د سویدن علمي اوادبي غونډی په یاد ـ پیغام
10.09.2012 20:53هڅاند او هسک افغان فرهنګپال د سویدن په مالموښارکې د علمي ـ فرهنګي ټولنو استازي قدرمن غمخورصاحب ستاسوصادقانه او هدفمن هاند او زیار د ستاینې وړدي.
د هېواد د پېژندل شویو علمي،سیاسي او ادبي شخصیتونوپالنه اودهغو په ویاړڅېړنیزو غونډو جوړيدل او د آزاد قضاوت پر استناد د وړتیاو ارزول په واقعیت کې د معنوی قوت ویښ نیت ښوول او د حق په لارکې ترړې وهل د ارزښتونوپه چلندکې یوه ګټوره مبارزه ګڼل کېږي.
دسرلوړی پوهاند دوکتورخیرمحمد ماموند علمي خدمتونو او زیارایستلو نمانځنه او درناوی یونیک عمل ګڼم . سلامتي دې وي پر تا !!!
دقدروړ اوپياوړی کیمیاپوه ماموند صاحب د فیزیکی کیمیا په څانګه کې د افغانستان پرمخ ساری نلري او دهیواد دننه دکیمیا يپارتمنټ یوه ځانګړی تدریسي چینه وه . پوهاند ماموند یوعقیدتمن شخص پاتی شویدي.
ویاړن څېړونکی،لیکوال او شاعر ښاغلی محمد معصوم هوتک د کندهاري ادب الامانی خوی او روان تراغېزلاندې دپښتو ژبی مسلکی اثارو نوښتګر دپښتوادبي متون تر ژبنی څیړنې لاندې نیسي اودهغه رغېدل او روغېدلوته په ذمه واري ټـټـر وهي.
دپښتو متون په بېخبنا (زېربنا) کې جز هندی بله سرچینه نلری اوهیڅ یوه موجه بومی میراث مخکی ترڅلورپېړۍ وړاندی په واقعی بڼه شتون نلری پس بې شکه اوسنی زاړه پښتومتون په ټولوتاریخي،اجتماعي او فرهنګي برخوکې دانګلیس شرقی هند کمپنی له اړوندو مرکزونو د درزه وتلی یعنی د استمعاردوران میراث او متاعیې ګڼـو؟!
د پښتنو اصالت اوهویت په ډګرکی هرپوه او روښاند د ویښولواو اېښولو دنده لری ؛ پدې لړ کې د لوی کندهار اسره د څېړندوی هوتک ویاړ لرو.
دپښتو متون په رښتیا اغیزمنه څېړنه او لازم مېتود غواړي!
دهویت پیژندګلو لومړۍ اړتیا ملي تفکر دي، د پوهیالو په وړاندی پرته لدې بله دنده نشته چې هره ورځ دغه درغلاندې پاڼې د نقد په زورمن بازو او نوی تفکر څیری کړی او باد ته یې وسپاری.
ژوند په بیدارې تېرکړې چې کلونه په اجبار بیدېـږي !
په درناوی
انجنیر شېر ساپی له میونشن / جرمنی / څخه