د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر

کوچۍ احمدزۍ 16.08.2016 22:40

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دا خو ستا خپلواکی نه ده

دا د څه خوشالی لمانځی دا خو ستا خوشالی نه ده
ای افغانه!لږ را ویښ شه دا خو ستا خپلواکی نه ده

رهبران دی غلامان دی دښمنان دی باداران دی
ته د بل په لاس نڅیږی دا خو ستا خپلواکی نه ده

وطن ټول په وینو سور ده هره کاڼه یی ټپی ده
سیلاب وینی دي بهیږی دا خو ستا خپلواکی نه ده

د وطن لاري کوڅي دي د بچو په وینو رنګ دی
ته د څه خوشالی لمانځی دا خو ستا خپلواکی نه ده

یتیمان درته ژړیږی څوک ابا څوک ادی غواړی
ای افغانه!لږ خو پوه شه دا خو ستا خپلواکی نه ده

کونډي بوري هدیرو کی په سرو سترګو نن ژړیږی
بی اسری دي څوک یی نشته دا خو ستا خپلواکی نه ده

ځوانان دی وژل کیږی هدیری شوی په تا ډکی
هره مور دلته ژړیږی دا خو ستا خپلواکی نه ده

د وطن شاړی میری دي د شهید په وینو رنګ دی
ټول وطن دی کنډواله شو دا خو ستا خپلواکی نه ده

جوماتونه دی شهید شول بازارونه دی ورانیږی
کلۍ کور دی بمباریږی دا خو ستا خپلواکی نه ده

ستا وطن په بل خرڅ شوی ته اسیر یی په خپل کور کی
ای افغانه! لږ راویښ شه دا خو ستا خپلواکی نه ده

د وطن خاوره دی ټوله خزانه ده د سرو زرو
دښمن ستاپه خاوره پروت ده دا خو ستا خپلواکی نه ده

د نفاق اورونه بل دی هر افغان پکښی سوځیږی
ته نن پاڅی خوشالی کړی دا خو ستا خپلواکی نه ده

ماشومان دی شهیدیږی ډیر بی رحمه په جنګو کښی
څوک په ویښه څوک زانګو کی دا خو ستا خپلواکی نه ده

د وطن ناوي سرتوری هدیرو کی په ژړا دي
د وصال ډیوی یی مړی دي دا خو ستا خپلواکی نه ده

ای افغانه لږ راویښ شه زنځیرونه دی ټول مات کړه
د دښمن غلامی پریږده دا خو ستا خپلواکی نه ده

د وطن واک دی چی خپل شی بیا تل خوشالی لمانځه
نن ستا واک د بل په لاس ده دا خو ستا خپلواکی نه ده

د مرګ لوبه نن توده ده په هر ګوډ کی د وطن ستا
٫کوچۍ٬ بار بار درته وایی دا خو ستا خپلواکی نه ده

نیم وطن ټول هدیره شو ته اوس هم په خوب ویده یی
ای افغانه! لږ راویښ شه دا خو ستا خپلواکی نه ده