د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاسي سایکالوجي: خَضـر خان سپک ژبي دانالـډ ترمپ ته درس ورکړ

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار 14.08.2016 12:18

د سړي فکر کې هـرڅه هرڅه ګـرځي  ....... هسې نـــه چــــې واړه*وګــــڼـې  روا
لکه ځـان  هسې و بــلو تـه نـظـر کــړه ...... لکه سـتا دی هـسې ځــان دی د هـرچــا
*) «واړه»  د  ټـول په معـنا دی
د رحمان بـا بــا دا شعـر د ډانالډ ترمپ د ځانځانۍ د ښامار(اژدهـای خودی) سره اړخ لګـوي. زه د کابــل  پوهنتون د پوهنې او روزنې د پوهنځي له پخواني رئیس استاد رڼا ګل اریوب زي نه د زړه لـه کومي منـنه کوم چې دغه شعر یې زما سره شریک کـړ. «د ځانـځـانۍ ښامار» د ســاه پـــوه او فلسه  پــوه  شهـیــد پوهــاند بهـالـدین مجــروح(۱۹۸۸-۱۹۲۸) وتــلی کـتاب دی چې په پـښتــو او فارسي ژبـو خـپـور شـوی و:کابل، نشرات افغان اکادمی/نمبر۱۸.  ۱۳۵۲=۱۹۷۳
ما  ځیرکیار د ډانالډ ترمپ په  اړه په ټلویژن  کې دا قضاوتونه   اوریدلي  وو: ژبه  یې ډکون نلري؛ بې احساسه او شډل دی؛ د امریکې او جمهوري ګوند لپاره  خطرناک دی؛ لانجه مار دی؛ ځان  نشي کنټرولولی؛....په ډرامه  او  شورماشورکې خوښ دی!

ســــریـــزه
سیاسي ساهـپـوهنه(پولیټیکل سایکالوجي) یــوه نــوې څوڅڼـډیـزه اکاډمـیک څانــګه ده چې د ساهـپوهنې له نظره د سیاست، سیاست والـــو او سیاسي سـلوک په موضوعګانـو راڅـرخي. یعـنې د ســیاسي او ساه پوهنیزو عملیو په  اړیکـیو رڼـا اچوي
  خضر خان  چې پاکستانی-امریکایي هیوادوال دی، اصلا عرب سید معرفي شوی دی. د سید کورنۍ  په هند  کې واکمني چلولې وه(۱۴۱۴تر۱۴۵۱م). خولودي پښتنو(۱۵۲۶-۱۴۵۱)  د سید واکمني  رانسکوره کړه. لکه نور خلک، خیزرخان هم د خپلې کورنۍ سره  امریکې ته کډوال شو چې په امن ژوند وکړي او د خپل زیار له لارې يې بریالیتوب په برخه شي. په مارچ ۲۰۰۳کې امریکې  په غلطو لاسوندونو په عراق یرغل وکړ. د خـــضر خان ځوي کپټن همایون  خان په ۲۰۰۴ کې په عراق کې د ځانمــرګي  سره د  مقاومت  په مهال ووژل شواو د سرتیرتیا په بدل کې ورته د  «زرین ستوري» نښان ورکړل شو. د  همایون خان پلار(خضرخان)  حقوقـپوه دی او مور یې(غزله  خان) په پاکستان کې د فارسي ژبـې درس ور کـاوه.  دوه نور ځامن یې په امریکا کې بریالی ژونــد لـري. د ۲۰۱۶ د جولای  په ۲۸نیټه(۲۷زمری ۱۳۹۵لمریز)، خیزرخان د امریکې د دموکررات ګوند په  انتخاباتي  ملي کنګوره کې ۶- دقـیقه یـیزه درنه او شاربونکې ویـنا واوروله. په  دغه وینا کې خیزر خان  د جمهوري ګوند د ولسمشرۍ نوماند(کاندیدیت) ډانالډ تــرَمـپ  په سر  ودراوه!
د مسلمانانو وګړشمیرنې  او کـړاو شمیـرنـې
 په ۲۰۱۶  کې  د امریکې د وګړو شمیر نږدې ۳۲۲میلیون  ته رسیـږي او د مسلمانانو شمیر ۳.۳ میلیون(۱٪)ته. په نړۍ کې د مسلمانو شمیر ۱.۶ بیلیون ته رسیـږي.( ښایي شمیر یې په ۲۰۳۰ کې ۲.۶ بیلیون  ته جګ شي). د  مسلمانانو نږدې ۲/۳ برخه یې په  اسیا او پاسیفیک جزیرو کې، ۳۵۰ میلیون د هیند په نیمه وچه کې(۱۷۲میلیون هيند، ۱۷۸میلیون پاکستان)، ۳۰۰میلیون په افریقا او منځني ختیز کې،  نږدې ۴۵ میلیون په یـورپ کې، او ۸۴۰  زره په لاتین امریکا کې استوګن دي.(ګوګل دات  کام، او ریفیرینس دات  کام). د «پـیو ریسرچ سینټر» له مخې،د  مسلمانانو شمیر به په  ۲۰۷۰ کې  دعیسویانوله شمیر نه لږ جګ شي. که اوسنی تمایل ادامه ولري، د۲۰۵۰  پورې  به دمسلمانو شمیر د عیسویانو شمیر ته نږدې شي. په امریکا کې به د عیسویانو شمیر (چې په  ۲۰۱۰کې له۷۵٪ زیات و)، نږدې  ۶۷٪ ته راټیټ شي.  یهودي دین به په امریکا کې په ۲۰۵۰کې، نور دوهم غټ غیر عیسوي دین نه وي. په۲۰۵۰کې به د مسلمانانو  شمير  ۲.۷۶ بـیلیون (۲۹.۷۰٪ ته) ورسيـږي،او دعیسویانو شمیر به ۲،۹۲بـیلیون یعـنی  ۳۱.۴٪  ته.
د دغو شمیرنو په اساس ویلی شو چې د نړۍ د مسلمانانو شمیر په ګړنــدي ډول مخ په  زیاتیدلو دی. که د مسلمانانو د شمیر مخ په زیاتیدونکی تمایل جریان ولري، په ۲۰۷۰  کې به د مسلمانانو او عیسویانو شمیر مساوي شي. په ۲۱۰۰زییز کال کې به د مسلمانانو شمیر د عیسویانو له شمیر نه جګ شي (۳۴۰۹٪ مسلمانان،۳۳۰۸٪عیسویان). ولولئ
 PEW Research Center, The global religious landscape. www. pewforum.org[6 August 2016].
خو دغه ډول اڼـډولتیا به کومه ګــټه ونــلــري! څوښځـتوب (پولیګامي) د اتفاق او خوښۍ  د ژوند په ځاي د بې اتفاقـۍ، سپکاوي، پرله پسې بدګمانۍ او تاوتریخوالي لامل ګرځي! یو سړی به څنګه  د زړې اوځوانې ښځې تر مینځ عدالت وکړي؟ ما په خپل پخواني چاپـیریال کې د خـپلوانواو دوستانـو دغـه ډول کرغـیـړنـتیاوې لـیدلې دي. په دې  ورووستـیو کې د مسلمانانو بیکارۍ او بې امنۍ زور میندلی دی. د دواړو درملنه په علم او دعلم په استعمال (تخنیک) سره کيـږي. حقوقپوه خضر خان   د پاکستان له پنجاب ایالت نه  دخپلې کورنۍ سره منځني  ختیز ته کډوال شوی و او بـیا په ۱۹۸۰م کې د امریکې  متحدو ایالتونو ته راکډوال شو. ورپسې امریکایي شواو د امریکې پـه  لیکلي اساسي قانون کې یې خپل او د نورو حقوق او مسئولیتونه وپیـژندل، او اوس په امریکا کې ارام اوحقـوقـمنـد ژوند لري!

تــَرمپ د «زریـن  ستوري» د کورنۍ سره په جګړه کې ښکیل شوی
خضر معظم خان  په ۱۹۵۰زییز کې د پاکستان په پنجاب ایالت  کې زیـږیدلی و اوهلته یې له پنجاب پوهـنتـون نه د حقوقو بری لیک لاس ته راوړ. میرمن یې(غـزله/غــزاله) هم په همدغه پوهنتون کې فارسي زده کوله او بیا یې د فارسي درس ورکاوه. د خیزر فامیلي نوم «خان» دی.  په ویکيـپـیدیا کې د ده د ژوند لیک په اړه راغلي دي چې پښتون بهلول لودي په ۱۴۵۱م کې د سید سلطنت (۱۴۱۴تر۱۴۵۱م) له مینځه  ویوړ چې خیزر خان ابن ملک سلیمان رامنځته کړی (۱۴۱۴تر ۱۴۲۱م) و. «ســید»  عــموما عـربي لقب دی چې یو  ډول اسلامي سپیڅلتیا منعکسوي. له بلې خوا د «خیزر معـظم» فامیلي نوم یا لقب «خـان» دی. دغه لقب به یا د مغل چنګیزخان د نوم سره  تړاو لري، یا د پښتنو د «خان» سره. سـید ته څوک خان نه وایي. له دې امله زه ځیرکیار نه پوهیـږم چې خیزر معظم خان پښتون دی، مغل دی که سید!؟ ما د  «خان» په نوم رڼا واچوله ځکه یو څو افغانانو پوښتلی وم  چې خان څوک دی. خان چې  په خټه هر څوک دی، میړنی دی، د روغې پوهې (سالم  عقل) خاوند دی، او په ښه موقع يې په شپـږ دقـیقو کې داسې کوټلې وینا وکړه چې د جمهوري ګوند د ولسمشرۍ د نوماند ډانالډ تـرَمـپ نارسیسیزم(ځان ستاینه) اوسپک خولی شخصیت یې د امریکې او نورې نړۍ خلکو ته په ډاګه کـړ. د خـیزر خان ۲۷کلـن ځـوی کپـټـن همایون خان په  ۲۰۰۴ کې په عراق کې د ځانمرګي په واسطه وژل شوی و، او دغې سرتیرتیا له امله ورته د «زرین ستوري» (ګولډ سټار) نښان ورکړل شوی و. د همایون خان کورنۍ هم  د «زرین ستوري» کورنۍ  ګڼل کیـږي او په امریکا کې ورته ډیر درناوی کیـږي. همایون غوښتل چې عسکري حقوقـپوه شي

د خیزر خان وینا د دموکرات ګوند په ملي انتخاباتي کانګرس کې
۲۸ جولای ۲۰۱۶=۷ زمری/اسد ۱۳۹۵لمریز
د  امریکې د جمهوري ګوند نوماند ډانلـډ ترمپ په مسلمانانو پسې ډیرې ســپورې سـتوغـې ویلې  وې.خیزرخان شـپـږ دقیقې  وینا وکړه او د نورو اوریدونکو په څیر، د هغه میرمن غزله هم د هغه  وینا ته متوجه وه او د هغه په څنګ کې ولاړه وه. خیزر خان داسې وینا وکړه چې د مغرور او په ځان او خپلې  شتمـنۍ مست ترمپ یې له ګړبـیـدلي شعور نه راویښ کړ. آرلینګــټن  د امریکې مشهوره عسکري ملي هديره ده چې واشنګن ته نږدې ۶۲۴-ایکړه ارتوالی لري او له ۱۸۶۴ راهیسې  د  امریکې د جنګوونو د مـړیو کور دي. خیزرخان په خپله وینا کې ډانلډ  ترمپ داسې  مخاطب   کړ:«آیا  کله هم  تاسې  د آرلینګټن هدیرې ته تللي یاستئ؟»، هغې هدیرې ته چې د خان ځوی همایون خان پکې خاورو ته سپارل شوې دی. «تاسې به هـلته[ارلـینګـټن] ټولې عـقـیدې، جنسونه، او قومونه ووینئ. تاسې هیڅ قـرباني نــه ده ورکـړې. او نه مــو څوک قــرباني شــوي  دي.» [ټرمپ د ویټنام  د جنګ په مهال چې په نومبر ۱۹۶۳م کې د ووولسمشرجان ف. کینیډې له وژنې راوروسته ښانګور شوی و]له عسکري خدمت نه ځان لرې وساته، او ځامنو یې هم په اوسنیو دوه اوږدوجنګونو(افغانستان او عراق) کې خدمت نه دی کړی.
خیزرخان په خپله وینا کې ترمپ «یو تور روح»(«بلیک سَـول»: بې احساسـه انسان) ګـڼلی دی  او  دوه  نورو مهمو ټکو ته یې د خلکو پام راګرځولی دی:« د هر مشر(لیډر) او هر چا لپاره چې د مشرۍ ارزو ولري، دوه څیزونه حتماَ لازم دي: اخلاقي درنښت او د یووالي احساس. دا کاندیدیت[نوماند  دانالـد تـرَمپ] له دواړو ځانګړتیاو نه تش دی.» خان زیاتوي چې ترَمپ «یو تیاره[بې احساسه] روح دی.»(بلیک سَـول).  خیزر خان دخپلې وینا په مهال، د امریکې یو جیبي اساسي قانون له  خپل جیب نه راوویست او پوښتـنه یی  وکړه  چې ایا دانالډ ترمپ به دغه  ملي سـنـد لــوستلی وي؟ خان زیاته کړه چې ترمپ نه قرباني ورکــړې ده او نه یـې یو څوک قـربـاني شـوی دي! ترمپ باید «معنوی تله» او «احساس» ولري
د  خیزر خان وینا د دین د ازادۍ او د یو بل د زغم مفکوره غښتلې کړه او ټکر کوونکي احساسات او مفکورې یې د هیوادولۍ په  اوبو ومینځلې. زغم او ورورولۍ زړونو ته لار مینده کړه،  او د خـان وینا  «تعصب له کړکۍ  غورځوي.»(دیس تروز دي پریجیدیس آوټ آف ویـڼـډو). د غوڼـډې  نورو وینا  والانو د «مسلمان-امریکایي» په  ځای د «امـریکایي- مسسلمان»  ټکی وکاراوه. د دغه بدلون په ډډ کې دا مفکوره غلې شوې ده چې  مسلمانان هـم امریکې ته «د ژوند د ښه کولو» او «په ټولنه کې د اغـیزمن  کیدلوو» لپاره راغلي دي. د خیزر خان  وینا  « یوقـوي درس دی د هـر هغه چا لپاره چې مسلمان- دښمنه  ډار خرڅوي، یا د هر نژاد  د امریکایانو په ضد  تعصب» کــري. د خضر خان وینا مسلمان-امریکایان راویښ کړل چې د ولسمشرۍ لپاره دجمهوري ګوند د نوماند  مسلمان-ضد ویناګانې تشخیص کړي.[ریچارډ اُپیل، نیویارک ټایمز.کام:۲۹جولای ۲۰۱۶].  کریس تګنوتي د خیزر خان وینا داسې ستایلې ده: خـان«دغیر-سیاستوالو له ویناګانو اخوا، د دموکراتانو په ملي غوڼډه کې خورا ډیره له ولولو ډکه،اغیزمنه وینا»وړاندې کړې ده:
Chris Tagnotti, Khizr Khan’s speech scared Donald Trump.www.bustle.com [29 Aug 2016].
په کانګرس کې د  کلیفورنیا د ۳۷ سیمې استازې میرمن کارین روت باس چې د دموکرات ګوند غړې ده، «چینج. اورګ پیټیشن» (تقاضا) وړاندې کړې ده، ځکه هغه  په دې آند ده چې دانالډ ترمپ په ځان مین شخصیت اختلال (نارسیسیستیک پیرزونالیټي ډیس اُورډر)لري. وګورئ
Sara Morrison, vocative.com[August 5, 2016].
د امریکې په نورت وییسټرن پوهنتون کې د ساهپوهنې(سایکالوجي) د پوهنځي مشر او پوهاند ډین پ. مکادم په اتلنـتیک مجله کې کاږي چې: «د سایکالوجیستانو لپاره تقریباَ ناشونې ده چې د  ډانالـډ ترمپ د شخصیت په اړه بې د نارسیسیزم د لفظ  له استعمالولو نه وغږیـږي». اتلنـتـیک مجله،د جون ۲۰۱۶ ګڼه. ډانالډ  تـرمپ په خپله ځان خوښۍ (نارسیسیزم) کې دومره ډوب و چې د میرمن غـزل خان په کړاو نه پوهیده.
د خیزز خان له وینا نه وروسته ډانالډ تـرمپ وویل چې: د خان میرمن د خپل میړه په څنګ کې ولاړه وه، خو هیڅ یې نه ویل.«ښایي اجازه به یې نـلرله چې څه ووایي. نه پوهیـږم(یُو ټیل مي).» ډانالډ ترمپ په دې نظر بریښي چې  میرمن غــزله خان به د اسلام له امله د خبرو اجازه نه لرله.  د نیویارک ټایمز د ماورین ډو سره په مرکه کې، ډانالـډ تـرمپ ویلـي وو  چې که د خیزر خــان میرمن غـزله «یـو څه ووایي».  غزله وایي چې:« زه  یوې کوټې ته نشم ننوتلی چې د[هـغـې د وژل شـوي ځوی] همایون عکس(فـوټو) پکې وي.» د ۲۰۱۶د جولای په۲۸ د  دموکرات ګوند د ملي انتخاباتي غوڼډې سټـیج ته د غزلې ورتګ زجروونکی و، ځکه چې د هـغې شا ته د هغې د ځوی همایون«ډیره غټه» مونه ځوړنده وه:«ما[غزله] په مشکل سره ځان کنټرولولی شو.» د ځان په مینه کې  ډوب  ډانالـډ ترمپ به ولې د غـزله خان په کړاو وپوهـیـږي؟!
 INCLUDEPICTURE "https://cdn.theatlantic.com/assets/media/img/posts/2016/05/WEL_McAdams_Trump_Face1/86a735484.jpg" \* MERGEFORMATINET
    Redux/Mark Peterson[Atlantic, June 2016 issue]    

د  تـرمپ د کفایت په اړه بیلا بیلې نظریـی
د سي.آې.أې. پخوانی مرستیال اوعامل مشر(۲۰۱۰تر ۲۰۱۳) مایکل جوزیف موریل  یـو څـو ورځې وړاندې  وویل چې ډانالډ ترمپ د روسیې «ایجنټ دې  بې له دې چې وپوهیـږي». نوموړي وویل چې  ډانالډ ترمپ نه یواځې دا چې د ولسمشرۍ د وظیفې  «وړ نه دی، بلکې هغه ښایي چې   زموږ ملي امنیت د خطر سره  مخامخ کړي....زموږ ملت به د هیلري کلینـټن سره د  ولسمشرې  په حیث خوندي وي.» د استخباراتي ماموریت په ژبه،موریل وایي چې د شوروي/روسیې د پخواني ایجنټ  او د اوسني ولسمشر ولادمیر پوتیـن له خوا ډانالـډ ترمپ د روسیـې د فــیډریشن د «یو مخبر په څیر استخدام شوی دی بې له دې چې په ځان وپوهیـږي.» ډیویډ رایټ/ سي. اِن. اِن.دات. کام.  (۵  اګیست ۲۰۱۶).
“In the intelligence business, we would say that Mr. Putin had recruited Mr. Trump as an unwitting agent of the Russian Federation.” David Wright [Ex-CIA chief endorses Clinton] CNN: 5 August 2016
د  انګلستان ټلګراف لیکي چې ډانالډ ترمپ د جمهوري ګوند د ۵۰ مهمو اشخاصو له خـوا «خطرناک» ګڼل شوی دی، د هغو اشخاصو له خوا  چې د امریکې د ملي امنیت غټې څیرې دي(میجر نیشنل  سیکیوریټي فـیګرز). هغوی وایي چې دانالـډ تـرمپ به د خپل هیواد د ولسمشرانو   په تاریخ کې «خورا ډیـر بې احــتیاطـه» (مُوسټ ریکلیس) ولسمشر وي. له دې امله  د بیلیونر ترمپ  ګونــدي مخالفانو د سي آې. أې. یو  افسر کاندید کړ.  ۴۰  کلن  ایوان مکمیولین چې په سي. آې. أې. کې د ټروریزم  ضد افسر و، ځان د ولسمشرۍ لپاره یوخپلواک کاندید معــرفي کړ.  د امریکې د بیلابیلو استخباراتي سازمانونو د پخوانوغټانو یوې ډلې نیویارک ټایمز ته په خپل  لیک کې په ډاګه کړې چې  ډانلډ ترمپ هغه «اخلاق/شخصیت، ارزښتونه او تجربه نـلري» چې د سپـینې ماڼۍ وړ وي. دغه شان ترمپ به  د امریکې «ملي امنیت او هوساینه د خطر سره مخامخ کــړي.» ولـولـئ
Nick Allen, “Donald Trump <dangerous> say 50 Republican major US national security figures”, in: telegraph.co.uk[8 August 2016].

د جرمني د شلمې پـیړۍ نامتو شاعر بیرتولت بریښت( ۱۸۹۸تر ۱۹۵۶) ویلي وو چې: «خورا بـد نالوستی (بې سواده) سیاسي  نالـوستی(بیسواده) دی.»

پــایـــــله
اوس په نړۍ کې  د مسلمانانو شمیر ۱.۶بیلیون ته رسیــږي. په دغومره خلکو کې به ځینې خلک  لیونیان، اورپکي(افراطیان)،او ډیر ناپوهان هم پـیداکيـږي. مسلمانان باید د دیـن په څنګ کې، علم او  تخـنیک ته هم  کلکه پاملـرنه وکړي، او د کمیت او  کیفـیت مـوازنه ولـټـوي.  
 په شپاړسمه عیسوي پـیړۍ کې د  عیسوي دین مذهبي جګړو ته فکر وکړئ چې کاتولیکانواو پروټیسټـنــټانو(اعتراضــچیانو) د یو بل وینې تویولې. کله چې د دغـو  جګړو نه راووتل، بیا یې په انابپـټـیسټانواو یهودانو پسې سوړې لټولې. انابـپـتیـیزم سر په اوبو کې غوټه کولو ته واي چې وظیفه یې په اسلام کې  د  ماشوم په غوږ کې اذان کولو ته ورته ده. نور عیسویان د ماشوم سر په اوبو کې غوټه کوي، خو انابپـتیستان  یې د بلوغ په مهال کې.  هـغه مهال مسلمانان د تمدن څښتنان وو، ځکه  چې په علمي بحثونو کې بوخت وو. اروپایان له خپلو عقیدوي/دیني جګړو نه ستړي شول او له خپلې زړې نړۍ نه نوې نړۍ (امریکې) ته کډوال شول،هلته یې دیني اومذهبي خپلواکي په برخه شوه،کالونۍ (مستعمرې)یې جوړې کړې او غـلامان یې راوستل. کډوالانو بلاخره د انګریزانواستعمار ته ماتې ورکـــړه، او په خپل لیکلي اساسي قانون کې یې د اوسیدونکودیني اومذهبي ازادۍ  ته او غـــیرر دیـني ژوند ته ښه راغلاست ووایه. هیڅ دولتي مقام په کومه مذهبي فرقه یا دین پورې نه دی تړلی. یعني دیني یا مذهبي حکومت مجاز نه  و او نه دی، خو وګړي خپلواک وو او دي چې دین یامذهـب ولـري، یا یـې ونـلري، یـا يـې عوض کـړي.
قــانونـپـوه مسلمان-امریکایي خضر خان، په دیني لحاظ د امریکې د ناپـیـیلي اساسي قانون په حقوقي ظرفـیت  پوهـیـږي او درناوي ته یی چمتو دی. د هغه  وینا د زړه له کومي وه او د خلکو زړوونو  ته یې لار پـیدا کړه. خـان د دموکرات ګوند په ملي کنفرانس کې د خپلې وینا په مهال(۲۸جولای ۲۰۱۶) له خپل جیب نه د امریکې اساسي قانون راوویست او د «څلورنیم بیـلیون ډالـرو» په خاونـد او د جمهوري ګوند په نوماند ډانالـډ ترمپ یې چغه وکړه چې آیا د خپل هیواد اساسي قانون یې لوستلی دی!؟  د  خضر خان له وینا نه وروسته، د امریکي د جیبي اساسي قانون چاپـیدلواو رانیولـو زور ومیـند:
“Sales of pocket Constitutions spiked, with one 2005 edition rising to the second position on Amazon.com’s best sellers list.”(Kim Soffen, Thanks  to Khizr Khan, pocket Constitutions are selling crazy”- Washington Post, August 1, 2016); Chicago Tribune(August 3, 2016): “That pocket Constitution packs a few surprises”, by: Cass Sunstein: “Improbably, the US Constitution ha s become a runaway bestseller.”