پښتانه اونړېوالي توطيي
23.12.2012 10:00پدۍ ورستیو ورځو کښی دافغانستان ولس مشر حامد کرزی له ډیر ځنډ نه ورسته د پشتنو په ضد توطیی څخه یو بحث درلودل ، که څه هم ډیر ناوخته شوي خو بیا هم شه خبره ده چه پشتانه لیکوالان ورڅخه لازیمه او پر خای ،معقوله او قانونمنده ګټه واخلی د پشتنو په ضد توطیی روشانه کړي عوامل یی وڅیړی او د دي توطیو څخه د خلاصون لاری چاري وسنجوي . زه تاریخ لیکونکی او تاریخ پوه نه یم خو هغه څه چه د تیرو څلویشتو کالو په اوژدو کشي زما دسترګو لیدلې حال دی اود یو عینی واقعیت په توګه زما له مخی تیر شوي ،ور باندي بحث وکړو.:
۱ــپه ۱۳۵۲کال کی د محمد ظاهر شاه په شاهی نظام باندې د سردار محمد داود لخوا پلان شوي کودتا بریالې او د جمهوریت په اعلان سره د دونیمو سووکالو سلطنتی نظام ته چه تس پنوم په پشتنو پوری تړلی وه د پای ټکې کیشود . همدغو تس پنامه پشتنو واکدارانو دپبشتنو کابل په دری ژبې کابل واړاوه ( وګوری دا اوس هم د کابل اطراف ټولی ولسوالی ، شکردره، قًره باغ، سروبی، بګرامی ،خاکخبار ، چهاراسیاب او پغمان پشتون میشته دي ولی مرکز یی بله څیهره لری دا د پشتنو بادشا هانو د سلطنت له برکته وو )
د سردار داود خان کودتا کی هم چپی لاستی روښنفکران (پرچم ګوند) بر لاسی وو د جمهوریت د ټنګشت نه لیږ وروسته د پشتنو په ضد نوی توطیه ګویا د محمد هاشم میوندوال لخوا د جمهوریت ضد کودتا پلان شوی پنامه د پشتنو ډیر شمیرلوړ، عالی شخصیتونه د کودتاچیانو پنوم نیول زندانی کول او وژل ، دا هعه توطیه وه چی د پشتنو د کلونو کلونو په اوژدو کشی تربیه شوي نوی را ټوکیدلی سیاستوال د میوندوال په شمول ، ،عالې رتبه نظامیان او ملې تجاران ووژل سوو.
۲ـــ
۱۳۵۷ هجری ش کال د ثور میاشت کی د داودخان جمهوری دولت د یو نظامی پاڅون پواسطه چپه او سیاسی قدرت د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند پلاس کی واخیست ، دلته موضوع پیچلی شوه له یوی خوا د قدرت په راس کی نورمخمد تره کی او حفیظ الله امین او دګوند آکثریت غړی پشتانه وه ، دوی د افغانستان د ټولو قومونو او میلیتونو څخه ګډ حکومت جوړ او د دمکراتیک جمهوریت له استقرار لیږ ورسته یی د حزب اسلامی غړی چه قاطع اکثریت یی پشتانه ول ،اسلامی بنیادګرو ، قومی مشرانو نیول بندیکول او وژل او خزب اسلامی بیا خلکیان د کافرو په نوم نیول ، وژل او حلالول .دواړو غاړو ته پشتانه قربانیدل ، مګر له بلی خوا پشتو ژبی ارګ ته لاره وموندله پښتو د رسمیاتو ا و دیپلوماسی ژبه شو بین المللی کنفرانسواو دولتی مطبوعاتی کنفراسو ژبه شوه پشتو ژبی خپل ځای پیدا کړ پشتو سینما ته لاره پیدا کړه پشتو د وزیرانو د شوری او دولتی کارو د اجرأ ژبه شوه ، د ښار په مغازو رستورانو دولتی شعبو هوایی میدانو کی پشتو د خپل استحقاق سره سمه چلیده نوره نو پشتو د رشخندو او تمسخر ژبه نه وه پشتو د تره کی او امین ژبه وه هر چیری چلیده او قدر یی کیده ..دتره کی او امین یوالی او د وسلوال پوځ ملاتړ و خلکیانو حکومت ته داسی استحکام ور کړی وه چه نور نو داخلی دوشمن د هغه په له منځه وړولو کی ناکام و بیګانه دشمن د حزب په داخل کی نفاق ټه د خپلو اجنتانو پواسطه لمن ووهله تره کی یی ورباندی مړ او امین یی ورباندی بدنامه کړ پشتنو بیا پشتانه ووژل او حزب له پخوانی قوته ولویده دوشمن چه لوټه مخته وویشته لاس یی شا ته ونیو خو کله چه حفیظالله امین د دولت له مخالفینو سره د خبرو له لاری د افغانستان د کشالی حل ته نژدی شوي وه چه د مخالفینو سره په ګډه یو پراخ بنیاده حکومت جوړ کړی او دپشتنو ونډه لا ډیریده د پاکستان د باندنیو چارو د وزیر راتګ د شختو واورو د اورشت له کبله دوه ورځی وځنډیده سم په دغه وخت کی د نړی یو اول قدرت شوروی اتحاد په یو ضعیف جنوبی همسایه د سره پوځ پواسطه تیری کوی د وخت قانونی ریس جمهور او دحکومت غړی وژنی زندان ته یی اچوي د هیواد څخه دګوند دشړلشوی رهبرانوڅخه یو لاسپوڅی حکومت جوړ او به ملت یی تپی. اوس نو د پشتنو په وړاندی څو اړخیزه مبارزه روانه شوه .
الف ـــ د ۱۳۵۸ کال د جدی میاشتی په شپږمه امین د شوروی د تجاوز لمړنی قربانی حکومت یی ړنګ شو او وروسته دهیواد د اقلیتونو حکومت جوړ او د پخوانی را پرزولشوی حکومت شامل پشتانه خلکیان او د حزب ډیر فعال غړی د امین او د هغه له لاری د سی ای ای سره په تړاو د وظیفو څخه وشړل شول او او ډیر یی زندان ته ولویدل .اوس نو بی له کوم معیاره د امین په نوم جوړه شوی ټاپه د پرچم پلاس کی او د هر عالم او سالم پشتانه په څټ کی وهی او زندان ته ټیلوهل کیږي
پ ــ په نـظامی برخه کی جنګ د پشتنو په برخه شو له کنړه تر شینډنډه د پشتنو سیمه د جنګ تود سنګر وه دهیواد په شمال ولایاتو کی په هرو څلورو ولایاتو یوه فرقه پرته وه ولی د پشتنو سیمو کش یعنی جلال اباد کی اول لمبر قول اردو او د روسانو د ثمرخیلو فرقه په پکتیا کی دریم لمبر قول اردو او د روسانو قطعه په کندهار کی دویم لمبر قول اردو اومیدان هوایی کی دروسانو قطعات پراته وه ،په غزنی کی دقندهارپوخ سرک غرب طرف ته هزاره ورونه او شرق طرف ته پشتانه ورونه اوسیږی په ټول هزاره جات کی هیڅ نظامی کنډک غوند اویا کومه قطعه نوه میشته .ولی دوهمه نیمایی کی ۱۴ پیاده فرقه د زرهدارو څلورمه لوا ۳۸ کماندو لوا اوپراتفی دوه غونډه په یو نټ کی د روسانو قطعات، په مقر ولسوالی کی اومه پیاده فرقه چه دا ټول بیا هم یو قول اردو کیږی پراته ول پدغه وخت کی د جنګ میدان د بشتنو کلی او کوڅی وی دا ټول قطعات د پشتونو په سیمه کی نظامی عملیات په دوامداره توګه مخ ته وړل .پشتانه په ډلیزه توګه وژل کیدل او کتلوی اجباری مهاجرتو ته اړ شول ، د جنګ دروند او وژونکی بار د پشتنو پر اوږو پروت و ه ولی بر عکس د هیواد شمالی برخو کی دشورای نظار او روسانو تر منځ د عدم تعرض موافقه لیک په بغلان کی د سید نادری او امنیت تر منځ د دوستی قرار داد په مزار او جوزچان کی د ازبک ملیشی جوړیدل خلاصه دهیواد په شمالی ولایتو کی ولسونه په رنګا رنګ وسلو سره مسلح کیدل.
۳ـــ دډاکتر نجیبالله په دوره کی دروسانو د وتلو پروسه شروع او متجاوزین له افغانستانه ووتل خو خپلی درنی سلاوی یی د دفاع وزارت پر ځای د هیواد دشمال ملیشو ته پریشودی ، د دریکلنی مستقلانه دفاع اود جلال اباد شار دفاع څخه وروسته روسانو د اردو د ضعف کولو په منظور د تڼی دکودتا په نوم اپراتیفی بازی شروع او په نتجه کی د اردو څخه ډیر پشتانه ووژل او یا هم زندانې شول آوس نو هعه د امینی په نوم جوړه شوی ټاپه زړه شوی او د زرغونی په نوم تاپه د امنیت دولتی کارمندانو پلاس کشی ورغله او هر پشتون افسر چه د کودتا له ورخی روغ را وتلی وه ورباندی وهله کیده او زندان ته لویدل
۴ـــ د ډاکتر نجیب دحکومت د سقوطه بعد د مجاهدینو د حکومت تر نیولو(۱۳۷۱ کال د حمل له ۲۶ دثور تر اتمي ) دنویو واکدارانو او شمال ملیشو لخوا دپشتنو په ضد په خاصه توګه دشمال پشتنو باندی تخت وتازونه شروع چه دا لړی د مجاهد ینو د راتګ او شورای نظار دحکومت جوړولو سره نور زور واخست او د طالبانو تر ظهور پوری په ډیر ظالمانه وحشیانه توګه روان وه. د پخوانی دولت پشتانه مامورین او افسران په کلیو کی د کافر په نوم او شهرونو کی د حزبی اسلامی پنوم نیول او وژل ځو د شمال مامورین او افسرانو د دوستم او یا د مسعود تر ژیرو لاندی ساتل او ارتقأع ورکیدله آصف دلاور،نبی عظیمی ،بابه جان ، امیرمحمد ،مجید روزی آونور ...یی شی نمونی دي ، ولی علومی د ښار په منځ کی وژل کیږي . پدی وخت کی حکومت ته د امینی یا زرغونی ټاپو کار نه ورکول نو د امنیت ارګان ته یی د حزبی (حزب اسلامی)په نوم ټاپه جوړه کړه پشتانه به یی هر ځای د شهرونو له منځه د کار له ساحی او کورو څخه د حزبی په نوم نیول او زندان ته لیژل او وژل . دکابل شار کی د پشتون میشته سیمي لکه کارته نو ولایتی واصل اباد د کوته سنګی شاوحوا شاه شهد او چلستون هغه منطقي دي چه د مسعود د توپونو تر اور لاندي وې ډیری وراني او ویجاړي شوی نظر وخیرخانی او کارته پروان و شهر نو ته چه د حزب اسلامی تر انداخت لاندی وی ولی تبلغات تر ننه بوری همدا دی چه حکمتیار راکتیار کابل وران کړ او د مسعود توپونو د چمتلی له دشتی او د تلویزیون له تپی په کابلیانو راکتونه ندی اورولی بلکه ګلان یی پاشل .
۵ــ
۱۹۹۴ نه وروسته طالبان د قندهارپه ولایت کی را پیدا شول تر څو چه طالبان د پشتنو په ساحه کی جنګیدل د نجات د فرشتو به نوم یادیدل خو کله چه د کابل دروازو ته را ورسیدل بیا ورته د پنجابیانو لقب ورکول کیده . طالبانو د ربانی و مسعود حکومت په کابل کی ړڼګ او قدرت یی تر لاسه کړ . د طالبانو د حاکمیت په وخت کی که څه هم د تعلیم وتربیه مکتبونو او هنر مخه ډب شوي وه خو خلکو ارامی او امنیت احساس کړی وه د جبهی شاته په ولسونو کی د جرایمو سطحه را تیته شوه د خلکو د مال او ناموس مصوونیت تامین شو د غیر مسوولو ډلو څخه سلاح راټوله د امنیت له اداری څخه د پشتنو په ضد جوړی شوی ټاپی نوری نه چلیدي افغانستان د تجزیه له خطر وژغورل شو پشتو ژبه د هیواد رسمی ژبه وه اداری چاری په پشتو اجراکیدلی ملا محمد عمر له افراطه کار اخستل او په شکاره یی ویل چه زه د فارسو حکومت نه جوړوم ټول اوامر او فرامین یی په پشتو وه دا ځل د نړی بل ابر قدرت امریکا پر راودانګل د ملا محمد عمر دولت یی چپه کړ د حکومت غړی بندیان یا یا فرار کړل شمال تلوالی د بی ۵۲په زور کابل ته ننوتو سره په زرهاو پشتانه ن ووژل په شمال کی تسلیم شویو پشتنو سره چه د جنګی اسیرانو په توګه باید ورسره چلند شوی وای په ډیره بیرحمی په ډلیزه توګه او کانتینرونو کی ووژل ،طالبانو چه قدرت خوشی کړی وه او کورو ته لاړل خو ارام پری نشول شوه د امریکا لاسپوڅی د شمال ټلوالی د پشتنو په ضد نوی جکړه شروع کړه . د امنیت کارمندانو ته نوی د طالب او القاعدی ټاپه جوړه کړه د پشتنو سپن ژیری او مشیران د طالب ا و هر طالب د القاعدی په تور نیول او وژل. د پشتنو ځمکی او جایدادونه تری غصب شول او په شمال ولایتو کی اجباری هجرت ته مجبور شول، کلونه کلونه کیږی چه پشتانه د تروریزم قربانیان دی د پشتنو سیمی د جنګ میدان دی بشتانه له هر طرفه وهل او وژل کیژی د شپی لخوا کور کی امنیت نلری ماشوم یی له تعلیم او تر بیی او ځوانان یی له دولتی کاره محروم دی په پشتو څوک عریضه نشی لیکلای پشتو د تمسخر او رخشند ژبه ده اوبس
نتجـه داسی اخستلای شو چه پشتا نه د خپل وطن پالنی دقوی حس ددرلودلو پخاطر د همسایه او بین المللی اسـتعمارګرو هیوادو تر خاص منفی نظر او پوکس لاندی پخپلو کی جنګونو ته تحریک او هڅوی او د دوام لپاره یی لازیم امکانات هم برابر وی د سلاح او پیسو مساعدتونه ورسره کوی .او کله چه دا کړنلاري او پالسی نده چلیدلی بیا نو د وخت او زمان اول قدرتونو د نظامی تجاوز له لاری د پشتنو دمستقیل حاکمیت او حکومت کولو مخه ډب کړی او خپل لاسپوڅی حکومت یی په افغانانو تپلی دی که د خلکیانو او بیا دطالبانو حکومت یی ونشو کولای چه له داخله یی ونړوی بیا نو یوځل شرقی اول قدرت د پرچم سره په همغږی د خلکیانو حکومت او بل ّځل غربی اول قدرت د شورای نظار سره په همغژی د طالبانوحکومت دټولو نړیوالو پرنسیپونو خلاف ونړول ،
خلاصه له دا ډول توطیو ،دسیسو څخه د خلاصون او ورور وژنو څخه د مخنیوی لاره عمومی پوهاوی ده د کتاب ویلو تعلیم او تربیی عامول د بیسوادی له منځه وړل دی او په خپلو کی په یو او بل اعتماد کول دي تر څو وکولای شو چه د دوشمن د توطیو شکار نشو، او نور د دوشمن ټوبک مونږ پخپلو اوږو د ورور وژنی لپاره و نه ګرزوه اود الحاد او جهاد پنوم پخپلو کشی سره ونه وژنو . د خارجی دوشمن لخوا جوړي شوي بې معیاره ټاپې دخپلو خلکو په ضد ونکاره وه .او زمونږ دخلکو له پاکو احساساتو د دین او مذهب پنوم سواستفاده مخه ونیولای شوو.
ټول پشتانه که د دولتې ادارو مامورین یا دخصوصې سکتور کار کونکي اویا بل هر کارکې مصروفیت لری د خپل طبعی حق او اساسې قانون کی تسجیل شوي حق په درلودلو سره پشتو ژبه پرته لدې چه د نورو ژبو سره کوم تعصب شکاره کړی په براخه توګه استعمال (پشتو ولیکئ پشتو ووایی او پشتو زدهکړي) او تر استفاده لاندی ونیسی .
د ملا وطالب ، خلکې و اخوانی افغانملتی و حرکتی مجاهد او ملحد پنوم یو او بل له تخریبولو لاس واخلو د قومونو ، خیلونو او زیو باندی سره جلا ونه اوسوو د شمالیوال جنوبیوال قندهاری او پکتیا وال و ننګرهاری او مزاری په ډلو باندې ونه ویشل شو .
په افغانستان کی میشت قومونه د یو واحد او سر لوړې ا فغانستان د درلودلو پخاطر متحد او یو لاس او پخبلو منځو کی د یو بل تحمل او احترام وساتو ،
د یو واحد او سر لوړې ازاد افغانستان په امــــــــــــــــید ،
پای

