د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوبلن، یعنې څه؟

ډاکتر ماخان شینواری 20.01.2013 00:28

‎ ‎له دې د مخه، چې پورته ،،اوبلن،، ته ګوته نیسم، یو څو لومړۍ خبرې.‏
د ژبو پیدا ېښت، چې غبرګې پیدا شوي: ‏
دا د نړۍ ژبې چې منځ ته راغلي یو د بل سره غبرګې - په همغه وخت یا یوپه بل پسې - د همغو‎ ‎‏ یا ‏ورته ستونځو په هکله منځ ته راغلي، یعنې د ژبو په منځ کې یو غبرګون یعنې ‏موازیتParallelity‏ شتون لري. ‏
په هره ژبه کې د هغې بلې ژبې د وی(لغات) لپاره انډول یا برابر او که غواړۍ معادل وی یا لغات ‏شتون لري او که نه نو انډول یې یا د بلې ژبې رانیسې او یا یې په خپله ژبه کې په مناسب ډول ورته ‏پیداکوي. ‏
که یو نوم ورځنی نه وي یعنې کورنی شوی نه وي او غواړو پښتو یې ورته پیدا کړو، نو د نورو ‏زده او پرمخ تللو ژبو څخه په همغه موخه یا برابر دا په پښتو کوو. که موخه ناسمه شوه، نو نوم هم ‏بیا ناسم دی. د بیلګې په توګه، که موږ مو په هیواد کې لا تراوسه ( پورې) شفاخانه یا بیمارستان یا د ‏المانې ‏Krankenhaus‏ (معنا یې: د ناروغانو کور) نه لرودی یا نه وی‎ ‎‏ نومولی، نو د دې لپاره ‏به موږ هم په پښتو کې د ژبې په بنسټ او سم انديز اړونده نوم لرودی یا ورکولی، دا چې دا د ‏ناروغانو ځای دۍ، نو موږ به دا نارغتون بللی وی. یا دا چې دا د شفا ځای دی، کیدی شي رغنتون ‏مو هم بللی وی. دا نومونه موږ له دې ژبو څخه نه رانیسو، بلکه دا زموږ په ژبه کې همداسې دي ‏یعنې ناروغ لرو او د ناروغ لپاره باید ځای ولرو، چې دا به ناروغتون شوی وی، موږ دا د روغانو ‏ځای نومولی.‏
داسې څه، چې نا سم ونومول شي، نو بیایې سمه ونه ډېر زور غواړي. له دې امله باید وهڅیږو، چې ‏هغه څه هغسي ونوموو، چې څنګه دي یعنې د نوم څخه موخه یا شی باید روښانه جوت شي یا نوره ‏هم ښه نوم باید له خوي څخه روښانه وي.‏
بیا وایم: پښتانه چې څه ژبې ته را ننباسۍ باید دلیل یې راوړي. د کومې ژبې په پښتو کې راننوتي څه ‏چې په پښتو کوو، نو په هغه پردۍ ژبه هم باید پوه وو او بیا لږ تر لږه په هغه وي(لغات) موخه ‏باندې هم له هره اړخه باید وپوهیږو. ‏
داسې کیدی شي، چې یو څه یا یو شی یوه ځای کې وی په یوه بل ځای کې نه وي، ځکه چې هلته به ‏یا دا ستونځي نه وي او یا دا د شیانو څرګندیدنې دا شرایط.‏
د بیلګې په توګه که وی ( لغات) ځلوبۍ نوم را واخلو او په هسکه مینه کې له چا وپوښتې، درته ‏وبه وایي: په پارچاوونو ( له لوړې چې کښته اوبه لویږي‎ ‎یعې زوړوبي) کې چې په ژمي کې اوبه ‏رالویږي ، د دې څاڅکي، چې په څنګ کې لویږي یخیږي او د وخت په تیریدو سره دا سې تیرې د ‏ستنو یا میخونو یا موږیو په څیر د یخ ټوټي ترې جوړیږي، چې د ځنو وښو یا بوټو ترمنځ دا کله کله ‏ګږې وږې، خو نه خوږي وي ، جوړيږۍ چې دا ځلوبۍ دی.‏
که دا پوښتنه په جلالکوټ کې له چا وکړي، چې ځلوبۍ پیژنې؟ نو هغه به درته دا کږې وږې خوږې ‏په ګوته کړي، خو دوی هم بیا دا د هسکې مینې نوم، چې پرې وپوهیږي را اخلې او باید هم، دا بیا د ‏معلوماتو د ردبدل له لارې منځ ته راځي. ‏
اوس راځو خپلې موخې یعنې ،، ابلن،، ته.‏
لولو: اوبلن ګاز... دا اوبلن څه معنا لري؟ موږ او تاسو دې ته فکر کړي، که دا وي مو همداسې ‏رانیولی؟ ‏
ایا پهیږو، چې مایع څه ته وایي او عربو دا نوم څنګه راخستس؟ یعنې دا نوم څنګه منځ ته راغلی، د ‏څنګه خوي څخه، چې هغه خوي بیا د مایع معنا ورکوي.‏
که څوک ووایې، چې په هغه یا دغه ځای کې مایع ته اوبلن وایي، داسې هم نه، ځکه چې د افغانستان ‏په کلو کې تراوسه تنونه یا بدنونه یا اجسام ټولګیز شوي نه دي. ‏
ایا په عربي کې هم دا همدا معنا لري؟ ایا د داسې نومونو تعریف هم همداسې دی؟ یعنې هغه څه چې ‏اوبلنیږي اوبلن دي او دا شدې، شړومبې ، تیل او غوړي، چې اوبلن یې بولو، دا یې باید خوي وي، نو ‏دا خوي یې باید اوبلنیدل وي. ایا دا همداسې ده؟
موږ په هسکه مینه شینوارو کې د اوبلن وی لرو، چې د واورې د ولي کیدو له امله چې بهیدلې نه وي ‏اوبلنې بولو او وایو چې واورې اوبلنې شوي، که خدای مې غاړه ونه نیسي، نو هغه ځایونه، چې جبه ‏وي، هم اوبلن وبلو( شینوارو کې داسې وایو: واوره چې وشي، نو په سر کې یخه( کلکه) وي، پسې ‏اوبلنه کیږي. د اوبو دا حالت د ،،مایع،، او کلکوالي ترمنځ حالت دی، نو مایع ته ولې اوبلن ووایو؟ ‏مایع خو د اوبو، چې اوبلن مو ترې رااخستی بیخي سر او کار نه لري).‏
که داسې وي، نو بیا خو تیلو ته چې،،مایع،، دي هغې ته به هم د مایع تیلو په ځای اوبلن وایو او که ‏داسې وۍ، نو اوبو ته ولې تیلن نه وایو؟ ځکه چې دواړه مایع دي او یا اوبو ته ولې شودن یا شړومبن ‏نه وایو؟
ډېره بخښنه غواړم، دا لیکنه لږ راڅخه د پولې اوړي.‏
راځي، چې دې ته فکر وکړو او دا د ژبې د لار یا قانون سره سم او سم اندیز ونوموو، چې له نوم ‏څخه سملاسي پوه شو. بیا وایم، چې اوبلن په ورسره بلده ورځنۍ ژبه کې لرو او دا پورته مې چې ‏ګوته ورته ونیوه، دا حالت دی.‏
موږ تنونه یا اجسام د خویونو له مخې په درې ټولګیو وېشو:‏
کلک بدنونه، چې بې له بندنۍ اغیزي سره کلک نښتي وي.‏
ګازونه، چې بې د بندنۍ اغیزې تښتي( هرې لور ته ځغلي)‏
‏ اوبه او ورته شیان یعنې مایعات څه ګډ خوي لري؟
دا هر څه د همغه ګډ خوي له مخه نومول کیږي. ‏
دا څه چې اوس لیکم دا نوم د دې شیانو لپاره په هره ژبه کې د خوي څخه رانیول شوی او د همغه له ‏مخې سم نومول شوی، که دا په عربي کې هم وي، چې مایع ترې نومول شوی( په سم او ناسم یې نه ‏پوهیږم، ځکه چې موږ زیات نومونه له عربي هغسې سم نه دي رانیولي او هیڅ ورباندې پوهیږو نه، ‏چې موږ او تاسې اوس همداسې کوو.‏
موږ لوستلي: هغه څه چې بهیږي ، مایع یې بولو. راځي فکر ورته وکړو: هغه څه چې بهیږي، دا څه ‏ډول خوي دی، یعنې دا د بهیدنې خوي لري، یعني بهیږي. یو څه چې د بهیدنې خوي ولري، نو هغه ‏به ایا د خوي له مخې بهیدوني نه وي؟ یعنې د بهیدنې توان یا خوي لري، نو له دې امله بهیدوني یا ‏بهیدونکي دي یعنې څه چې بهیږي بهیدونکي خو دي، که بهیدونکي یې بولۍ او که نه؟.‏
جبه اوبلنه ده، هغه څه چې اوبه یې زغملې وي، اوبلن دی، مګر یوڅه مایع اوبلن نه دی، د اوبو په ‏څیر بهیږي. دا ګاز یا غاز، چې تاسو ورته ګوته نیولې ده، د اوبو سره ګډ خوي یې یواځې دا بهیدل ‏دي، نور بل کوم خوي ورسره ګډ نه لري او نه یې اوبه زغملي، چې اوبلن شي، دا بهیږي، چې له ‏دې امله بهیدونکی دی.‏
ګرانو هیوادولو! دا څه چې زه وایم، دا په نورو ژبو کې هم همداسې دي، دا د زبو غبرګون یا ‏موازیت دی. په الماني ویي: ‏Alles was fliesst; ist flüssig ‎‏ او دې بهیدونکو ته بیا ‏Flüssigkeit‏ وایی.‏
اوس نو سم اند په پوښتنه کې دی، چې دا اوبلن ښه دی، چې دا خوي نه ترې څرګندیږي یعنې بهیدل ‏او که دا بهیدوني یا بهیدونکی سم نوم دی، چې د خوي څخه روښانه دی او خوې ترې روښانه دی؟
څوک چې د تلنې توان لري، تلونکي دي. څوک چې د خوړنې خوی یا توان لري خوړونکي دي، څه ‏چې د الوتنو خوي لري الوتوني یا التونکي دي او داسې نور لکه اوسیدونکی، لوستونکی او او... ‏یعنې د بهیدلو توانوالو ته بهیدوني یا بهیدونکي باید وویل شي.‏
ګرانو هیوادوالو! موږ پوهیږو، چې پښتو په دولتي څلوردیوالي کې یوه ډيره پخوانۍ نوي، نږدې ‏شپیته کلنه ژبه ده، نو له دې امله یې علمي کول او د ځنو ویو په پښتو کول یا ورته پښتو پیدا کول ‏هم ستونځمن دي. له یوې خوا موږ چې څه زده کړي یعنې زموږ ټوله زده کړه هغه په پښتو نه ده او ‏له بلې ژبې مو را اخستې او له بلې خوا په دا بله ژبه مو چې څه زده کړي، هغې هم ډېر ویونو(لغات ‏له عربي رانیولی)، چې موږ یې له دې امله د ډبل ستونځو سره مخامخ کړي یو. زموږ دا نږدې شپیته ‏کاله مخکنیو په پښتو لیکونکو، څه له فارسي رانیولي، هغه په فارسي کې د عربي ویونه یې هم ‏ورسره شاید ( یاممکن) کټمټ رااخستلي وي. بله پوښتنه دا هم ده، چې هغه عربي نومونه چې موږ ‏یې د پښتو نومونو لپاره کاروو، ایا دا سم دي او که څنګه؟ دا هم بله پوښتنه ده، چې پام ورته وشي.‏