د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د زړونو او دماغـونو مایـنـونه

ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار 12.12.2015 14:58

ما ځیـرکیار ته یـو بې نومه چا له جرمني نه یو کتاب رالـيـږلی دی او هیله یې رانه کړې ده چې یـو څه پرې ولیکـم. خو په کـتاب او په اِیـنټـر نیټ کې چا د دغه منلي ژورنالـیسټ او تاریخپـوه د ژوندلیک په اړه څه نه دي لیکلي. اټکل کوم چې افغان ملتی تمایل به یې لاره، یا به یې په افغان ملت ګونـد کې دوستان لـرل؟ زه له دغه کتاب («د زړونو او فکرونو ماینونه»)  نه دوه برخې غـوره کـوم او هره برخه د عبدالجلیل وجدي په خپله وینا کې پریـږدم
 کـتاب د ۱۹۹۹د اپریـل په ۴(۱۵ وری ۱۳۷۸) بشپـړ شـوی و او په کال۲۰۰۰کې خپور شوی و، او ۲۴۰+ مخونه لـري .خپـرنـدوی یې  په جـرمني کې «د پښـتني فـرهـنګ د ودې او پراختیـا ټـولـنه» ده، او کتاب د دغې ټولنې د مشر محّمـد اصـف وردګ په «ځاني مالي پانګـه خپـور شوی» دی. چـاپنځـی یې «ملت پـریس لاهـور» دی. که څوک د ښوواند وجدي د ژوند لیک په اړه معلومات لري. هیله ده چې زما سره یې شریک کړي. او س به راشم د وجدي خپلې وینا ته

(۱) باچا خان فـخـر افغـان  د جمال مینې تکیه خانې ته تـلـلی و

زما له نه هیرېدونکو  خاطرو څخه یوه داده، چې زه د دموکراسۍ په لسیزه[ ۱۹۷۳-۱۹۶۳] کې د عاشورې د مراسمو په یوه ورځ[ په کابل کې] د جمال مینې تکیه خانې ته ورغلم، زما یو ملګری هزاره قربانزاده چې هغه وخت یې له ماسره په یو دفتر کې کارکاوه زما له ورتګ څخه ډیر خوشحاله شو. همدا رنګه د ولسي جرګې یـو وکیل اسمعـیل مبلغ چې د چا خبره ماورسره (سلام عـلیک) درلود زما د دغه ورتګ ډیره قـدرداني وکړه
زه چې له تکیه خانې څخه وتلم داسې فکر راته پیداشو چې که چیرې د پښتنو ملي مشران د عاشورې په ورځ د جمال مینې تکیه خانې ته ورشي نو د دغه کار نتیجه به د ملي وحدت د لاټينګښت له پاره ‌ډیره ښه وي. بس نور کارونه مې پرېښودل له همغه ځای نه نیغ  د افغان ملت د ګوند دفتر ته ورغلم او له دوی نه مې وغوښتل چې د هغه ګوند له مشر دیـپلوم اینجنیر غلام محّمد فرهاد او د پښتنو د نامتو مشر خان عبدالغفار خان څخه هیله وکړي، چې د جمال مینې په تکیه خانه کې د عاشورې د ورځې په مراسمو کې برخه واخلي. دواړه مشرانو داخبره په خوشحالۍ ومـنـلـه
د عاشورې په ورځ کله چې دغه مشران ورسره نورمهم ملي او سباسي شخصیتونه، د جمال مینې د تکیه خانې نږدې سړک کې له خپلو موټرانو څخه راکښته شول او د تکیه خانې په لوري یې حرکت شروع کړ، یو شمیر هزازه ځوانانو خان عبدالغفار خان له زمکې څخه پورته کړ او د خپلو پیاوړو مټو څخه یې ورته تخت جوړکړ. په همدغه روان تخت کې یې تکیه خانې ته ور ورساوه او هلته یې په خپل ممبر باندې کښیناوه. ښاغلي مبلغ د هـرکلي په وینا کې خان عبدالغفار خان ته وویل: ٫٫ما می شندیم که بیشتر مردم بشما لقب فخر افغان داده ولی، میګـویم که شما فخر آسیا نیـز می باشید٬٬. په مقابل کې یې خان عبدالغفارخان په خپل مخصوص سبک سره د قامولۍ، ورورولۍ، مینې او محبت په باره کې خبرې وکړې
موږ[لیکوال عبدالجیل وجدي] وینو او خبریـږو په کومو هیوادونو کې چې سني او شیعه مسلمانان یو د بل تر څنګ ژوند کوي د هغو ملکونو د امنیت مسئولین ډیره زیاته ویره لري ځکه په دغه ورځ احساسات ډیر په ځوښ راغلي وي. مګر په هغه ورځ د جمال مینې په تکیه خانه کې د ژبې، نـژاد او مذهب په نامه درول شوي دیوالونه ونړیـدل. په هغه ورځ یو پښتوعالم استاد [قیام الدین ]خادم مرحوم په خپله وینا کې وویل چې موږ باید د نن په څیر یو د بل عبادتخانو ته ورشو. په ځواب کې یې محّمد اسمعیل مبلغ د استاد   نظر تائید کړ، خو یوه توضیح یې ضروري بلله، ویې ویل دلته چې تاسې راغلي یاست دا زموږ تکیه خانه ده، عبادت خانه نه ده. کنه نو زموږ اوستاسې عبادت خانه شریکه ده او هغه مسجد دی. دا خو د دموکراسۍ د لسیزې خبرې وې وګورو چې د ثور د کودتا[ ۱۳۵۷لمریز=اپریل ۱۹۷۸] نه وروسته حالاتو او روابطو د څه ډول تراژیدۍ بڼه غـوره کړه. مخـونه: ۸۰تر۸۱
خـدایه څه شول هغـه ښکلي ښکلي خلک......پـه ظاهر په باطن سپین سپـیڅلي خلک - رحمان بابا