د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځیږ سړی، پیکه کارونه او ناسم انتقادونه

روح ا لأمین( حسن) 31.05.2015 01:05

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

څو ورځې وړاندی د کابل پوهنتون استاذ، د تیرې لویې جرګې او تیر حکومت د امنیت شورا غړې. او د اوسني ملي تحریک او ژوندون تلویزیون بنسټګر محمد اسماعیل( یون)صیب په ټوله کې د اوسني حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر په تړاو د( غوڅ سړی او پڅ کارونه) تر سرلیک لاندې لیکنه کړې چې په رسنیو کې خپره او د ولس ذهنونو ته رسیدلې چې ما هم سر تر پایه ښه په غور ولوسته او ومې غوښتل چې په تړاو یې زه دا لیکنه وکړم.
نو د موضوع د اسانتیا لپاره د یون صیب د د کړیو ادعاو سره مل خپلې څرګندونې ستاسې مخې ته ږدم. یون صیب د حکومت د پنځه کلنې دورې ارزونه د اوسنۍ تیرې مودې چې تقریبا یو کلنه یې بولي په لاندې ډول ارزوي. دا چې د یون صیب په یاده لیکنه کې کړې ادعاوي څومره ریښتینې او په حقیقت ولاړې دي، او کنه..، دا قضاوت درنو لوستونکیو ته سپارم. او زه حقیقت ته په کتو د کړیو ادعاوو په لاندې منظم ډول څرګندونې كوم. مخکې لدې چې په دفاعې پیل وکړم غواړم یادونه وکړم چې یون صیب د ولسمشریزو ټاکنو کې د ملي تحریک په مشرۍ د ولسمشر غني کلک ملاتړې وو، او په فعاله کچه یې کمپاینر وو. چې پدې ورستیو کې ترې بایکاټ اعلان کړ او اوسمهال پدې اند پاتې شو.! اوس رازم اصل موضوع ته او هغه داچې يون صیب په خپلې یادې لیکنې کې پدې اقرار کړې چې: په افغانستان کې دا یو سیاسي دود ګرځیدلې چې څوک د کوم شي شعار ورکوي، ترټولو دمخه دې پخپله د هغه شعار پر وړاندی دریږي. که څه هم دې دا خبره د غنې پورې تړلې خو زه یې دلته داسې څیړم. دا چې يون صیب او پلویانو یې د(افغانیت او اسلامیت )شعار راپورته کړې، نو راځو دیته چې دوی پخپله دې شعار ته څومره ژمن دي، او کنه د وینا پر اساس یې دوی ترټولو زیات ماتوونکي دي..!! پرته د کومې ستونزې، فشار، او تړاو دوی خپل دې شعار ته هیڅ ژمن ندي، د دوی دې شعار ته ژمنتیا د دوی د فکري هندارې( ژوندون تلویزیون)او ملي تحریک د کړنو څیړو. د ژوندون تلویزیون څومره اسلامي او افغاني دی؟ په پروګرامونو کې یې څومره اسلامیت او افغانیت په پام کې نیول شوې؟ د غیر اخلاقي بهرني سریالونو او فلمونو پښتو ژباړه، غیر اخلاقي ډول ډول سندرې، د هلکانو او نجونو بې ستره ښکاره ګپ شپ، د نجونو ګډول.. او ورته نور بې مانا پروګرامونه یې اسلامي او افغاني دي؟ کنه دوی ته اسلام د سندریزې خپرونې وروسته د یو قراردادي ملاصیب څو غوړې خبرې او ورپسې د نعت او ترانې خپرول ښکاري..!!؟ ژوندون تلویزیون هغه خپرونې لري چې اسلامیت خو پریږده، لا افغانیت یې هم نشي برداشت کولای، ایا داډول برنامې تاسې ته افغانۍ ښکاري، دا افغانیت دی..!؟ خو نه، نه دا اسلامیت دې او نه افغانیت. دا هغه کړنې دي چې ددې شعار یواځې خلاف نه، بلکه سخت زیان رسوونکې دي..! یون صیب په( ۱۳۷۷ هجري )کال کې د سمسور افغان په مستعار نوم د( دویمه سقاوي)په نوم کتاب، د پاړسي وانو او شمالي سمت په خلاف ولیکه داچې په حقیقت ولاړ وو، یانه دا بیله موضوع ده، خو د یون صیب اند داوو چې ګویا ما افغانانو چې د یون صیب مطلب ترې يواځې پښتانه دي، ستر خدمت وکړ! خو داسې نده، بلکه ستر زیان یې ورواړوه!
هغه داسې چې یاد کتاب چې بیا په( کتاب مقدس فاشیست های اوغانستان) شهرت پیدا کړ تر ۵۰۰۰ زیات په پښتو او له ۱۰۰۰۰ زیات د پاړسي ژباړې وروسته پاړسي میشتو او شمالي سیمو کې خپور شو. کورني او بهر میشتو پاړسیوانو ته یې دا ثابته کړه چې پښتانه دادي، او زمونږ په وړاندې داسې نظریه لري، دادې پټه نه وي چې دا نظر د ټولو پښتنو نه، بلکه د يون صیب او ځینو ورته اشخاصو نظر دې، خو بدبختانه د ټولو پښتنو په نوم اوس تمام دې!! نو دا ډیر ستر زیان دې چې د افغانیت په نوم مونږ ته د داسې خلکو لخوا رارسیدلې. دا يواځې یو څو بیلګې وې. نور ډیر شیان شته چې ورته په کتو ریښتیا د یون صیب کړې خبره د بل هرچا مخکې پر دوی ښه تثبیتیږي.
ادعاوي او ځوابونه:
 ۱_یون صیب ادعا کوي چې ددې حکومت تر دې مهال دوه په سلنه پرمختګ ندې كړې ، مانا داچې څه ندي شوي ځکه دا فیصدي په نشت شمیر ده. دا هغه اساسي ادعا ده چې د یون صیب ټولې کړې ادعاوي رانغاړي، نو د نورو کړیو ادعاوو ځوابونه او حقیقتونه به دا ادعا پخپله واضح او د پرمختګ کچه به هم تاسې ته پاتې شي چې رښتیا هم تر دې مهاله  لاصرف دوه فیصده کار هم ندې شوې! کنه؟!
۲__د لوړې( اساسي قانون ته د ژمنتیا د تعهد)وروسته اساسي قانون مات شو:
 رښتیا هم اساسي قانون د پښو لاندې شو دا حقیقت دی. خو ایا دا سرغړوونه غني په خپله خوښه کړې؟ ایا غني دیته د کورنیو او بهرنیو فشارونو نه وو مجبور کړې؟ که یې داسې نه وې کړې نو د هیواد او هیوادوالو حالت به څنګه وو؟ هلته د کورنیو ستونزو سره، سره بهرنۍ لاسوهنې نه وې؟ دا د هیواد دښمنانولپاره زرینه موقع نه وه؟ نو دې پوښتنو ته په ځوابولو باید قضاوت وشي، نه یو طرفه!
غني دا کار د مستۍ ندې کړې، بلکه د مجبوریت او دې شرعي او فقهي قاعدې پر بنسټ یې کړې چې وايي:( الْضَرَرْ اَلْاَشَدْ يُزَاَلُ بِضَرَرَ اَلْاَخَفْ )یانې د دوه ضررونو، شرونو او خطررونو د مخامخ کیدو په صورت کې باید د ستر شر او ضرر مخه په کم شر او ضرر ونیول شي. لکه هلته چې د اساسي قانون ماتول هم ضرر وو، او له بلې خوا د هیواد دحالاتو خرابیدل، د خپلمنځي جکړې د پیل کیدو ست خطر، د بې ثباتۍ، قتلونو او نورو ستونزو رامنځ ته کیدل نور خطرونه وو. چې دا د لومړي خطر نه ستر او زیانمن وو، نو د لمنځه وړلو په خاطر یې اساسي قانون مات او د مصلحت په بنسټ د ملي وحدت حکومت رامنځ ته شو چې، دا د شریعت غوښتنه هم وه، او غني پرځای کړه، چې دیون صیب او په څیر یې ځینې خلک ترې خفه شو.
۳_ غني اقتصادي نظري طرحه نلري او نه یې ده وړاندی کړې:
غني منظمه اقتصادي طرحه لري، او وړاندې کړې یې ده. غني د یو شمیر بنسټیزو کارونو له جملې څخه د منظمې بهرنۍ او کورنۍ اقتصادي طرحې لرل دي، غني په ۱۱ بهرني سفرونو کې د قتصادي طرحې لپاره ځانګړي ملاقاتونه کړي، بهرنیان یې په افغانستان کې پانګې اچوونې ته هڅولي او په دې اړه یې پلان ورته ور وروړاندی کړې، چې په زیاتره سفرونو کې لکه، پاکستان، چین، هندوستان ته افغاني تاجران له ځان سره بیولي او د بهرني تجارانو سره یې ګډ پرمختللي ملاقاتونه کړي، د کورنیو او بهرنیوسترو پانګه والو سره یې د خپل شخصي ملاقات، تجربو، امنیت او حتی په اړګ کې دننه د ژوند کولو وعده کړې. ایا دا کارونه د اقتصادي طرحې په اساس ندي شوي؟ هره اونۍ د ملي پانګه والو سره ملاقاتونه، او د هغوی هڅونه د اقتصادي طرحې پلي کوونه نده؟ د کورنیو فابریکو څخه لیدنه د هغوی ستاینه او ورته کارونه ټول د منظمي اقتصادي طرحې د لرلو په رڼا کې ترسره شوي. چې پدې اړه عملي اقدام ګڼل کیږي


۴_ بهرنۍ مرستې ورځ تربله کمیږي :
بهرنۍ، مرستې ورځ تربله نه کمیږي بلکه لا پسې زیاتیږي. د پخوا په پرتله اوس چین، پاکستان، هند او ځینې نور سیمییز هیوادونه لا کوښش کوي چې په سیال ډول یوتربله زیاتې مرستې وکړي او افغانستان سره خپله دوستي ثابته کړي.غني چین ته په سفر کې د خپلې اقتصادي کړنلارې په وړاندی کولو ددې هیواد( ۳۳۰)میلیونه ډالر کومک جلب کړچې د ۲۰۱۷ کال پورې به د بنسټیزو زیربنایې پروژولو د سرته رسولو لپاره وي. چې د سږکال لپاره یې( ۸۱)میلیونه ډالر لاس ته راوړل. غني امریکا ته د سفر په پایله کې ۱۳ ملیارده ډالره مرسته راوړه.امریکا سره د ځنډ شوي ستراتیژیک تړون د بیرته فعالولو په موخه اته نیم میلیونه ډالر د ببړنیو اصلاخاتو لپاره ځانکړي شوي. د هالینډ هیواد( ۱۸۰)میلیونه یورو مرسته چې تر ۲۰۱۷ کال پورې به هرکال ۶۰ میلیونه مرسته کوي. د چین او افغانستان دوه اړخیزې سترې اقتصادي تفاهمنامې چې یوه یې د اقتصادي او تخنیکي همکاریو او بله د دواړو هیوادونو د سوداکریزو خونو د همکاریو په تړاو لاسلیک شوې. همدارنګه د المان هیواد د نوي انکشافي او اقتصادي همکاریو په تړاو د ۳۴۰ میلیونه یورو مرسته کړې. همدارنګه د اروپایي اتحادیې د اضافه کومکونو لړۍ چې د Multi      Annual Indicative Program له لیارې کیږي د) ۴. ۱ (ملیارده یورو د مرستې موافقه کړې چې د یادې اتحادیې د کمشنر( اندیسي پیه )او ښاغلي زاخیلوال لخوا په نړیوال بانک کې لاسلیک شوه. د افغانستان او پاکستان د ( کاسا ) نوې توافقنامه چې د تاجکستان او قزاقستان لخوا پاکستان ته د افغانستان له لارې د برښنا د لږدولو ستره پروژه ده چې افغانستان ته به په کال کې د ۳۰نه تر ۴۰ میلیونه ډالر او ۳۰۰ میګاواټه برښنا عاید ولري، په واشنټن کې د ښاغلي زاخیلوال او اسحاق ډار لخوا لاسلیک شوه.
دا ټولې هغه مرستې دي چې په رسمي بڼه لاسلیک شوي او نړیوال اعتبار لري. دا یواځې اوازې ندي! ښه اوس نو دا مرستې بهرنۍ ندي؟ دا مرستې کمې دي؟ دا مرستې عملي جنبه نلري؟ که نه یې لري نو دا اوسنې سیستم په څه روان دی؟ د ملي اردو او پولیسو او ټولو امنیتي او دفاعي قواو د دښمن په مقابل دومره منظم او بریالي جنګونه په څه او څنګه روان دي؟کنه نو د غني په راتګ خو نه یواځې بودیجه صفر بلکه ۱۳۵ میلیونه کسر وه.
۵_ نړیواله اړیکې ډیرې مؤثره ندي. په خرابیدو دي:
د افغانستان سره نړیوالې اړیکې لاپسې غښتلې شوي، نه سستې شوې. په تیر حکومت کې د افغانستان بهرنۍ سیاسي تګلاره او پالیسي په منظم ډول څرګنده نه وه ! خو غني په خپلو ۱۱مهمو بهرني سفرونو کې د افغانستان بهرنۍ سیاسي تګلاره په منظم ډول څرګنده کړه او د نورو سر ونه یې پرې خلاص کړل، خپل دریځ یې ثابت کړ، د افغانستان دښمن یې دښمن وباله نه ورور..! او پدې هکله یې د نورو هیوادونو لکه هند، پاکستان او چین او سعودي څخه د کلکې او ریښتونې همکارۍ جدي غوښتنه وکړه. د افغانستان بې اعتباره سیاسي حالت یې بیا با اعتباره کړ. نو ایا دا اوس نړیوالې اړیکې ندي؟ دا یې د غښتلتیا په لور ښکاره اقدام ندې؟ ایا د کړو ۱۱ بهرني سفرونو موخه یې شخصي روابط وو که نه، نړیوال اړیکې؟ دهمدې اړیکو په پایله کې نه يواځې د کورنۍ اقتصادي کړنلاره بلکه د سمییزې اقتصادي کړنلارې وړاندې کول او په نړیواله کچه ترې ملاتړ کول څه دي؟
 ۶_ غني نه د مایکرو منجمنټ په کولو سره د غټو کارونو د ترسره کولو پاتې دی :
رښتیا هم غني د سترو کارونود ترسره کولو ترڅنګ مایکرو منجمنټ هم اړین بولي، د غني ارګ ته په ننوتو سره د مایکرو منجمنټ په بنسټ د ارګ څخه د فساد ټغر ټولول پیل کړل، د ارګ پخلنځای چې د فساد یو مرکز وو کنټرول کړ، چې د پریکړو په اړه یې ټول هیواد ته مالومات دی. هلته یواځې د یو سحر چای لپاره د زرګونو هګو  په نوم پیسې ویستل کیدې! په ډیره ناوړه کچه د خواراکي موادو بیلونه پاس کیدل، نو داهرڅه یې کنټرول کړل، مایکرومنجمنټ د اداري اصولو له پلوه د یو ښه مدیر صفت دی، د وړو کارونو منظمول او اداره کول د سترو کارونو د ښې اداره کولو او منظم کولو لامل کیږي. دا د غني بد صفت ندې، او نه دا د وخت ضایع کول دي، هرشې خپل ځای او وخت لري، باید چې وړو او غټو کارونو ته جدي پاملرنه وشي، نه د سرنه تیرونه!
۷_ غني خپله لیکلې طرحه نلري :
غني خپله منظمه لیکلې کړنلاره لري. چې پر بنسټ یې د وزیرانو او رئسانو پلانونه غواړي او ارزوي یې. دا پدې مانا نده چې ګنې غني پدې اړه پلان نلري او خپل پلان د نورو پلانو نه جوړوي. د وزیرانو د لومړیو سل ورځو د پلانو برابرول د غني له لورې یې دقیق ارزول،حالاتو ته په کتو پکې د لازمې زیاتونې او کمونې او د ولس سره یې شریکول ستره لاس ته راوړنه، او نوې نیک ګام دی. دا یواځې کاغذي خبرې ندي، بلکه په بشپړ ډول عملي بڼه لري. غني د خپلې طرحې په لرلو دا کارونه کوي، غني د ژبنیزو کارونو په پرتله په لیکلي ډول د کارونو سرته رسول خوښوي. د هر کار د ترسره کولو پلان لري او د نورو یې غواړي، نه بې پلانه دې او نه یې بې پلانه وګړي خوښیږي! زیانره کارونه خپله ارزوي، دا نه څه دروغ دي، او نه د وخت ضایع کول، دا د باثباته او غښتلي سیستم د رامنځ ته کولو مهمې هڅې دي.
 ۸__په نورو هیوادونو کې چې نوماند بریالی شي، له خپلې طرحې سره سم ژر د نظام چارې سمبالوي، خو غني نه:
 رښتیا هم د نورو هیوادونو بریالي شوي نوماندان د خپلو طرحو سره سم ژر د نظام چارې سمبالوي، خو دلته داسې نه کیږي! دا سمه ده او حقیقت دی. خو ایا نور هیوادونه د افغانستان په څیر دي؟ زمونږ په څیر بلا ستونزې لري؟ نورو هیوادونو کې ۳۰ کاله بهرنې او کورنې جنګ شوې؟ د نورو هیوادونو خلک هم د افغانستان د خلکو په څیر د ملي ګټو پرځای ځاني ګټو ته ژمن دي؟ دا هغه سوالونه دي چې ځوابونه یې د پورته کړې ادعا حل دی. دا هغه ستونزې دي چې په رښتیا یې غني د خپلې شته کړنلارې او منشور د په ګړندي ډول پلي کولو د نظام د چارو د سمبالښت څه مخه نیولې...! نورو هیوادونو کې دا ستونزې نشته نو ځکه یې بریالي نوماندان د خپلو طرحو سره سم په ګړندي ډول د نظام چارې سمبالوي .افغانساتان باید د افغانستان په څیر هیواد سره پرتله شي نه د نورو پرمختللو هیوادونو سره.. چې دا د مقایسې اصول هم دي! او دا مقایسه پرځای هم وي، نه د پورته مقایسوي ادعا په څیر!.
۹_ غني د سرپرستۍ اصل د فساد لا ښه مرجع شوه:
د سرپرستۍ اصل چې د غني په راتګ سره چې د حکومتي دندو د انفکاک او تقرر د مخنیوي په موخه شوې وو د فساد د مخنیوي يه موخه وضع شوې وو، نه فساد ته د زمینې د برابرولو په موخه او نه ترې زمینه برابره شوې. دا هغه اصل وو چې ددې په اساس هیڅ مفسد د حساب وركولو نه د تښتیدو په موخه چا نه شو ګوښه کولای،
او هیڅ مفسد د فساد په موخه چا نه شو ګمارلې! پدې تړاو ډیر حکومتي مفسدین ونیول شو، ډیر خیانتونه کنټرول، او لا کنټرولیږي، د سهمي قراردادونو مخه ونیول شوه، د کابل بانک ځواکمن غله ونیول شول او په عملي ډول د قانون منګولو ته وسپارل شول، ۶۰ فیصده غلایې بیرته راوګرځیده. همدارنګه تیره ورځ د ښارجوړونې وزارت کې ۶ لوړ پورو چارواکي چې په فساد کې ککړ وو، دندې یې وځنډول شوې ممنوع الخروج اعلان شول او لوی څارنوالۍ ته معرفي شو. د ملي دفاع په وزارت کې یواځې د تیلو په قرارداد کې تقریبا ۲۰۰ میلیونه ډالر غلا ښکاره او مخه یې ونیول شوه او په نورو قراردادونو کې هم ۵. ۱۳ میلیونه ډالر غلا راڅرګنده شوه. په یاد وزارت کې د ۲۰ زرو بې کسه تش په نامه پوسټونو چې امتیازات یې اخیستل کیدل کشف شو او همدارنګه د پوهنې په وزارت کې ډیرې داډول کړنې کشف او مخنیوې يي وشو. ګمرکات کنټرول  او سیسټم یې کمپیوټري شو نو ځکه یې د پخوا په پرتله عواید هم زیات شوي. ډیرې بنسټیزې تشې په نښه شوې، دا هغه څه وو چې تر ډیره بریده د سرپرستۍ د اصل په بنسټ وشوې. نو ایا دا دفساد مخنیوې ندې؟ او کنه فساد ته زمینه برابرونه ده؟ دا دفساد پروړاندې عملي ګام ندې؟
 ۱۰_د نظار شورا په نظام کې لا د زیات امتیاز څښتنه شوه :
د پخوا په پرتله په نظام کې د نظار شورا او په ځانګړي ډول د یو سمتي واکدارۍ ترډیره مخه نیول شوې. هغه سیمه چې پخوا به یې کابینه کې د څو وزارتونو، څو لویو ریاستونو او نورو لوړو ممصبونو ټکه وه، اوس یواځې يو وزیر لري! نوې کابینه په بشپړ ډول ملي ده. د هر سمت حق ورکړل شوې. ارګ او اداره امور د یو سمتي او پخوانۍ ریښه لرونکیو خلکو پاک شوې..، نو په کوم اساس د نظار شورا لاپسې واکمنه شوې؟ هسې د تشو ویناوو په اساس کنه د رسمي تقرر په اساس؟ د تیر په پرتله د یوې ملي، نوې او غیر ټکدارانه کابینې رامنځ ته کول پداسې حالاتو کې لاسته راوړنه نده؟ دا دنظار شورا او سمتي واکدارۍ مخه نیونه نده؟ په عملي بڼه د مجازاتو او مکافاتو د سیستم رواج کول، د سیمییزو ادارو سره د ویډويي کانفرانسونو په عملي ډول ایجادول. د ملي تدارکاتو اعلی کمیسیون جوړول او په جدي ډول کارکول. د قراردادونو او ګمارنو کې د وکیل صاحبانو او نورو ناقانونه اشخاصو د لاسوهنې مخنیوې. په دومره وخت کې داسې کې سترې لاس ته راوړنې ندي.؟ او که دي خو ترې سترګې پټوئ؟
 ۱۱_د عبداﷲ ټیم د غني په پرتله په خپلو کې همغږي، د وخت د غوښتنو سره سم د خپلو فیصلو په ترسره کولو او ماهرو او خوله ورو اشخاصو لرونکي دی:
 که څه هم دا ادعا ترډیره سمه نده، ځکه چې د عبدالله ټیم د شته ستونزو او متحدینو غوښتونو ته په کتو اوس په خپلو کې سره یو ندي.! د عبدالله د ټیم کلیدي غړي لکه عطا، صالح، معنوي، شیرزی، رسول،د کرزي ورور کرزی داسې نور اوس د عبدالله سره سم جوړ ندي، ځکه دوی د عبدالله نه خپلې غوښتنې لري او عبدالله دغني سره کړې تهعد لري..! که غني تړل شوې نو عبدالله هم خپلې خوښې ته ندې پریښودل شوې..! که خپل د خوښې وې نو اوس به، معنوي وزیر داخله، صالح د امنیت لوی رئس، عطا د دفاع وزیر شیرزی، رسول او امثالهم به یې په ښو دندو ګمارل شوې وې..! خو داسې نده. مونږ منو چې بلا ستونزې او مشکلات شته، خو سره لدې هم کافي کار شوې او روان دی، داسې نه چې هیڅ ندي شوي او نه کیږي..! نو اوس د یون صیب کړو ادعاوو او د حقیقت په بنا یې شته جوابونو ته په کتو قضاوت تاسې ته پریږدم، چې رښتیا هم تر اوسه شته حکومت او خصوصا ښاغلي غني دوه فیصده کار کړې، کنه زیات؟ که زیات شوې وي نو د یون صیب په څیر خلک چې داسې اند لري نو د نور څه ګیله ده! زه وایم چې شته ستونزو ته په کتو باید د کړو کارونو ارزوونه او فیصدي مالومه شي. زه دا لیکنه د یون صیب د کړې لیکنې په دې خبره راټولوم او ورسره موافق یم چې: باید هڅه وشي چې حکومت ته لاس ورکړل شي، چې ددې حالته لا بهتر شي، دا مهال بل ښه بدیل نه لیدل کیږي، نو اوس باید دا خبره پلي شي یواځې په كاغذ  لیکلو تړلې پاتی نشي هرڅوک په هره کچه چې وي دا نخسه پلي کړي، دابه عدل نه وي چې په لنډ وخت کې د ولسمشر او حکومت څخه د څو لسیزو او لا روانو بدبختیو د یودمي خلاصون غوښتنه وکړو. دا امکان هم نلري. هره شته ستونزه د ولسمشر پورې ونه تړل شي. تیرو او شتو حالاتو ته په کتو باید ملي استحکام، او ملي ثبات په نظر کې ونیول شي. د یون صیب د لیکنې په وړاندې دا لیکنه هوايي او بې بنسټه بڼه نلري. د خپلې هرې لیکلې کرښې تثبیت ته حاضر یم. زه د افغانستان د ملي استحکام او ملي ثبات غوښتونکې او پدې موخه د اوسني حکومت او منتخب ولسمشر د هرې سالمې پریکړې ملاتړې اود ناسمو غیر حقیقي او بې بنسټو ادعاوو جوابوونکې يم .