غزل
31.01.2016 12:10ما خپل قسمت نه په سلګو ژړلي وه
هم مې په ورځ هم مې په شپو ژړلي وه
چې ګناه مې کړې نه وه ګناهګار شوم
بيامې تقدير ته په شيبو ژړلي و ه
چې تکل مې بيا تر عرشه نيمه خواه شو
په نيمه لاره فرشتو ژړلي وه
چې سکون د زړه مې نشته نا قرار يم
لکه يتيم مې په غرمو ژړلي وه
غوټۍ لاړې ځوانيمرګې شوې له واره
له ډيره سوزه بيا ازغو ژړلي وه
هره ورځې زه په اوښکو ګرېوان مينځم
نامراد ژوند ته مې توبو ژړلي وه