د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل پوهنتون لاس ته راوړنی د عمل په ډګر کی

نادیه 16.04.2015 10:07

پیل په یوه کیسه – وایی چی یوه وګړی په بازار کی ناری وهلی چی د هوا مرغان د یوی روپئ سل دانی، سل دانی، سل دانی................ یو بل ورته راغئ دوه روپئ یی ورته ونیولی او ورته یی ووییل چی دوه سوه مرغان راکړه. پلورونکی هوا ته ګوته ونیوه او پیریدونکی ته یی ووییل چی ځه دوه سوه مرغان له هوا نه ځان ته ونیسه. په بهرنئ نړئ کی د پوهنتون د اعتبار په اړه څه نه وایم ولی پدی کی شک نشته چی کابل پوهنتون د هیواد په کچه یو منل شوی او نوم وتی پوهنتون ده مګر که د عمل په ډګر کی یی لاس ته راوړنو ته وګورو نو د هغه په نوم او اعتبار قضاوت کول ښایی ډېر له ستونزو ډک وی. نوموړی پوهنتون ښایی د ګوتو په شمار څو تکړه او کار پوه علمی کدرونه ټولنی ته وړاندی کړی وی مګر دی ټکی ته په پام چی حساب باید هر وخت په اکثریت وشی نو ښایی د هغه په لاس ته راوړنو پورتنئ قضاوت په ځای نه وی. زما په اند یو ښوونیز بنسټ هغه وخت ښه او غوره ګڼل کیږی چی ټولنی ته د هغی د کلتور، دین او نورو ارزښتونو سره سم خدمتګار وګړی وړاندی کړی چی له بده مرغه دا بنسټ پکی تر دمګړئ پاتی راغلی ده. د دی ډؤل پاتی راتلو یو څو بیلګی دلته په لاندی ډؤل یادولئ شو او لوستونکی کولی شی پری قضاوت وکړی.
الف – د عمل په ډګر کی له کابل پوهنتون نا فارغ شوئ اکثر سیاست پوهان د خپل هیواد په ځای بهرنیو هیوادونو ته کار کوی؟
ب – لدی پوهنتون نه فارغ شوی اکثره څارنوالان او قاضیان ټولنی ته عدالت نشی ورکولئ بلکه په بډو او ډالرو د عدالت په پلور اخته دی.
ج – لدی پوهنتون نه خلاص شوی اکثره ډاکټران خپلی څېری ډېرې ښکلی جوړوی، سپینی چپنی ډېری ښې اغوندی، د ډاکټرانو ښه اکتونه کوی مګر د ناروغانو درملنه نشی کولئ او هره ورځ مو هیوادوال د خپلو روغتیایی ستونزو د درملنی په موخه بهرنیو هیوادونو ته روان دی.
د - لدی پوهنتون نه خلاص شوی د ښوونی او روزنی اکثره مسلکی خلک د ښوونی او روزنی له اساساتو ناخبره او پدی کی پاتی راغلی چی د ښوونی او روزنی په ډګر کی هیواد د نړئ د نورو هیوادونو سره سیال کړی.
ذ – لدی پوهنتون څخه خلاص شوی د لیسانس او تخصص تر کچی رسیدلی وګړی اکثره د الله پاک سپېڅلئ کلام له مخی صحیح نشی تلاوت کولئ.
ر – که په لنډ ډؤل ووایو نو په هیڅ برخه کی نوموړی پوهنتون مونږ ته داسی وګړی ندی روزلی چی د بهرنیانو له احتیاجه پری خلاص او پخپل ځان بسیا شو. د نړیوالی ټولنی دا چیغی او سوری د دی ښه ثبوت ده چی په افغانستان کی ظرفیت شتون نلری، افغانان نشی کولئ چی د نړیوالو له مرستو څخه په ځای استفاده وکړی.
نو آیا په ځای به نه وی چی وپوښتو چی کابل پوهنتون ټولنی ته کومه توره کړی چی ټولنه پری ویاړ وکړی او نوموړی پوهنتون ته د یوه ښوونیز بنسټ په سترګه وګوری؟ که نه همغه د هوا مرغان د یوی روپئ سل په ولس پلوری.
په درنښت..