د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخبنا یا بیخبنا

محمد رفیع حسن زی 09.09.2014 19:19

په جریان د دیارلس کالو کی لنډ مهال او موقتي پروژی عملي شول د عادي وګرو لپاره پکی د کار زمینه په موقت ډول برابره شوه،په دغه مخبنائي پروژو باندی دومره زیات لګښت حساب شو،چی وروسته پاتی هیواد کی په دغه کچه لګښت هیڅ د انسان په تصور کی هم نه راځي،د دغه پروژو طرحه او وړاندی کوونکي بهرني،غیر مسلکي وګړي وه چی تش د متخصیص په نامه به یی لوړ امتیاز ترلاسه کولو ولی موثریت د پروژو یی هیڅ په سترګو نه لیدل کیده چی د عادی افغانانو په ژوند کی بنسټیز بدلون راوړي او که راوړی هم دی په هیڅ کی حسابیږي.

د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته د مارشال پلان مرستو اروپا ته مکمل ډول تغیر ورکړه ولی په افغانستان کې د مارشال پلان څخه زیاتی مرستي وشوی کوم بیخبنايي بدلون پکی رانغی ځکه چې افغانستان څولسیزو جنګ ځپلی،بیخبنا یی په بشپړډول ړنګه،انسانی مهارت لرونکي قوی نشتون،منظم پلان نلرل،اداري فساد،د مرستو نه منسجم او د موازي ادارو په خپل سر لګښتونه ول اوس چی نړیوالو مرستو کچه مخ په کمیدو ده،موقتي او لنډ مهال پروژې د ۲۰۱۴ میلاد کال له پیل څخه هیڅ په سترګو نه لیدل کیږي،ملت د ډیرو سختو ستونزو سره مخ دی،ورځ تر بلی د وزګارتیا کچه په لوړیدو ده او زمونږ سیاستمداران په خپل مینځو کی د قدرت په ویش باندی لاس او ګریوان دي خپل ټول وړتیا او انرژی یی د یو بل په محکومولو باندی مصرف کوي.

راځی چی په ګډه د مخبنائی پروژو پر ځای د افغانستان بیخبنائي پروژو ته مخه کړو او اوږد مهال اقتصادي پلان باندی کار وکړو، خلکو ته د کار اوږد مهال زمینه برابره کړو ترڅو ګاونډیو هیوادونو ته د کار په موخه ولاړ نشي،د فقر څخه ئی وژغورو او راتلونکي باندی باوري کړو.مونږ د راتلوونکي دولت څخه هیله لرو چی دغه نړیوالي مرستي چی لس کاله نور هم ادامه پیدا کوي منظم،منسجم او بهتره استفاده تری وکړي،په راتلوونکي کی له مخبنائي پروژو څخه ډده وکړي،په بیخبنائي پروژو باندی ډیر تمرکز وکړي، ترڅو مونږ هم د یو ښه اقتصاد لرونکي هیواد په شان په سیمه او نړی کی را څرګند شو.