د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جوسي موجيکا

سردارولي پښتون زوی 20.12.2013 22:24

هغه اولسمشر چي ټوله شته يې ږموږ د چارواکو د يوې مياشتي له تنخوا کمه ده !

د لاطینی امریکا د يوراګواي اولسمشر"جوسي موجيکا" په نړۍ کښي د خوارو مشرانو په کتار کښي لمړی کس دي.نوموړی له اولسمشر کېدو سره سره په خپل کور کښي ژوند تېروي چي په خپله مځکه کښي د کرهڼي په کولو ځان ژوندی وساتي.
دی او ميرمن "ګل داودي"دخپلو جامو پرېمنځلو تر څنګ اوبه هم له کور دباندي څخه تر لاسه کوي ،ښاغلي موجيکا دا وخت ۱۸۰۰امریکایی ډالره (۳۸۶۶۴۰افغانۍ)کيږي شتمني لري.
نوموړی له خپلی مياشتنۍ(۱۲۰۰۰ امريکايي ډالره)څخه ٪۹۰سلنه په مرستو لګوي چي ډېری برخه يې بې کورو ته د کورونو جوړول دي.
په ۱۹۷۲ږکال د کيوبا په جکړه کښي تر نيول کيدو وروسته موجيکا ته ۱۴کاله زندان هم په برخه سو،خو په ۱۹۸۵ږکښي بيرته خوشي او څه موده وروسته د کرهڼي وزير سو،دی وايي ".. ما ته ښه ژوند د همهغه زندان له امله را په برخه سوی دی..".
د ده مخالفين  هغه وخت په خښم سول چي ده د ساحلي سيمو ټولي ماڼي چي د دولتي چارواکو لپاره جوړي سوي وې وه پلورلې،او پيسې يې په دولتي شتمنی کښي واچولې، ان ځينو مخالفينو يې  د ده کور ته د غار په نامه وه ويل!.
خو که ږموږ د چارواکو وه پوښتې نو د۱۳۹۲  د غبرګولي په ۱۲ مه چي له ولسي جرګې څخه دتنخواکانو کړنلاره پلې سوه راغلي"د ولسي جرګې هر غړی اوس په مياشت کې ۱۵۰زره افغانۍ معاش لري چې نژدې درې زره امريکايي ډالر کېږي او ترڅنګ يي د دسترخوان، د موټر تېل، د کور کرايه، د چلوونکي او ساتونکو معاشونه هم ورکول کېږي.ولسمشر ته به د مصارفو په ګډون په مياشت کې ۹۸۰۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي".
د ولسمشر مرستيالانو ته نژدې ۳۰۰زره، قاضي القضات او لوی څارنوال ته نژدې ۲۳۰زره او وزيرانو ته به ۲۰۰زره افغانۍ ورکول کېږي..
په طرحه کې دا هم تصويب سوه چې ولسمشر ته به د ده د کاري دورې له پای ته رسېدو وروسته هم په مياشت کښې ۴۸۶زره افغانۍ او نوره خرڅه ورکول کېږي.."   
يوروګواي په جنوبي امريکا کښي د ابو پر ژی پروت هيواد دی چي دمځکي له اړخه د امریکا د واشنګټن سره برابر دی ،۳۵ لکه اوسېدونکي لري چي ٪۶۲سلنه يې ښاريان دی يوروګواي په جنوبي امريکا کښي تر ټولو پرمختللي او له فساده پاک هيواد دی.