د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا تر اوسه مو سوله تجربه کړې؟

احسان الله مومند 09.07.2015 01:22

سوله هغه ښېرازه ده، چې له خوشالۍ، نیکبختۍ، پرمختګ، امنیت، اقتصاد او ... له لرلو مو برخمن کوي.
موږ تل د سولې په اړه اوریدلي او ان رسنۍ هم د سولې له پاره لکه څومره، چې ورته اړتیا ده کار نه کوي.
ډېرۍ رسنۍ د سولې بهیر ځپي؛ ډېری شنونکي او چارواکي هم ورته کړنې لري.
آیا داسې یوه رسنۍ به څوک وښیي، چې د سولې په اړه یې څېړنیز راپور خپور کړې وي او یا یې کوم کارپوه پوښتلی او هڅولی وي، چې ولې سوله نه راځي؟
ځواب هرومرو منفی دی؛ ځکه مثبته څېړنه یا د سولې د ګټو او مثبتونو اړخونو شننه، سپړنه او څېړنه په تېره نیمه پېړۍ کې نه چا لیدلې او نه لوستلې ده.
زموږ د هېواد ځینې کاري شنونکي یا د سیاسي چارو کارپوهان ټینګار کوي، چې څنګه ملي روح له ملي ځان بېل او وځپي!
مثلاً 2014م کال یې هېوادوالو ته داسې ورپېژندلی و:
په 2014 م کال کې به یو انسان د بل انسان خوړونکی وي. اوس، چې ان د 2015 م کال اوومې میاشتې پای ده؛ هېچا هیڅوک لواړ تېر نه کړ.
رابه شو د سولې او انسان ارزښت ته. الله پاک په سورة المائدة، ۳۲ ایة کې داسې فرمایلي دي:
مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا
ژباړه:(بېشکه شان دا دی هر څوک چې ووژوني یو نفس بې له (عوض او بدل) له بل نفس څخه (یا بې) له فساده په ځمکه کې (چې په ملک کې فساد کړی وي) نو ګواکې وژلي یې دي ټول خلک او هر چا چې ژوندی کړ دغه (یو نفس چې سبب شي د ژوندون یې) نو ګواکې ژوندي کړي یې دي ټول خلک).
 
دا، چې د یوه بې ګناه انسان وژل د ټول عالم وژل دي؛ نو بیا ولې زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې هره ورځ  په لسګونه او سلګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اوړي؟
آیا افغانان انسانان نه دي؟
آیا په افغانستان کې د یو بل وژنه، تښتونه، شر و فساد ورځ تر بلې کمزوری شوی او که د ځواکمنتیا بېلابېل پړاوونه وهي؟
آیا په دې اړه ټولو خپل حق ادا کړی؟
آیا د سولې په نوم چې کومې پیسې د مظلوم ملت له جب څخه ایستل کېږي دا په ځای مصرفېږي ایا هغو رسنیو او شنونکی، چې ځانونه د هېواد د ملي ګټو او د هېوادنیو بچو ساتونکي، ژغورونکي او هڅوونکي بولي په رښتیا د سولې مثبت اړخونه څیړلي دي؟
زما په اند د دې ټولو پوښتنو ځواب منفي دی؛ ځکه دوی یوه ورځ په دې اړه، چې د یو انسان وژل د ټول جهان وژل دي؛ یوه داسې پرتمینه غونډه نه ده جوړه کړې، چې په کې ملي مخور، سیمه ییز سپین روبي، قومي مشران د لیرې پرتو سیمو درانه اوسیدونکي او ځوانان برخه واخلي. که یې جوړه کړې هم وي؛ وروسته یې پروژه يي بڼه په ډاګه شوې او د ورغليو خلکو له ملاتړه بې برخې شوې ده لګښت هم د یوې پروژې موخې قربانی شوی دی.
هوکې ! د هغو سیمو له خلکو دې  د روان وحشت او ناخوالو د حل او عواملو په اړه وپوښتل شيِ، چې هلته هره ورځ وژنه، کرکه، جنګ او وحشت روان دی. بیا به؛ نو د ستونزې په اړه ناسته، څېړنه او بحث ولې بې پایلې کیږي.
که ښکېل چارواکي په رښتیا سوله غواړي باید له قومي مشرانو او ملکانو سره مشوره او نیکې اړیکې ټینګې کړي؛ ځوانانو ته دې د عامه پوهاوي او ملت دوستۍ پروګرامونه او سیمنارونه جوړ او په ټوله کې دا څلور اصله، چې د یوه ملت او یا ملک د ملا تېر بلل کېږي غښتلي کړي، چې هغه اخلاق، اقتصاد، امنیت او پوهه نومول شوي دي.
شاعر وایي:
لوی مه شه هغه ځوی دې په خوا پورې
چې یې نه نیولی درس او نه مکتب دی
په اوسني روان ناورین کې تر ټولو ګرم او جذباتي هغه ځوانان دي، چې هغه د تعلیم او علم په زدکړې کې بوخت دي !
دا ولې؟
آیا ژوند په څېړنه نه ارزي او که ارزي بیا چارواکي، د سولې د کاروان مسوولین او کارپوهان او رسنۍ په دې اړه چپتیا غوره ګڼي او څېړنه نه کوي؟
څرګنده ده، چي په دې هېواد کې ګران او زړه ته نږدې خپل او پردی جب دی؛ نه ملت او نه یې د ملي پیدایښت ارزښتونه؛ خو په نورو هېوادونو کې دا جوته ده، چې ډیری خلک او ملت د جب په پرتله ښاغلي او درانه دي.
هو! چارواکي(حکومت او دولت) باید ملت او هېواد ته وفاداره وي؛ ځکه د حل لارې لټون او په هېواد کې سمون د دوی کار دی.
پای