د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دذهنونه تېښته یا brain drain

روح الله احمدي 14.10.2015 11:58

د ذهنونوتیښته څه شی ده ؟ سببونه یې څه دي ؟ او په اقتصادي وضيعت یې اغیزې څه دي ؟
د ذهنونو تیښته هغه حالت دی چې هلته یوهیواد خپل لوستي او وړتیا لرونکي کارګرله لاسه ورکوي او بل هیواد ته کډوال کیږي .
دا یوه لویه ستونزه ده ځګه چې ماهره اوپه کارپوه کسان خپل پلرنی ټاټوبی پریږدي اوله خپلوتجربواوپوهې څخه دبل هیواد په اقتصادي پرمختګ کې ګټه اخلي او دخپل هیواد اقتصادي چارې یې ورسره ټکنۍ کیږي.
اویاهم د ذهنونوتیښته داسې تعریفولای شو: دعلمي اوتخنیکي کارګري قوی له لاسه ورکول دي .اودا کارګردخپلې خوښې جغرافیاوي،اقتصادي اویاهم مسلکي چاپیرال ته کډوال کیږي .اودامعمولا د پرمختیایي هیوادوڅخه پرمختللوهیوادوته صورت نیسي.
دذهنونودتیښتې سببونه:ـ د ذهنونود تیښتې سببونه بیلابیل دي د هيوادونو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حالتو ته په کتو یو له بل سره توپیر لري مګر بنسټیز سببونه یې : دلوړې تنخوالرونکې دندې پیداکول ،دسیاسی ثبات نشتوالی اویاهم د بهتره ژوند کولو لټه ده.
دذهنونو دتیښتې اغیزې په یوهیواد باندی :ـ کله چې په یو پرمختایي هیواد کې د ذهنونوتیښته رامنځته شي دهغه هیواد په اقتصادي وضیعت منفي اغیزې لري چې په لاندې ډول ترې یادونه کوو:
1) دمالیاتي عوایدوله لاسه ورکول
2) دماهره کارګرو کمښت
3) دهیواد په حالاتو او راتلونکي باندې د دې هیواد د وګړوبې باوري اوناهیلي کیدل
4) دنوښتونونشتوالی
5) په هیوادکې کې په ښوونه اوروزنه باندې د اچول شوې پانګې له لاسه ورکول
6) د روغتیا،ښوونې اوروزنې د معیاري خدماتوله لاسه ورکول


د ذهنونو د تیښتې ګټې:ـ د ذهنونوتیښته یوه ستونزه ده او باید دحل لاره ورته ولټول شي مګرددې ترڅنګ ځینې ګټې هم لري اوهغه داچې کله دپرمختایي هیوادونو وګړي پرمختللوهیوادونوته کډوال کیږي نوهلته دوخت په تیریدوسره نوي مهارتونه اوتجربې زده کوي اوکله چې بیرته هیواد ته راستانه شي نو کولای شي له هغې نه په اقتصادي رغاونه کې ګټه واخلي.
اوبله ګټه یې داده چې کله دا وګړي کومې پیسې هلته ترلاسه کوي اوهغه خپل هیوادته لیږي نودهیواد په اقتصادي وضیعت مثبتې اغیزې لري.
یوهیواد هغه وخت کولای شي چې له دې ستونزي څخه ځان وژغوري چې هیواد کې سیاسي ثبات رامنځته او د اقتصادي کړنو لپاره اړیني کړنلارې جوړې شي ترڅو دهیواد وګړوته دندي پیدا، د ژوند له اسانتیاوو څخه برخمن او خپل ځان په خپل هیوادکې خوندي احساس کړي.

درنښت
روح الله احمدي