د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د قلم لار ټولنې د کندهار په پنجوایې ولسوالی کی عامه کتابتون جوړ کړ.

سیف الله څرګند 30.12.2015 14:48

د قلم لار ټولنې د کندهار په پنجوایې ولسوالی کی عامه کتابتون جوړ کړ.
د قلم لار ټولني د کندهار په لرې پرتې ولسوالي پنجوایې کې عامه کتابتون جوړ کړ. پنجوایې د کندهار یو له هغه ناامنه ولسوالیو څخه ده چې په تېرو ۱۴ کلونو کې یې تعلیمی حالات ډېر ټکڼي و، مکتبونه یا خو بند و یا د مسؤولو چارواکو د نه پاملنرنی او امکاناتو دنه شتون له امله په نیست حساب و. خو د قلم لار ټولنی د کوښښونو په لړ کې چې د معارف په برخه کې یې کوی دا ځل په پنجوایې کی یو عامه کتابتون و. دا لومړی ځل نه دی. له دی وړاندی هم قلم لار ټولنی د کندهار په سپین بولدک او د هلمند په مراجه کې عامه کتابتونونه جوړ کړی او د بندو مکتبونو دروازی یې خلاصې کړی دې. د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا په وینا چې دوي به دا پروسه و ټول افغانستان ته وعځوې او نوموړی زیاته کړه چی د دوی هڅی او کوښښونه تنها تر کتابتونو پوری نه دی محدود، دوی کوښش کوې چې په ټول افغانستان کی د زده کړی امکانات او اسانتیاوی برابرې کړې.