په دې توګه لاسم له لاسه په ليكوالۍ او خپراوي اړه لري، "یوه_کره_لیکنۍ پښتو" هم بلل كېږي.
يوه كره_ليكنى پښتو پر دوو ټوليزو او غورو بنسټونو ټيكاو لري. (۱) رغاونيزه يا ګرامري يو رنګي او (۲) ويي پانګيزه (لغوي) رنګا رنګي.
رغاونيزه يا ګرامري يو رنګي دا مانا چې د وينګ (تلفظ)، اوازپوهې، ګړپوهې (صرف) او غونډله پوهې (نحوې) په برخه كې له څو بېلا بېلو ګړدودي ځېلونو(وارينټو) څخه هماغه يو ځېل غوره كړشي او وكارول شي چې تر نورو يې تاريخي مخينه يا دويونكيو شمېره زياته وي. يا يې هم ليكنۍ او خپرنۍ مخينه او دودوالى ډېر وي، همدا راز يې لنډون، وينګ او خوږوالى او بيا با قاعده والى او نه ګډون په پام كې نيول كېږي: لكه له نوسي، لمسي او نمسي څخه وروستى دا، او يا له ورسيد،ورسېده، ورسېدو، ورسېدلو،ورسيدئ، ورسېدلئ، اورسېدو، اورسېدلو...څخه ړومبى دا.
ويي پانګيزه رنګارنګي
په دې مانا چې په يوه_ كره_ليكنۍ پښتو كې په دغه اړه له غورچاڼ يا په ملايي نومونه (انتخاب و اطراد) څخه كار نه اخېستل كېږي، بلكې د يوه ويي (لغت) ټول هممانيزونه (مترادفات) رااخېستل كېږي، لكه تيږه، ډبره، ګټه، كاڼى، غرګى، كمر... داځكه چې په لږو ډېر مانيز بدلون سره راز راز كارول كېداى شي: تيږه د عامى تيږې (سنګ)، ډبره د كاني (معدني) تېږې، ګټه د ودانيزې (تعميراتي) توكي، كاڼى د آسماني تيږې، غرګى د ګردې تېږې لپاره چې د يو څيز د اوړه كولو يا ميده كولو لپاره په كارېږي او داسې نور. دغه هممانيزونه د ګرامري وارينټو پر خلاف ژبنى او ليكنى يووالى او كره والى نه ژوبلوي، بلكې لايې پراخوي او بډايه كوي.
د يوې كره_ليكنۍ پښتو وييپانګه لكه نورې ژبې له څلورګونو خواووڅخه رابشپړېږي:
(۱) ګړدودي وييونه يا ګړوېزونه،(۲) لرغوني يا اركاييك وييونه او يا زړوېزونه، (۳) خپللاسي يا مصنوعي وييونه يا نوېزونه او (۴) پوريا مستعار او د خيل وييونه، يا پوروېزونه.
په دې توګه ړومبني درې ويي ډولونه د پښتو وييپانګې خپله نږه پانګه ګڼل كېږي او څلورم دا له نورو (پارسي، هندي، عربي، انګرېزي، پرانسي...) ژبوڅخه راپور شوي او دود شوي دي. مانا دا چې ټوله وييپانګه په سل كې ۷۵ په پښتو اړه لري او په سل كې ۲۵ په پرديو ژبو. تر ۲۵% زياته پورونه پښتو له پښتنو څخه ورو ورو پردۍ كوي او كنډيباغي (پتوا) يا لږ تر لږه اردو ترې جوړيږي.
ليكلار او ليكدود :
دغه دواړې نومونې د بېلا بېلا ماناوو او موخو لپاره دود شوې دي. په ليكلار كې ژبني اړخونه او ګرامري جوړښتونه تر پام لاندې نيول كېږي. په دې توګه كله چې وايو، كره يا معياري پښتو ليكلار، نومانا يې دا چې له پورتنيو آرونو سره سم يې د يوې _ كره پښتو استازي او ښكارندويي وكړاى شي. خو ليكدود يا املاً په ټاكلي الفبايي يا ليكني (تحريري) سېستم كې د توپير (كنټراسټ) يا نه ګډون (عدم التباس) له آر سره سم د يوې ژبې ليكنۍ يا انځوريزه سېمبوليكه بڼه ده. كره ليكدود هله رښتينوالى مونداى شي چې په اړونده ابېڅې (الفبا) كې د هر غږ اوويي لپاره ټاكلى سېمبول (تورى_حرف) ولري او بيا د هماغې ټاكلې كره ژبې تر وسې وسې څرگندويي وكړاى شي. اوسنۍ دوديزه پښتو ابېڅې چې بنسټ يې پر عربي هغې اېښوول شوى، زياتره د (۲۹) گونو بېواكو (كنسوننټو_صامتو) غږونو يا اوازونو لپاره توري (حروف) لري او د اووګونو خپلواكو (واولو_صايتو) اوازونو لپاره تش درې توري (ا، و، ى)، خو بيا هم د اوږده او لنډ (و) لپاره هماغه يوه نښه (تورى) كاروي، او د زور او زوركي لپاره ګردۍ يا لكۍ ډوله بيا هم ګډون رامنځته كوي. همزه (ء) يا چرګۍ (هـ) هم همداسې درواخله. گ له كړۍ (ګ) سره ليكل هم يو بې سر وبوله كاردى. ځكه دا نښه يواځې د غبرګژبيزو اوازونو (ټ، ډ، ړ، ڼ) لپاره سمه راځي، چې ژبه ورسره راكړۍ كېږي، ګ تخنيكي او اقتصادي ستونزه هم رامنځ ته كوي.
فونيميك يا غږيز |
بېلګه |
نوم |
غږيز |
دوديز |
ará,aṛ |
اره، اړ |
زور |
a ْْْ |
ا، ه، ـه |
zṛә |
زړه |
زوركى |
ə |
ه، ـه |
ār , ās , kāl (پرزور بدلېږي.) |
آر، آس،كال |
الف |
ā |
آ |
bar |
بر |
بې |
b |
ب |
por |
پوړ |
پې |
p |
پ |
Tal(په زور كي) |
تل |
تې |
t |
ت |
al |
ټل |
ټې |
ṭ |
ټ |
ǰoṛ |
جوړ |
جې (جيم) ت |
ǰ |
ج |
čam |
چم |
چې |
c |
چ |
jān, wraj |
ځان، ورځ |
خې ْْْ |
j |
خ |
carx, xarc |
څرخ، خرڅ |
څې |
c |
څ |
xar,xor |
خر، خور |
خې |
x |
خ |
dādā |
دادا |
دې(دال) |
d |
د |
ḍol |
ډول |
ډې (ډال) |
ḍ |
ډ |
rag, tor |
رګ،تور |
رې |
r |
ر |
ṛund |
ړوند |
ړې |
ṛ |
ړ |
ʓar |
زر |
زې |
z |
ز |
žar |
ژر |
ژې |
z |
ژ |
ğәra |
ږيره |
ږې |
z |
ږ |
sam |
سم |
سې(سين) |
s |
س |
Špa |
شپه |
شې(شين) |
š |
ش |
xār |
ښار |
ښې |
x |
ښ |
ɣar |
غر |
غې(غين) |
ɣ |
غ |
kar |
كر |
كې(كاف) |
k |
ك |
gaṇ |
ګڼ |
ګې(ګاف) |
g |
ګ |
lar |
لر |
لې(لام) |
l |
ل |
mor |
مور |
مې(ميم) |
m |
م |
nor |
نر |
نې(نون) |
n |
ن |
ruṇ |
روڼ |
ڼې |
ṇ |
ڼ |
kor |
كور |
او [اوږد (و)] |
(o) o |
و |
ʓum |
زوم |
اوو[لنډ (و)] |
u |
و |
war |
ور |
وې [بېواك (و)] |
w |
و |
ham |
هم |
هې |
h |
ه،هـ |
her |
هېر |
اوږده يې |
e |
ې |
wir |
وير |
لنډه يې |
i |
ي |
wray |
ورى |
زورواله يې |
ay |
ى |
wṛəy, xwrəy |
ورۍ، خورئ |
زوركي واله يې |
əy |
ۍ،ئ |
|
بېلګه |
نوم |
غږيز |
عربي |
|
حديث |
ثاء، ثې |
ө |
ث |
|
حليم |
حاٰ |
ẖ |
ح |
|
ذاكر |
ذال |
ʆ |
ذ |
|
صابر |
صاد |
s |
ص |
|
ضمير |
ضاد |
ẕ |
ض |
|
طاهر |
طا، طې |
ṯ |
ط |
|
ظاهر |
ظا، ظې |
ẕ |
ظ |
|
عالم |
عين |
? |
ع |
|
فاروق |
فاء، فې |
f |
ف |
|
قرآن |
قاف |
q |
ق |