ټپیزه ،ټکوریزه اوهایکو
11.12.2012 18:16که څه هم ماپه دې باب لا له وړاندې له یو شمېر لیکوالو سره په ادبي ناستو، راډیويي اوچاپي رسنیو سره په مرکو کې خپل نظرڅرګندکړی و، خوکله چې مې د پوهندويي علمي رتبې ته دلوړېدا لپاره کنفرانس ورکاوه، نو دغه سکالو(موضوع)مې غوره کړه.
د روان کال د ثور په میاشت کې مې کنفرانس ترسره شو. د چاپ په برخه کې مې تاوده و نه خواړه، ددې سکالو د لا څېړنې لپاره مې نوره هم مطالعه کوله. د خپل نظر د څرګندولو لپاره نور هم د منطق او استدلال په پوخوالي پسې په څېړنه بوخت وم. خو کله مې چې په همدې باب د پوهندوی محمداسمعیل یون لیکنه په یاران برېښپاڼه کې ولوسته،نو د پخوانۍ مطالعې او څېړنې پر بنسټ مې اړینه وبلله، چې زه هم خپل نظر نور ددې سکالو په اړه له لوستونکیو سره په لیکنۍ بڼه شریک کړم.له دې کاره مې یوه موخه داده چې زماپه حواله ځینې کسان داسې خبرې کوي، چې هغه مانه دي کړې،نو لږ تر لږه به دې خپل نظر ته د سند په توګه لیکنۍ بڼه ورکړم او هم به لوستونکیو ته خپل نظر وړاندې کړم.
زما د نظر وړاندې کول دا مانا نه لري چې دا به د کاڼي کرښه وي او ګوندې پر خلکو یې د منلو هڅه کوم، نه! د د ادبیاتو د یو شاګرد په توګه زما نظر دی. هیله ده چې تاسې درانه لوستوال مې خپلو ناسمیو ته متوجې کړئ،او پر خپلو علمي او ادبي دلایلو مې ونازوئ.
پوهندوی محمداسمعیل یون خپله لیکنه ( (ټپيزه، ټکوريزه او هايکو پښتو کې درې نوي شعري فورمونه))ترسرلیک لاندې پیل کړې.
زما نظر د شعر په باب دادی چې شعر فورم یا چوکاټ نه دی. شعر د ارستو په وینا مخیل کلام دی. د خبرو هنردی.په کېښکلې او اهنګینه ژبه د فکر و خیال عاطفي تړون دی او...په دې باب ډېر نور تعریفونه هم شته. شعر پېژندونکي فکر،خیال ،عاطفه ،احساس او اهنګ د شعر بنسټیز توکي بولي. نو دغه توکي کېدای شي په یوې نثري او یا منظومې ټوټې کې وړاندې شي. د جولې له مخې په لویه کې ادبیات په دوو برخو وېشو،نظم او نثر
نظم او نثر د یوې ادبي لیکنې لپاره چوکاټ یا جوله ده ،چې دا هر یو بیا نور قالبونه یا چوکاټونه لري. نو شعر چوکاټ یا فورم نه دی، بلکې د نثر او نظم په غېږه کې هغه وړاندې شوې وینا ده، چې هنری کیفیت او جوهر لري.
نو زما نظر دا دی چې د شعري فورمونو پر ځای که منظوم فورمونه ولیکل شي.نو زموږ بحث به پر ژانرونو یا فورمونو وي، نه پر شعري ارزښتونو یا کیفیت.
داسمه ده چې زموږ یو شمېر څېړونکي اوس هم د نظم او شعر ترمنځ توپیرته یاقایله نه دي اویاپه دې باب یې هډو فکرهم نه دی کړی. زموږ د کوزې او سهیلي پښتونخوا څېړونکي او نظم ویونکي نظم په منظومو فورمونو کې یو بېل ځانګړی فورم ګڼي. خو هره منظومه وینا چې یوازې وزن ولري شعرنه دی او نه هر شعر منظوم کلام دی.
بلکې هغه وینا، چې خیال ولري او تخییل پارونکې وي،پر لوستونکي یا اورېدونکي اغېزه وکړي،شعري یا هنري جوهر ولري،شعردی.
نوکېدای شي داسې وینا یا د نثر په فورم کې وي او یا د نظم په فورم کې،د نثر په فورم کې ورته د منثور شعر اصطلاح هم کارول شوې ده،که خبره عوامو ته واړوو او پرې حساب وکړو،نو بیا خو زموږ په یو شمېر سیمو کې سازندوو ته هم خلک شاعران وایي.
زما په نظر د ادبیاتو مسلکي لیکوال باید د دغو دواړونو مونو تر منځ توپیر ته قایل اوسي،او په خبرو کې یې توپیرنه کوي نولیکنه کې یې خوبایدچې توپیروکړي
ښاغلی یون دخپلې لیکنې په یوه برخه کې له عربي څخه دراغلوفورمونوشمېر(۱۴)ښيي.لومړی خوبایدفورمونه ځانګړي شوی وای ،چې دمنځپانګې له مخې دغه شمېرښيي که دجوړښت له مخې؟ښه که دجوړښت له مخې وي نوزمادمطالعې پربنست ددغه شمېرترښودل شوي شمېر زیات دی: ((مثنوي،قصیده ،غزل ،قطعه ،مسمط،مستزاد،ترجېع بند،ترکیب بند،رباعي،مربع ،مثلث،مسبع ،مثمن ،مسدس ،مخمس،متسع ،معشر))ددې هریوچوکات بېلګې په پښتومنظوم ادب کې شته.کېدای شي چې داسې نور چوکاټونه وي چې له عربي ژبې پښتوته راغلي وي،خوموږ ته معلوم نه وي.دپښتوګړنې ادب لمن هم پراخه ده .دلته موږ منظومه برخه دحبیب الله رفیع دوېش پربنسټ په عامواوخاصوسندرو ویشلی شو،چې داهره برخه بیاځانګړي چوکاټونه لري.په عاموسندروکې که یوازې غاړې وڅېړو نودسېلابیزجوړښت له مخې زمادمطالعې له مخې اولس په ټولیزډول اولسه ډوله دي وچې کېدای شي تردې هم زیاتې وي.همدارنګه سروکي دجوړښت له مخې دېر ډولونه لري،اته ډوله خویې یوازې مامطالعه کړي دي.همداسې پسې خاصوسندورکې چاربیته ،لوبه او...درواخله .ښاغلي یون په ټولیزډول دپښتومنظومودده په ژبه شعري فورمونوشمېر(۵۵)ښودلی دی.زه نه پوهېږم چې دافورمونه یې څنګه شمېرلي .دګړني ادب دمنظومې برخې په جوړښت کې ربړې شته .چې پراخې څېړنې ته اړتیالري .که ژوندراسره یاري وکړه ،نودخپلواستادانودلیکنوپه برکت به په دې برخه کې یوه نوې څېړنه وړاندې کړم. نودیوې ادبي څېړنې پرمهال باید په داسې مواردو کې شمېرقیدنه کړو.
ښاغلی یون په خپله لیکنه کې پښتوته ازادشعر(؟)له انګلیسي اونورو (؟)ژبوڅخه راغلی بولي.که دی ازادنظم دفورم له مخې له انګلسی یانورو نړۍ والوژبوچې دانورې ژبې هم بایدپه ګوته شوی وای،راغلی بولي نودا دپښتوپه ګړني یاشفاهي ادب کې چې دازادنظم کومې بېلګې شته.له دې سره څه کوي؟
زه غواړم دلته لږدازاد نظم په جوړښت ،سکښت اوډولونورڼاواچوم،خوله وړاندې همدومره ویل غواړم چې موږبایدلږدخپل ادب پاڼې هم واړوو.هرشی بایدپردی ونه بولو.دلته غواړم داجوته کړم چې ازادنظم دپښتوخپل مال دی.داچې په شپېتموکلونوکې له ازادنظم سره ځینوکسانومخالفت کاوه یوه وجه یې داوه چې دوی خپل ادب نه ولوستی اوبل هغوکسانوچې ځان یې دازادنظم بنسټګرباله ،هغوي هم له خپل ګړني ادبه ناخبره وو.دغې ناخبرتیااودځینوهغواشخاصوپروړاندې حساسیت چې ځان یې دازادنظم بنسټګرباله .دازادنظم پروړاندې مخالف بریدونه ونیول.دنظم دجوړښت له مخې دډولونوپه برخه کې موږ له دغوډولونوسره ډېرمخ کېږو:
۱:قافیه وال اوردیف وال
۲:قافیه وال
۳:بشپړازاد
۴:نیمه ازاد
دازادنظم بنسټیزتوکی وزن واهنګ دی.
((...دغه خبره هم دازادنظم له پيدايښته راولاړه شوه.ګنې هسې خوپه لومړيوکې دنظم لپاره بنسټيزتوکي وزن وقافيه وه.خوکله چې دقافيې له زندانه وتى نظم رامنځته شو،نودادازادنظم په نامه ونومول شو.پښتونظم څپيزخجيزياسېلابوتونيک دى.
ازادنظم نه يوازې دقافيې له بنده خلاص دى.ددې ترڅنګ له مقيدوزن اودڅپوپربنسټ دمېسرو له برابرښت اونورو عروضي قيدونوڅخه هم خالي دى.))
(...له ازادپښتوشعره زموږموخه هغه توليز(موزون)شعردى چې له ناپښېليزوالي (بېقافيه والي)سره سره يې مسرې دلنډوالي اواوږدوالي له پلوه کومه ټاکلې کچه نه لري اوله (يوفونيمي څپې)نيولې ترڅلوېښت –پنځه څلوېښت څپورسېداى شي...)
((تردامهاله خوزموږڅېړونکيوازادنظم خپل نه يوبهرنۍ نظم باله چې ګواکې په پښتوکې يې پېښې شوې دي.خوداسې نه ده .موږدګړني ادب په لمن کې هغه نظمونه لرو چې دنياوال يې دازادنظم په توګه راپېژني.ښې بېلګې يې په سروکيو،کاکړيو،ناروسرو،شين خاليو،انګيواو...موندلاى شو.زيارصاحب هم په دې نظردى چې ((...پښتوازادشعرديوشمېرنورو ختيزو ژبوپرخلاف داروپايي ازادشعرپېښې ياکاپي نه،بلکې دخپل ازاد (و)ګړني اولرغوني (فولکوريک اوکلاسيک)هغه بشپړتيايي بڼه بلل کېږي ،غوره لاسونديې دادى چې اروپايي ازادشعر(Free verse)يوازې بېقافيه نه ،بلکې له هر رازشعري قانون ياقالب (metrical pattern)څخه پخشو دى،نه هغه پخوانى ټاکلى مسره ييز دود سمبالوي.نه هغه ټاکلي ژانرونه اوڅومره والى(کميت)ياکچ ومېچ اونه هغه کلاسيک تول وتال يارېتم په ټوله مانارانغاړي...))پښتوکې دازادنظم پیدایښت اوجوړښت،ناچاپ
دازاد نظم ښې بېلګې په ګړنې ادب کې مطالعه کولای شو.دګړني ادب دزوکړې کره مهال څرګند نه دی.نوخپل ګړني ادب ته په کتوویلای شوچې ((...په پښتوګړني ادب کې لاپخوا دنيمه ازادنظم بېلګې وې.ان داچې دنظم خښته دقافيې له قيدوشرطه پرته په ازاده بڼه ايښودل شوې ده.دفولکلوريکو بنسټونو،بېلګواوددغه بنسټ اصل ته دکتوله مخې ويلاى شوچې په ټوليزډول په پښتوکې لومړنی رامنځته شوى نظم هم ازادنظم دى ...))یاداثر،
دګړني ادب په عاموسندرو کې یې دابېلګې وړاندې کولای شو:
په سروکوکې یې بېلګې
ماایلبندته لېږدوینه
زماتوره جانانه کډې بارېږي
یا
چې دې وران نه شي خالونه
دتورپیکي مېرمنې په څنګ څنګ راواوړه
یا
دسرو زرو چارګل
په سریې تورلونګ ټومبلی دی
مسته کبرجنه ده
یا
ګل سرداره یاره
جارشیرینه یاره
ټول وطن سور اورشو
ماپه غېږکې واخله پښتنې سندرې دویمه برخه ،۲۸۶م
بېلګې یې په غاړو کې لوستی شو:
((غدۍ کټاراپرېږده
غمونو زور وکئ راباندې
کټابه يوځاى ناست وي
ګړده ږوبه وتاجارسم )) کاکړۍ غاړې ،۲۲
ازادې غاړې:
((زه څې کښېنم ستاترڅنګ
اخلم له ګړدي دويناخوند
مخ دپټ کئ رم ولياړ
راته معلوم دسو جوړ حال
کډې نه راځي پرليار
ماځين کاوئ ستادخولې حال))کاکړۍ غاړې، ٢٢ .
دې ته ورته نورې ډېرې بېلګې هم لوستلای شو.
دیادو اودې ته ورته غاړو له جوړښت اوسکښته سړی داویلای شي چې
لومړى پخوانۍ (دقافيې له قيده خلاصې )غاړې رامنځته شوې دي .وروسته ترې قافيه والې هغه.نوپرهمدې بنسټ ويلاى شوچې زموږ دنظم بڼه هم ازاده وه.وروسته چې راشه درشه پيداشوې ،نوپرادب يې هم اغېزښندلى.په دې کې زموږ غاړې هم دقافيې پرزنځيرتړل شوې دي.په غرب کې ازاد نظم دڅېړونوله څرګندونوداسې ښکاري چې بې قافيې ياددوي په اصطلاح سپين شعرپه اروپايي ادبياتوکې په ١٦پېړۍ کې راڅرګند شوی دی.((...دانګلوساکسون اولرغونې انګرېزۍ ژبوشعرقافيه نه درلوده .سره له هغه هم دغه ډول شعربلل شوى نه دى.ځکه ددغوشعرونو تقطيع څانګړ تياوې درلودې يانور سندريزوالى خوکله چې قافيه په انګرېزي شعرکې داخله شوه اوترډېرو اوږدو مودو پورې دشعردلوازموڅخه وګڼل شوه.ترهغه وروسته (هنري هوارد)په ١٥٤٧کال کې دلومړي ځل لپاره دورجيل دمنظومې ژباړې له لارې دبې قافيې شعرپه توګه دود کړ.په انګرېزي شعرکې دبې قافيې شعرخورامعمول ډول د(ملتون)(ورک جنت)اودشکسپيرډرامې دي.
ترشپاړسمې پېړۍ وروسته لس څپيز بې قافيې شعرونه چې دوياړلواوډراماتيکوشعرونو اصلي ډول بلل کېده (درېدان)په خپلو تراژيدي اشعارو کې دفرانسې له قافيې لرونکي ډرامونو نه په تقليدسره دقافيې مراعات کاوه.خوله څومودې وروسته قافيه دانګرېزانوپه غوږ ښه ونه لګېده اوبياله دې کبله په ډرامونوکې بالکل ناوړه اودهېڅ په شمار وبلل شوه.خوشکسپيربه کله کله ځينې صحنې په څومقفى بيتونو پاى ته رسولې خودصحنې نورې برخې يې بې قافيې وې.
يابې قافيې کلمه دلومړي ځل لپاره شکسپيرد(هاملت)دنندارې دلومړۍ پردې دوهم صحنه کې کارولې ده.خوبشپړازادنظم ((...دلومړى ځل لپاره داتلسمې (١٨)پېړۍ په پاى کې په اروپاکې راپيداشو.بيادنولسمې پېړۍ په پيل کې په بلجيم کې (دايمل هان (١٨٥٥-١٩١٦)اوپه روسيه کې اليکساندروبلوک (١٨٨٠-١٩٢٠)والري بريوسف (١٨٧٣-١٩٢٢)اونورو خواوو کې ډېره پراختياوکړه.)).
دولسي خاصوسندرو په برخه کې دملکیارهوتک سندره دغور وړده.
ترنګ بهیږي ترنګ بهيږي غاړې ترغاړې
زمازړګى خو خپل لالى غواړي
که روده روده دترنګ روده خاوند دې وچ کا
چې زړګى مومي زماخپله سوده
که نېزدى نېزدى نېزدبېلتون دى زړه نېزه وړي
په ويرژړلي په غم زبون دى
که اور دى اور دى په زړه مې اور دى دااور به وچ کا
دويرنېزونه بل ډېر په زور دى
سپينې سپوږميه ورته ووايه
چې ترنګ ټال کړم ستاله خولګيه
که خړو خړو اوبوسوان کړئ بېل ملکياردى
پاته له يار دى سوب يې جانان کړئ))( په پښتوکې دازادنظم پیدایښت اوجوړښت ).
ددغې سندريزې ويناټولې مېسرې سرترپايه پرته له يوې نيمې مېسرې دقافيه وال نظم په څېر قافيه نه پالي.نو زماپه اند دابه په ليکلي ادب کې دنيمه ازاديامعرى نظم لومړنۍ لاسته راغلې بېلګه وي چې دازادنظم لپاره لار پرانزي.
ترده راوروسته بيا دبشپړازاد نظم رڼه بېلګه د اخونددروېزه په مخزن کې څرګنده ده.خان خوشال خان په خپلې ويناکې داخونددروېزه دغه وينا بې بحره اوبې وزنه بللې ده.دروېش درانى په خپل کتاب (پښتوعروض )کې داخونددروېزه دازاد نظم په باب څېړنه کړې اوليکلي دي:
((هغه دين چې موافق دى له قرآنه
او رسول دى قبول کړى
هغه دين زما قبول دى، ما دى لاس ورلګولى
هغه دين جې مخالف دى له قرآنه
او رسول ځيني وېزار دى
زه وېزار له هغه دينه
چې پېرو د هغه دين په دواړو کونو شر مسار دى.
ددې پوتنۍ ليکنې زړتيا که څوک اټکلول غواړي نو ښايي چې تر شل او دېرش کاله يې زياته زړه ونه بولي_ او دغسي اټکل به د دوو خبرو پر بنسټ باندي وي، يوه دا چې دغه ليکنه په پښتو ژبه ده او بله دا چې آزاد نظم يا د آزاد نظم يوه ټوټه ده_ هرکله چې مونږ دا منلې ده چې پښتو ته د آزاد نظم راتګ د ډېري مودې خبره نه ده ، نو په دا ويل کېداى شي چې دغه پورتنۍ ليکنه به هم په نزدو کلونو کې منځه راغلې وي خو که تکيه په اټکل باندې ونه شي او ددغې لکيني اصل عمر جاته ور ښوول شي نو هغه به حېران پاته شي چې په پښتو کې هغه وخت آزاده شاعري شوې ده چې په نړۍ کې چرته هم د آ زاد نظم وجود نه و. بيا دغه شاعري تش يو نظم دوه نه ده، پورته کتاب دى او دغه کتاب د اخوند دروېزه بابا مخزن الاسلام دى.
مخزن الاسلام چې کله ليکل کېده نو هغه وخت رښتا هم په نړۍ کې ازاده شاعري چرته هم نه کېده_ ازاده شاعري د لوېديز له خوا راغلې ده او مونږ ته د انګرېزۍ په لاره رارسېدلې ده_
په انګرېزۍ کې د امريکايي شاعر والټ ويټمېن هغه ويل (کلام) چې (leaves of grass)يې نوم اېښى و، د آزآدي شآعرۍ پېلامه ګڼل کېږي او دغه ويل په کال ١٨٥٥ع کې خواره شوي وو خو د اخوند صيب مخزن تر دې دوه نيم سوه کاله وړاندې مينځ ته راغلي و، د اروښاد تقويم الحق کاکا خېل په وېنا د اخوند صاحب درې ډېر مشهوره کتابونه مخزن الاسلام ، ارشاد الطالبين او تذکره الابرابر و الاشرار يقيناً د کال ١٣٠٣ ع او کال ١٦١٢ ع تر ميانځه ليکلي شوي دي ( د مخزن مقدمه) البته په دغه وخت کې بې قافيې شعر چې معرى شاعري هم ورته ويل کېږي، په انګرېزي کې رواج موندلى وه. دغسي شاعري تر دې حده خو ازاده وي چې قاقيه نه لري_ خو د مصر عو د اوږدواله په اړه د ټاکلي حد خيال ساتل پکي ضروري وي_ د نظم دغه شکل په انګرېزى کې سرې surrey( ( د شپاړلسمي صدى عيسوي په منځ کې پېل کړ او د همدغي صدۍ په پاى کې يې اول د کرسټافر مارلو او بيا د شېکسپئير په لاس ددغي ژبې په ډرامه کې رواج وموند_ د اوولسمي صدۍ عيسوي د دويم نيمايي په سر کې د ملټن مشهور ايپک نظم ورک شوى جنت، د شعر په خوا روانه شوه_ مګر د ازاد شعر په رامنځه ته کېدو کې بيا هم سوونه کلونه ولګېدل_ خو پښتو په دې خبره پکار ده چې ووياړي، چې دغه کار پکي د نړۍ تر نورو ژبو دوه نيم سوه کاله وړاندې پېل شى و...
د پښتو شاعرۍ د زياترو مصرعو عروضي جوړښت په عامه پتوګه داسي وي چې بنيادي رکن يې له څلور سېلابونو څخه جوړ وي_ ددې بحر بنيادي رکن يا دانګرېزۍ په اصطلاح فټ هم له څلورو سېلابونو څخه جوړ دى چې خج يا فشار يې پر دريم سېلاب باندې راځي او موږ يې دريم اوږ رکني بحربولو_ مخزن ټول له همدغسي مصرعو څخه جوړ دى لکه.
ګڼه دين د پاک رسول، نوى مېلمه و
پرآنګڼ د کافرانو ورکوز شوى
د مېلمه عذر کوته وي
او د دين عذر په سر دى
بې د غټ کافار له سره په نور څه نه عذر کېږي
د نبي ياران سواره وو پر تېزرو آسونو باندې و غزا وته ولاړ وو.
دالښکرې
په مثال لکه درياب په پنځه رکنه
جې موجونه يې پشپېږي
دا پورتنۍ توټه د قصيده برده د ژباړې يوه برخه ده...))پښتوعروض،۲۰۵
دجوړښت له مخې دازاد نظم په باب نورې خبرې هم کېدای شي اوپه دې برخه کې نورې بېلګې هم وړاندې کولای شو.ددغه نظم په باب مایوه څېړنه کړې چې په نږدو کې به دچاپ په ګاڼه ښکلی شي اوستاسې لاسونه به ښکل کړي.
اوس راځودټپیزو،ټکوریزواوهایکوبحث ته.
ښاغلي پوهندوی یون دخپلې لیکنې په یوې برخه کې دې سکالوپیل داسې کړی: ((خبره لا دوه نيمو لسيزو ته نه ده رسېدلې چې د پښتو ادب په لمن کې (درې نوي شعري فورمونه) په ټوکېدو او غوړېدو دي...))ددغوپه اصطلاح نویو فورمونو(؟)دشالیدپه باب دیون صاحب څرګندونې لږغوراوڅېړنه غواړي خوترې وړاندې ددغه هریودجوړښت په باب خبرې کول په کاردي.
ټپیزه
هرفورم پرخپل بنسټ رامنځته کېږي اودپېژندنې لپاره ځانته جوړښت اوځانګړنې لري.دپښتوپه عاموسندرو کې لنډۍ هغه منظوم فورم دی چې شاعرانه ارزښت اوکیفیت لري.څېړونکیوددغه فورم جوله دمنځپانګې اوشاعرانه کیفیت لپاره سین په کوزه کې ځایولوسره تشبیه کړې.دغه جوله یې هغه کوزه بللې چې سمندر په کې ځایږي.ددغه فورم سکښت نورلنډول اواوږدول نه مني.که په نړۍ واله کچه کوم فورمونه بحث ته راوځي نودغه فورم به دپښتومنظوم ادب یوه ښه استازولي وکړي. ددنیاادب څېړونکي هم ددغه نظم جولې ته ګوته په غاښ دي چې دا وړچوکاټ ګوره او په کې ددمره شاعرانه اوانځوریزې ویناځایول وګوره.دوه کاله وړاندې مادهندوستان دچندیګړپه ښارکې دفولکلورپه باب په یوسیمینارکې دپښټولنډیوپه جوړښت اوارزښت یوه لنډه لیکنه واوروله.دغونډې برخه والوته ددغه فورم سکښت،جوړښت اوارزښت ډېردپام وړ و.اریان وو چې په دې دومره لنډګنډ چوکاټ کې څومره ښکلې انځوریزه شاعرانه ویناځای شوې ده.که څه هم زماانګریزي دومره غښتلې نه وه چې ددې خلکوپوښتنوته پوره ځواب وکړم خوبیامې هم دغونډې برخه والوڅه ناڅه ددغه فورم په باب معلومات ورکړل.دغونډې ډېروګډونوالووروسته له ماپه شخصي توګه ددغه فورم په باب معلومات وغوښتل.
اوس خبره داده چې که په دغه فورم کې وړاندې شوې انځوریزې ویناخپل مفهوم په بشپړه توګه نه وای رسولای،اویاددغه فورم لمن دیوې ښې شاعرانه وینالپاره لنډ تنګ ،بې خونده اوګران وای نونن به یې نړۍ وال شهرت نه وموندلای اویابه ددغه فورم لمن نوره هم لویه شوی وای،خوددغه فورم کمال اوجمال په دې کې دی چې دانه کمی مني اونه نورزیاتول.دایومشبوع شعردی.په همدې چوکاټ کې وړاندې شوې ویناداسې یوښکلی انځور وړاندې کوي چې هغه نورڅه نه مني.ددغه منظوم شعرښکلاهم په دې کې ده چې په لنډتنګ چوکاټ کې الفاظ سره داسې پېيي چې دبې ځایه اوږدولواوبې ځایه لفاظۍ مخه نیسي.همدومره الفاظ کاروي چې یوه شاعرانه ویناپه ښه اهنګ اوموسیقیت سره وړاندې کړي.دلفظونواوډون يې هم یوځانګړی موسېقیت اواهنګ برابروي.جوړښت یې دومره خوږ دی چې په یوواراورېدو داورېدونکي په زړه نقش کېږي.بیاترې په اسانۍ نه هېرېږي.بل لویه خبره داده چې لنډۍ دولس مال دی .ویونکي یې مشخص څرګندنه دی.یوه لنډې پربېلاپېلوسیموپه زرینوپڼوکې ګرځېدلې اوداسې اهنګین سندریزمزل یې کړی چې بېلابېل وریانټونه لري.نوکه په دغوتول اواهنګ برابرو الفاظوباندې زیاتی یاکمی کېږي نوددغې سندریزې ویناهغه دکلام رواني،ښکلې موسېقي اواهنګ هم له منځه وړي.راځم دټپیزې په باب خپل نظرته :ترهرڅه وړاندې دغه منظومه وینا ځانګړی فورم نه دی.ځکه فورم پربل بنسټ نه رامنځته کېږي.داسې نه شي چې سباهرسړی پاڅي،زاړه اودودیزفورمونه دخپلې ویناپه پای اویاپیل کې راوړي اوبیاپرې دنوي فورم نوم کېږدي.ټپیزه له نومه ښکاري چې له ټپې راوتې ویناده.نه یوازې دجوړښت له مخې بلکې دمنځپانګې له مخې هم.ددغې منظومې ویناویناوال لومړی یوه ټپه اورېدې یالوستې .په زړه يې ناسته ده.ایسته یې ترې درې مېسرې ورته له مخه کړي .بیایې خوله په سره کږه ایښې اواداسې ګومان یې کړی چې ګوندې نوښت یې وکړ.دانوښت نه دی چې سړی پربل بنسټ هغه هم پرهغه بنسټ چې عام ښایست اومقبولیت لري،خپله ویناورواچوي اوبیایې نوی بنسټ یافورم وبولي.که دالاره خلاصه شوه ،نوموږبه له ډېروفورمونوخلاص شو.سبابه نورځوانان راجګېږي اوپرنورو زړوفورمونوخپله ویناداسې ورغورځوي چې له هغې پخوانۍ ویناسره به هم تړاو نه لري.ښه اوس پوښتنه داده چې که موږدایونوی فورم وبولو،نوبیالنډۍ څه شوه ؟لنډۍ خودولس مال اویوناڅرګندویونکي ویناده.کله چې په ټپیزه کې راغله.ټپیزه خوخپل ویناوال لري.نودغه ویناوال دولس مال په خپل نوم کړ.هغه کوم ارزښت چې له موږ سره واوپرې حساب موکاوه هغه خپله له منځه لاړ.داسې ښکاري چې ددغه وتلي فورم دارزښت خاورې کولواوتاریخي قدمات په له منځه وړلوپسې خلکوراخستې ده.
دلته اوس یوڅوټپې چې له هغوټپیزې جوړې شوي رواړو،ګورو چې دې لنډیونورې غځونې ته څه اړتیالرله کنه؟
((پروت لکه ښځه په کاله شوې
نه ددغه نه دهغه شوې
خاورې ایرې شولې نورڅه شوې
که په میوندکې شهیدنه شوې
خدایږولالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه))یوځلې بیاپه دې لارراشه،۱
دلته دمیونددپېښې تاریخي لنډۍ چې دتاریخي ارزښت اوخپل جوړښت له مخې دهرپښتون په خوله کې دویاړساه باسي،نورې غځونې اوڅرګندونې ته څه اړتیالرله.دمنځپانګې اوجولې له مخې داپوره اومشبوع ویناده.که موږ اوس پردې ټپې ورتپل شوې مېسرې لرې کړونوایاټپه به خپل معنوي ارزښت اوجولیزه بڼه وبایلي؟ هېڅکله نه ؟ځکه دغه ویناپه همدې لنډګنډچوکاټ کې دهمدې پېښې دهنري انځور لپاره ټاکل شوې وه.خواوس که دغه ورتپل مېسرې چې ویناوال یې څرګند دی بېلې ولولونوکوم خونداورنګ به په کې ونه وینو.اره خبره داده چې ولسي ادبیات دیوې تجربې اویاپېښې لنډه هنري بڼه ده.که متل راخلوکه اصطلاح رااخلو،که ټپه اویا...نودابه راته جوته شي چې دغه ویناوې دتجربواوانساني کړو وړو یوه لنډه ګنډه وینااویایوه ښکلې هنري پایله ده.دشاعرۍ یوه ښېګڼه یاصفت دادی چې پېښې مسایل په لنډه ،اهنګینه اوهنري ژبه داسې وړاندې کوي چې لوستونکی یااورېدونکی ترې هم خوندواخلي هم مانااوهم رنګ.لنډاوګنډلفظونه یې دیوښکلي اهنګین مزي په پېیلوسره دزړه رګونه په ترنګولوراولي.دټپې کمال هم په دې کې دی چې په شمارلفظونوباندې خپل پیغام رسوي.اوږدولوته اړتیانه لري.اوس بله بېلګه راوړو:
هسې مې کلي کې زړه تنګ شو
چې يار روان رانه په څنګ شو
له خپل نصيب سره مې جنګ شو
زما د مينې يار ملنګ شو
اوس بـــــه دېـــــرې د مـــــــلنګانــــــو لـــــټومــــــــه.
هغه له زړه نه راته ګران دى
د ستمونو يې باران دى
زما ترې سر او مال قربان دى
په ما يې زر منه احسان دى
چې جــــانان ټـــــول کلــــــى پـــرېـــږدي مــــالــه راځينه
په لومړۍ ټپیزه کې چې په اصطلاح بنسټ یې داټپه ده
زمادمینې یارملنګ شو
اوس به دېرې دملنګانولټومه
دغه ټپه خپل ټول هنري پیغام په همدې لنډګنډ چوکاټ اوشمارلفظونوکې رسوي .ددې اوس نورې څرګندونې اواوږدولوته څه اړتیاده.زه ګومان نه کوم چې له دې ټپې پرته دې یوڅوک دانورې مېسرې هم په یادو زړه کړي.
په دویمه بېلګه کې هم لنډۍ ده چې یوښکلی هنري انځور وړاندې کوي.
زماله نظره موږبایدپه زوره اوپه لوی لاس دغه دزر غوندې ویناپه ایرو کې ورکه نه کړو.داهغه ویناده چې دژونددنورو تجربوپه منځ کې راوتې اولکه زر ځلېدلې.
ښاغلی یون دټپیزو درامنځته کېدوپرتاریخي بهیرلیکي چې (( په پښتو کې ټپيزه ډېر اوږد تاريخ نه لري، البته په ژبه کې دېته ورته نظمونه شته. نږدې دوه لسيزې کېږي چې ټپيزه په پښتو ادب کې تر سترګو کېږي، ان تر دوو لسيزو کمه موده کېږي. ځينې ليکوال په دې نظر دي چې پوهاند مجاور احمدزيار د ټپيزې د مخکښانو له جملې څخه دى. البته په پښتو ازاد شعر کې د پښتو لنډۍ کارونه مخکې هم شوې؛ يو شمېر شاعرانو چې پښتو ازاد شعر يې ليکلى، په خپلو ځينو شعرونو کې پښتو لنډۍ د خپل شعر د قوت، د منطق د پوخوالي او د استدلال د يوې ستنې په توګه کارولې ده. پوهاند زيار هم په خپلو ځينو ازادو شعرونو کې لنډۍ کارولي. سربېره پر دې زيار خپلواکې ټپيزې هم ليکلي دي. تراوسه د پوهاند زيار د ټپيزو کوم ځانګړى اثر نه دى چاپ شوى. خو د پښتو يو شمېر ځوانو ليکوالو ټپيزې ته خپل کار ويلى او په دې برخه کې يې دومره کار کړى چې خپل مستقل اثار يې چاپ کړي دي. ځوان ليکوال (حنيف حيران) او (رحيم الله ارماني) هغه ليکوال دي چې د ټپيزو مستقل اثار لري))
ښاغلی یون لیکي چې ټپیزه په پښتوکې اوږد تاریخ نه لري.په یوه ځای کې ددغوفورمونوموده درې لسیزه ښيي خوپه بل ځای چې بیادټپې عمران تردوولسیزو کم ښيي ،موږ اوس نه پوهېږو چې په کومې مودې حساب وکړو؟داهم لیکي چې دې ته ورته نظمونه په ژبه کې وو.کله چې دې ته ورته نظمونه وي،نوبیاخودانوې خبره نه ده.یانې دافورم په ژبه کې شته.دغه کوم جوړښت چې ټپیزه يې لري اوښاغلي یون یې هندسي بڼه هم څرګنده کړې ،په دې بڼه موږپه خاصوسندرو کې لوبه لرو.لوبه ډېرډولونه لري خویوډول یې هم دادی چې دلوبې هره کړۍ پنځه مېسریزه ده.
دلغمان یوولسي نظم ویونکي سیدباووجان (۱۲۷۲ـ۱۳۲۲)چې له نن نه ۶۹کاله وړاندې مړ شوی، یوه داسې لوبه لیکلې چې طبعي تپې اودټپوپر وزن یې خپل الفاظ موزون کړي دي.
((زه په غموکې شوم غمجنه کړم غم له غمه بې وطنه
غمونوغم راواړاونه که غم له غمه وېریدنه
په مابه نه راتله جوړه جوړه غمونه
غمازبه ولې دغمو لوبې کوینه
ځان دې له ماسره پخلاکړه سپینه خولګۍ دې ماته راکړه
ماته دې مخ غمازته شاکړه زړه په سلاکړه ځواب راکړه
زه دې له بلې یارۍ وویستم مینه
غمازبه ولې دغمولوبې کوینه
دتابه څنګه مدعاوي تاته مې مخ غمازته شاوي
زمابه تاته داویناوي زړه په سلاجواب دې داوي
که بله وینې ماته مه ګوره مینه
غمازبه ولې دغمولوبې کوینه))منګولې،۴۶م
اوس په دې لوبه کې دهرې کړۍ مېسرې پنځه شپږمه يې تکراراو له بلې کړۍ سره دتوپیراوموسېقۍ لپاره راوړل شوې . پردې لوبې لږترلږه اته نهه لسیزې عمرتېرشوی دی.
دې ته ورته نورې لوبې هم پیداکولای شوچې هغه یوازې دلنډۍ پروزن لیکل شوي دي.که څه هم موږ دټپې یادلنډۍ په برخه کې وایوچې ویونکی یې څرګند نه دی.ټپه پرهمدې بنست په عاموسندروکې راولو.که دټپې تړاوله کلیو،بانډو ولس سره دی یاله همدې ځایه راپورته شوې ده،نودولسی نظم ویونکي دهنرزېږندځای هم همدا ولس دی.دده دهنرژبنی توکي هم له ولسه راپورته شوی اودولس اوبه څښي.ددوی ذهني کچه دولس له ذهني کچې سره برابره ده.دده دوی دخولې وینااولنډۍ یوځای ژوندکوي.یوازې توپیریې دادی چې ددوی دخولې ویناددوی په نوم ثبت ده.
لنډۍ خوهم یوویناوال لري.زماپه خپل انددښځینه ویناوالوترڅنګ به ددغې هنري وینایوویناوال هم همدا ولسي شاعروي.ددوی یوشمېرسندرې چې کله ناکله لولویا اورو نوژبني توکي ،انځورونه،وزن ،اهنګ ،موسېقیت اوپیغام یې له لنډیوسره اړخ لګوي.دلنډیوویناوال ځکه لادرکه شوی چې نوم یې په ټپه کې نه دی راغلی.اوس خولایوشمېرکسانودلنډیوپه لیکلواوبیاپه خپل نوم خپرولوهڅه هم کړې.دغه لنډۍ چې دوی په خپل نوم لیکلې دي.داهم ولس ته غورځی ،کله چې په ټنګ ټکورکې راونغاړل شوه.نودسیمه ییزو،لهجوي،مهال او...بدلونونوسر ه سم په دغولنډیوکې لفظي بدلون راځي.بېلابېلې بڼې غوره کوي.موږ یې په تېرکې هم بېلګې لرو.نه یوازې لنډۍ پردغوشرایطوبېلابېلې بڼې غوره کوي بلکې دولسي ادب یوشمېرې نورې برخې هم همداځانګړنې لري.
دګړني ادب په یوبل ځېل سروکیوکې لولوچې ځینې سروکي دکوم ولسی نظم ویونکي له نظمه داسې رامنځته شوی چې دنظم یوازې هغه مطلع یاسرلومړۍ مېسرې ی پاتې دي ،نوربیتونه یې غورځول شوي دي.دنورو بیتونوپرځای په کې لنډۍ ویل کېږي.نوکېدای شي چې ځینې لنډې هم دکوم ولسي شاعرله نظمه رابېله شوې ویناوي.
دې اودولسی ادب نورو نظمونوته په کتوڅنګه ووایوچې دټپیزې فورم لږترلږه دوه یادرې لسیزې عمرلري.تراوسنیوبېلګواواوسنیوشاعرانو موږ په ګړني ادب کې مخینه لرو چې وړاندې موکړه.نوبیاهم دژوندکره زمانه زمانه يې نه شوپه ګوته کولای .
همداسې موږ دګړنیوادبیاتودخاص سندروپه لمن کې دې ته ورته یاپه لږتوپیرداسې بېلګې هم موندلای شوچې یوځانګړی موسیقیت اواهنګ لري.زموږ ولسی نظم ویونکیودلنډیوپه وزن کې داسې طبعي لوبې لیکلي چې دبیتونومعنوي اووزني تړون دخپل ځانګړي موسیقیت له مخې مېسرې یوله بله سره په اهنګین مزي تړلي خولنډۍ یې نه دي رااخستي.لکه دابېلګه:
((ته دسین پورې ز ه راهورې دلبره ولې راته ګورې
وربل جاله کې دواړه زلفې تنابونه))سین غاړې ګلونه ،۶۲م
((لاړه شه مورې مهترلام ته ته دښایسته باباسلام ته
نذریې ورکړه دازما دسر شالونه))منګولې،۷۰م
لومړۍ دوه مېسرې نهه نهه اودرېمه دیارلس څپیزه ده.نودلته هم دلوبې هره کړۍ دټپې پروزن واهنګ پای ته رسي.خوټپه نه راخلي.شاعرهڅه کوي چې خپل خیال په دې وزن واهنګ کې ځای کړي اوهمدارنګه خپله ټوله لوبه سرترپایه په انځورنوسره وپېيي.په جوړښت کې له ټپیزې سره ددغې لوبې دکړۍ یوازې په یوې مېسرې کې توپیردی.ولسي شاعرله ټپې سره په طبعي ډول بلد دی.ځکه دده وینااوټپې دواړو له ولسه اوبه څښلي .یعنې ژبني توکي یې ولسي دي.په لوبه کې شاعرهڅه کړې چې دټپې په وزن وبحرکې خپله خبره وکړي،خودټپیزې ویناوال په ټپې پسې ګرځېدلې .بیایې په پیداکړې ټپې پسې درې مېسرې ورټړلي.له ټپې سره دې وضعیت اوس زموږ دداسې ویناویناوالوشمېرهم زیات کړ.اوس نوچې دچالږهم پروزن واهنګ لاس بروي.هغه په ټپې پسې دادرې مېسرې تړلی شي.همدې وضعیت جدي ویره پیداکړې چې دټپې هغه رنګ اوښکلابه ومروړي.بیابه موږ په ایروکې سره ګرځواوسره زر به پیداکو.که زموږ زلموشاعرانوخامخانوښت ته مټې رابډوهلې وي.نودلوبې دشاعرپه څېردې په دغه وزن کې خپله ویناوخیال راونغاړي.
پردې سربېره داسې لوبې هم لرو چې هره کړۍ یې څلورمسریزه دي.په دې کې مې دلنډې وزن ساتل شوی:
زمالالی دې ژوندی وینه که دی په هروطن کې وینه
دی دې همېش خوشاله وینه که مساپردتوردکن وي رابه شينه
«««
عالم تومت راباندې وایي داسې خونه وایي چې ښایي
غمازمې کومې خواته بیايي دتومتوراباندې وشوبارانونه
لیلا ویده ده په پالنګ خوشبوی خېژي دلونګ
پیره داران یې دي ترڅنګ مسته ویده ده لالی شال پې غوړوینه
...ترپایه (دسین غاړې ګلونه ،۶۰م)
زماوړاندیزدادی چې طبعي لنډۍ بایدپه هماغه خپل خونداورنګ،سکښت اوجوړښت راټولې اوخپرې شي.دموسېقۍ په برخه کې دغه فورم دلفظي اواهنګین اوډون پرموسېقۍ سربېره دوینګ لپاره په ټنګ ټکورکې څوښکلي کورونه هم لري چې پرزړه یوښکلی اغېزپرېباسي.په دې برخه کې زموږسندرغاړو ډېرکارکړی دی.اوس اوس خوکه کرن خان په ټپیزوکې یادېږي خوهارون باچادټپوپه ویلوکې پرخپل جادوګرغږدزړونوتارونه ترنګول.ټپه دخپل جوړښت له مخې دهرچاپه حافظه کې ژوندۍ پاتې کېده.دټنګ ټکوراوخپلې ځانګړۍ موسېقۍ له برکته دغه خوږجوړښت ژوند پاتې دی.له یوه ځایه بل ځای ته اوله یوه مهاله بل مهال ته خوله په خوله مزلونه کړي.ددغه شعربل کیف دادی چې دټولنې وګړي یې دمتل په توګه هم کاروي.که څه زمزمه کوي اوکه نه خولنډۍ خامخاله ځانه سره وايي.نودابایدپرته له کومې لاسوهنې راټولې اوخوندې شي.که څوک لوبه ،یابل کوم فورم دټپې پروزن اوبحرلیکي ودې یې لیکي خوپه طبعي ټپوپورې دې څه نه تړي.که دتضمین په بڼه یې څوک کاروي هغه بیاځانته شرایط لري.خوکه موږ دانوښت وبلوچې طبعي ټپې په خپلودرېومېسروکې ورکې کړو نوپه لوی لاس به مودخلکوهنری امانت دولس زېرمه له خاورو سره خاورې کړې وي.سبابه بیاڅوک دغه فورم ولسي نه بولي.که مودې کارته ځوانان وهڅول نودغه ویاړبه موپه لوی لاس بایللی وي.
تردې هڅونویوه ژوندۍ اورېدلې بېلګه وړاندې کوم:نصیرمومنددجلال ابادپه ښارکې یوکتابپلورنکی دی.ده کومه ورځ یوځوان ورغلی ورته یې ویلي چې دلنډیویوغت کتاب راکړه.نصیرورته ویلي دلنډیوپه کتاب څه کوې .هغه ځوان یې په ځواب کې ویلي وو:ټپیزې جوړوم.اوس نوسړی داعمل څه وبولي ؟که لنډۍ صاحب نه لري اودعوه ګیریې نه شته چې له دې ویناوالوسره حساب وکتاب وکړي اوغل رسوا کړي.پښتانه خوپه لنډیوتربل هرشعرزیات حساب کوي اوهریودادځان بولي.نودغه دهرچا پرملي مال بایدیوسړی خېته وانه چوي.اوهمدارنګه دټپویالنډیوهغه طبعي ښکلااوجوهربایدپه خپلې هغې ویناکې راونه نغاړي چې هېڅ اړخ ورسره نه لګوي اویاورسره معنوي ټکرولري.تردې دمه چې موږ کومې ټپیزې اورېدي یالوستې دي ،نوهغه درې مېسرې چې دنظم لیکونکي له خوارامنځته شوې دي ،زیاتره يې له ټپې سره معنوي ټکرلري.دیون صاحب له خواپه وړاندې شویو شمېربېلګوکې که معنوي ټکرنه وي نوپرهغې لنډې ګنډې اوښکلې وینادنورو مېسروورزیاتول ،دکلام فصاحت اوبلاغت ته زیان رسوی.دکلام اوږدول اویاغځول هغه مهال په کاردی چې دکلموپه معنوي برخه کې غوټه وي اووضاحت ته اړتیاولري.دداسې یوې ویناچې دهغې الفاظ په تول اواهنګ پوره،ښکلې موسېقي ولري اویوبشپړهنري انځوراوماناوړاندې کړي ،اوږدول یې عیب ګڼل کېږي.
غليم يې ډاري له پرتمه
کړه يې ورپرې د ښکېلاک تمه
غازيان راټول پرې له هر چمه
د توريالي اکبر له برمه
ځـــوانــان د نــنګ تــورې وهــي، ســـر ورکـــويـــنه
څښتن دې مات هغه لښکر کړي
له ژوند وژواکه لاس پر سر کړي
چې پښتانه ته بد نظر کړي
ميرويسه خداى دې جنت درکړي
چې مــوږ دې خـــلاص کــړو د پــردو لـــه مـــنتونــه
شوم لاس پر سر له پردي خپله
څوک به يې نه کړي پر ما بله
څو دا ستا مينه نه کړم خپله
پاس پر کمره ولاړه ګله
يا بـــه دې پـــرې کــــړم يـــا بــه ځـــان وغـــورځـــومــه
اوس په همدې ټپیزو کې راغلې ټپې په شمارلفظونوکې یوبشپړهنري انځوروړاندې کوي.دغه انځوریزې ویناووې اوږدولوته اړتیانه لري.په معنوي لحاظ هم کره دي.
په دغوټپیزو کې یوشمېرداسې هم دي چې ویناوال دخپل زوق اوشوق له مخې په لوی لاس ټپه خرابه کړې .دې کاردټپې ښکلااومعنوي ارزښت ته هم زیان رسولی دی.
ښاغلی یون په یوبل ځای کې دفورم درامنځته کېدو په باب داستدالال کوي چې ((...يو ادبي فورم تر هغه پورې فورم نه دى چې واحده بڼه يې نه وي خپله کړې، واحد قانون پرې تطبيق نه شي. په پښتو کې چې موږ اوس کوم شعري فورمونه لرو، پر هغو اکثرو يو مشخص قانون او قاعده تطبيقېږي او يا لږ تر لږه تر يوې يا څو قاعدو لاندې راځي. کله چې موږ د ټپيزې فورم ته ګورو، نو عيناً لکه د لنډۍ په شان پرې يو مشخص قانون د تطبيق وړ دى او د رياضي د يو قاعدې حيثيت لري، هر هغه څه چې د قاعدې خلاف وي او په دې قاعده کې زيات او يا کم شي، فورم خپل خصوصيت، کيفيت، ارزښت او ماهيت له لاسه ورکوي))
لومړی واحده بڼه څرګندول غواړي.دواحدې بڼې ترکیب خوددې لپاره راځي چې پخپله رامنځته شوی وي اودبل ترسیوری اواغېزلاندې نه وي.دلته خوموږ په څرګنده توګه یوبل فورم لولوچې دهماغې پر جولیزاومعنوي اغېږیاسیوري لاندې دغه بڼه رامنځته شوې.داخوماته ترکیبي ښکاري نوواحده بڼه .بل پردې بڼې خودټپې قانون تطبېقږي.ځکه سېلابیزاوخجیزجوړښت یې یودی.دښاغلي یون دخپلې ویناله مخې عینا لکه دلنډۍ...یومشخص قانون دتطبیق وړ دی...هرهغه څه چې دقاعدې خلاف وي ...زیات اویاکم شي،فورم خپل خپل خصوصیت ...نودلته خودقاعدې خلاف عمل رامنځته شوی دابه څنګه شي؟
بل ښاغلی یون ټپیزه دټنګ ټکورپه برخه کې ترازادنظمه پیاوړې بولي اولیکي:
((. د ازاد شعر د ودې شرايط ډېر سخت وو، ځکه د موسيقۍ قوت او ثابت وزن ورسره ملګري نه وو، خو د ټپيزې نېکمرغي په دې کې ده چې تر شا يې د موسيقۍ هنر ولاړ دى. د موسيقۍ هنر هم ټپيزې ته اړ دى، نو ځکه په وړيا ډول د ټپيزې عامولو ته تيار دى. د نامتو سندرغاړي کرن خان د خولې ټپيزې چې څومره مشهورې او خوندورې دي، کچه يې نه شي ټاکل کېدى. ...))یودنظم داخلي اوبهرنۍ موسېقي اویادټنګ ټکورموسېقي ده.موږباید داسره جلا کړو.دنظم موسېقي دالفظونوله اهنګین اوډونه بحث کوي.په دې کلې دتوریواوکلموتکرار،قافیه ،ردیف،او...ترڅېړنې لاندې نیول کېږي .دټنګ ټکورخبره بیاپه راګونو،سر وتال اولی پورې تړلی ده.داچې یونظم څنګه په سرو تال اولی کې وړاندې شي.داموسیقاردنده ده نه دنظم لیکونکي .اوس په ټنګ کورکې دازادنظم ویل دیوښه مسلکي اوپیاوړي کمپوزردنده ده چې په دې برخه کې کاروکړي.خودګړني هغه منظومې ازادې بېلګې چې موږ مخکې زکرکړې .هغه زیاتره دموسېقۍ په طرزونوکې زېږیدلي اوخوندي پاتې شوې دي.که کرن خان نن دټپیزولپاره دموسېقۍ راګونه پیداکوي .خوزموږازادې غاړې پخپله په راګونوکې په طبعي بڼه رامنځته شوې دي.سردارعلي ټکر،منګل،فرهاد دریا،ګلزارعالم،شاولي او...ازادنظمونه په مسلکي توګه دموسېقۍ په ګاڼه سمبال کړي دي.داپه سندرغاړو پورې اړه لري چې دوی څنګه نوښت وکړي.دمنګل له خولې دننګیال هغه یوشعرچې ښکاري اشنانومېږي اودګردش له خولې دبنګړیوالې ،داکلی مه ورانوئ شعرونه چې شهکارونه دي ،اورول شوي.په مسلکي پوه برابراوخوندورویل شوي دي.نودابایدسړی ونه وايي چې ازاد نظم ګوندې په موسېقۍ کې ترټپیزې پاتې دی.
هرفورم دمنځپانګې پربنسټ رامنځته شوی دی.دټپې فورم پنځوونکی پخپله ولس دی.ولس دخپل ذوق ،غوښتنواوهیلوپربنسټ دغه فورم رامنځته کړی.دلته دمنځپانګې اوجولې ترمنځ یوښه هنري اواهنګین تړون شته.دقافیه وال نظم په برخه کې منځپانګه پخپله ځانته یوه جوله غوره کوي.دشاعرپه خواوخاطرکې دانه ګرځي چې دی به خپل خیال وفکرپه کوم فورم کې ځایوي.خوپه ټپیزه کې پخپله دټپې دفورم اومنځپانګې خوږلنۍ دنظم ویونکي پام ځانته راګرځولی.دوي دټپې دمنځپانګې اوجولې پربنسټ دادرې مېسرې لیکي.کاش چې دیوشمېرهغولوبوپه څېرچې دکړیوپه پای کې دموسېقیت لپاره یې دلنډیووزن خپل کړی اوپه طبعي بڼه لیکل شوي خولنډۍ په کې نه ده رااخستل شوې ،زموږشاعران داسې هم داسې شاعري وکړي.ټپیزه خودوی دلنډۍ دمنځپانګې له مخې لیکي.ځکه خوهغه زموږشاعرورور له کتابپلونکي نصیرمومنده دټپوکتاب غوښت .دټپیزې ویناوال په لنډې پسې سرګردانه دی.اریان دی چې لنډۍ له کومه کړي چې دی ورپورې بیاخپله ویناوتړي.که له ده سره خپل خیال وفکروای نودی به په لنډۍ پسې نه ګرځېده اونه به یې ټوله ټپه رااخستی.خوله دې ښکاري چې له ده سره څه نشته کوم څه چې دی لیکي هغه هم دټپې په قوت لیکي.دغه مېسرې له ټپې اوبه څښي.
ټکوریزه
دټکوریزې جوړښت هم ترکیبي دی.یعنې له پښتوڅلوریزې اوټپې رغېډلی ده.داهم په یوواحدچوکات کې پرخپل بنسټ رامنځته شوی فورم نه دی. ځوان نظم لیکونکي چې کله په ټپیزه کې ستړي شوي نوبیایې هم دټپې شوروښکلاپربنسټ ،خپله یوه پښتوڅلوریزه لیکلې اوپایله یې ورته ټپه ټاکلې.که ټپه ترې لکه دټپیزې په څېرلرې کړې نوهغه خونداوکیف چې ټپې ورکړی و،هغه به ترې لاړ شي.ښاغلی یون په یوه ځای کې ټکوریزه دمعنوي ارزښت له مخې محتوايي فورم بولي دخپلوخبروپه پیل کې يې جوړښت راسپړي.که محتوايي یامعنوي فورم وي؟نوبیاخوبایدلکه دویرنې ،کیسې ،نعت ،حمداو...په څېريې یوازې پرمحتوابحث وشي.خوکه جوړښت یاسکښت له مخې یې فورم بولونوبیابایدبڼه یې په ډاګه کړو.زمادمطالعې له مخې نظم لیکونکي يې دجولې په توګه رامنځته کوي.دوی لکه څنګه چې دټپیزې په منځپانګه کې خالی ذهنه دي اودټپې د منځپانګې اوهنري ارزښت پربنسټ خپلې درې مېسرې لیکي .همداسې په ټکوریزه هم دلنډۍ دجولې اومنځپانګې پربنسټ څلورمېسرې لیکي.یوازې په دې توپیرچې دڅلوریزې اولنډې ترمنځ په جوړښت کې یووالی نشته.دمعنوي تړون خبره خویې لاپرېږده.
دمعنوي تړون په برخه کې دلته هغه بېلګې رااخلوچې ښاغلي یون په خپلې لیکنې کې راوړي.په همدې لاندنیوبېلګوکې موږ دټپې اوناظم له خوارامنځته شوې څلوریزې کوم معنوي تړون نه وینو.
هېڅ درنه نه وړي
غم به په زړه وړي
خوږو له در شي
همېش ترخه وړي
خويندې د ورور له کوره څــه وړي
خواره زلفان په اوږو وړي په ژړا ځينه
په دې ټکوریزه کې دپښتوڅلوریزې په وزن وبحرکې لیکل شوې څلوریزې اوټپې ترمنځ کوم هنری اومعنوي تړون شته.
دا نورې مه کړې
بې کورې مه کړې
پښتنې پېغلې
سرتورې مه کړې
خدايه ګورګورې تورې مه کړې
جينکۍ سرې شونډې وروړي تورې راوړينه
(ګورګورې، محبوب شاه محبوب)
په دې ټکوریزه کې هم څلوریزه یوه مانااوټپه یوبل حالت انځوروي.
دې ته ورته نورې ټکوریزې هم موندلای شو.چې له یوې خواترکیبی شي اومعنوي تړون هم سر وخوري نو نوښت یې څه شو؟ بله خبره داده چې له لنډۍ پرته راوړل شوې مسرې چې هره یوه یې پنځه څپیزه ګڼل شوې ده .خوکه دقافیې خبره نه وي نودادهغې رباعي پروزن برابرې شوې دوې مېسرې دی چې پرهمدې وزن زموږ کلاسیکوشاعرانوڅلوریزې لیکلې دي.لکه درواخلې دلوی خان خوشالخان څلوریزې چې زیاتره لس څپیزې اوپه ملاماتې دي.
فرزندکه ښه شي دسترګونورشي...
ښاغلی یون له ټپیزې سره په معنوي لحاظ دټکوریزې یوتوپیرهم داکوي چې دټپیزې درې مېسرې له ټپې سره تړلې دي،خوټکوریزه چې له ددوو فورمونورغېدلې ،هغه که سره بېل هم شي نوهریوه برخه یافورم ځانګړې مانالري.که داسې ځانګړې ماناولري اوله دووفورمونورغېدلی هم وي نوبیاڅنګه ویلی شوچې دایوځانګړی فورم دی؟که کوم ځانګړی فورم له داسې ترکیبي فورمونورامنځته کېدای شي اوبیایې موږځانګړی فورم اونوښت هم وبولو،نوداخوهم دهرچاله وسه پوره ده چې دې ته ورته دوه یاتردووزیات نورزاړه فورمونه راواخلي اوسره ګډیې کړي.سبابه بیاهغه هم نوی فورم ګڼو؟زه هم دااوس کولای شم چې یوغزل،پښتوڅلوریزه ،چاربیته او...سره ګډکړم اوپه پای کې یوه لنډۍ وروولم.زمادانوښت به معنوي تړون هم سره ولري.نودابه نوی فورم وي؟که دانوی فورم وي،نوبیاخوداکاراسانه دی.له ټپې پرته لرې نه ده چې زموږ زلمي نظم لیکونکي سبا سروکي اویادعاموسندرو نورځېلونه راواخلي اوخپلې یوڅومنظومې خبرې ورپورې وتړي.دابه هم سبایونوی فورم یادېږي .په دې توګه به موږ خپل ټول زاړه ارزښتونه اودولس مال بایللی وي.
هایکوڅه ډول نظم دی؟
هایکودجاپاني ژبې نوم دی.دجاپاني ژبې دشعر يوډول دی.داچې په جاپاني ژبه کې دنظم جوړښت په څه ډول دی؟زه په دې برخه کې معلومات نه لرم .په دې باب قضاوت هم کېدای شي چې یوسړی پرجاپاني ژبه اودجاپاني ژبې دنظم پرجوړښت پوه شي.زه نه پوهېږم چې هلته دنظم دجوړښت بنسټونه څه شی دي؟دنظم جوړښت یې پرڅه ولاړ دی؟نودجاپاني هایکوپه باب هم بحث نه کوم.یوازې په پښتوادب کې هغه څه چې دهایکوپه نوم مشهورشوي ،غواړم هغه راوسپړم.لومړی داپوښتنه رامنځته کېږي :ایادغه منظوم کلام چې په یوه وزن ،اهنګ اوبحرکې درې برابرې مېسرې لري داجاپاني هایکوده اوکه بل څه؟
ښاغلی یون دصدیق الله بدرپه حواله دجاپاني هایکوجوړښټ داسې راپېژني.
(( هايکو يوه جاپاني کلمه او د يوه جاپاني شعري فورم نوم دى، چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر کوچنى شعري فورم ګڼل کېږي. دا هغه ډول شعري فورم دى چې نه وزن لري، نه قافيه، نو ځکه يې ليکوال يا شاعر په پنځونه کې ازاد دى، څومره چې دا د وزن او قافيې له قيده ازاد دى، همدومره يې ليکل سخت دي، ډېرې باريکۍ او ژورتيا ته اړتيا لري.
ادبپوهان وايي چې دوه زره کاله پخوا (هايکو) د (تانکا) په نامه د (٣١) څپيز شعر لومړنۍ برخه وه، دا هغه ډول شعر و چې د پوښتنې او ځواب په بڼه ويل کېده، وروسته بيا په (١٦) ميلادي پېړۍ کې لومړى اولس (١٧) څپيزه برخه له دويمې (١٤) څپيزې برخې جلا او د يو خپلواک فورم بڼه يې خپله کړه. (د صديق الله بدر ليکنه).
په جاپاني ژبه کې هايکو له ډېرو باريکيو ډکه ده. په همدې خاطر يو الماني ژباړن (مانفرد هاوسمان) په دې نظر دى چې له جاپانۍ پرته د نړۍ هېڅ ژبه ددې توان نه لري، چې په (١٧) څپو کې همغه څه بيان کړي، چې يو جاپانى شاعر يې د هايکو په قالب کې بيانوي.
په جاپاني ژبه کې د هايکو هندسي جوړښت په دې ډول دى:
________ پينځه څپې
____________ اوه څپې
________ پينځه څپې
دا فورم ټولې درې مسرې لري چې لومړۍ او درېيمه يې سره مساوي يانې هره يې پينځه پينځه څپې لري، خو دويمه يې بيا لږ اوږده ده چې ټولې اوه څپې لري.))
دلته دجاپانې هایکوپرجوړښت څه ناڅه پوه شو.په دې ورسېدو چې هایکوزموږ دنظم په څېروزن نه لري.خوڅپیزجوړښت یې څرګند دی.داچې په جاپانې ژبه کې دنظم لپاره کوم عروضی سیستم شته ؟پردې بحث نه دی شوی.دهرې ژبې دنظم عروضی جوړښت بېل دی.داچې زه پرجاپاني ژبه نه پوهېږم نودنظم پرجوړښت اوعروضي سیستم يې هم نه شم غږېدای.که موږ اوس همدا دبدرصاحب په حواله دیون صاحب کرښې معیاروګرځواوویې منونوبیاباید په زغرده ووایوچې په پښتوکې دغه کومې بېلګې چې ښاغلي یون صاحب وړاندې کړي،دا له جاپاني هایکوسره دجوړښت له مخې هېڅ برابرې نه دي.ځکه دده په ویناجاپاني هایکونه وزن لري اونه قافیه.درې مېسرې لري .هغه هم په خپل منځ کې پرته له دوومېسرو څپیزمخالفت لري. لومړۍ اودرېیمه مېسره پنځه څپیراودویمه یاترمنځ مېسره اوه څپیزښودل شوې .
خوپه پښتوکې چې ښاغلي یون کوم درې مېسره ییزنظمونه راوړي .دابیاڅپوپربنسټ له جاپانې هغې سره توپیرلري.بل داچې دغه بېلګې یووزن،اهنګ اوبحرهم لري.هغه بېلګې دادي:
لومړی دجاپاني ژبې هایکوبېلګې چې راژباړل شوې دي:
ماتسويوباشوريا:
زوړ ډنډ
د کانټار منډه
د اوبو غږ
بوسون:
د زاړه ډنډ غاړه
کانټار زړېږي
رژېدلې پاڼې
ايسا:
دا شبنمي نړۍ
بېشکه شبنمي ده
خو تراوسه...
شيکي:
فکر کوم
دا مې وروستى کال
دا امبلوک خور
که ددغوژباړل شویوهایکوګانودڅپوشمېرحساب کړو،نوبیاخودلته هم تېروتنه شوې .ځکه ددغوهایکوګانودڅپوشمېرهغه نه دی چې ښاغلي یون ښودلی دلومړۍ هغې (۴+۵+۳=۱۲)ددویمې(۶+۵+۶=۱۷)ددرېیمې (۴+۷+۶=۱۷).خوکه مرادیې دجاپانۍ ژبې غږیزجوړښت له مخې دڅپوشمېروي.نودابېله خبره ده.
اوس په پښتوژبه کې دهایکوپه نوم بېلګې رااخلو:
((په پښتو کې ظفرخان ظفر (د ناوې لور) په نامه د (هايکوګانو) يوه ټولګه لري. په دې ټولګه کې (٣٠٢) هايکوګانې راغلي، لومړى ځل په (٢٠٠٤) او بيا په (٢٠٠٨) م کال کې چاپ شوې ده.
يه خدايه پاکه ما په دې مه نيسه!
زه خو دا خلک خندومه ځکه
چې څوک له غمه خودکشي ونه کړي.
ما چې وهل او ټکول وخوړل
ماته ارمان ددې خبرې راغى
زه د جانان کوڅې ته څله تلمه
..
د نجيب الله عامر يوه هايکو:
خدايه يو غټ زړه راکړې
لکه د غره په شانته
خو چې د کاڼي نه وي.
د څپو شمېر يې اووه اووه څپې دى.))
پردې سربېره سعادت خان ساغرخټک هم یوه درېیزه یانغریزه په پنځلس څپیزبحرکې لیکلې .ده هم دانظم هایکونومولی:
((مادرته څه وې چې په ښکلوبه باور نه کوې
تاچې کړه غاړه ورته سمه هغه لاس درکړلو
رقیبه لاړې په شرمونوباندې وشرمېدې))پښتوادب ته یوه کتنه،۲۲۷م
ښاغلي یون دهایکوپه نوم دغه درې مېسره ییزنظمونه چې په ددوو بحرونوکې لیکل شوي راوپېژندل.په پنځلس څپیزکې یې هم بېلکه پیداشوه.ښه ممکن په نوربحرونوکې هم دغه ډول درې مېسره ییزنظمونه لیکل شوي وي.اوس پوښته داده چې موږهمداوړاندې شوې بېلګې چې ددوی دجاپاني هایکوپېژندنې له مخې په وزن اوبحرکې سره توپیرلري.هایکوبللی شوکه نه؟دجاپاني هایکوپېژندنې له مخې خوداهایکونه ده.دفورم یوشرط عروضي جوړښت دی.جاپاني ژبې هایکووزن نه لري خودپښتودامېسرې وزن اویوبرابربحرلري.هلته دمېسروترمنځ دڅپوشمېرتوپیرلری ،دلته یوډول دی.نوڅنګه یې هایکووبولو؟یوازې ددرې خطونوپه ایستلوسره یې هایکووبولو؟
بیاهم خبره داده چې موږتل یوبهرني نوم ته خوښېږو.خوهغه ادب چې زموږپه خټه کې دی اوهغه جوړښتونه چې زموږغوږونه ورسره اشنادي.هغه موپه لوی لاس هېرکړی .یاهغه راته وروسته پاتې ښکاره شوی.نوخپل نوم موهېرکړی دخپلې ژبې پرعروضي جوړښت موسترګې پټې کړي اوایسته مو پردی نوم پرې ایښی .
په پښتوکې دغه درې مسره ییزنظم زموږپه ګړني ادب کې ښې بېلګې لري.دګړني ادب په بېلابېلومنظوموجوړښتونوکې دغه درې مېسره ییزنظمونه لوستی شو.
غاړې زموږ دګړني ادب یولرغونی منظوم ډول دی.په دغه ډول کې موږمقفی اونامقفی دوه مېسره ییزې ،درې مېسرییزې ،څلور،پنځه ،اوشپږمېسره ییزې لرو.
زموږ درې مسره ییږې غاړې دسېلابیزجوړښت له مخې اته اته اته (۲۴) ،اوه اوه اوه (۲۱) ،اته اوه اته (۲۳)،اوه اته اوه(۲۲) او...دي.کېدای شي چې نورې هم وي خوداهغه دي چې مادسیال کاکړ(پخوانۍ غاړې )اوصادق ژړک(کاکړۍ غاړې ) په زیارخپروشویوکتابونوکې لوستې دي.
((دلته یې یوه بېلګه وړاندې کوم
اباورکم ومسکین ته
مسکین په غروننواتئ
زړه مې کښاته ولوېدئ))پخوانۍ غاړې،۶۴م
که څه هم داسې غاړې نورې هم شته چې مېسرې به یې دڅپودشمېرله مخې سره توپیرولري خودخجیزجوړښت له مخې یې بحریودی.وزن اواهنګ یې هم برابردی.په پښتوکې دنظم جوړښت سېلابوتونیک یاڅپیزخجیزدی.دیوې یادووڅپوکموالی یازیاتوالی چې خجیزجوړښت ته زیان ونه رسوي.نظم بې وزنه کوي نه.
په نامقفی غاړو کې داسې بېلګې پیداکېږي چې دهایکوپه څېردمېسرو دڅپوشمېريې برابر وي.نودڅپوشمېردغاړو لپاره ډېرمقیدنه دی.
غاړې زموږ دګړني ادب په عاموسندرو کې راځي. دهرقوم ګړنی ادب دهغه له پیدایښت سره سم پیداشوی دی.نامقفی غاړې ترمقغی لرغونې دي.ځکه په لومړیوکې یوازې غږونوځان په رېتم یااهنګ کې راونغاړه .قافیه لږتردې اصله پرمختللی شکل دی.دسیال کاکړدویناله مخې ((...وروسته دوخت په تېرېدوسره دپخوانیوغاړو ځای مقفی غاړو نیولی دی.به اصل کې پخوانۍ غاړې دبنیادحیثیت لري چې بیاوروسته په همدې اساس دقافیه دارو غاړو فولکلوری ساختمان جوړ سوی دئ.زماپه خیال پخوانۍ غاړې په اریايي دوره پورې اړه لري...))پخوانۍ غاړې،۳۲م
دهایکوعمرشاوخوادوه زره کاله ښودل شوی .ددغه فورم ویناوال لکه دلنډیویادپښتودکوم بل شفاهي ژانریاعاموسندروپه څېرناڅرګندنه دی.
له دې ښکاره شوه چې په تاریخي لحاظ زموږ دګړني ادب هغه عامې سندرې چې یوڅه په جوړښت کې ور ورته دي ،ترې لرغونې دي.
همدارنګه له کاکړيونه بېل په سروکیویاسرونوکې دڅپیزخجیزجوړښت په څوبحرونوکې درې مېسره ییزسروکي هم لروچې دلته یې بېلګه راوړم:
شنه کوتره بغدادۍ
شین شال یې په سردی
لیلاله سېله لاړه پښتنې سندرې دویمه برخه،۲۸۰
کټ په بام ایښی دی
ماشین خال ایښی دی
بېګاه راشه جانانه
یاداثر،۲۸۴
پردې سربېره موږدشفاهي یاګړني ادب په عاموسندرو کې ببولاله لرو چې دجوړښت له مخې درې مېسرې لري.وزن اهنګ اوبحریې یودی.زیاتره ببولالې اته څپیزې دي .کله ناکله په کې دویمه څپه اوه څپیزه شي .په دې درې مېسریزنظم کې قافیه هم پالل شوې ده.لومړۍ اودرېیمه مېسره مقفی اودویمه یاددوی ترمنځ مېسره نامقفی ده.
دمسجدترشاه ناره ده
په څه درب یې ودوینه
دچالوردچاورېره ده
یا
زرغونه شې ناوکیه
داوو زامنومورشې
چې ولاړه کې کیږدیه
له دې څرګندونونه مې موخه داده چې موږ ولې خپلودرې مېسره ییزونظمونوته په لوی لاس دجاپاني هایکونوم ورکړو. په داسې حال کې چې موږپه خپله ژبه کې دبحراووزن په توپیردې ته ورته درې مېسره ییزنظمونه لرو.داباید هېرنه کړو چې په پښتوکې دنظم بنسټ پرڅپیزخجیزیاسېلابوتونیک بنسټ ولاړ دی.په همدې بنست په یوه فورم کې دڅپیزخجیزجوړښت له مخې په بېلابېلوبحرونواواهنګ کې نظمونه رامنځته کېدای شي.موږ دلته دفورم پېژندنه یوازې دڅپواومېسرو په شمېروکړه.
څرنګه چې هایکودجاپاني ژبې منظوم کلام دی اوموږ ته یې دمېسرو اوڅپودشمېر له ښودلوپرته نورمعلومات نشته .نودټکوریزې اوټپیزې په څېریې پرنورجوړښت هم بحث نه شوکولای خوکه معیاریوازې دمېسرو شمېرنیسونودمېسرو دشمېرپربنسټ موږ دولسي ادب په برخه کې بېلګې لرو چې هغه بیابېلابېل وزنونه ،اهنګونه اوبحرونه لري.کومې بېلګې چې یون صاحب وړاندې کړي .په هغوي کې هم معیاردمېسرو شمېراودقافیې نه شتوالی ښودل شوی.ګنې دڅپودشمېرله مخې دعامراوظفرخان ظفرنظمونه توپیرلري.دګړني ادب کومې بېلګې چې ماوړاندې کړې هغه دمېسرو دشمېرله مخې یوشان دي خودڅپیزخجیزجوړښت له مخې سره توپیرلري.لنډه داچې په پښتوکې دجاپاني ادب دنظمي جوړښت په څېرهایکو نشته ،نوزماله نظره دغه نومونه سمه نه برېښي.موږ دغه ډول نظمونه ملی نظمونه بولو.لږترلږه دملي نظمونوډولونوته ورته دي.
ماخذ
۱:ازمون لال پاچا،پښتوکې دازادنظم پیدایښت اوجوړښت،ناچاپ
۲:پښتني سندرې ،دویمه برخه ،دپښتوټولنې اد بیاتوڅانګه،دولتي چاپخونه،۱۳۳۲ل
۳:حیران محمدحنیف ،یوځلې بیاپه دې لار راشه،دختیزې سیمې لیکوالواوژورنالېستانوخپلواکه ټولنه،دانش چاپخونه قصه خواني پېښور،۱۳۸۹ل
۴:درانی دروېش،پښتوعروض ،صحاف نشراتي موسسه کوټه ،اکرم پرېس لاهور،۲۰۰۷م
۵:ژړک صادق ،کاکړۍ غاړې،پښتوادبي غورځنګ کوټه ،لاهور،کوټه
۶:سیدباووجان،منګولې،دلال پاچاازمون په زیار،دانش خپرندویه ټولنه،قصه خواني پېښور،۱۳۷۷ل
۷:کاکړسیال ،پخوانۍ غاړې،پښتوفولکلوراکېډمي کوټه،یونایټېدپرنټرز،۲۰۰۶م
۸:محمدنور،سین غاړې ګلونه،درېیم چاپ،دلال پاچاازمون په زیار،دانش خپرندویه ټولنه،قصه خواني پېښور،۲۰۰۷م
۹:مومندمحمدداوودجان،پښتوادب ته یوه کتنه،یونیورسټي پرېس پېښور،افغان مارکېټ قصه خواني پېښور،۲۰۰۹م
۱۰:هېوادمل زلمی،دپښتوادبیاتوتاریخ لرغونۍ اومنځنۍ دوره،لومړی ټوک،دویم چاپ،دانش خپرندویه ټولنه،قصه خواني پېښور،۲۰۰۰م

