روژه عُمُر اوږدوي
03.07.2016 16:30دجنید بیتیقچی اوغلو ليکنه/استانبول /زمان وبثایټ
دروغتیايي پوهنو پوهنتون،د عنعنوي او متممه طب د څیړنو دمرکز علمي غړی دوڅنت ډاکټر مغفرت `ابدولي` ،ادعا کوي چې روژه د انسان عمر اوږدوي او روژه د عنعنوي طبابت د درملنې یوه مهمه طریقه ده.
نوموړي وایی ؛روژه له زرګونو کلونو راهیسې ،په بیلابیلو ټولنو کې د مختلفو دینونو اوعقیدو لرونکو انسانانو له خوا یوه تطبیقی طریقې په ډول په کار وړل سوې ده." پخواني فیلسوفانو، متفکرینو،او تداوي کوونکو ،روژه د صحت اودرملنې لپاره کارولې ده.د بیلګو په ډول سقراط،افلاتون، هیپوکرات، ګالن یا جالینوس،ارسطو ټولو د روژې له ګټو خبرې کړي دي.د لویدیځ نامتو عالم پارا سلزیوس "روژه ، داسې یوه تداوي ته ورته کړې چې په خپل مینځ< ذات >کې ېې ډاکټر لري!"
.پخوانیو صحي هنرونو کې روژه،د ژوند ورکوونکې او ځوانوونکې قوې په شکل تعریف سوې ده.
په امریکا متهده ایالاتو کې له ۱۷۰۰وم کال راهیسې د ناروغیو په درملنه کې کارول کیږي.".
ابدولي د روژې د عمر اوژدولو په اړه وویل:"په معایناتو کې د روژې نیولو وخت کې ، د ودې هورمون په وینه کې زیاتیدل لیدل سوي د دې هورمون په لوړو سویو کې ،د غوړیو د سوزولو او د غوښو(عضلاتو) د جوړولو آسانتیاو غوندې ډیرې فایدې لیدل سوي.
رمضان د اعتیاد (روږدي کیدو ) پریښودو لپاره مساعد وخت برابروي او پخپل ځان حاکمیدلو فرصت په ګوته کوي.
روژه د معافیت (ایمیونیټۍ)فنکشنونه زیاتوي،د وایرسونو،باکتریاوو او نورو خارجي اشغالګرو پر ضد ډیر ښه او غټ جواب ورکوي.
یوه تحقیق دا په ډاګه کړې چې ، روژې سرطاني ژونکې(حجرې) له مینځه وءړي او ایمیونیټي ېې قوي کړې ده.
په روژه کې د بدن التهابي معیارات CRP، او EصR او له دې امله روژه آ (روماتویید آرترایتیس) په درملنه کې مشهوره سوې ده.د دې ناروغۍ ځينې نښانې لکه دمفاصلو سهارنی شخوالی، د بندونو پړسوب او دردونه ا.د.ن. د یو څو ورځو روژې نیولو سره په کافي کچه کمښت مومي.
"اسلام مبروک دین ، د نورو ادیانو سره په توپیر،د متوازنې او کافي خوړو-څښاک تاکید کوي. په روژې میاست کې د مسلمانانو له خوا اخیستل سوې کالورۍ ، نظر د تغذي د لارښود چوکاټ نه یو څه لږه ښودل سوې،بیا د همدغو څیړنو پای کې د ۳۰نه تر ۴۰ % کمې انرژي اخیستل، د عُمُر د اوږدوالي لامل ګڼل سوی دی!."
؛دا وې د معاون پروفیسر<ډوڅنت> دوکتور "ابدولي" مغفرت خبرې. په درناوۍ.