د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا ډاکتر غنی مصلحتی سیاستوال دی

استاد محمد ظریف امین یار 04.07.2016 14:49

سریزه:
سیاست د جیګسا(Jigsaw)  لوبې په ځېر ده تر څو چې د یو انځور ټولې برخې پیدا او په سمه توګه یوځائ نشي د مطلوب انځور تشکیل ناشونې کیږي. د ملي یوالي حکومت مشر ډاکتر غني که څه هم په یو اساس وخت کې د ملي یووالي حکومت انځور جوړ کړئ خو دغه انځور مطلوب او حقیقی انځور نه ده او د افغانستان لپاره ښه او روښانه راتلونکئ نه څرګنده وي.
ولسمشر ډاکتر غني د تخصص، جدیت، کاری توان،، تعهد او صداقت له اړخه یو پیژندل شوئ شخصیت دئ. هغه یواځې ۴ ساعت خوب کوي، هره ورځ  د سهار ۵ بجو څخه مخکې له خوبه پاڅیږي او دوه ساعته مطالعه کوي. د هغه لیدلورئ یو خودمختاره، خپلواکه، هوسا او ځان بسیا افغانستان دئ. د ۲۰۰۲ کال تر اوسه هغه تل څلور موخو لپاره کار کړئ. لومړئ د جګړه مارانو او جنګسالارانو څخه قدرت اخیستل ، دوهم د افغانستان لپاره د با ثباته او ګټورملي بنسټونو تاسیس ، دریم افغانستان ته شوي مرستو څخه په سمه ګټه اخیستل او څلورم افغانستان لپاره بنسټیز او اساسي کار تر سره کول ترڅو افغانستان یو بشپر خپلواکه، پیاوړئ او ځان بسیا هیواد په توګه خپل ملي غرور اعاده کړي.
 
 ډاکتر غنی چې د پوهې له نظره په بشر پیژندنې، او اقتصاد کې لوړ مقام لري ، یو پرفیکشنست(Perfectionist)  ذهنیت لرونکئ دئ. هغه خورا ملی پال(Nationalist)  او وطن پال بریښي. په سیاست کې د ماکیاولي پیروان ښکاری او په ذهنی تفکر او پرورش کې د لودیځو سیاسي، اقتصادی او ټولنیز تیورګانو څخه خورا متاثر دئ.بینظیره سیاسی تیوریسن دئ اما بیا په سیاسي تطبیقی میدان کې وروسته دې حکومت نیولو څخه تر اوسه پورې ډیر ضعیف ظاهر شوئ، په آکاډمیک برخو کې متخصص اما په سیاسي میدان کې نه ده لوبیدلئ او نه هم د سیاسی فضا د تحلیل هنر او مهارت یي تر اوسه جوته شوئ. د کیسو سړئ نه ده تل انزوایی حالت يې خوښیږي. په تشریفاتی مجالسو کې یې زړه تنګیږي او په رسمی وویناګانو کې خپلو حرکاتو او احساساتو مدیریت نشي کولائ. په رسمی کارونو کې ډیر مایکرو مدیریت یې خوښیږي او د خپل کامګئ  او استبداد (Despotism) ښکار دئ. ولسمشر داسې فکر کوي چې د هغه څخه نور هیڅوک ډیر نه پوهیږي او خوښیږي یې چې په هره برخه کې ځان دخیل کړي. لږ څه دیکتاتوره مدیریتی انداز لري او ډير په ډموکراتیکو بهیرونو باندې اعتماد او ویسا نلري. په مجموعي توګه د علمی او تطبیقی تیوریګانو د عرضې لپاره ډير ښه اما  د سیاست لپاره او د یو ملت د رهبرئ لپاره تر اوسه پورې ضعیف شخصیت او زعیم څرګند شوئ.
 

آیا ډاکتر غنی مصلحتی سیاستوال دئ؟
لکه څنګه چې تاسو هم پوهیږئ ډاکتر غنی په یو داسې وضعیت کې سیاسي قدرت او واک تر لاسه کړ چې افغانستان کړکیچن فاز کې پاتې وو. دغه حالت یا د کرزی د حکومت عدم موفقیت محصول وه یا هم د آمریکا د عدم حسن نیت پایله وه. نظامي، اقتصادی او سیاسي انتقالونه د ۲۰۱۴ کال درې مهم او د پام وړ انتقالونه ول او تر ډیره کچه پورې د همدغو دریو انتقالونو بریالیتوب د افغانستان د ۱۴ کالو حکومت د موفقیت شاخص ګنل کیده. اما له بده مرغه چې دغه دري واړه انتقالونو کې د کرزي حکومت ناکامه شو. که څه هم نظامي انتقال کې چې د ډاکتر غنی مشرئ لاندې ترسره شو یو څه نسبي بریا تر لاسه شوې ده. اقتصادي انتقال خو یو خیالي انتقال وو او د پيل څخه ښکاریده چې شونې نه ده. اما تر ټولو ډیره ضربه موږ ته بیا سیاسي انتقال را پيښه کړه. دلته باید ووایم چې د کرزي حکومت خپل مسوولیت په هیڅ وجه په سمه توګه ادعا نشوه کړئ او هیواد یې په لوئ لاس کړکیچ خوا ته روان کړ. یا په بله عباره داسې به ووایم چې د کرزي د حکومت عدم موفقیت د ننئ کړکیچ یو لوئ لامل دئ. داچې دغه کار عمداً شوئ یا که د کم کارئ له وجه شوئ د لږ منطقی تفکر په وسیله په ډاګه کیدئ شي. اوس نو په دغسې حالت کې حکومت ډاکتر غنی او ډاکتر عبدالله ته په شریکه توګه ترلاسه شو چې د پیل څخه ښکاریده چې بریا به یې ستونزمنه او یوه فوق العاده او لویه لاسته راوړنه وي. خلکو که له یوې خوا دغه حکومت د لومړئ ورځ څخه تحریم کړلو اما د بلې خوا یې تمه درلوده چې حد اقل ډاکتر غنی چې یو لوئ متفکر، متعهده، متخصص او روڼ فکره انسان دئ ، به وتوانیږي افغانستان د دغه کړکیچن وضعیت څخه وژغوري. اوس دوه کالو وروسته خلک په دې پوه شوي چې د حکومت دغه موډل او خپله ډاکتر غنی د افغانستان جمهور رییس په عمومي توګه ناکامه دئ.

ډاکتر غني واک ته د رسیدو پیل کې ښه سیاسي حرکات او اقدامات اجرا کړل. داسې ښکاریده چې ډاکتر غنی په سمه لار روان دئ اما ډیر ژر يې خپل ځان د واک کې پاتې کیدو لپاره ناوړو عناصرو ته په لوی لاس تسلیم کړ. د دغه سیاسي ناوړه جوړښت لاملونه ډیر دي مثلاْ لومړئ لامل یې داده چې امریکا تر اوسه هم نه غواړي افغانستان کې یو مقتدره او ځان بسیا حکومت داسې منځته راشي چې یوه سیاسي حلقه په کې واک سمبال کړي. په بل عبارت د جنګسالارانو او ضد ملی عناصرو یو دم له منځه وړلو ته امریکا خوشحاله، خوشبینه او چمتو نه ښکاري. لکه څنګه چې تاسو هم پوهیږي ډاکتر غنی شمالي ټلوالې سره ژور اختلافات لري. دا کیسه او کشمش هغه وخت پیل شوه چې ډاکتر غنی د مارشال قسیم فهیم د وزارت یعنې د دفاع وزارت بودجه کمه کړه او ادعا یې وکړه چې دغه وزارت کې خیالي عساکر شتون لري. په غبرګون کې یې قسیم فهیم او شمالي ټلوالې ډاکتر غنی د مالیې وزارت څخه برطرفه کړئ شوه.د ډاکتر غني ګوښه کول د کرزی د حکومت یوه لویه ستراتیژیکه سهوه وه. کله چې ډاکتر غنی واک ته ورسیده هغو ټولو ډلو چې د ډاکتر غنی څخه لږ یا ډیره پیژندګلوي درلوده دخپلو سیاسی بقا لپاره یې مقاومت او اختلافاتو باندې لاس پورې کړ او د ډاکتر غنی لپاره یې بریا لا پیچلې او ستونزمنه کړه.
په دې که هیڅ تردید نشته چې ډاکتر غنی په ذاتی تفکر کې یو مصلحتی سیاستوال نه دئ اما که تاسو د ډاکتر غنی اوسنئ سیاست ته وګورئ نو د مصلحتی سیاست نفوذ په کې واضح ښکاری. که ستاسو پام وي پدې وروستیو کې ډاکتر غنی څو داسې پریکړې او ګمارنې کړي چې له ورایه ښکاري چې مصلحتی سیاست ته یې خوا کړېده. مثلاً بسم الله خان چې په فساد تورن دئ هغه یې تر اوسه پورې محاکمه ونشوه کړئ، همدغسې د اسماعیل خان د فساد دوسیو نظر انداز کول ، د کورنیو چارو وزیر ټاکل اود فاورق وردګ ګمارنه وغیره. داسي هم ګنګوسې دي چې معنوی به د فساد په ضد د ادارې مشر شي که څه هم تر اوسه کوم رسمی فرمان په دغه تړاو نه دئ راغلئ. که معنوی د فساد په ضد ادارې مشر وټاکل شي نو د فساد په ضد د مبارزې ټغر به افغانستان کې راټول شي.زه فکر نه کووم چې معنوی به وتوانیږي د دغه ادارې رییس شي ځکه یو خو ولسمشر به یې تایید نکړي او له بلې خوا د ملت غبرګون به ډاکتر غنی دغسې کار ته پرینږدي. دغه ټولې پریکړې دا په واضح توګه څرګنده وی چې ډاکتر غنی مصلحت ته په سیاست کې اوس خورا اهمیت قایل شوئ حتي ځینو مواردو کې د ملی ارزښتونو څخه هم د سیاسي مصلحت لپاره تیریږي. او دغه موضوع د افغانستان ملي ګټو سره په تضاد کېده. د حکومت په پیل کې هم د مصلحتی سیاستونو بیلګې شتون لري. مثلاً د کابل بانک د تورنو کسانو برات چي پکي حسین فهیم او محمود کرزئ او نور لوړ پوري چارواکي شامل دی. یا د هوښمند شهرک کیسه، د زاخیلوال مقرری، د قوماندان جان محمد د سلاح قضیه وغیره.

لکه څنګه چې د هر یو حکومت یا سازمان د بریا لپاره د یو ګټور، متعهد، با تقوا، صادق او متخصص ټیم شتون اړین دئ. د ملي یووالي حکومت د بریا لپاره هم همدغه عنصر تر  ټولو اهمیت لري. اما متاسفانه چې ډاکتر غني تر اوسه د یو ګټور ټیم د ودې موضوع کې پاتې راغلئ. د ټیم نشتوالئ د ډاکتر غنی تر ټولو لویه ستونزه ده. زما په آند ډاکتر غنی د ټیم نشتون له وجې مصلحتی سیاستونو ته یې غاړه ایښودلې. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ د ډاکتر غنی ټیم د کوم سیاسي ګوند محصول نه دئ بلکه د انتخاباتی کمپاین په بهیر کې په ډیر چټکئ سره جوړ شوئ. نو کله چې حکومت منځته راغئ په دغه ټیم کې ډیرې ستونزې منځته راغلې. ډاکتر غنی په دغو ټولو خلکو باندې اعتماد او باور ونشوه کولائ او دغه خلک هم د ډاکتر غني خوئ او عادت او د کار طرز او ذهنی تفکر سره ډیر آشنا نه ول نو ځینې چې وګمارل هم شول وروسته بیا ډیر ژر د سیاسي فشارونو له کبله منفک شول یا هم استعفا ګانې یې وړاندې کړې. هرڅوک ډاکتر سره کار نشي کول هغه یو کمپلکس مدیر دئ.
نو اوس موږ دې پایلې ته رسیدلئ شو چې د ډاکتر غنی اوسني سیاستونه به له شکه باید مصلحتی دي.د هغه طرز تفکر کې دغه بدلون یعنې مصلحتي سیاستوال باندې مبدل کیدل شاید هم د وخت تقاضا وي او یا دا چې تر اوسه هم ډاکتر غنی ته د خپلو اهدافو د تطبیق زمینه برابره نه وي. په هرصورت اوسنئ سیاست يې خلک د دولت په هکله بدبینه کړي او د دولت او ملت تر مینځ واټن یې اوږد کړئ دئ.
لاندې درې هغه دلایل وړاندې کیږي چې ډاکتر غنی یې مصلحتي سیاست ته مجبوره کړئ دئ:
    •    بهرنی سیاسی فشارونه
که څه هم آمریکې په ظاهري توګه تل د افغانستان د جوړلو ژمنتیا ښودلې او د افغانستان لپاره د ښه حکومت تشکیل او د ناوړو حلقو څخه د خلاصون شعارونه ورکړي اما سیاست یې فوق العاده سست عنصره، متزلزله، مغشوش او وضعیی ده. پرته له کوم ګمانه آمریکا د ملي یووالي حکومت تشکیل کې مستقیم لاس درلوده او د ګډ حکومت نسخه هم د جان کیری( د آمریکې د بهرنیو چارو وزیر)  د ذهن محصول ده. کله چې ملی یووالی حکومت خپل په کار پیل کړ آمریکا هم په ډاکتر غنی فشارونو واچول او موخه یې د یو ضعیف حکومت ساتل ښکاري. پدغه کشمش کې ډاکترغني د خپل د ټیم ډير پیاوړي کادرونه چې افغانستان ته ژمن او متعهد، مستعده او با ایمان افغانان ول، له لاسه یې  ورکړي دي. زما په آند د آمریکې کوښښ داده چې افغانستان کې حکومت تضعیف شوئ او متکي وساتي او په واک کې څو مختلفې ډلې په یو وخت کې شتون ولري او له بل خوا موازي تشکیلات او قدرتونه په دغه حکومت کې وده وکړي ترڅو دوي په آسانئ سره خپلو جیو سیاسي او جیو اقتصادي موخو ته ورسیږي.  

    •    داخلي سیاسي فشارونه
ډاکتر غنی په داسې حال کې ولسمشر شو چې تر اوسه پورې د افغانستان سیاسی میدان کې ډیر کم لوبیدلئ وو. نه یې ټیم درلوده او نه یې همفکران او نه یې سیاسي ګوند. فقط یو سیاسي ټاکنیزه ډله یې درلوده. کله چې واک ته ورسیده ډیر ژر په دې پوه شو چې هیڅ سیاسي قدرت او د خلکو حمایت نلري. په همدغه وخت کې په هغه باندې د څو اړخونو لخوا سیاسي فشارونه هم راغلل. د ټولو څخه لوئ فشار د طالبانو او پټ سیاسی اپوزیسیون یعنی د کرزی د ټیم لخوا پرې واچول شو. نورې کړئ لکه حکومتي مجاهدین ورځ تر بلې کوښښ کوي چې د ملي یووالی حکومت بې اعتباره او ناکامه کړي. دغو ټولو سره سره ځینې نورو مخالفینو هم په حکومت فشار واچول او خپلې تقاضاګانې یې څرګندې کړلې. ډاکتر غنی ډیر سخت وضعیت کې پاتې شوئ او ډیرې پریکړې یې د مجبورئ له کبله اساس کړي دي. نو ځکه ورځ تر بلې د خلکو تنفر سره مخامخ شوئ.   

    •    د ټیم نشتوالئ
ډاکتر غنی په داسې حالت کې ولسمشرئ ته نوماند شو چې نه یې ټیم درلوده او نه یې کوم سیاسي ګوند. ډاکتر غني د یو ځانګړې فرصت په کارولو سره ولسمشرئ ته بریالئ شو اما د سیاسي ټیم  تشه یې آن د لومړئ ورځې څخه څرګنده وه. کله چې یو سیاسي مشر ټیم ونلري ډاډمنې پریکرې نشي کولائ. که څه هم ډاکتر غنی په پیل کې کوښښ وکړو د یو سلسله ښه سیاسي حرکاتو ترسره کولو سره سیاسي فشارونو سبوتاژ کړي اما ډیر ژر یې سیاسي فشارونو ته سر ټیټ کړ. د سر ټیتیدلو یو لوی لامل یې هم دا وو چې ډاکترغني ټیم نه درلوده او په هرچا باندې ډاډ ورته خطرناک ښکاریده. د ډاکتر غني نا معقولو او ضد ملی پریکړو کوم ټیم چې ورسره وه هم اکثره یې خفا کړي او په دې توګه شته ټیم ته یې هم ضربه ورکړې ده. په دې وروستیو کې ډاکتر غنی د خپل ټیم ګڼ شمیر کسان منفک یا له ځان څخه یې لري کړي چې دغه حرکاتو د شته ټیم ملا یې هم ماته کړي ده.

پایله !
نن د ډاکتر غني تر ټولو څخه لویه ستونزه داده چې ټیم نلري نو ځکه سیاسي فشارونو ته باید سر ټیټ کړي او مصلحتی سیاست غوره کړي. ورځ تربلې د ډاکتر غني د ټیم څخه کسان ناراضه کیږي او ځي. دا په داسې حال کېده چې د اولس باور او اعتماد د ملي یووالي حکومت باندې بی نهایت ټیټ شوئ او ملي یووالي حکومت سیاسي برنامې هم په داخلي سیاست کې او هم په بهرني سیاست کې ناکامې شوي. يواځې په بهرني سیاستونو کې یو څه لاسته راوړنې شته او یو څه هم د ملي پروژو لاسته راوړنې دي چې هغه هم تر اوسه پورې عملي شوي نه دي. له بل خوا بیروني سیاسي محیط کې د افغانستان د حکومت ناکامئ او حتی سیاسي سقوط چرچې ورځ تر بلې په ډیریدو دي. اوس ډاکتر غنی عملاً د ټیم خلا سره مخامخ دئ او ارګ کې د بي اعتمادي فضا خورا مسایل یې د شعاع لاندې راوړي. ډاکتر غني او د ملي یووالي حکومت داسې حالت ته رسیدلئ چې حتا د یو وړې څوکئ لپاره هم با اعتماده او متعهد کسان نلري. حتی وزیران او داسې نور لوړپوري دولتي چارواکې ورځ تر بلې خپلې استعفاګانې وړاندې کوي او حکومت متزلزله کوي. د ډاکتر غنی او د ملي یووالی د حکومت بریالیتوب یو اساسي فاکټور به داوي چې بیا ټیم جوړونه کې بریالي شي او د حکومت مشري د رویې ثبات سره وکړل شي.که دغه کار کې ډاکتر غنی بریالئ شو بیا د حکوت ثبات به هم تامین شي او که نه نو بیا د حکومت پاتې کلونو به د ډاکتر غنی سیاسي ژوند اخري فرصت وي. نه ډاکتر غنی او نه هم ډاکتر عبدالله به سیاسي میدان کې بیا وشي ځلیدلئ. نو د موضوع اهمیت ته باید پام وشي او بیا ټیم جوړونې ته یوه جامع برنامه جوړه شي ترڅو د ملي یووالي حکومت خپل اسقرار تامین کړي. نو تر څو چې ټیم نوي مصلحتي سیاست یواځنئ لاره د سیاسي بقا ده. ډاکتر غنی که څه هم د افغانستان لپاره ښه نیت لري اما په ټیم جوړنې کې پاتې راغلئ او همدغه یې علت دئ چې مصلحتي سیاستوال ترې جوړ شوئ. که دغه مصلحتي سیاستونه دوام ومومي او ډاکتر غنی لاهم د ټیم نشتون له کبله آسیب پذیره وي نو نه به د ډاکتر غنی آرمانونه د افغانستان لپاره عملی شي او نه به هم دغه حکومت د هیواد لپاره څه وکړي او حتي د ملی یووالي حکومت د سیاسي سقوط امکان هم شتون لري