د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غلي خلک

محمد اسمعيل يون 22.12.2013 11:34

ډېر دي راغلي، ډېر به راشي او ډېر تللي خلک
خو څو د ستورو په شان پاتې شي ښاغلي خلک

د چا نه قبر نه يې نوم نه يې نښان معلوم وي
پر هر چا نه جوړوي دغلته کې څلي خلک

دا هم رواج دی چې هغه په ژوند کې ډېر يادېږي
چې څوک د بل پر اوږو ناست وي او بيا ولي خلک

چې د غرور پر نيلي سور وي او له عقله پلی
هغه ته نه ښکاري سړي دا لاندي پلي خلک

چې د سرود په ژبه پوه وي او د ساز په ژبه
د وخت اړتيا ده داسې پوه(!) داسې منلي خلک

د اور په مخ کې وي يو څو تنه سر زوري ولاړ
تر اوره وروسته خو بيا نور وي ځليدلي خلک

عجيبه وخت دی د غيرت چغې هماغه وهي
د اور شمال کې چې پټو لاندې وي غلي خلک!

۱۳۹۲ل کال، د ليندۍ، ۲۸مه، کابل