د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اول ځان بدل کړﺉ بیا نظام

اختر محمد سمون 15.04.2012 10:03

نه پوهیږم څه تا ثیر دی دا څو کاله چې افغانستان ته هر نظام راغلی خلک ترې ژر ستړي شوي او د ژر بدلون هیله یې کړې ده. یابه موږ بې حوصیلې خلک یو ژر به ستړي کیږو او یا خو هم حکومتونه بې کفایته او زموږ له هیلو سره سم نه وي.
نو دبدلون شعار تر ډیره حده په هرچا ښه لګیږي. هر څوک د بدلون په هیله وي هر څوک هیله لري چې حالت یې نور هم ښه شي.
داچې هر ځل بدلون زموږ په زیان وي دا به نو بیا زموږ خوارو قسمت وي او یا به هم زموږ وروسته پاتې والی وي، چې نه شو کولی ښه حکومت او ښه چارواکي وټاکو. په هرصورت د بدلون شعار په ډیرو ښه لګیږي او هرکلی یې کوي.
خو اوس په افغانستان کې داسې کسان د بدلون شعار مطرح کوي چې نه پخپله پرې باور لري، نه دبدلون قانوني لارې پیژني او نه یې هم پخپل ځان کې کوم بدلون راوستی دی چې خلک ورته هیله من شي او ملاتړ یې وکړي.
دغه کسان لا اوس هم پخپله سیمه ایزه، توکمیزه کړۍ کې ګیر پاتې دي. که په اصطلاح د بدلون لپاره هم کومه ډله ټپله جوړوي نو دخپل شاوخوا له کسانو پرته بل هیڅوک یې تر څنګ نه لیدل کیږي، ځکه چې نه نور څوک پردوی باور کوي او نه هم دوی له خپلې ډلې، توکم او سیمې پرته پر چا باور کوي.
دغه کسان سره له دې چې په جګړه کې رالوی شول، جګړې یې وکړې، خلک یې ووژل، سیمه ایز واړه واړه حکومتونه یې جوړ کړل، له نورو سره یې څو څو ځله مخالفتونه، جنګونه او ملګرتیا وکړې خو بیا یې هم زده نه کړل چې که دبدلون شعار ورکوي لومړی باید پخپل ځان کې بدلون راولي.
دوی یوازې پخپل ځان کې ظاهري بدلون راوستی دی. ږیرې یې کونډۍ کړې. پکول یې ایسته غورځولی، پتلون یې اغوستی او نیکټایي یې پر غاړه کړې ده. نور کوم داسې بدلون چې خلک پرې باور کړي په دوی کې نه لیدل کیږي. مفکورې یې هماغه پخوانۍ جګړه غوښتونکې او دنورو نه زغمل او له نورو سره په ضدیت ولاړې دي. دوی هیڅوخت کوښښ نه دی کړی چې پراخ نظر ولري نور وزغمي له نورو سره یو ځای په صداقت کار او مبارزه وکړي.
خوشحال بابا وایي:
څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
په وروستیو کې چې دغو کسانو ډلې او آن ټلوالې جوړې کړې دي ددوی د تنګنظري څرګندونه کوي. نور خو څه چې آن دوه وروڼه هم په یوه ټلواله کې نه دي ځای شوي. یو په یوه ټلواله کې دی بل په بله کې. سره له دې چې ویل کیږي دوی دزیاتو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره په ډلو او ټلوالو ځانونه ویشلي دي چې بیا یو وخت د نورو د ډارولو لپاره د یوه کور کسان او دیوه تنظیم غړي سره یو شي او ځان ته دیوه لوی ایتلاف نوم ورکړي.
خو خلک دا هرڅه ویني نه شي کولی په داسې کسانو باور وکړي او دهغوی ملاتړ وکړي چې له خپلو نږدې کسانو پرته نور هیڅوک نه شي زغملای. څوک چې د هیواد په نظام کې د بدلون غوښتونکي وي هغوی باید دټولو هیوادوالو ملاتړ له ځانه سره ولري او که بدلون هم غواړي باید پخپل هیواد کې یې له قانوني لارو وغواړي. نه داچې په نورو هیوادونو کې د نورو هیوادونو له څو تنو سره کیني او پخپل هیواد کې د نظام دبدلون خبرې وکړي.
سره له دې چې دوی په نورو هیوادونو کې دخپل حکومت دبدلون تجربې لري دهمدوی تنظیمي حکومت د پاکستان په ګورنر هاوس کې جوړ او افغانستان ته را صادر شو. نتیجه یې ټولو افغانانو ولیدله چې څه څومره خونړۍ وه.
له دې ټولو تجربو سره سره دوی بیا هم هغه پخوانې بابولالې وایي او له زړو لارو غواړي بنسټیز بدلونونه رامنځ ته کړي. تر هرڅه دمخه هغو کسانو ته چې د بدلون غوښتنه لري او غواړي په نظام کې بدلون راولي، په کار ده چې پخپل ځان کې بدلون راولي.
آیا هغه څوک چې خپل ځان نه شي بدلولی دهیواد نظام بدلولی شي؟؟؟