د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

همت 16.10.2016 13:39

پـــــــــــــــه نړۍ کې د مولا عجب نظــــــــام دی
په چا شپـــــــه په چا غرمه په چا ماښــــــــام دی
دغه ویش دی له ازله نــــــــه بدلېــــــــــــــــــږي
کم یې مه ګڼــــــــــــــــــــه ډېر ډک دغه کلام دی
د چا خوی وي د اوبو اورونــــــــــــــــــــه وژني
ځینې هار د خپل ولس او د خپل قـــــــــــــــام دی
څوک د بل غمو اخیستی وي تپېـــــــــــــــــــــږي
د چــــــــــــا لاس کې د خپل ورور لپــاره دام دی
څوک پـه رنګ جاموکې سپین ښکاري مخلوق ته
څوک د بل له لاســـــــــه تور ښکاري بد نــام دی
څوک د مځکې پــــــــه سر ژوند لکه د غـــــله کا
څوک ختـــــــــــــلی د حسرت پر اوچت بــام دی
څوک د مځکې زړه تــــــــــــــه ځي پټېــدی نشي
دا پراخ جهــــــــــــــان سور اور ورتـــه مدام دی
څوک د بل پـــــــــــه چوپړ زوړ ملا یې کږه شي
څوک را ستر پــــــــــه بـــــــادارۍ مشر امام دی
دا توپیر یوازې زموږ پــــــه خــــــــــاوره نه دی
د نړۍ پـــــــــــــــه هر یو ګوټ او هر یو ګام دی
څه په ګــــــــــډو وډو سر شولې "همتــــــــــــــه"
ستــــــــــــــــــــا کلام هم د منصف په تله خام دی

د بحرین هوایي ډګر
۲۰/ ۴/ ۱۳۹۰