افغانستان سبا پنجشنبه هالینډ سره لوبه کوي
28.03.2012 11:09
سبا ته د پنجشنبې په ورځ افغانستان د هالینډ سره په دې سفر کې لومړۍ یو ورځینۍ لوبه کوي.
لوبه به د عربي متحده اماراتو په وخت د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د شارجې په نړیوال سټډیم کې تر سره کیږي.
په اماراتو کې ټولو میشتو افغانانو ته خبر ورکول کیږي چې د لوبې لیدلو لپاره راشي او خپل ملي لوبډله تشویق کړي تر څو ښې لاسته راوړنې ولري او د دوی په تشویق د پخوا په څېر ښه وځلیږي.
یادونه: د لوبې لیدل وړیا دي.