د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نړیوال سازمانونه کتاب چاپ شو!

سیدعبدالله ولي زی 14.03.2013 13:25

د نړیوالو اړیکو د پيژندنې په برخه کې د حقوقو د څانګپوه محمد نظیم سمون ژباړل شوی «نړیوال سازمانونه» کتاب چاپ شو.  په دغه کتاب کې بېلابېلې نړیوالې ادارې او سازمانونه سپړل شوي دي او د هغوی په اړه هر اړخیز مالومات را ټول شوي دي. دغه کتاب له ژباړلې، سمون او اوډنې وروسته د ویښ افغان ټولنیز اصلاحي تحریک له خوا په ښه صحافت او ښه کاغذ خپور شوی دی. کتاب ټولټال ۲۸۰ مخه لري چې په لویه کچه (۱۸×۲۵) کې چاپ شوی دی.  د کتاب مالي لګښت د سیدانو کلتوري ټولنې وړکړی او په خپله یادونه کې چې په دغه کتاب یې لیکلې ده لیکي: چې د دغه کتاب مالي ملاتړ یې د ارواښاد سیدمجیب احمد د مړینې د اووم تلین په یاد کړی او په همدغه یادونه کې یې د نوموړي بشپړ ژوندلیک هم لیکلی دی. په کتاب د خپرندویې ټولنې د یادښت پرته، د سیدانو کلتوري ټولنې یادونه، د ژباړن خبرې، د لیکوال مخکېوینه او د ډاکټر سیدنصیراحمد له خوا سریزه لیکل شوي دي.

د علمي کتابونو له دود سره سم د کتاب لومړۍ پوښتۍ په هندسي اشکالو ښکلې شوې، د پوښتۍ په پیل کې لیکل شوي «له نویو زیاتونو سره». دا چې د کتاب د اولسم چاپ ژباړه ده نو لیکوال او ژباړن دواړو ځینې اړینې زیاتونې په اصلي کتاب کې کړي دي. د هغې لاندې د کتاب نوم «نړیوال سازمانونه» لیکل شوی دی. په دایروي شکل کې دننه د نړۍ نقشه ښکل شوې ده. په لاندینۍ برخه کې د لیکوال او ژباړن نوم او د چاپېدو کال «۱۳۹۱ لمریز» راغلی دی.

د کتاب د وروستۍ پوښتۍ په پیل کې په انګریزي ژبه د کتاب پيژندنه ده او د ملګرو ملتونو نښان په تت حالت کې په شا کې یې راغلی دی. د هغې لاندې د خپرندوی «ویښ افغان ټولنیز اصلاحي تحریک» نښان او بشپړ نوم راغلی دی.

دغه کتاب کولای شي د حقوقو او نړیوالو اړیکو د محصلانو لپاره ښه لاسوند وي.

د کتاب چاپ چارې په ننګرهار کې مومند خپرندویې ټولنې کړي او د کتاب مینه وال کولای شي دغه کتاب په ننګرهار کې د مومند خپرندویې ټولنې او په نورو ولایتونو کې د همدې ټولنې له څانګو او نورو کتابتونونو ترلاسه کړي.

زه د دغه کتاب د چاپېدو له امله خپرندویې ټولنې، افغان ولس او ګران ملګري سمون صاحب ته مبارکي وړاندې کوم او هیله مند یم چې سمون صاحب د مسلکي ژباړې دغه چارې ته ادامه ورکړي تر څو د پښتو ژبه په علمي کتابونو نوره هم بډایه شي.

په درنښت