را روان بحران او د هغې مخنیوی
18.02.2012 10:23په افغانستان کې اوس یوه مستبده ، فاسده او په قومي تعصب ولاړه اداره حاکمه ده . په دې اداره کې اصلي واکمنې کړۍ ځانونه د دیګانو ، هزاره او ازبکو توکمونو استازي بولي .
د دې ډلو مشران او کوماندانان په عملي ډول داساسي قانون هغو احکامو ته چې ددوی شخصي او ګروپي ګټو سره ټکر کوي غاړې نه ایږدي په هیواد کې دقانون د تنفیذ ارګانونه نشي کولای چې د دوی څخه د دوی د قانون د خلاف عملونو پوښتنه وکړی.
د کابل اداره د هیواد د پاتې توکمونو او سیمو خلکو سره د مور او میرې چلند کړی دی.دې ادارې نه یوازې ددی اولسونو قانوني حقوقو ته پاملرنه کړي نه ده بلکې د مختلفو لارو څخه یې هڅه کړي ده چې دا خلک ( په ځانګړي توګه پښتانه) نور هم وځپل شی او داقتصادي لحاظه وروسته پاتې شي.
همدارنګه مخالفو وسله والو ډلو په تیرو لسو کلونو کې د پښتنو سیمې دجګړو ډګر ګرځولي او لدې لارې یې دې ستر اولس ته نه جبیره کیدونکي زیانونه اړولي دي . دوی په تیرو لسو کلونو کې د پښتنو په سیمو کې د پرمختګ مخنیوی کړی دی.
همدا ټکی دی چې افغان اولس او د هغې له جملې څخه پښتانه په ډيره بې صبری سره د یوه مثبت بدلون غوښتونکي دی او غواړي چې د دوی په سیمو کې د سولې او ارامی راشي . خلک داسې بدلون غواړي چې د اساسي قانون سره سم د ټولو حقوقو په تر لاسه کولو سره د موجوده ټولو ستونزو څخه وژغورل شي.
د خلکو ددې غوښتنو په اړخ کې نړیووالې ټولنې دا نیت کړی دی چې په راتلونکو دوو کلونو کې د افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي . او دا هم امکان لري چې ددې هیواد سره د نړیوالې ټولنې اقتصادي مرستې ډیرې لږې شي .
پورتنې درې واړه حقایق دا په ډاګه کوي چې شووني ده چې د دوه کاله وروسته په هیواد کې ځينې بدلونونه راشي . خو داسې ښکاري چې دا بدلونونه به د ځینو کړیو او د ګاونډیو هیوادونو له خوا به د یوه نوي بحران په لوري ولاړ شي .
د افغانستان خلک او یو شمیر کورني او بهرني څیړونکي په دې فکر کې دي چې په دې هیواد کې یو ستر بحران را روان دی . د دوی په نظر دا بحران اقتصادي ، سیاسي او امنیتي اړخونه لري .
په هیواد کې زیاتره څیړونکي اوسني حالات په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو څخه مخکې مودې سره ورته بولي .
په هغه مهال کې هم د هیواد خلک د ډیر تشویش سره مخامخ و. خو په کابل کې واکمنې ادارې خلکو ته دا باور ورکاوه چې ښاغلی بینین سیوان د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي ځانګړی استازی به وکولای شي په افغانستان کې یو بې پرې حکومت واک ته ورسوي او دا حکومت به نوي اساسي قانون رامنځته او بې پرې ټولټاکنې به په ټول هیواد کې تر سره شي .
د هیواد خلکو دا ګومان کاوه چې کیدای شی په افغانستان کې د ګډوډۍ مخه ونیوله شي او یو سراسري امنیت به ټینګ شي .
همدا خبره وه چې د ملګرو ملتونو د سازمان د سر منشي د ځانګړي استازي تر فشار لاندې د افغانستان جمهور رییس مرحوم ډاکټر نجیب الله دې ته اړ شو چې خپله استعفا د ملګرو ملتونو سر منشي ځانګړي استازي ته وړاندې کړي .
ددې استعفا څخه مخکې ډاکټر نجیب الله د وسله والو ځواکونو استازو او د دولتي ادارو مشرانو ته وویل چې د راتلونکي بې پرې حکومت څخه چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له خوا معرفي کیږي ور سره همکاري وکړي .
خو د ملګرو ملتونو د سازمان دا پلان د اوسنیو حاکمو ډلو او د افغان دښمنه ګاونډیو هیوادونو له خوا ناکام اود افغانستان خلک یې د لوی ناورین سره مخامخ کړل.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې تاریخ تکراریږي . خو د تاریخ تکرار کیدل په لږ او ډیر توپیر سره تر سره کیږي .
اوس هم امریکايي لوړ پوړي چارواکي وايي چې دوی د تروریزم او القاعدې د سازمان د ځپلو د پاره دې سیمې ته راغلي و ، اوس القاعده تر ډیرې اندزې ځپل شوي او کمزوري شوي ده .
د لویدیزو کتونکو په باور تر ډیرې اندازې لویدیز پوځونه په افغانستان او سیمه کې خپلو موخو ته رسیدلي دي . همدا ټکی دی چې د امریکا اولس مشر ښاغلي بارک اوباما په کلکه دا نیت کړی دی چې خپل پوځونه د افغانستان څخه وباسي .
کله چې امریکايي پوځونه د افغانستان څخه وځي ، دا طبعي خبره ده چې نور لویدیز هیوادونه خپل پوځونه په افغانستان کې نه پریږدي .
دا چې اوس د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ کومې اړیکي جوړې شوي دي په دې هکله د افغانستان د خلکو سره په زرګونو پوښتنې موجودې دي .خو که چیرې د دوی ترمنځ خبرې په مثبت لوري او په هیواد کې د سولې ، دموکراسۍ او پرمختګ خواته ولاړې شي نو ډیره شووني ده چې ددې خبرو د سبوتاژ کولو له پاره به مشخصې کړۍ او ګاونډي هیوادونه هڅې وکړي .
خلک دا پوښتي که چیرې دې خبرو په مثبت لوري انکشاف ونه مونده او هم کله چې بهرني پوځيان له افغانستان څخه ووځي دلته به څه پيښ شي؟
د اوسنی شرایطو په څيړلو سره داسې نتیجه تر لاسه کیږي چې د دوه زره څوالسم کال څخه وروسته کله چې بهرني ځواکونه د افغانستان څخه ووځي کیدای شي دا هیواد د یوه لوی بحران سره مخامخ شي چې دا بحران به د ډاکټرنجیب الله د حکومت د استعفا څخه د وروسته بحران څخه به پراخ او ژور وي .
د دې بحران په راتلو کې کیدای شي دا لاندې عوامل ژوره اغیزه ولري.
په کابل کې د پخوانیو پوځي ـ سیاسي ډلو حاکمیت:
د کابل اداره د پخوانیو پوځي ـ سیاسي ډلو د ایتلاف څخه جوړه شوي ده . دا ډلې هره یوه یې د شلو ، دیرشو کلونو په موده کې د یو بل په وړاندې جنګیدلي دی او اوس د مختلفو عواملو له امله سره یې یو ایتلاف تشکیل کړی دی.
په دې ټول پوهیږي چې دا ډلې کله چې د ډاکټرنجیب الله حکومت ړنګ شو ، دوی په ښارونو او کلیو ننوتل او هرې یوې ډلې د ځان له پاره یوه سیمه اشغال کړه . هرې ډلې په اشغال شوي سیمه کې د خلکواو دولت مالونه لوټ کړل او د هیواد د بې دفاع وګړو په وړاندې یې زړه بوګنونکي جنایتونه ترسره کړل.
دې ډلو هرې یوې د دفاعي چارو ، د کورنیو چارو او د بهرنیو چارو مسوولین درلودل . دې ډلو هرې یوې د مالي لګښتونو د پوره کولو د پاره حتې روپۍ چاپولې.
دې ډلو په ټول ځواک سره زیار وایست چې خپل منځي جګړو ته د قومي ، ژبني او مذهبي جګړې بڼه ورکړي . تر څو له دې لارې وکولای شي ځینې کسان تیرباسي او هغوی خپلو لیکو ته راجلب کړي .
که څه هم دا ډلې تر یوې اندازې په دې بریالۍ شوې چې د اړونده قومونو ، ژبو او مذهبونو ځینې احساساتي کسانو پام ځانته واړوي . اوس هم ددې توکمونو زیات شمیر تیرایستل شوي کسان ددې ډلو په ملاتړ پراخې غونډې جوړوي .
هغه ډلې چې د کابل په اداره کې عمده رول لري په لا ندې ډول دي:
لومړۍ جمعیت اسلامي تنظیم : دا تنظیم د مرحوم استاد برهان الدین رباني له خوا تاسیس شوی او په پیښور کې د اوه ګونو تنظیمونو څخه چې د شوروي اتحاد په وړاندې د جهاد په منظور تشکیل شوی دی .
په افغانستان کې د شوروي پوځونو په خلاف ددې تنظیم زیات شمیر غړو او کوماندانانو بې ساري میړانې وښودلې او یو شمیر یې دشهادت درجې ته ورسیدل.
د کتونکو په باور دا تنظیم د کابل په اداره کې د واک اساسي واګې په لاس کې لري. که څه هم پخوا دا تنظیم د افغانستان دمختلفو توکمونو څخه تشکیل شوی و ،خو اوس دې تنظیم قومي رنګ نیولی دی او د دیګانو د توکم پورې د تړلو غړو څخه په غیر د نورو توکمونو خلک وجود نلري او که موجود هم وي هغوی ګوتې په شمار دي .
سیاسي څیړونکي وايي چې دا تنظیم په سلو کې اویا د حکومت لوړې اوکلیدي څوکۍ په واک کې لري .
دا په دې مانا چې د طالبانو د واکمني په راغورځیدو سره د جمعیت اسلامي ( په مختلفونومونو د څو ډلو مجموعه )واک په هیواد کې ټینګ شوی دی.دا تنظیم هم د واک په ګدۍ ناست دی او هم په څرګنده توګه د اپوزسیون پېښې کوي .تر څو په رښتیني توګه د یوه اپوزسیون د رامنځته کیدو مخنیوی وکړي .
دوهم ډله او یا ډلې چې د کابل په اداره کې زیات نفوذ لري د شوروي اتحاد په وړاندې د جهاد له پاره په ایران کې جوړې شوي د شعیه توکم پورې تړلي ډلې دي .
په دې ډلو پورې تړلو ملیشاو بي رحمي د هیواد په تاریخ کې ځانګړی نوم لري .
که څه هم دا ډلې او د دوی مشران سره توپیر لري خو په ماهیت کې ټولې د یوې اجندا او پروګرامونو لرونکي دي او د خلکو په باور د دوی ملاتړ کونکي هم یو دي .دا ډلې په واقعي مانا سره د شعیه هیوادوالو استازي نه شي کولی او نه شعیه هیوادوال په دوی باور لري.
دریمه ډله چې د کابل په اداره کې زیات نفوذ لري هغه د جنبش ملي اسلامي ډله ده دا ډله په ظاهري توګه د ډاکټرنجیب الله د حاکمیت په وروستیو ورځو کې را زرغونه او دده حکومت په نسکورولو کې یې د پورتنیو ډلو سره یوځای مهم رول ولوبوه.
دا ډله اوس د کابل په اداره کې څو وزارتونه ، ولایتونه او نورې لوړې څوکۍ لري .
د ویلو وړ ده چې د پورتنیو ډلو په اړخ کې اتحاد اسلامي ( دعوت اسلامي ) ، محاذ اسلامي ، جبه نجات اسلامي، حزب اسلامي ( عبدالهادي ارغندیوال) ، افغان ملت ډلې او یو شمیر د بهر څخه راستانه شوي په اصطلاح څخه راغلي په اصطلاح متخصصین هم شته والی لري خو د دوی واک د پورتنیو ډلو په تناسب د کابل په اداره کې د لیدنې وړ نه دی .
په دې ډلو پورې اکثریت لوړ پوړي چارواکي په هغه لاره ځي چې د جمعیت تنظیم (تر چتر لاندې په مختلفو نومونو ډلې )یې غواړي .
دکابل د ادارې مشر ښاغلی حامد کرزی تل د د پورتنیو واکمنو ډلو مشران د جهادي رهبرانو تر نامه سره راټولوي او دوی د هیواد د مهمو مسایلو په هکله تصمیم نیسي .
په دې کې هیڅ شک نه شته د دوه زره څوارلسم میلادی کال تر پایه د افغانستان څخه بهرني پوځونه ووځي . ددې حقیقت په نظر کې نیولو سره د کابل په اداره کې موجودې واکمنې ډلې او د دوی مخالفې ډلې ټولې په دې لټه کې دي چې په راتلونکي کې خپل دریزونه ثابت کړي .
د کابل د ادارې اولس مشر په ټول زیار سره هڅه کوي چې د ایران او پاکستان سره خپلې اړیکي ډیرې ټینګې کړي او دوی دې ته وهڅوي چې د افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو په وتلو په صورت کې په کابل کې د موجوده واکمنو ډلو څخه ملاتړ وکړي .
په پاکستان کې د تهران ، اسلام اباد او د کابل د جمهور اولسمشرانو غونډه د پورتنی موخې له پاره یوه هڅه ده.
خو دا یو واقعیت دی چې په تهران او اسلام اباد واکدارانو باندې باور او یا ددې حکومتونو څخه د هیلې درلودل ددې حکومتونو د ماهیت او د افغانستان په هکله د دوی د ناوړه پلانونو څخه د یوه سړي بې خبري ښکاره کوي . د یوه سیاستوال او یا د هیواد د یوه مشر له پاره د ګاونډیو حکومتونو د موخو څخه بې خبري د هیواد له پاره سترې ستونزې زیږوي .
د قدرت په معادلو کې اولس ټاکونکی رول لری د کابل د ادارې مشر ته اړینه وه او ده چې د اسلام اباد او تهران واکدارانو ته د عذر او زاریو په ځای ، په صداقت سره د هیواد خلکو ته مراجعه وکړي او د خپلو تیرو لسو کلونو په موده کې خلکو ته دوکه په ورکولو باندې د دوی څخه بښنه وغواړي . او اولس دې ته راوبولي چې د سولې او ثبات په تامین کې ورسره مرسته وکړي . په هغه صورت کې به په افغانستان کې د سولې تامین ډير اسان وي.
له بده مرغه د هغه ټولو زرینو چانسونو په درلودلو سره چې د کابل ادارې لوړ پوړیو چارواکو په واک کې درلودل د یوه څخه یې هم د هیواد او اولس په ګټه کار و نه اخیست . دوی په دې موده کې یوازې دمشروع او نامشروع لارو څخه په استفادې سره خپلو شتمنیو په زیاتولو کې بوخت و.
په افغاني ټولنه کې به هيڅ یو عادي وګړۍ پيدا نشي چې ددې ادارې څخه یې زړه خوشاله وي . خلک په دې بشپړ باور دي چې که چیرې د افغانستان څخه بهرني پوځيان ووځي نو ډیر امکان لري چې د دې ډلو په منځ کې ایتلاف هم مات او هره یوه ډله په خپله لار روانه شي .
تر ټولو لومړی به د لویدیز څخه راغلی په اصطلاح تکنوکراتان او یا د خلکو په اصطلاح نکټايي لرونکي لوټماران ( د لویدیز څخه د راغلو څو محدودو کسانو په غیر) ، چې د دوی دخبرو سره سم چې پاسپورټونه یې په جیبونو او کورنۍ یې په لویدیز کې اوسیږي په ډیره بیړه به هیواد پریږدي .
دا ښکاره خبره ده چې که چیرې واکمنې کړۍ په دې پوهې شي چې نړیواله ټولنه دوی ته شا ګرځوي او هم نه ګاونډیان کولای شي د دوی حاکمیت تضمین کړي . په هغه صورت کې دوی د خپلو ګټو له پاره موجوده اداره ړنګوي .
په دوی کې ځواکمنه ډله چې تر ټولو زیاته په وسله والو پوځونو کې اغیزه لري به هڅه وکړي چې د بحران په لومړیو شیبو کې بشپړ واک په خپل لاس کې واخلي چې په هغه صورت کې به لومړی دوی به اولسمشر د خپلې مخې لیرې کړي .
په واک کې شاملې دوې نورې اساسي ډلې به د تیرو کلونو په شان دا هڅه وکړي په هغو سیمو کې چې د دوې اړوند توکمونه اوسیږي د قدرت مرکزونه تشکیل کړي .
طالبان به هم په دې لټه کې وي چې د خپلو پخوانیو دښمنو ډلو سره یو ځل بیا لاس او ګریوان شي دا چې د دوی تر منځ د قدرت له پاره جګړه څومره مهال نیسي په دې څوک نه پوهیږي .
دوهم : د ګاونډیو هیوادونو لاس وهنې:
افغانستان د زیاترو ګاونډیو هیوادونو سره د ځمکو او اوبو په سر اختلافات لري . د ساري په ډول د ډیورینډ منحوسه کرښه افغان اولس ته د منلو وړ نه ده . دا کرښه یو ملت دوه نیموی .
دا یو واقعیت دی چې په دې سیمه کې دوه ځواکمن هیوادونه ( افغانستان او پاکستان ) یو د بل په اړخ کې اوسیدلی نه شي . د سیمې د حالاتو په څیړلو سره ښکاري چې یو د دوی څخه باید له منځه ولاړ او یا دومره کمزوری شي چې هیڅکله په پښو و نه دریږي .
همدا پالیسي په تیرو شپیتو کلونو کې پاکستان د افغانستان په وړاندې په مخ بیولي او تر هغه چې د پاکستان په نوم کوم هیواد شته وي د هغه ټول حکومتونه (هر ښي او کیڼ تمایل لرونکي ) به پورتنی پالیسي په مخ بیايي . همدا خبره ده چې د پاکستان پخواني جمهور رییس ضیاالحق د کابل دسوځیدو او میا محمدنواز شریف د افغانستان د اردو د ړنګولو له هلې ځلې کولې .
د اسلام اباد اوسني مشران هم په همغه لار روان او کار کوي تر څو یو باثباته اوځواکمن افغانستان رامنځته نشي .د اسلام اباد حکومت په ټول قوت سره هڅه کوي چې په افغانستان کې د ملي او ځواکمن حکومت دجوړیدو مخه ونیسي.دوی په افغانستان کې د یوه ځواکمن ملی حکومت رامنځته کیدلو کې خپل زیان ويني نو دا تصادفي خبره نه ده چې د پاکستان صدراعظم په دې وروستیو کې وویل چې دوې هغه ډول سوله په افغانستان کې نه غواړي چې د پاکستان په زیان وي .
د افغانستان خلک په هیواد کې د یوه ملي حکومت رامنځته کیدل د هیواد د خلکو کلکه غوښتنه ده.ملي حکومت په هیواد کې سوله ټینګوي او ټول هیواد د متوازن انکشاف په درلودلو سره په مخ ځي او دځواکمن افغانستان د جوړیدو له پاره زمینه برابروي .
د ځواکمن افغانستان د منځته راتګ په نتیجه کې پاکستان د زوال په لور روانیږي او افغانستان اباسین سیند ته چې د دې هیواد طبعي پوله ده ته رسیږي او ټولې پښتني سیمې د افغانستان سره یو ځای کیږي . همدارنګه دبلوڅانو او سندیانو د خپلواکو هیوادونه منځته راځي او ډیره شووني ده چې هندي پنجاپ اوپاکستاني پنجاپ بیرته سره یو ځای شي .
په هغه صورت کې په سیمه کې هغه نقشه رامنځته کیږي چې سیمې ته د انګریزي استعمارد راتګ څخه مخکې موجوده وه.
په پورتني حقیقت باندې د کابل د ادارې د واکمنانو او سیاسي ډلو او شخصیتونو نه پوهیدل او یا ورڅخه د سترګو پټول د افغانستان ملي ګټو ته لوی زیان رسوي .
همدارنګه د افغانستان دوهم لوی ګاونډی د خپلو پراختیا غوښتنې د پروګرامونه په ترځ کې هڅه کوي چې دوخت په تیریدو سره افغانستان د ایران یوه برخه وګرځوي . ددې موخې د تر لاسه کولو د پاره ایران د نږدې او لرې مودې له پاره د افغانستان ضد پروګرامونه لري .
همدارنګه تاجکستان او ازبکستان هیوادونو هم دخپل وس په اندازه په تیرو لسو او شلو کلونو کې د افغانستان په چارو کې په مختلفوبڼو سره لاس وهنه کړی ده او اوس هم یې کوي .
دا په دې مانا چې د شپږو ګاونډیانو څخه په اوس مهال کې څلور ګاونډیان په ډيره بربنډه او بې شرمانه توګه د افغانستان په چارو کې مداخلې کوي .
د کتونکو په باور د افغانستان څخه د لویدیزو هیوادونو د پوځونو په وتلو سره ددې ګاونډیانو لاس وهنې او تیري به په افغانستان کې زیات شي او کیدای شي دا هیواد د لویو ستونزو سره مخامخ کړی.
ددې ټکو په کتلو سره د زیاترو خلکو په باور سره د افغانستان راتلونکي ډیره ویرونکي ده .
دریم : د ملي مشرتوب او یا سازمانونو نشتوالی:
په افغانستان کې هغه سیاسي پوځي ډلې واکمنې دي چې په پاکستان او ایران کې جوړې شوی دی دا هیوادونه د افغانستان له پاره ښه نیت نه لري .په دې ډلو کې ځینې داسې عناصر ځاي په ځای شوي دي چې نه پریږدي دا ډلې د افغانستان دملي ګټو له پاره پروګرامونه رامنځته او عملي کړي .
په افغانستان کې د سلو څخه زیاتو ډلو د عدلیه په وزارت کې نومونه لیکلي دي . کتونکي وايي چې ددې ډلو څخه زیاتې یې د نړیوالې ټولنې څخه د فنډ د ترلاسه کولو د پاره جوړې شوي دي . پاتې ډلې یې د پورتنیو واکمنو ډلو پورې تړلي دی او یا د پخواني وطن ګوند پاتې شووني دي.
د طالبانو د نسکوریدو څخه وروسته ډيرو خلکو باور کاوه چې ښاغلی حامد کرزی به د یوه ملي مشر په توګه په دې حساس پړوا کې به د خلکو لارښوونه وکړي . خو له بده مرغه ښاغلی حامد کرزي ونه کولی شول چې د خلکو باور په ځان وساتي او په تیرو لسو کلونو کې یې تر ډیرې اندازې د پورتنیو واکمنو زورواکو کړیو د موخو په عملي کولو کې ورسره مرسته وکړه او خلک په تیره بیا پښتون اولس ترې خوابدی شو.
په تیرو لسو کلونو کې په ټوله لویه پښتونخوا کې د پښتنو د مشرانو د وژنو پراخ پروګرام د کابل ادارې ، پنجاپ او د تهران له خوا تر سره شوی او اوسه هم روان دی چې ددې پروګرام په نتیجه کې په زرګونو پښتانه مشران په ډیره بې رحمی سره په شهادت رسیدلي دي او رسیږي.
اوس په افغانستان کې د سیاسي ملي مشرتوب تشه لیدل کیږي . داسې مشرتوب چې ټول محروم خلک د پښتون اولس په ګډون په خپله شاوخوا سره راټول کړي .
ددې حقایقو په کتلو سره په هیواد کې د زورواکوکړیو مشران او د اوسنی ادارې لوړ پوړي چارواکي او زورواکان په راتلونکي باندې په بې باوری سره هڅه کوي چې په دوبۍ ښار او یا د نړۍ په نورو عصري سیممو کې جایدادونه راونیسی .دوی په سل ګونو میلیونو او د ځینو راپورنو سره سم په زرګونو میلیونو ډالرونه بهر ته لیږدولي دي .
په دې کې هیڅ شک نه شته چې پخواني زورواکان چې په تیرو لسو کلونوکې یې په واک منګولې خښې کړي وې بې شمیره روپۍ راټولې کړي او په دې موده کې یې د عیش او عشرت ژوند کړی دی. نو داسې امکان لري چې دوی به په افغانستان کې خپلې اړوندې ډلې د دوبۍ او یا د نړی د نورو برخو څخه رهبري کوي .
په دې ټول خلک پوهیږي چې هره ورځ چې تیریږي افغانستان د نویو ستونزو سره د مخامخ کیدو په لور نږدې کیږي . خو د کابل اداره تر اوسه نه غواړي چې د خلکو سره ځان نږدې کړي . په دې ادارې کې د واکمنو کړیو په سترګو لاتر اوسه په همغه قومي تعصب پردې پراتي دي . او غواړي د هیواد زیاتره خلک او په تیره بیا پښتانه د سیاسي بهیر او داقتصادي ودې څخه نور هم څنګ ته کړي . چې ښه مثال یې
د سلواغې په میاشت کې یې تش په نامه اولسي جرګې ته لیږل شوی لست دی .
ددې له پاره چې په افغانستان کې د دا ډول لوی ناورین مخنیوی وشي اړینه ده چې د هیواد ټول ملي او وطندوسته ځواکونه او کسان لاسونه سره یو کړي او د یوه په ژوره توګه سنجول شوي پلان سره سم په افغانستان کې د ممکنه پيښیدونکي تراژیدی مخنیوی وکړي .
د راتلونکي ممکنه تراژیدی د مخنیوي له پاره دوې لارې کیدای شي اغیزمنې واوسي . یو دا چې د افغانستان څخه استازي لویه دودیزه جرګه جوړه شي او په دې جرګه کې د راتلونکو د ستونزو د مخنیوي په منظور بحث او خبرې وشي او همدارنګه په دې جرګه کې ګډون کونکي په یوه موقت حکومت په جوړولو باندې چې د هیواد د ټولو خلکو د پاره د منلو وړ وي تصمیم ونیسي .
ددې موقت حکومت په لوړو څوکیو کې باید یو هم داسې وګړۍ موجود نه وي چې د پخوانیو پوځي ـساسي ډلو په پټه او یا ښکاره غړیتوب او یا خوا خوږي ونلري .
همدا موقت حکومت باید د په اصطلاح د ټولټاکنو او یا د بشري حقوقو د په اصطلاح مستقل کمیسیون او نورچې د مشخصو ډلو سره پټې او یا جوتې اړیکي لري منحل کړي او په واقعي مانا سره په دې اړوند ملي اداري رامنځته کړي .
دا حکومت باید ټولې هغه ډلې چې په ښکاره او په پټه په جرمونو اوجنایتونو کې لاس لري ړنګې کړي
او په شپږو میاشتو کې سراسري ، رڼې ټولټاکنې تر سره کړي .
ددې تراژیدي مخنیوي د پاره دوهمه لار داده چې د ملګروملتونو سازمان په مستقیمه توګه د افغانستان اداره په خپل لاس کې واخلي . دا ځکه چې د افغانستان خلکو له پاره د ستونزې یو اړخ هم د منلووړ نه دی.
دولتي ماشین د ټولو هغو وګړو او کسانو څخه چې په بشري ضد جنایتونو او لوټماریو تورن دي پاک کړي .په هیواد کې ټولې هغه ډلې چې په تیرو کلونو کې یې بشري حقوق تر پښو لاندې کړي دي منحل کړي او د هغوی ټولې شتمنې مصادره کړي .
په هیواد کې یوه د احتساب ځواکمنه اداره رامنځته کړي او ټولې هغه شتمنی چې د غیر قانوني لارو راغونډې کړل شوي دي بیت المال ته وسپاري .
د افغانستان وسله وال پوځونه تقویه او د ګاونډيانو مداخلې او لاسوهنې شنډې کړي .
پورتنی اداره چې دملګرو ملتونود سازمان تر نظر لاندې فعالیت کوي په افغانستان کې د رڼو او سراسري ټولټاکنو له پاره زمینه برابره کړي . تر څو په افغانستان کې یو ملي او په دموکراسی ولاړ رژیم رامنځته شي .
د زورواکو ، متعصبه ، په جنایتونو او لوټماریو د تورنو کړیو څخه د پاکې ادارې په رامنځته کیدو سره د افغانستان خلک ددې جوګه کیدای شي چې نه یوازې په افغانستان کې ثبات رامنځته کړي بلکې دسیمې او نړۍ په ثبات او امنیت کې هم مهم رول لوبولی شي .