غزل غزل
سميع الله خالد سهاک 01.08.2012 02:32غزل
په تیږو تیږو کښي رازونه ستا دي
په هر لحد کښي آرمانونه ستا دي
لکه سیلاب په هر بیدیا او دښتی
روان په تنده، داسیندونه ستا دي
په هره لور خوري وري پریشان
په شان د وریځو آسمانونه ستا دي
د ښاپیرو په بال آسمان کې ګرځي
په هره لوري شنه باغونه ستا دي
ګلان به فرش ستا قدمو کښي کړم نن
"خالده" ټول دا سره ګلونه ستا دي
سهار ۱۱:۰۵ چهار شنبه، ۰۸/۰۳/۱۳۸۷
سمیع الله خالد سهاک
وزیر محمد اکبر خان مینه
کابل، افغانستان
غزلغ
خبرونه
- کیف: د پوځي خدمت جوګه بهر میشتو نارینه اوکراینیانو ته پاسپورټونه نه ورکول کیږي
- نوی تحقیق ښیي د پاکستان 6.6 فیصدي ابادي د کرپټو کرنسۍ روزګار کې خپلې پیسې مصرفوي
- د ټرمپ د استثنا په اړه به د امریکې سپریم کورټ د تاریخ د غېر معمولي مقدمې اورونه کوي
- اسلام اباد کې په موټروې پولیسو ګاډی ورخېژوونکې ښځه نیول شوې او عدالت جېل ته لېږلې
- د هند په یو هوټل کې د اورلګېدو له کبله لسګونه تنه مړه او ټپیان شوي
- د پاکستان حکومت جبري بې درکیو کې د ادارو رول مني خو څېړونکي وایي حکومتونه د ادارو خلاف د اقدام توان نه لري
- د قبایلي ضلعو پولیس په وسلو او نورو اسانتیاوو کې د صوبې د نورو برخو له پولیسو شاته پاتې دي
- ار اېس اېف په افغانستان کې د څلورو نیول شویو خبریالانو د ازادۍ غوښتنه کړې
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019