دسرپل حیرانوونکي عملیات!
08.06.2012 19:45له کومې ورځې چې وحشي نیواکګرو پر افغان ولس ناروا یرغل وکړ له همغه ورځې افغان غیرتي او مېړني ولس دامارت په مشرۍ خپله سینه ورته سپر او وخت پر وخت یې داسې ګوزارونه ور کړي چې نه یوازې نیواکګر او ګوډاګیان یې بلکې ټوله نړۍ یې له یوې مخې حیرانه کړېده.
او دا څه عجیبه خبره ځکه نه ده چې افغان مېړنی ولس په خپل ویاړلي تاریخ کې څو څو ځله دنړۍ له تر ټولو سترو او زورورو ځواکونو سره لاس او ګرېوان شوی، او داسې يې په ګونډو کړي چې دتل لپاره یې بیا دپورته کېدو توان له لاسه ورکړی، چې تر ټولو ښه بیلګه یې دنیواکګرو انګریزانو په وړاندې دافغان ولس دغیرت توره را پورته کول او هغوی تور مخ له خپل مېړني ټاټوبي نه شړل، له هغوی نه را وروسته په دغه لنډ تېر تاریخ کې سرو روسانو ته چې په ټوله نړۍ يې سترګې نه ډکېدې غاښ ماتوونکې ماته ورکول یوه تاریخي معجزه ګڼل کېدای شي، افغان مېړني ولس روسان داسې په ګونډو کړل چې نه یوازې داړې یې ووتلې بلکې په نړۍ کې يې نقشه له یوې مخې بدله شوه.
دا دي اوس چې دنړۍ تر پنځوسو هېوادونو پورې له هر رنګه پرمختللې تیکنالوجۍ نه برخمن په پر مختللو او کمپيوټري وسلو سمبال پوځونه راغلي، دغه لس کاله یې له افغان ولس سره ډغرې ووهلې، نه یوازې دا چې دپام وړ څه یې تر لاسه نه کړل، بلکې وخت پر وخت یې داسې غاښ ماتوونکي ګوزارونه خوړلي چې ددوی ټوله تیکنالوجي او کمپیوټري وسلې او وسایل یې له یوې مخې تر کلکې پوښتنې لاندې راوستې دي.
دسرپل دزندان ماتول څه لومړۍ پېښه نه ده چې په یو او بل ډول یې دتوجیه کولو هڅې وشي، له دې مخکې دوه ځله دکندهار زندان په داسې توګه مات شو چې په لومړي ځل تر ۱۰۰۰ او په دوهم ځل تر ۴۵۰ پورې مهم مهم زندانیان ترينه آزاد کړل شول، دا دي دا ځل دسرپل له زندان نه ۱۷۰ زندانیان آزادېږي!
کندهار او سرپل دموقعیت له مخې یو له بل سره ډېر لوی توپیر لري، کندهار یو سرحدي ولایت دی، داسې چې یوې او بلې خوا ته یې تر یو ځایه مخه خلاصه ده، مجاهدین کولی شي یوې او بلې خوا ته ځانونه وباسي، مګر سرپل یو مرکزي ولایت دی په داسې توګه چې ترینه چاپیر ټول ولایتونه داسې دي چې هلته په ظاهر کې دشمالي ټلوالې کومه چې دامریکا مخلصه ګوډاګۍ ده نفوذ او ځواک تر نورو ډلو زیات دی، په داسې یو مرکزي ولایت کې دومره په لویه کچه فعالیت او دومره ستر عملیات په رښتیا هم چې بالکل حیرانوونکي دي!
له همدې ځایه معلومېږي چې ولس تر کومه ځایه له اسلامي امارت سره خواخوږي او همدردي لري، که په کندهار کې چې ټول اوسېدونکي یې پښتانه دي دا خبره دځینو ذهن ته ورځي چې هلته به دزندان په ماتولو او دمجاهدینو په عملیاتو او فعالیتونو کې قومي او ژبنی اړخ څه اغیزه لري، که څه هم چې حقیقت داسې نه دی، مګر سرپل چې ډېری اوسېدونکي یې پښتانه نه دي هلته بیا ددې خبرې کول په مطلق ډول بې معنی دي.
او دا په حقیقت کې دهغې خبرې ټينګ پخلی کوي چې طالبان دیو قوم نه بلکې دګرد افغان ولس نماینده ګان دي، په دوی کې دهر قوم او هرې ژبې خلک او استازي دخپل دین او ولس پر خدمت لګیا دي، او دا بیا دیو افغان شموله حرکت نماینده ګي کوي، او له همدې ځایه دا خبره په ټینګه سره کېدای شي او حقیقت هم همداسې دی چې داشغالګرو په وړاندې چې کوم جهاد روان دی دا تر یو قوم، یا یو ولایت یا یو سمت پورې نه دی محدود، بلکې ټول افغان ولس په غالب اکثریت سره داشغالګرو په وړاندې جهاد کوي.
دا چې اوس اوس له نیواکګرو نه ځواک کورنیو ګوډاګیانو ته دانتقال په درشل کې دی، چې یو څه برخه یې پلې شوې ده او ددوی په ژبه د راتلونکي کال تر پایه به هر څه کورنیو ځواکونو ته وسپارل شي په داسې حال کې دغه رنګه کامیاب تکتیکونه او عملیات ښيي چې کورني بیچاره ګان دڅه لوبې نه دي، پاتې دې نه وي چې ددوی اصلي بادارانو په دغه لسو کلونو کې داسې څه ونه شو کولی چې پورته پرې وګوري، نو دوی چې دهغوی شاګردان دي څه تمه به ترېنه وشي؟
دا چې استاذان یې دجګړې په ډګر کې ژاړي، په زرهاوو یې لیونیان شول، چې اوس هم په روغتونونو کې تر علاج لاندې دي، نو شاګردان خو یې داسې وبوله چې که نور هېڅ نه وي دخپلو استاذانو په پلونو خو به خامخا روانېږي.
له نوموړې پېښې نه معلومېږي چې داسلامي امارت مجاهدین دهېواد په هغو سیمو کې چې مخکې يې پکې ډېر فعالیت نه درلود دخپل فعالیت دپراخولو او چټکولو عملي نیت کړی، او له دې سره به دمبارک جهاد مبارکې څپې دهېواد په ټولو ګوټونو کې خپلې مبارکې وزرې خورې کړي.
له دې نه څه وخت مخکې په بدخشان کې دځیره خورو عسکرو پر ګڼو پوستو دمجاهدینو بریدونه ددغه رنګه کامیابو عملیاتو لپاره یوه ښه سریزه بلل کېدی شي، هیله ده چې سیمه له دې نه نوره هم دزیاتو او پرېکنده کاري عملیاتو شاهده پاتې شي، چې پایله به یې دنیواکګرو شرمېدلې او تاریخي ماته او دمجاهدینو ستره او ویاړلې فتحه وي، وما ذلك علی الله بعزیز.

