د ښاغلي عثمان ترکي د تبصرې ځواب
20.06.2015 13:15ښاغلي عثمان ترکي په خپله يوه حقوقي څېړنيزه تبصره کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په ناروي کې پر ګوډوماتو خبرو نظر ورکړی دی چې د افغانستان او د مظلوم ولس په خير ښېګڼه نه دي. تر ټولو حيرانوونکي دا ده چې د ولس اود ولس د رايې پر ضد يې په زغرده مورچل نيولی دی . دی خبرداری ورکوي چې د کابل ادارې سره نېغ په نېغه خبرې دا مانا ورکوي چې وسله وال مقاومت :
"پاراشوته شوی حکومت په رسمیت پېژني او ورته اصولیت وربښي. د حکومت په وړاندې خپل مقاومت او جهاد د « بغاوت » په کچه راټیټوي او یا یې باطل اعلانوي."
ښاغليه، د هغو خلکو په منډو ترړو او قربانۍ سترګې پټوې چې مړه ماشومان يې په کور پرېښوول او د رايو صندوق ته يې ورودانګل؟ ؟
ته به په خپله هغو اتيا، نوي کلنو سپين ږيرو ته څه ځواب وايي چې د رايو په ورکولو سره يې ګوتې غوڅې شوې؟؟
دغه حکومت ته ولس رايه ورکړې ده، نو که ښاغلی ترکي او د ده مجرمين مؤکلين يې وغواړي که نه، دا حکومت د خلکو د رايو زيږد دی . ټول ولس پوهېږي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د سرقابلې په توګه رول ولوبوه، خو دا افغانان ول چې د سر، ګوتو او مال په بيه يې حکومت ته رايې ورکړې . د طالبانو "مقاومت" بغاوت نه وو، خو اوس بغاوت دی . راځئ چې د طالبانو جنګ له شرعي، ټولنيز او سياسي اړخه وڅېړو :
له شرعي اړخه :
دوه مياشتې به لا نه وي پوره چې د کعبې د جومات ملا امام طالبان او داعش له اسلامه واېستل او د خوراج ټاپه يې پرې ولګوله . يا به د کعبې د جومات ملا امام له اسلامه وتلی وي يا طالبان . که د کعبې شريفې ملام امام مؤمن مسلمان نه وای، نو ميليونونه خلکو به پسې لمونځ نه کوه او نه به يې په حی الصلواه څوک لمانځه ته راتلل او نه به يې په تکبير چا روژه ماتوله . د کعبې شريفې د جومات ملا امام کېدل خورا ګرانه خبره ده، هر اړخيز مسؤليت، اسلامي پوهه او عمل، انساني ځانګړتياوې لکه رحم، انساني کرامت ته درناوی او ... غواړي . حال دا چې له طالب سره د ملګرتيا اساسي اصول د وينو تنده، ظلم، ناروا، وحشت، له مظلوم او مؤمن ولس سره خيانت، د پرديو غلامي، له شرعيت څخه انکار او ... دي .
خلک به وايي چې د درباري ملا به څه فتوا وي او يا به د کعبې شريفې د ملا امام په فتوا کې د سعود فاسشېتې کورنۍ خپله هڅه کړې وي. ښه دليل دی، خو دغه هڅې به تر ډېره د داعش پر ضد وي، نه د طالبانو . خو دا چې په اوسني عصر کې قرآن، حديث او شرعيت د ملا او طالب له ټيکه دارۍ بهر شوي او پرته له دوی څخه نور خلک هم تر دوی ډېر ښه پې پوهېږي، او د شته ټولنيزو حقيقتونو او د طالبانو د کړو وړو پر بنسټ سړی په خپله د قرآن او حديث په رڼا کې د طالب اصلي څېره پېژني . تر ټولو لويه پوښتنه به بيا را پيدا شي چې د طالبانو مفتيان څوک دي؟
د پنجاب آی اس آی او د ايران سپاه پاسداران نه دي؟
له سياسي اړخه :
طالبان په ټوله مانا يوه ظالمه دېکتاتوره ډله ده چې نه د ولس پروا لري، نه يې د بيعت، نه يې د ښېرازۍ غم خوري او نه يې په ساندو او سلګيو زړه درد کوي . د بل هغه مجاهد چې ځان طالب نه ګڼي، مرګ روا بولي او د هغه کسانو مرګ روا ګڼي چې د دوی ظلم او وحشت ته غاړه نه اېږدي . له کلونو راهيسې طالبان په هر ځای کې د حزب اسلامي مجاهيدين وژني . ښه بېګله يې ميدان ښار ده چې طالبانو فتوا ورکړي ده چې لس امريکايان ووژنئ دومره ثواب نه لري لکه يو حزبی (د اسلامي حزب غړی) .
طالبانو يوازې د خپل ګوند، د يوه يوازيني ګوند په شتون سره خپل دريځ په خپل ليک کې خليفه ابوبکر بغدادي ته هم روښانه کړی دی . نو ښاغلی ترکي که د متمدنې ټولنې او سياسي خپلواکۍ پلوي کوي، همدا يو ثبوت يې بس دی چې له طالبانو څخه پر خپل بې قيد او شرطه او بې دريغه پلويتوب يو ځل بيا فکر وکړي .
له ټولنيز اړخه :
د طالبانو په اړه د ښاغلي ترکي او زما توپير دا دی چې دی (ښاغلی ترکي) طالبان له فرانسې څخه نازوي او زه يې له جرمني څخه غندم . خو همرنګي مو دا ده چې موږ دواړه د طالب له جرم څخه بې غمه، بې پروا او هيڅ اغېزمن نه يو، الحمدلله . له همدې امله د ده ناز ډېر خوږ او زما نيوکه ډېره ترخه وي، خو د طالبانو د جنايتونو له پايلو څخه چې په ټولنه کې به د يوه نسل لپاره پاتې وي، په ميليونونه بې ګنا خلک اغېزمن وي . د طالبانو په جنايتونو سترګې پټول نه يوازې له ولس سره ستره بې غوري ده، بلکې له راتلونکې نسل سره ظلم دی . او که طالبان د همدې ولس بچيان وګڼو، بيا هم له طالبانو سره ړنده ملګرتيا ستره جفا ده .وايي دوست به دې وژړوي، غليم به دې وخندوي . طالب يې بايد داسې خپلو نارواوو ته ورګرځوو چې ځان اصلاح کړي .
دا چې افغان دولت د خلکو د رايو زېږد دی، د ښاغلي عثمان ترکي پاتی دليلونه بې ځايه دي . خو د ده د تشويش چې ګواکي د طالبانو او افغان دولت نېغ په نېغه خبرې :
• د ټولو هغو تړونونو ته چې په وروستیو دېرشو کلونو کې واکدارانو له یرغلګرو قوتونو سره لاسلیک کړي ، حقوقي او اصولي بڼه وربښي.
• د امریکا سره ستراتژیک تړون د توجیه وړ شمېري. د تړون ټولو محتویاتو لکه د « ډرون » د الوتکو بریدونه ، په کورونو باندې چاپې ، د امریکايي سرتیرو قضايې مصئونیت … منې.
• د یرغلګرو ځواکونو له خوآ ترسره شوي جنګي جنایتونه د تعقیب وړ نه بولي.
• د تروریزم سره دجګړې تر نامه لاندې افغانان د ننه او د باندې په زندانونو کي بندیانول او په کلیو او بانډو کې د بمباریو نه رازېږېدل شوي جنایتونه د دیموکراسي د ودې طبعي پروسه ګني.
د امريکا د متحده ايالاتو هر ګام د مظلومو ولسونو پر ضد يوه توطئه ده او په نړۍ کې يې دومره ظلمونه وکړل او لا يې کوي چې بېلګې يې په ميليونونوکتابونو کې نه رانغښتل کېږي . د نړۍ هېڅ ملت هر ګوره ونه شوای کولی چې له امريکا او همجرمو څخه يې خپل حق وغواړي، يا د دوی جنګي جرمونه تر نياوي (قضايي) تعقيب لاندې ونيسي . خو د دغو مظلومو ملتونو په مظلوميت او بلهارۍ هم الله ج شاهد دی او هم ټوله نړۍ . امريکا که زر کاله نور هم خپل غوبل ته دوام ورکړي، مظلوم ملتونه به خپل حق ور ونه بښي او نه به د دوی تپل شوي پرېکړې ومني . د جنګ جګړو لپاره هرګوره همدغه مظلومو ملتونو لمړی ځانونه پر پښو ودرول او له امريکا سره يې بيا دوښمني پيل کړه . نو که د افغان غميزې ته د Real Politik يا د حقيقتونو پر بنسټ د سياست اصول ورکاول شي، تر هر څه لمړی به د روان ناتار او غوبل پای اړين شي .
دا په دې مانا نه چې طالبان دې امريکا ته تسليم شي او هغوی ته دې د خپل ماشوم خون وروبښي، بلکې په دې مانا چې لمړی دې خپل جهاد او جنايت سره توپير کړي، د ولس له ستوني څخه دې خپله چاړه اوچته کړي او له خپل ورور سره دې جګړې ته پای ورکړي . له خټګر څخه نيولې تر يوه ديني، قومي او سياسي مشر او نظامي سربولن پورې څوک نه وايي چې د امريکا پر ضد بايد جګړه ودرول شي، بلکې هر څوک وايي چې طالبان دې خپل ورور نه وژني . امريکا د افغان ملت وينې تويې کړې او خټين ديوالنه يې ور ونړول، خو طالبانو يې ټول دوديز او مذهبي ارزښتونه تر پښو لاندې کړل، د ظلم، وحشت او جهالت کلتور يې عام کړ.
ښاغلی عثمان ترکي د خپل تبصرې په پای کې خپله خبره رالنډوي او وايي چې :
د جګړې د ختمېدو په مقصد وسله وال مخالفین کولای شي ناروي ته د رالیږل شوي پلاوي سره خبرې وکړي پدې شرط چې حکومت ته منسوب د پلاوي دوه غړي د غیر حکومتي کسانو سره تعویض شي .
ښاغلي ترکي د همدې يوې مشورې لپاره د خپلې تبصرې په پيل کې لمړی د افغان حکومت او ولس پر ضد داسې سنګر نيسي لکه د پنجاب نظاميان او د تهران سپاه پاسداران، خو په پای کې يې ټوله ستونزه په دوه غير حکومتي کسانو حل کوي . ښه ترا به هر ګوره دا وای چې همدغه مشوره يې په شخصي توګه طالبانو ته ورکړې وای . خو دا چې په رسنيو کې افغان دولت نامشروع او تپل شوی ګڼي، د ولس او دولت تر منځ ډېر پراخ واټن رامنځته کوي چې ګټه يې يوازې او يوازې پنجاب، تهران او شمالي ټلواله پورته کوي .