د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر او کیږدۍ لیکوال

زمردخان منګل 06.11.2016 15:10

کوچیان دلرغوني افغانستان په روښانه تاریخ کې ددې هېواد سره د تړاو او مینې ځانګړي بابونه لري کله ،چې پنځه زره کلن تاریخ خبره کیږي نو ددې ټاټوبی اصلي بومي کوچیان دتاریخ په هره موضوع او برخه کې ښکاره کیږي دکوچي قشر ژورې ريښې ددې خاورې سره هغه څه دي لکه د لمر ،چې انکار ترې ناشونی دی ، که په نړۍ کې دکوچیانو په شتون باندې لږ تم شو او تاریخي مخینه یي تر نظر لاندې ونیول شي نو دغه ولس د دنیا تمدونونو په لیږد او رالیږد کې خورا اغیزمنه برخه لرلې ددوی دکوچونو او لیږدیدنو په پایله کې دتمدونونه انتقال شوي نو ویلای شي ،چې نه یوازې کوچیان دمالداری په برخه کې اغیزمن دي بلکې د تمدونونو په لیږد کې یې تر هرچا ستر رول ادا کړی . کوچیان د افغانستان په هررنګه حالاتو کې ددې خاورې او ولس پرننګه لکه دغرونو په څیر مستحکم اومقاوم واقع شوي ،که دهېواد معاصر تاریخ ته کتنه وشي کله ،چې سترې ملي موضوعګانې راپورته شوي همدې قشر یې په میړانه دنورو ولسونو ترڅنګ ځواب ویلی کله ،چې هېواد ستر خطر سره مخامخ شوی یا که پولې یې دګواښ سره مخ شوي نو همدغه قشر په خپلو ساده قدیمي وسایلو ترې ننګه کړې کله ، چې سترې ملي جرګې رامنځته شوي نو دنورو ولسونو ترڅنګ کوچیانو دجرګو په ډیر ښه ډول مظاهره کړې دجرګو ريښه او مخینه هم دکوچیاني ژوند خورا دپام وړ برخه ده په اقتصاد کې یې دپام وړ نقش لرلای څلور لسیزې وړاندې دشهید داودخان دواکمنی پرمهال ،چې کومه اقتصادي سروې شوې وه دکوچیانو دمالونو محصولاتو داقتصاد ( ۲۵٪) جوړوله نو داقتصاد په برخه کې ددوی ونډه دپام وړ وه پدې وروستیو څلورولسیزو کې په ګران هېواد کې دجنګونو او ناخوالو په پایله کې ترنورو ولسونو زیات زیان کوچیانو ته رسیدلی کوچیان پدې وروستیوکې دڅلورو سترو ننګونو سره مخامخ شوي ،چې ددوی دمالداری برخه یې خورا ځپلې ،چې په لنډ ډول یې یادونه کیږي . لومړي : جګړه په هيواد کې تاوتریخوالي بد امني دزمکنیو ماینونو شتوالی . دوهم : وچکالي او دچاپیریال نامساعد شرایط دریم : څړځایونوغصب اوتګ راتګ کې شته خنډونه او منازعې څلورم : ددولتونو لږه پاملرنه حتی تیرو نظامونوکې ورته هیڅ پام ندی شوي . داهغه خنډونه دي ،چې ددوی پروړاندې پرته دي خو له نیکمرغه د لنډمهالې ادارې ، چې مشري یې محترم پخواني ولسمشر جناب حامد کرزي کوله او (۱۳۸۲) کال اساسي قانون کې کوچیانو ته پاملرنه او په موادوکې یادونه هغه څه دي ،چې دنړۍ په نورو قوانینوکې ډير لږ ساری لیدل کیږي او ددافغانستان کوچیانو له پاره خورا ارزښتمنه او بنسټیزه پاملرنه ده ، چې په ملي وثیقه کې ورته شوې پدې منظور شاید ځیني پوښتنې ولري ،چې کوچیانو یادونه په اساسي قانون څنګه ؟ په ځواب کې که دکوچیانو تاریخي مخینه په اقتصادي ، فرهنګي ، سیاسي او دفاعي ډګرونوکې تر مطالعې لاندې ونیول شي مناسب ځواب ترلاسه کولای شو . داساسي قانون مواد ،چې دکوچیانو په اړوند پکې یادونه شوې ( ۱۴) ماده دولت دکوچیانو میشتولو او ددوی دژوند دسمون له پاره پلانونه پلي کړي . (۴۴) دښوونې اوروزنې په برخه کې دکوچیانو اولادونو له پاره د زده کړې وړ شرایط په برابرولوکې دولت دنده لري (۸۴) ماده . دمشرانو جرګې کې به دوه کسه د کوچیانو له منځه دجمهور ریېس له لوري ټاکل کیږي . یاد موارد هغه دقوت موارد دي ،چې دولت باید ورته جدي پاملرنه وکړي نه یوازې دولت بلکې ټول رسمي غیررسمي ارګانونه او ولس داځکه ،چې د اساسي قانون رعایت د افغانستان دجغرافیې په محدوده کې دټولو وجیبه ده ،چې داساسي قانون احکام عملي او درنښت ورته وکړي ، که موږوګورو، دنړۍ دهېوادونو په اساسي قوانینو کې مجموعي موضوعات په عام ډول د مملکت په سطحه یادونه کيږي لارښود قواعد دي ډیر لږ داسې کیږي ،چې په ځانګړو موضوعاتو باندې تمرکز وشي خو دافغانستان په اساسي قانون کې دهغه تاریخي اهمیت او ارزښت له مخې ،چې کوچیان یې لري ترې یادونه شوې ،یولوري دکوچیانو په حقونوتاکید دی له بل لوري دکوچیانو له پاره یوه ځانګړنه ده همدارنګه کوچیانوپه اړوند په عادي قوانینوکې بیلا بیل مواد شته مثلآ د ټاکنو په قانون کې دکوچیانو رایې ورکولو او نوماندۍ په اړه راغلي داحوالو دثبت قانون کې د پيژندپانې ترلاسه کولوپه اړه موارد راغلي ،چې په عادي قوانینو کې د کوچیانو په اړه راغلیومواردو باندې ملاحظې او تبصرې شته . د جلالتمآب ولسمشر ډاکتر اشرف غني په مشری د افغانستان نظام دکوچیانو لوري ته پاملرنه ډیره شوې دهېواد ګران ولسمشر په لاندې دلایلو سره کوچیانو ته لا ډیره پاملرنه وکړي . 1) داساسي قانون (۸۴،۴۴،۱۴) موادو کې دکوچیانو په اړه راغلي موارد څرنګه ،چې اساسي قانون دیوهېواد ملي وثیقه اوهویت دی ټول داساسي قانون تابع یوو اساسي قانون رعایت او درناوی . 2) اقتصادي اړخ دکوچیانو محصولاتو په یوه پخواني اقتصادي سروې کې د عوایدو (۲۵٪) سلنه دملي اقتصاد جوړوله نو پدې برخه کې اقتصادي ارزښت یې خورا دپام وړ دي . 3) دټولنې ترټولو مظلوم بې وزلي فقیر قشر په توګه ،چې د روغتیا ، ښوونې اوروزنې ،دښاري خدماتو او نوورو دژوند اولیه اسانتیاو څخه محروم دي ،غرونودښتونو او بیابانونو لرې پرتوسیموکې ژوندلري . 4) ددوي مالونو اوڅارویو شتون په چاپيریال باندې مستقیمې اغیزې.. څیړنو او تجربو ثابته کړې ،چې دمالونو اوڅارویو ګرځیدل اودمالونو اوڅارویو په وسیله د واښو اوبوټو خوړل طبعیت ته څومره مثمر اوموثر دي . 5) فرهنګي ارزښت د هېواد دلرغوني اصلی فرهنګ سرچینه دکوچیانو په منځ کې ده دهېواد اصیل فرهنګ دلرغوني اوغني سرچینې په توګه . نو ګران ولسمشر دیوبرجسته ټولن پو اوقوي نړیوال اقتصاد دان په حیث ترټولوډیر دې ټکو ته پاملرنه لري پدې وروستیو کې کابل ښار بادام باغ کې دکړنې نړیوال نندارتون ، چې ۱۳۹۵/۷/۲۸ باندې ددریوورځو له پاره پرانیستل شودکوچیانو چارو دسمون لوی اوخپلواک ریاست پدې نندارتون کې برنامې لرلې ،چې یوه پکې د کوچیاني ژوند تمثیل کیږدۍ وه ، دافغانستان ګران ولسمشر دکیږدۍ څخه لیدنه وکړه هغه ارزښت او مینه ،چې ددې قشر سره یې لري په عمل کې په ډاګه کړه کله ،چې دکیږدۍ حریم ته رانږدې شو دلوړ ارزښت او درناوي په موخه یې دکیږدۍ مخې ته خپل بوټونه وکښل، که څه هم جناب ډاکټر صیب ته وویل شول ،چې راځه دبوټانوسره ولې ولسمشر بوټان وکښل ،موږاوریدلي اوپه انځورونو کې مولیدلي و،چې ځاصواماکینوته،چې تشریف وړي نوبوټان باسي ولې پدې عمل سره یې دکوچیانو اوټول افغان ولس په منځ کې محبوبیت لاپسې پراخ شو . کیږدۍ ته دننه راغی دهر کس سره یې غیږ په غیږ پوښتنه وکړه ،دکوچیانو له حال او احواله یې ځان خبر کړ، اوخپله ژمنه،چې کوچیانوته د لاښه چوپړ پخاطر يې دولسونوسره کړې وه پدې راتګ سره یاده کړه ، همداډول يې دولسي تړون په پروګرام کې دکوچیانوله پاره دخدمت کولو یادونه کړې وه دولت مکلف دی ،چې دولسمشر دغه یادونه اوسپارښتنه په جدي اوبشپړ ډول عملي کړي، دکوچیانو ستونزواوچارو ته غوږ کیږدي اودهواري لارې چارې یې ولټوي. چې پدې برخه کې دکوچیانو چارودسمون لویه اوخپلواکه اداره ژمنه ده اوخپلې هلې ځلې یې په لاره اچولې خو په ولسي جرګه اومشرانو جرګه کې دکوچیانو وکیلانو دکوچیانو مخورو مشرانو همکاري ته اړتیاده ،چې پدې لاره کې خپل رسالت ترسره کړي ،په پوره متانت اوهمغږی سره دکوچیانوله پاره کاروکړي او لاندې وړاندیزونه په قوت سره وړاندې او ددولت څخه یې د عملي کولو یقین ترلاسه کړي ،چې پدې سره ډیری ستونزې رالږې اووړ خدمات به وړاندې شي ، ځانګړي وړاندیزونه : 1) دکوچیانو خپلواکې ادارې دتشکیل ډیروالی د پالیسی برخې څخه یې داجرایوي بڼې ته ارتقا 2) دکوچیانو دمیشت کولو له پاره په هر ولایت کې دڅمکوتثبیت او ددوی څړځایونه بیرته دوی ته سپارل او لازمه پاملرنه . 3) دکرنې وزارت څخه دمالداری برخه دکوچیانو په اداره پورې تړل لکه څرنګه ،چې سروې ښودلې افغانستان د وړې غوښې له پلوه پخپل ځان بسیا دی نورو هېوادونوته یې صادروي نو مالداری دکوچیانو اصلی دنده اوکسب دی ترټولو ښه پرې پوی دی . 4) دکوچیانو روغتیایي برخه کې دعامې روغتیا وزارت څخه دکوچیانو دصحي څارنې پروژې الحاق دکوچیانو په خپلواکه اداره پورې راپورونه څرګندوي ، چې دغه پروژې هغسې روغتیایي خدمات کوچیانو ته ندي وړاندې کړي ،چې دکوچیانو شکایتونه رفع شي ددې پروژې او دعامې روغتیا نور پروګرامونه ،چې کوچیانوته ترسره کیږي کوچیانوته دمنلو او قناعت وړ ندي که دغه پروژه نیغ په نیغه دکوچیانو خپلواکې ادارې څخه رهنمایي او اداره شي اغیز به یې ډير وي . 5) دکار اوټولنیزو چارو وزارت ،حچ او اوقاف دکوچیانو دنفوس په پام کې نیولو سره خدمات ارایه کړي کوچیان پنځه تر شپږو میلیونوپوري تخمین شوي دنفوس په تناسب دې خدمات ورته وړاندې شي . دکوچیانوچارودسمون لویه اوخپلواکه اداره په همدې منظور رامنځته شوې ،په اساسی قانون کې دکوچیانو په اړوند راغلي موارد پلي او کوچیانوته پروخت اووړ خدمات وړاندې کړي دکوچیانوخپلواکې ادارې مشرتابه پدې برخه کې یو لړ اغیزمن ګامونه پورته کړي اداري جوړښت کې یې یوڅه تغیر راوستی دمشرتابه په پرله پسي هلوځلو دولسمشر په منظوری دکوچیانو له پاره داوږد مهالې ستراتیژی او پالیسی جوړولوله پاره یې دخمکو خپلواکې ادارې اوکوچیانو خپلواکې ادارې په مدیریت د دیارلسو بیلابیلو سکتوري وزارتونو دکوچیانوله پاره ( اقتصادي اوټولنیزوچارو ) کمیټه رامنځټه کړې دپوهنې وزارت څخه یې دوه لیسو مدیریتې چارې دیو هوکړه لیک له مخې خپلې کړې د حقوقي او قانوني چارچوب له پاره دپاموړ کار ترسره شوی ،ولې خو دکوچیانو دپاره دبنسټیزو چارو او خدماتو ترسره کولوله پاره هغه پورته (۵) وړاندیزونه خورا اړین دي ،چې باید ورته پاملرنه وشي ، پدې برخه کې دګران ولسمشر اوپه ټوله کې دولت څخه جدي غوښته ده ،چې دکوچیانو غږواوري ترڅو کوچیانو یوځل بیا ددولت په هره برخه کې ،اقتصادي ، فرهنګي ،سیاسي اونوروبرخو کې اغیزمن رول ولري . ګرانه ولسمشره کیږدۍ ته راتګ باندې کوچیان دزړه له کومې ترڅخه خوشاله اومنندوی دی ویاړي ،چې ستاسو په څير یوپاک ،صادق ،مدبر قوي اقتصاد پوه دهېواددآبادی له پاره ريښتونی هوډمن او متین مشر لري دخپلو وړاندیزونو پلي کولو هیله لري. په ژوند اوصحت موبرکت