د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بروکسل مرستې او د کابل اداري فساد

احمدجان تڼی 06.10.2016 12:34

په افغانستان کی فاسد چارواکی او لوټماران یو ځل بیا خوشاله شول چی افغانستان ته په بیلیونو ډالر را روان دی او دوی به دا ډالر هم د پخوا په شان چور او چپاول کړي.
باید د یوې په ماهیت کی فاسدی اداری څخه د شفافیت توقع درلودل ، د یو وګړي په بی خبری باندی دلالت کوي. د کابل اداره په ماهیت کی فاسده ده او هیڅکله ژمنه شوي بیساری توګه د بیلیونو ډالر مرستی به په شفاف توګه ونه لګول شی.
په افغانستان کی د نوی اولسمشر یعنی اشرف غنی په راتګ سره خلک په دی فکر کی و ، چی د اداری فساد مخنیوی به وشی خواوس لیدل کیږی چی د پخوا څخه اداري فساد زیات شوی او په اداری اوصولو باندی اوښتی دی. مثلا که څوک غواړی چیری په کومه څوکی کی مقرر شی باید سل په سلو کی د اداری فساد له لاری دا څوکۍ تر لاسه کړی . مګر د پخوانی اولسمشر په واکمنی کی کله وار دا ممکنه وه چی یو وګړی د اهلیت او لیاقت له لاری یوه ځای ته ورسیږی . د حامدکرزی په واکمنی کی نړیوالی موسسی په دی مرض نه وی ککړې ، مګر اوس نړیوالې موسسی په اداری فساد کی د افغانستان د اداری سره په اداری فساد کی سیالی کوي.
دا ځکه چی رسنیو راپورونه ورکړل چی ۲۰۱۶ کال د اکتوبر میاشتی په (۴ـ ۵ ) نیټه ، د بلجیم هیواد په مرکز بروکسل کې د افغانستان سره د مرسته کونکو هیوادونو کنفرانس جوړ او په دې کنفرانس کی په بیساری توګه د افغانستان د دولت سره تر ۲۰۲۰ کال پورې ژمنه وشوه.
اوس په بروکسل کی مرسته شوو روپیو ته د اداری فساد له امله ګواښ موجود دی . ډیر امکان لری دا روپی هم د پخوا په شان تلف شی .
په دی ژمنو سره یو شمیر د کابل د فاسدی اداری پلویان په دی خوشاله دی چی په دی روپیو سره د کابل د اداری عمر د څلورو نورو کلونو د پاره نور هم تضمین شی. خو که چیری په واقعیت سره وکتل شی دا روپی او هغه روپی چی د داخلی منابعو څخه ترلاسه کیږی او یا ددی کنفرانس څخه بهر د نورو هیوادنو له خوا یی ژمنه شوی ده ، په هغو سره کیدای شی د پرمختګ له پاره یو شمیر اسانتیاوی را منځته شی.
خو د افغانستان خلک دومره ددی ژمنو سره دومره دلچسپی نه ښایی. دا ځکه چی ددی روپیو څخه پخوا په لسګونو واره زیاتی روپی افغانستان ته راغلی دی مګر د هیواد د اکثریت خلکو د ژوند سطح د طالبانو د واکمنی د مهال د ژوند سطحی سره کوم توپیرنه دی کړي.
یوازی د شلو دیرشو کسانو په شاوخوا کی کسان په دی ډالرو سره میلیاردران شول دوی دومره شتمنی تر لاسه کړې چی حتی د هغه په هکله یی خیال هم نه شو کولی . خو بیا هم دا لوټماران ډیر حرص لری او په میلیاردونو ډالرو په درلودلو سره بیا هم د اداری فساد له لاری خپلو لوټماریو ته دوام ورکوی.
افغانستان کی په اداری فساد ککړ کسان دخوشالی څخه په جامو کی نه ځاییږی دوی فکر کوي چی دا ډالر به هم د نورو لسګونو بیلیونو ډالرو په شان لوټ کړي او په دی ډول به خپلی شتمنی د پخوا څخه هم زیاتي کړي.
که څه هم په دی کنفرانس کی د کابل چارواکو نړیوالو مرسته کونکو هیوادونو ته د اداری فساد په له منځه وړلو کی ژمنی ورکړی او ویی ویل چی د فساد په وړاندی به غوڅ ګامونه ا خلي. که څه هم د افغانستان اولسمشر په ظاهری توګه هڅه کوي چی د اداری فساد په وړاندی ځان جدي ښکاره کړي خو د خلکو او د نړیوالی ټولنی باور نه شی تر لاسه کولی.
حامد کرزی هم په نړیوالو کنفرانسونو او د بهرنیو هیواد د مشرانو سره په کتلو کی هغوی ته ژمنی ورکړي وی چی اداري فساد به له منځه وړي.خو هر وار چی بیرته کابل ته ستون شوی دی د لوټمارانو په لوټ او چور باندی یی سترګی پټی کړی او یا حتی د هغوی سره یی په لوټ او فساد کی مرسته کړیده.
حامد کرزی ددی په ځای چی اداری فساد له منځه یووسی هغه د په اداري فساد د ککړو کسانو څخه ملاتړ وکړ، چی وروسته دا خبره په خلکو کی مشهوره شوه چی حامد کرزی په اداري فساد د ککړو کسانو او لوټمارانو سره د جوال خوله نیسی او د دوی له پاره یی د فساد زمینه نوره هم برابروله.
په دی کی شک نه شته چی د کابل اداره د هغو نړیوالو دولتونو څخه یوه ده چی په اداری فساد کی په لومړیو درجو کی راځي. په تیرو شپاړسو کلونو کی اداری فساد د کابل د اداری د فعالیتونو یوه عادی برخه جوړوی د لته هر چارواکی د په دی لټه کی دی چی د موجوده قدرت څخه په استفادی سره شتمنی او امتیازات تر لاسه کړي.
په تیرو شپاړسو کلونو کې د لوړ پوړو چارواکو ، د قدرت خاوندانو او متنفذینو تر منځ په اداری فساد کی سیالی روانه ده . دوی هر یو هڅه کوی چی تر ټولو زیاته شتمی راغونډه او بهر ته ولیږدوي او یا تر ټولو زیات لوکس ژوند ځانته برابر کړي.
د بلی خوا په افغانستان کی د همدې لوټمارانو ژوند داسی لوړ پړاو ته رسیدلی دی چی جاپان او انګلستان شاهی کورنی هغه ډول ژوند نه لري. دوی په داسی ګاډو کې سپریږی چی د امریکا میلیاردران د هغه ګاډو په هکله فکر هم نه دی کړی.
که څه هم په ټولو نړیوالو کنفرانسونو کی د نړی د هیوادونو مشران دکابل چارواکو څخه د اداری فساد مخنیوی له پاره ژمنې اخلي ، مګر بیا هم اداری فساد کی ددې په ځای چی مخنیوی یی وشی او یا کموالی پکې راشی ، زیاتوالی پکې راځي او په نړی کی لوړ مقام خپلوي.
زیاتره د کابل چارواکی او واکمنې کړۍ په دې بوختې دی چی څه ډول عامه ملکیتونو ، د خلکو شخصی ملکیتونه ، نړیوالی مرستی او د خلکو جیبونه څه ډول لوټ کړي.
په افغانستان کی د اداری فساد شتون په خپله د کابل د اداری د ماهیت څخه سرچینه اخلي. تر هغه چی د کابل اداره په همدی ماهیت سره په قدرت کی وي تر هغه د اداری فساد د له منځه تللو خوبونو لیدل هسی د خپل وخت ضایع کول دی.
د کابل په اداره کې واک د داسی کړیو په لا س کی دی چی د هغو د غړو اصلی موخه ا و اجندا د لوټماري ، اداری فساد او د خلکو د اساسی حقوقو د تر پښو لاندی کول دي. دا کړۍ هیڅکله دی ته تیاری نه دی چی د اداری فساد څخه نوره لاس واخلی.
اوس دا هیواد د یوې سترې تراژیدی خوا ته روان دی. د هیواد بشپړ اکثریت د لوږې ، وزګارتیا ، ناروغی او بی کورۍ څخه کړیږي.
د هیواد اویا په سلو کې خلک په لوږه او خواری کې ژوند تیروي . په هیواد کې ورځ په ورځ بیکاری زیاتیږي. د هیواد اقتصاد د څو لوټمارو محدودو مافیا ګانو په لاسونو کې لویدلی او په هیواد کې زیاتره خلک د ژونده په تنګ راغلي دي.
د هیواد زیاتره خلک د خوځنده مجسمو په توګه ګرځي او راګرځي.دوی په ګیډه وږي ، په تن ناروغه او وزګاره دی. چې ورسره جوخت پرې بمونه ( په ځانګړي توګه په پښتنو ) اوري . اوس افغانستان د پښتنو له پاره په سور تنور اوښتی دي چې وژل او په اقتصادي ستونزو کې کړول کیږي.
دا په دې مانا چې پښتون اولس یو اړ، خوار، ځپل شوي او بې وسه اولس دی چې د معلوم الحالو دښمنانو له خوا ددې اولس د ځپلو د پاره منظم پروګرامونه( د اقتصادي ستونزو په ګډون ) مخې ته بیول کیږي.
په افغانستان کی بیکاری لوړی کچی ته رسیدلی ده د فاسدو کړیو تر واک لاندی اداری په قصدی توګه په افغانستان کی پراختیایی او انکشافی پروګرامونو د پلی کیدو مخنیوی وشو.
اوس د افغانستان خلکو د پاره په ایران، پاکستان او عربی هیوادونو کې هم کار نه پیدا کیږی .تقریبا هره ورځ په لس ګونو او یا په سل ګونو زره ځوانان ددې له پاره چې کار وکړي اروپایی هیوادونو ته په غیر قانوني لارو سره ځي او په لارو کې په مختلفو شکلونو سره وژل کیږي.

په تیرو کلونو کی د کابل اداری د افغانستان د خلکو او د نړیوالی ټولنی د تیر ایستلو د پاره ، د فساد د مخنیوی د پاره په لسګونو سازمانونه او ا داری رامنځته کړی او په دی هکله یی راز راز پروګرامونه اعلان کړي دي.
ځینی ددی ادارو څخه د حکومت او ځینی یی د حکومت څخه د باندی د مستقلو ادارو په نامه رامنځته شوی دی . د کابل اداری د خپلو رسنیزو امکاناتو څخه په استفادی سره دا خلکو ته په ډاګه کړی ده ، چی ګویا دوی د اداری فساد په ضد په مبارزه کی صادق دي.
مګر له بده مرغه هغه اداری چی د فساد د مخنیوی له پاره رامنځته شوی وی په خپله د فساد په زیږونکو ادارو باندی اوښتی دی. یو ددی ادارو څخه د اداری اصلاحاتو مستقله اداره ده. دا اداره په عمومی توګه او په ټولیز ډول د فساد په منبع باندی اوښتی وه. په ټول هیواد کی به ډير لږ لیدل شوی وی چی یو وګړی د دی اداری له خوا په شفافه توګه په دنده ګومارل شوی وي.
باید ووایو چی دا کړۍ په خپله واک ته نه دی رسیدلی ، بلکی دا لویدیز له خوا د پوځی او سیاسی عمل په ترځ کی د افغانستان په خلکو باندی په زور سره تحمیلې شوی دی. لویدیزو دولتونو دوی نه یوازی دا کړۍ واک ته ورسولې بلکی دی ته یی وهڅولی چی په اداري فساد کې ښکیلې شي .
همدا خبره ده چې د دولتی شتمنیو ، نړیوالو مرستو او د خلکو د شتمنیو لوټول د نوموړی اداری د زیاترو چارواکو د کاری لومړیتوبونو څخه وګرځیدل.
په میلیونو جریبه ځمکه د دولتی چارواکو او یا په دولت کی د بانفوذ کسانو له خوا غصب شوه. د افغانستان نوی سلنه کانونه په دولتی لوړ پوړو چارواکو پوری د تړلو کسانو له خوا لوټ کیږی.
نړیوالی اقتصادی انکشافی مرستی هم د پورتنیو ډلو له خوا لوټ شوې . د افغانستان اقتصادی وده تر سره نه شوه. تقریبا ټول ودانیز شرکتونه په دولتی لوړ پوړو چارواکو او په دولت کی بانفوذ چارواکو پوری تړلی دي.
دولتی لوړ پوړو چارواکو ټول اکمالاتی ، خدماتی او ساختمانی قرار دادونه د خپلو کمپنیو په واک کی ورکړل او یا یی د نورو کمپنیو څخه د برخې په اخیستلو سره ، خرڅ کړل.
همدارنګه پورتنی لوټماره او حاکمه مافیا د هیواد اقتصادی سیستم ( سوداګری او تولیدات) تر کنترول لاندی لری. چی کیدای شی د تیلو او ګازو مافیاد مثال په توګه یاد کړل شی.
په داسی حال کی چی په سلګونو میلیارده ډالرونه افغانستان ته د نړیوالو مرستو په توګه راغلل. خو نوموړو مرستو د هیواد اکثریت خلکو په ژوندانه کوم مثبت بدلون را منځته نکړ. دا ځکه چی د نوموړو مرستو د نوي سلنې څخه زیاته برخه د لوټمارو ، فاسدو کړیو په جیبونو کی ولویده. د زیاترو خلکو ژوند سطحه د طالبانو د حاکمیت د دورې څخه هم ټیټه پاتی شوه. د سړی د سر عوایدو لوړوالی د خلکو په ژوند باندی کومه اغیزه نه ده کړي.
په افغانستان کی اداری فساد د یو شمیر مشخصو کړیو له خوا را منځته شوی او مخته بیول کیږی . نوموړو کړیو سیاسی واک د نوموړو کړیو په لاسونو کی متمرکز دی دوی هڅه کوی په هره بیه چی کیږی سیاسی واک په خپلو لاسونوکی وساتی او نه پریږدی چی د خلکو اراده په ټولټاکنو کی ښکاره شی او په دلاری د یوه ملی او واقعا دموکراتیک حکومت په جوړیدو سره د دوی لوټماریو ، د ناروا لارو د را غونډو شوو شتمنیو د پاره کوم ګواښ پیدا شي.
همدی کړیو د هیواد په ټولو سیاسی او اداری جوړښتونو منګولی ښخې کړی دی . پارلمان ، دولتی اداری ، عدلی ارګانونه ، سیاسی جوړښتونه ، تش په نامه مدنی ټولنی او رسنی دنوموړو کړیو له خوا کنترول او اداره کیږی.
یا په بله مانا په افغانستان کی په فساد ، لوټماری او تعصب ولاړ نظام موجود دی تر هغه چی نوموړی نظام موجود وي په افغانستان کی د اداری فساد له منځه وړل تش خیال او خوب دی.
په افغانستان کی د اداری فساد له منځه وړل ممکن دی خو دا هغه مهال ممکنه ده چی په افغانستان کی په فساد ولاړ نظام ړنګ او په ځای یی داسی نظام را منځته شی چی هلته د خلکو اراده منعکسه شی.

اوس خلک فکر کوي چې د فساد په ضد د اولسمشر مبارزه او د کمیسیونو جوړول یوازی د خلکو د تیرایستلو د پاره ده . اولس مشر نه غواړی او یا د دې توان نه لری چې په فساد ککړ لوړ پوړی چارواکي او هغه کسان چې په سلګونو میلیونه ډالر یې په غیر قانوني ډول تر لاسه کړي دي د محاکمې میز ته ودروي.
او که کولای شي او یا یې زړه غواړي نو : ( دا ګز او دا میدان ).
د دې له پاره چی په هیواد کی اداري فساد له منځه ولاړ شی په افغانستان کی باید د فاسد لوټمارو کړیو سیاسی حاکمیت پای ته ورسول شی .
باید ووایو چی د فساد په وړاندی په مبارزه کی نه یوازی د فسادو کړیو سیاسی او اداری حاکمیت ستر خنډ دی بلکی په پنجاپ پورې د تړلو وسله والو ډلو فعالیتونه هم ددی سبب شوی دی چی په هیواد کی د فاسدو ډلو سیاسی حاکمیت نورهم اوږد شي.
په اصلاحاتو سره اداري فساد نه له منځه ځي ، بلکی دا ژور سیاسی بدلون غواړي . دا ژور سیاسی بدلون کیدای شی د خلکو او نړیوالی ټولنی په همکاری سره تر سره شی .
په اداري فساد ککړ سیاسی حاکمیت په له منځه وړلو او د اولسی حاکمیت په رامنځته کیدو سره اداری فساد له منځه ځي .
که چیری د هیواد اولس مشر ( استاد اشرف غنی ) په رښتینی توګه غواړی ، په ټولنه کی مثبت بدلونونه را منځته کړي او په افغانستان کی د اداری فساد له منځه یوسی هغه باید د خلکو د پراخ ملاتړ په تر لاسه کولو سره، هغه فاسدې کړۍ چی د واک اصلي مزي یی په لاس کی دی ، ماتې کړي .
په فساد ککړ د یوه وګړي د له دندې لیری کول او په ځای یی د بل په اداری فساد ککړ وګړي په مقرری سره ، اداري فساد نه له منځه ځی ، بلکی له پخوا څخه زیات تقویه کیږی . دا د کابل حکومت د تیرو شپاړسو کلونو تجربه ده.
له پورتنیو حقایقو څخه ویلی شو ، که چیرې په اداري فساد د ککړو کړیو سیاسی حاکمیت ته د پای ټکی کینښودل شی تر هغه به په اداری فساد کی افغانستان په نړی کی په لوړ پړاو کی وي..
نو لدی امله ویلی شو ، چی په بروکسل کی د ژمنه شوو په بیلیونو ډالرو تقریبا اویا سلنه به بیا هم د لوټمارو کړیو په جیبونو کی ولویږی . لکه چی د پخوانیو مرسته شوو ډالرو برخلیک هم دا ډول و.