د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دزنداورلرغونې جغرافيه لومړۍ برخه

شریف الله دوست( سرواني) 02.02.2012 19:28

زنداور (= زمينداور) دهلمند ولايت ،چي اوس کجکي ولسوالۍ اړوند ده  ډېره
لرغونې سيمه ده چي تراسلام وړاندي حتى دغارمېشتو انسانانو دژوند نښي پکښي
ترسترگو کيږي. داسيمه دنن په پرتله پخواډېره ويړه اوپراخه وه حتى تر
واشېر(=وحش هېر؟) اونوزاد(نوزات،زوزاد،بوزاد)پوري يې سيمه په بر کي نيولې
وه  .
دزنداورڅلورخواوي : ختيځ ته کجکى ،لوېديځ ته موسى کلا،سويل ته هلمند سيند
اوسروان(=سروان کلا)،شمال ته يې د بغني(=بغنين) اوباغران(=باغ حرم) سيمي
شتون لري .
دزنداورمشهورکلي :  داحمدشاه بابا په وخت کي چي کله نورمحمدخان مېرافغان
ورته راولېږه ، د زنداور درې سوه شپېته کارېزونه ثبت سوي دي ، مشهور کلي
يې دا مهال دادي : ١ ده بابا ٢ آزان دره ٣ کاېزدوران ٤ لويه نېچه ٥ کوچنۍ
نېچه ٦ الي اباد ٧ چهار باغ ٨ زوړښار (داميرکروړجهان پهلوان
ارگ) ٩ شاه کارېز اوداسي نور..

دزنداورنوم دتاريخ په حافظه کي:

زينداور،زنداور،زمينداور،له اره او اصله دلمرپرستني دمعبد نوم دى چي
کرارکرا داټوله سيمه په دې نامه نومول سوې ده زنداور نوم له دوو برخوڅخه
جوړ دى چي هرويي(لغات) يې بېله مانا لري .
١ – د زون جز يې :   داور=زنداور چي دزمينداوراصلي بڼه ده په تاريخ کي په
نورونومونو هم ياد سوى چي وروسته به يې په تفصيل سره يادونه وسي،داځاى
زموږ دهيواد په لرغونې اوتاريخي جغرافيه، په ځانگړې توگه
دهيتومنت(هلمند)په برخه کي ځانگړى سياسي اوادبي،کرهڼيز اوسترتيژيک ارزښت
درلود چي دتاريخ په اوږدو کي د داوران شاهانوپه نوم  واکمنۍ پکښي تيري
سوي دي چي په راتلونکو کرښو کي به يې پر هر اړخ څه ناڅه رڼا ولوېږي.
دزنداور نوم يوازي داسلامي دورې راوروسته مؤريخانو په اثارو کي تر سترگو
کيږي ،په هغو اثارو کي چي تر اسلام مخکي زموږ په هېواد کي ليکل سوي لکه
اويستا اونورو کي ددې نامه څرک نه سته،په اسلامي تاريخ ليکواوجغرافيه
ليکونکو کي په لومړي وار (احمدبن يحيى بلاذري په ٢٨٩هجري کي مړ ) دعربي
لښکرکښيو په برخه کي وايي :((...وى برنواحي رخج وبلاد  داور نېز چيره
آمدومردم   داور  را درجبل الزور =زون حصار داد وبه انها صلح نمود...)) ١
چينايي زيارت کوونکى (هيوان تسانگ ٦٣٠م) چي داوخت لا دعربو لښکري تر
زنداور پوري نه وې رارسېدلي دا ځاى د ((سوناگير)) په نامه ياد کړى
دى،خوپخپله په چينايي ژبه کي ددې نامه څرک نه ښکاري،  په چينايي ژبه کي
لمر ته (Tai yang= 太阳 تى يانگ) وايي اولمرته عقيده (xin tay yang=  ( 信太阳
) شين تى يانگ) بولي چينايان په نورو نومونوکي ډېر تغيرات راولي يوخودوى
په خپله ژبه کي د(ر) ږغ نه لري ښايي پورته نوم (سوناگي ياسوناگيل ) ياد
سوى وي اوورسته ژباړن په (ر) اړولى وي ځکه چينا يان عادتا (ر) په (ل،ى)
اړوي.٢ددريمي مېلادي پېړۍ په نيمايي کي دهيواد په لوېديزه برخه کي
دساسانيانود نفوذ سره چي دکوشانيانودسقوط لپاره يوه پيلامه وه دلمرعبادت
په خلکوکي رواج او رونق پيدا کړ.(سيستان قبل ازاسلام ٢٠٤مخ).
سيستان اوهلمند هم دزردښتي دين مهم مرکزبلل کېدى،چي دزردښتي دين تر څنگ د
لمرلمانځنه هم کېده او له دې ځايه څخه کرارکراريعني دهلمند
،زنداور(زمينداور)اوزابلستان څخه دکابل تردرې پوري اوهمداسي يې ترهند
پوري ځان ورساوه(سيتان،همدا اثر٢٠٥مخ).
ميتهرا(مهر=لمر)دطبعي عناصرو په جمله کي چي په اويستايي زمانه اوديانت
کي يې لوى مقام درلود همدا ميتهرا يا مهراولمرؤ.    ميتهرااومهر چي
دلمرپه مانادى يوناڅاپه داريانا په اويستايي دروکي نه دى مشهورسوي بلکه
مخکي له دې زموږ دتاريخ په وېدي زمانه کي په همدې نوم (ميترا) يوسرود لري
اوله هغوارباب انواعو څخه يوه رب النوعه ده چي د (اناهيتا) په څېر
دکلکوليتيک له زمانې څخه په اريانا او غربي اسيا کي مشهوره وه .دا نوم
زموږ دهيواد دتاريخ په دوروکي يوازي د(ت) او(ته) دلهجې په اختلاف يادسوى
دى(دافغانستان پخوانى تاريخ ٣٧٥مخ)
دزنداور(زمينداور)دنامه وجه:

بياهم د(زن=زون)جز:  دزنداور (زمينداور)نوم په زړو تاريخي اوجغرافيايي
کتابوکي په سمه او غلطه توگه په دې بڼه او نومونو راغلى دى :داور،
زمينداور،زنداور،ارض داور،زينداور،رنداور،بلادداور،جبل الزور،بلدالداون
،بلدي داور،جبلالزود،الزور،الرود،الزور ،سوناگير او... اول به ددې نامه
پر لومړۍ برخه رڼا واچوو، زنداور له دوو کلمو څخه جوړ دى چي اول جزيي لکه
(زن=زون=سون=سونا) او لکه څنگه چي داريانا هيواد دلمرپرستني ځاى بلل سوى
دى اووگړو به يې هم دلمر لمانځنه او مهرلمانځنه کول . مهر په اويستا
کي(ميثره) په پهلوي کي (ميثر) د (مهر) څخه سرچينه اخيستې ده او دهغه
مترادف(هممانيز) لغات(ويي) په دري پاړسي کي خور + شيد ،هور، په زند او
اوستا کې، او سور په سانسگريټ کي يوه ريښه لري چي  د همدې لمرپه مانا دى.
دا نوم په ترکي= ويغوري ژبه کي هم دود دى لکه (مهرگول=مهرگله) چي ښځينه
نوم دى چي دگل روزگردان اوافتاب پرست په مانا دى.٣  دسور کلمه دلمرپه
مانا تراسلام مخکي پنځمو اوشپږمو مېلادي پېړيو کي د اريانا(افغانستان) په
مختلفو برخوکي په ځانگړې توگه سهېل لوېديزه خوا کي رواج درلود ځکه دې
سيمي ته لا هم بودايي دين لاره نه ده پيداکړې. دانوم دلمرلمانځني لپاره
په مختلفو بڼو سره راغلى دى لکه: سون،زون،ژون چي دزمينداور نوم هم ددې
ډول نومؤنو څخه گڼل کېداىسي.٤  نوداسي فکرکېږي چي دانوم به له اره (اصله)
څخه (زون داور) وي او زون دلمر د الهې نوم ؤ ، په فرنگي او انگرېزي ژبه
کي اوس هم لمر ته (sun=سون) وايي دانوم په يوناني ژبه کي هم په همدې مانا
(sun=سن) دى.٥   دتاريخپوهانو په اند چي په زنداور کي د(ازان) دره ،دموسى
کلا او زنداور تر منځ (ده زور=ده زو) نوم هم دهمدې زنداور يا زمينداور له
نامه سره ورته بلل کيږي همداسي سروان(=سروان کلا) چي په اصل کي به(
زوروان=سوران=سروان) سوى وي .  نو د (زون) د املآ په باره کي دا څرگنده
ده چي دا دکاتبانو تېروتنه نه ده ځکه ددې نامه څرک دچينايي گرځندوى (هيون
تسنگ) په (سوناگير) کي هم تر سترگو کېږي چي نوموړي زنداور په خپلو
ياداښتونو په (سونا گير) ليکلى .٦  لکه مخکي چي يادونه وسوه سون=زون د
انگلېسي دsun د مادې سره نژدېوالى لري او دلمر مانا ور څخه اخيستل
کېږي،په انگلوساکسن کي دانوم (sunne) دى چي دجرمني دلمر سره نيژدېوالى
لري ٧ ،  په هندي ژبه کي لمر ته (سورج) ، په اوستا کي (هور) په چينائي کي
(تى يانگ) په ويغوري=ترکي کي (قوياش) په فرانسوي کي (سولاى) په الماني کي
(سوني) په روسي کي (سون تسه) په دري پاړسي کي (خور+شيد)او په پشه ئي ژبه
کي ورته (سور) وايي .٨  چي په زاړه هند اوروپايي کي يي ريښه su-en-sau-eu
په نظر راځي چي په سانسکريټ کي هم  (surya=سوريا) دلمر په مانا دى  چي هو
ښيار او پوه سړي ته به يې (سوري) ويل چي دغوري سوريانو په نامه کي يې هم
څرک لگېږي، او (surya سوريا) دلمر الهې ډول ؤ چي رب النوع شمس به يې باله
دانوم په ريگويدا او اوستا کي هم زړه ريښه لري او سور دلمر مجسمه  دهغه
وخت، بت او خداى ؤ.٩ بل ځاى بيا ويل سوي چي په زنداور يعني دزون په ښار
کي يو مقدس معبد ؤ او يوه دلمر الهه وه چي چي دې ورته معبد په ملتان کي
هم سته او ددې نامه په وياړ کابل شاهانو خپل ځانونه زابل ،زنبېل او رتبېل
بلل .
.١٠  چينائي زيارت کوونکي د سونا گير(زنداور) يادونه دوه واره کړې ده چي
يو وار د(٦٣٠م) کال دمى په مياشت کي ،په دا سي حال کي چي دکاپيسا څخه
دهند خوا ته تلى وايي: (( د٧٠ لي =شاوخوا ٢٣ميله دکاپيسا په سهېل کي دالو
نو o-Lo-no ارونا=ARUNA  غر د بېرونکو سمڅو اولوړو ځايو درلودونکى سته چي
په لومړي ځل اسماني روح ((سوناگير)) دليري واټن څخه دلته راغى او وروسته
دسونا گير =SUNAGIR (سو-نا-هيلو) يا او سني زنداور(زمينداور)  دلوړ غره
څخه د(تسو- کو- چا) مځکي يعني اوسني زابلستان ته ولاړ . ١١  دوهم وار
دچينايي زيارت کونکي لخوا د زنداور يادول د( ٦٤٤م – په جون= ٢٤ هجري) کي
له هند څخه په بيرته را گرځېدو کي داسي کاږي : (( د ديوا، روح کاپيسا ته
نژدې د ارونا له غره څخه و تسو – کو- چا TSU – KU- CHA= يعني زابل ته
راغى ، دسهېل خوا ته دسوناگير=زنداور په غره کي مېشت سو.ا وټول خلک دهغه
لما نځنه کوي او هر کال شهزاده گان ، مخور شخصيتونه او عام وگړي پر
راټوليږي سره او سپين زر د نورو قېمتي شيانو ، اسونو ، پسونو او نورو
کورنيو څارويو سره راوړي او وړاندي کوي چي هيڅوک بيا دا شيان پخپله ښه نه
سي کولاى. ١٣)) همداسي په تاريخ سيستان کي د ((رون او جول )) دنومونو
يادونه هم څو واره سوې ده او ابو خزيمه حمزه بن عبدالله يا بن آزرک يو
هلمندى بزگر د(( زاوطهماسب)) له نسله څخه ددې ځاى بولي وايي چي نوموړى يو
پياوړى او زړه ور سړى ؤ.(( تاريخ سيستان از آمدن تازيان تا برآمدن دولت
صفاريان ١٩٣ مخ)) ملک شعرابهار دسيستان دتاريخ په لمنليک کي په ناخبرۍ
سره ويلي چي ((رون اوجول)) ښه نه دى څرگند چي دسيستان په کومه برخه کي وه
دده په وينا چي د (( چول)) لفظ اوس هم دسيستا ن او خرسان په لهجه
پښتو،دري  کي ددښت اوبيابان په مانا کاريږي نو داټکل له مخي سړى ويلاى سي
چي (( رون او جول )) دي د هغه دښت او بيابان له ښوره زارو غاړو او څنډو
څخه وي چي دهلمند (=سيستا ن ، کرمان او بلوچستان)  سره مښتي دي . ((
دسيستان تاريخ دملک  شعرابهار په سمون ١٥٦ مخ))  نو د حمزه د زېږېدني ځاى
همدا (( رون او جول )) ښايي د بست په ختيځ کي د الرخج ( کندهار) ترمنځ
وي ، (اسکار چيا)  ددې ځاى دنامه دڅرگندولو لپاره ډيري څېړني او پلټني
کړي دي دا ځاى د سيستان په تاريخ کي پنځه واره ياد سوى دى ، خو اسلامي
جغرافيه ليکونکو په هغه وخت کي يوه هم ددې ځاى يادونه نه ده کړې د
(اسکارچيا)هم په دې اند دى چي ددې کلمې لومړى جز ( ايزد ، زون يا دلمر
دالهې ) نوم دى او له بل نامه سره عطف سوى دى او ددې رون او جول څخه يې
کېداى سي  د زنداورغر ه ته ايشاره  وي ، نو ليري نه ده چي دا غر دي همدا
دلمر لما نځني ( زنداور)  غر وي چي په چينايي منا بعو کي د( سونا هيلو او
سوناگير) په نامه او په اسلامي منابعو کي د ( جبل الزون) يا اوسني
زمينداور په نامه راغلى دى .
( تاريخ سيستان، ليکوال -  باسورث ١٩٤ مخ )  دلته ديادوني وړ ده چي ((
طبري)) او (( ابن اثير)) په خپلو يادونو کي دحمزه دپلار نوم (( اتزک))
ياد کړى دى مگر (( ابن فندق))  آذرک بللى دى  ددې دوهم نظر په تا ئيد سره
چي د (( آذرک)) کلمه ده د دري ويي (( لغات)) له ((آذر)) څخه اخيستل سوى
دى چي د (( آتش يا اور )) مانا ښندي نو ددې ليکني سره په تړاو گمان کېږي
چي د حمزه پلار په لومړيو وختو کي مسلمان نه ؤ بلکه د زردښتي دين پيرو ؤ
او  دهمدې (( زون او لمر )) لمانځنه يې کول .(( دباثورت ،ل، دسيستان
تاريخ همدا مخ ))  زما په اند دا به د کاتب تېروتنه وي چي ((زون )) يې په
((رون)) ليکلى دى ځکه په همدې تاريخ سيستان کي ددا ډول تېروتنو بيلگي
نوري هم سته لکه په دې عربي بيت کي ((  بين يدي حمزه في قله  = نصرت في
الجبن الدينا مثلا  ))، (تاريخ سيستان ١٥٧مخ) په لومړي نيم بيتي کي د ((
قله )) کلمه په اصل کي (( في قبيله يا قبيله ))ده  دځاى او مو قعيت له
مخي  سړى ويلاى سي چي (( رون اوجول )) به په اصل کي  ((جبل الزون )) وي
.چي ددې نامه نوري بيلگي به په راتلونکو کرښو کي درته وړاندي سي .
نو راځو خپل مخکني بحث ته چي د زنداور څخه دلمر لمانځني اوهغه ځاى مفهوم
اخيستل کيږي دا چي دزور او زون (لمر) پرستني سوژه (موضوع) په منځ کي ده
نو همدا انگېزه ده چي عربي جغرافيه ليکونکو زور او زون  کلمې په صنم (بت)
سره مانا کړي دي .

٢ - د ((داور)) جز يې :

پوهاند محمد حسين (( يمين )) په خپل يو ارزښتناک اثر (( افغا نستان
تاريخي )) کي ليکي :
د زنداور دکلمې دوهم جز  (( داور)) بايد ووايو چي په لومړي او دوهم زور
د ايزد (( الهې )) ، عادل باچا او حکم په مانا دى کيداى سي د د ايزد او
مهر (لمر) لپاره ستاينوم وي او همدا ډول ويل کيږي چي د داور اصل ( دادگر)
وي او په لنډيز سره  داور  سوى دى نو دا گڼل کيداى سي چي د داور  ويي
(لغات ) د ( داد ور ) لنډيز دى چي (داد) يې يعني (عدل + ور يې د څښتن
ورستاړى دى چي په ټوليزه توگه  ( عدل اوداد ) يا د (عدل څښتن) مانا ورکوي
دبيلگي په توگه ( دانش+ور = بادانش) يا د پوهي د څښتن مانا لري ، نو
ويلاى سو چي زمينداور ، زنداور يعني زون يا زور چي دعدل او داد يا د
انصاف څښتن وي .
١٤علامه رشاد بابا درې ځايه ( دسيمو تاريخي جغرافيه او کندهار
ياداښتونواوجغرافيايي ياداښتونه) کتابونو کي ليکي  : چي زنداور به په اصل
کي  زون داور وي چي دا په اصل کي د لمر د الهې نوم ؤ چي په انگلېسي کي هم
لمر ته (sun) وايي چي دا به په اغلب گمان اماله پېښه وي ، اماله په
گرامر(پښويه )کي دې ته وايي چي (ا) په (ت) باندي واړي او (ت) په (ا)
باندي او يا (ا) په (ې) او زور په زير سره ويل هغه کلمه چي په هغه صورت
کي (آ) په (اى) واوړي لکه : حجيب ،کتيب ، او رکيب چي د حجاب  ،کتاب او
رکاب ممال دي.
١٥ نوددې نامه څخه به هم زنداور جوړ سوى وي چي ددې نظر تا ئيد د بلاذري
فتوح البلدان کتاب هم کوي . سميز خلک دا ځاى زينداور (ZIN DAWAR) بولي او
ددې ځاى اوسېدونکي زينداوري بولي چي دلته (ZIN) د(ZON) مماله بڼه ده .
دا نوم د دوو جزؤ څخه جوړ سوى دى چي SON>ZON>ZAMIN زون، (son= سون) اوس
هم لکه مخکي چي يې يادونه وسوه په انگرېزي کي ( ١٦)  لمر ته وايي او دوهم
جز يې داور د (ځاى) مانا لري .
علامه حبيبي وايي : سربېره پر  زون= سون چي دلمر مانا لري ځيني ځايو نه
د پهلوان ،غښتلي اوکروړ په مانا هم راغلى چي په اوستا کي هم (سوره ) د
توانا ،  غښتلي اوکروړ مانا لري
.١٧     چي په چينايي ژبه کي ورته ( qiang zon )强 壮 ) چيانگ  زون ) وايي.
 په ترکي ژبه  پهلوان ته ( تگين) وايي چي د مريي په مانا هم راغلى دى د
پورتنيو اندونو په څرگندونو کي چي زموږ دهېواد او بهرنيو پياوړو پوهانو
کړي د زنداور=زون داور او زمينداور  پر لومړي جز يې تقريبا دټولو  نظر يو
دى د( زون=سون=ژون=سن او سونا  -گير) ديوناني او انگلېسي  د( sun =لمر )
په مانا دى  ١٨ چي دلمر دالهې مطلب ځيني اخيستل کيږي ،او دوهم جز يې دغره
اوځاى په مانادى.
 اروښاد علا مه حبيبي په خپلو ياداښتونو کي تر ډېره د زنداور پر لومړي
جز رڼا اچولې ده  او دومره وايي چي په تاريخي جغرافيو کي ددې نامه غلطه
بڼه چي دکاتبانو تېروتنه بلل کيږي د ( الکامل  په  ١٨٦٩م دبريل چاپ ) کي
د داور او زور دنامه پر ځاى په غلطۍ سره ( بلدالداون) ليکلى دى ، او بل
داون او زوز هم ددې نامه غلط شکلونه دي. ددې نوم دوهم جز د ( هيون تسانگ
) دسوناگير د نامه نوموني دوهم جز ( گير) دپښتو ژبي د غره په مانا دى چي
ددې سيمي په نورو نومونو کښي هم ددې نامه څرک لگيږي لکه غور ، غرستاني
،غلجى=ګرجى=کهزادـ چي دغرني ماناښندي .
يوه بله ( رب النوع افتاب = دلمرپرښته ) دخيرخانې په کوتل کي دکابل شمال
لوېديز په دوولس کيلومترۍ کي کشف سوې چي د لرغون پېژندونکو لخوا د ( د
سوريامعبد) په نامه چي دلمر الهه نومولى چي ددې نامه بيلګه په نورو
تاريخي نومونو کي هم ليدل کيږي لکه دغور سوريان ،سورياخېل ، زوراباد چي د
تاريخپوهانو په وينا همدا سور اباد دى، اوبل د زور معبد ته ورته بل معبد
په ملتان کي هم سته .
.١٩لنډه دا چي د څو پوهانو نظرونه دلته نژدې ټول يو ډول دي لومړى يې د (
داور ) اره بڼه داد ګر او داد وربللى دى چي د عدل او انصاف د څښتن په
مانا دى که سړى لږ څه متوجه سي د داور ، دادګر ، داد ور ، ګير ټول د ځاى
مانا ورکوي او د داور د کليمې د مانا سره سر خوري ياني ( زون = سون =سونا
= او يا سوريا = سور = زور =چي مراد ځني د لمر الهه وه هغه په همدې
داور،غره يا ځاى کي وه چي څو پېړۍ وروسته  دپښتو ژبي لومړنى غزل بول شاعر
(  اکبر) په همدې سيمه کي وزېږېدى ..


دزنداورلرغونې جغرافيه
دوهمه برخه

شريف الله دوست (سرواني)

په زړو تاریخی او جغرافیایی متونو کی دزنداور نوم:

په زړو تاریخي او جغرافیایی متونو کی دزنداور نوم په لږ یا ټول توپیر سره
لیدل کیږی، چی په دې کښی ځینی دکاتبانو تیر وتنی دي او ځیني نومونه بیا
دوخت په تیریدو په خولو کی یو ډول بل ډول اوښتي راوښتي دي لکه دممال
بیلګه  چي مو په تیره برخه کي ولوستل.
دزنداور نوم په دی بڼه راغلی، ارض داور، زمین داور، زینداور، زنداور،
بلاد داور( دداور ښار)، بلدالداون، جبل الزور، بلدی داور، داور، جبل
الروذ، الزور، الرود، الزور سو نا ګیر او ...
داسلامی دوری په موریخانو کی دلومړی ځل دپاره احمد بن یحیي مهشور په
بلاذری د(۲۵۰ ه ق) په شاوخوا کی یوولس نیم سوه کاله دمخه د داور نوم
اخیستی. (۲۰)
اصطخري په (۳۲۲ ه ق) کی بشپړ نوم یې ابو اسحق ابراهیم بن محمد اصطخري په
خپل کتاب(مسالک او ممالک) کي زنداورپه زمین داور، یا بلدي داور، داور او
داسي نورو سره راغلي او ثبت سوي دي(۲۱). اصطخري لیکي( داور(زنداور)
دنعمتونو څخه ډک اقلیم لري د(...غور پر مرز او سرحد دی او بغنین او خلج
او بشلنګ او خاش په دی ناحیه کی دي).
یاقوت حموي په خپل اثر معجم البلدان کي (۵۷۵-۶۲۶ ه ق) کي زنداور په (ارض
داور) لیکلی دی(۲۲). په بل ځای کي په کتاب مسالک کي مقدسي هم داځای (ارض
داور) یاد کړی دی. (۲۳)
ابوالقاسم عبیدالله بن خرداذبه په  (۲۵۲-۲۷۱ ه ق) کی زنداور د(بلا داور)
یاد کړی او دسیستان دمهمو ښارونو څخه یی بللی.(۲۵)
ابن فقید همداني هم په کتاب البلدان کي په کال(۲۹۰ ه) کي داځای په (بلا
داور) سره یاد کړی دی. (۲۴)
ابو زید بلخي زمینداور دسیستان اړوند بللی دی. ابوالقاسم بن احمد
الجیهانی داشکال العالم په کتاب کي د داور یادونه کړې او وایي" دداور
غرونه لوړ او ټینګ دي او هلته درختي ډیري دي او سر سبزه دي او واوره کیږي
خلکو يې دبني اُمیه تر وخت پوري دلمر لمانځنه کول او دبنی عباس دخلافت په
وختو کي مسلمانان سوه د داور غرونه دهستۍ ډک او هلته داوسپني کان سته" .
په پنځمه هجري پيړۍ کي په تاریخ بیهقی کي وایې " لومړنی ولایت چي امیر
سبکتګین امیرمحمود(سلطان محمود) ته وسپاری زمینداور ؤ"(۲۷).  په لومړني
دري جغرافیایی اثر حدود العالم (۳۷۲ ه) کی چي لیکوال يې نامعلوم دى تاليف
٣٧٢ هجري کي وايي :" ... زمینداور یوه آباده ناحیه ده دغور پر سرحد دبُست
او غور تر منځ او دهغه دوه ښآره دی(تل) او (درغش) او دواړه د غور سره په
پوله پراته دي او په (درغش)(۲۸) کي زعفران کیږي او درمشیان(درویشان)
دناحیي سره مښتی دی". په معجم البلدان کي هم ددې یادونه سوې خو د(درغش)
پر ځای يې غور کښلی دی. (۲۹)
په طبقات ناصري ، کي ابو عمر منها ج الدین عثمان بن سراج الدین مشهور په
منهاج سراج جوزجاني په (۶۲۴-۶۵٨ ه ق) کي دزمین(داور) نوم یادوي او په څنګ
کي یی د(باغ رام) یادونه هم په خورا ښه ستاینه سره کوي او وايې " ...
نقات چنین روایت کرده اند و از حضرت فیروز کوه که دارالملک زمستاني بوده
هیچ افریده رامجال نبودی که شکار کردي ومیان آن در شهر چهل فرسنګ بود و
هر فرسنګ را میلی فرموده بود تا بر اورده بودند،(زمین داور) باغی ساخته
بود آن را(باغ رام) نام نهاده والحق در میان دنیا مثل نزهت وطراوت آن باغ
هیچ پادشاهی دارا نبود. وطول او بقدر دومیدان وار زیاتی بودبحله..."
(دطبقات ناصری لومړی ټوک ۸۰ مخ).(۳۰)
په جغرافیایي تاریخي خلافت شرقي (۳۷۰ مخ) کي کاږي، "په زمینداور کي د(تل)
دښار په شاوخوا کي یو غر دی چي (جبل الزور) نومیږي ځکه چی په دې غره کي
یو بت د(زور) یا(زون) په نامه موجود ؤ په غنیمت سره دعربو لاس ته
ولویدی".
بل ځای یاقوت حموي وايی:- "دحضرت عثمان (رض) دخلافت په وخت کي عبدالرحمن
بن سمره دسیستان تر نیولو وروسته دزمینداور په لور ولاړ او هلته د(زون پر
غره) لاس بری سو او په هغه غره کي یې دخالص طلا څخه جوړ بت چی دیاقوتو
سترګي یې وې په لاس ورغی" .
په (جغرافیه حافظ ابرو ۸۳۰ ه) په شاوخوا کی دزمینداور نوم په جبل الزور
یاد زور دغره په بڼه راغلی دی او لیکی:- "... قبر سلطان ابراهیم قتال
درجبل الزور که مردم بومی(کوه زور) ګویند بین غور واسفزار موجود است".
(۳۱)
دملک شاه حسین صفاری(هلمندي) بن ملک غیاث الدین محمد بن شاه محمود
سیستانی په خپل کتاب (احیاء الملوک)(۳۲) کی شاوخوا  څلور سوه کاله پخوا
دزمینداور یادونه تر لس واره ډیره کړې ده او داځای يی په (زمین داور)
لیکلی چی یو ځای داسی وایی "اراده خلاف شاه بیک خان در خاطر داشت وبه
امرای نامدار خراسان راه شنایی مفتوح ساخته بود و شاه بیک خان او را
درسرحد هیر مند(هلمند) آب و(زمین داور) جای داده بود که در برابر محمد
زمان سلطان حاکم قلعه بُست که حقیقت حال او و سپردن قلعه بُست به او قلمی
شده بایستد" .
په یو بل ارزښت ناک اثر(تاریخ سیستان ، ۴۴۵ ه ق) شاوخوا چي لیکوال یې
نامعلوم دی اودهلمند ، سیستان او زمینداور په اړوند ډیر ګټور اسناد
وړاندی کوي، په دې کتاب کي هم دزنداورنوم په (زمین داور) لیکلی او ترشل
واره یې ډیر ددې ځای یادونه کړې ده. او په څنګ کي یې ورسره د(داور کلا)
یادونه هم کړېده او دزمین داور په باب دیعقوب لیث صفاري جګړه د صالح بن
الحجر سره داسی یادوي:- "پس از انکه آن ناحیت را ارام داد به والشتان و
زمینداور و زمین بُست عمال بیتانید، پس روزګاری بسیستان ببود..."(۳۳) .
بل ځای دداور دکلا په اړه  کاږي :- "... وګر فتن (قلعه داوري) ، ونشاندن
ملک رکن الدین را بآن قلعه با مارت درسال ششصد ونودوسه".(۳۴)
په پورته یادو سوو کتابونو کي چي دزنداور نوم اخیستل سوی تر دامهاله زموږ
لاس  کي وه ، که چیری ماخذونه او نور منابع تر لاسه او ولټول سي په
ځانګړې توګه هغه اثار چي تر اسلامي دورې مخکي لیکل سوي دي لکه ، بکهت،
پران دهندوانو مذهبی کتاب چی په هغه کی تر میلاد شاوخوا څوارلس سوه کاله
مخکی د(بُست) نوم اخیستل سوی دى...
خواجه ابوالفضل محمد بن حسین بیهقي دغزنویانو په دربار کي منشي ؤ زیږیدنه
شاوخوا( ۳۸۰ ه او مړینه  ۴۷۰ ه) تقریباً زرکاله دمخه دزنداور نوم په
(زمین داور) څو واره په(۱۳۲-۱۳۵-۱۳۶-۱۴۴) کی راوړی دی لکه یو ځای چي
کاږی:- "بغزوغور رفت بر راه(زمین داور) از بُست و دوفرزند خویش را،
امیران مسعود ومحمد، وبرادرش یوسف رحمهم الله اجمعین را فرمود تا (بزمین
داور) مقام کردند وبنه های ګران تر نیز انجاماند". (تاریخ
بیهقی-۳۲ مخ).



دزنداورلرغونې جغرافيه
دريمه برخه
په تاريخ کي د زنداور لاری او منزلونه

ابو القاسم بن محمدا بن حوقل په خپل اثر صورت الارض (۳۶۶ ه ق) کي لیکي:-
"دبُست څخه تر سروان(اوسنی سروان کلا) پوري دداور دښار پر لار دوه منزله
دي، وروسته دسروان په یوه منزل کي باید دهلمند تر رود تیر سي او( درتل)
ته ورسیږي، له درتل څخه تر درغش دهلمند پر غاړه څه باندي یو منزل دی او
دواړه په یوه اړخ کي دي او ددرتل څخه تربغنین پوري یوه ورځ او دبغنین په
جنوب کي دبشلنګ قبایل دي".

دداور- زنداور نوم؛ په لرغوني پښتو ادب کي:

دپښتو په پخوانیو اشعارو کي چي دزمینداور نوم اخیستل سوی، هغه اشعار
پخپله په همدی زمینداور کي تخليق سوي دي. محمد هوتک بن داود په خپل کتاب
(پټه خزانه ) کي دامیر کروړ په باب وايي، او په دې یادونه کي د امیر کروړ
ژمنۍ پلازمینه زمینداور ښي او وایي:- "امیر کروړ دامیر فولاد سوري زوی ؤ،
چي په کال(۱۳۹ ه) کي دغور په مندېش کي امیر سو او جهان پهلوان یې
باله"(احتمال لري چي اميرکروړ دهمدې زمينداور اويا سروان-کلا وي ځکه په
سروان کلا کي اوس هم د کروړيانو کلى سته).(۳۵)
بل ځای هم دتاریخ سوري په حواله داسي کاږي ,چي "امیر کروړ په دوبي کي
په(زمین داور) کي ؤ او هلته یې ماڼۍ درلوده چي کټ مټ دمندېش په شان وه.
بل ځای وایي چي دا امیران له پیړیو په غور او بالشتان او بُست کي وه".
(۳۶)
په بل ځای کي کاږي، چي": امیر کروړ، عادل او ضابط او دښې وینا خاوند ؤ،
ده به هر کله شعرونه ویل، په کال (۱۵۴ه) کي دپوشنج په جنګو کي مړ سو، او
تر ده وروسته یې زوی امیر ناصر ایوادونه(هیوادونه) ظبط کړل او دغور، او
سور(ښايي دلته يې مطلب سروان کلا وي) او بُست او (زمین داور) په ځمکو
خاوند سو". (۳۶)
دلته یوازي دپټی خزانې په متن کي د(زمین داور) نوم راغلی خو دهلمند په
تاریخي جغرافیه کي د(جرم=ګرم=ګرمسیر) یادونه دامیر کروړ په ویاړنه کي هم
راغلې چي بیلګه یې داده:

زما دتوري تر شپول لاندي دی هرات وجرم
غرج وبامیان وتخار بولي نوم زما په اودوم
زه پیژند یم په روم        له ما اتل نسته(۳۸)

دزنداور نوم دښکارندوی بستي په قصیده کي (۵۸۰ ه) شاوخوا :
    استاد
ښکارندوی دپښتو له ډیرو زړو قصیدو ویونکو څخه دی چي حال یې محمد هوتک بن
داود په پټه خزانه کي ذکر کړی دی: دپټي خزانې مولف له لرغوني پښتانه څخه
را اخلي چي ددې کتاب خاوند هم هغه له تاریخ سوري څخه را اخیستي دي او
وایي ښکارندوی غوري دخپل وخت عالم او شاعر پښتون و او دسلطان شهاب الدین
محمد سام شنسباني په حضور کي ډیر عزت او اعتبار درلود(۳۹). ښکارندوی په
خپله ښکلې او خوږه قصیده کي د(داور) یادونه کړې

چي وایي:
نه به راولي جګړن دسیند په لوري
نه به بری څوک دهند خپاره شهرونه
نه به څوک زلمی دغور سره راغونډ کا
د(داور) توري به چیری کا ځلونه(۴۰)

دلته په دې اخره نیم بیتي کي د(داور) کلمه راغلې چی دزنداور او زمینداور
په مانا ده ، چی په شپږمه هجری پیړۍ کی هم دا سيمه د(داور) په بڼه دود ؤ.
دتایمني  په چاربیته کي دزنداور ستاینه (۵۸۰ ه ق) شاوخوا:
دپښتو په لرغونو او پخوانیو شاعرانو کي یو هم تایمني دی چي دسلطان غیاث
الدین غوري په وختو کي په زنداور (زمینداور) او غور کي اوسېدی. تایمني په
خپل شعر کي دزنداورد تاریخي مدنیت، تاریخي ودانۍ او باغ(ارم= حرم) اوسنی
باغران، ستاینه کوي، ددې باغ ستاینه دغوري دورې تاریخ لیکونکی منهاج سراج
جوزجانی هم په(۶۵۰ ه.ق) شاوخوا کي کړې ده(۴۱). راسی چی دپښتون شاعر
تایمنی دبغني اوسېدونکي په چاربیته کي دزنداور او باغ ارم(اوسنی
باغران) نومونه وګورو. لکه:
ماد(داور) په ځمکه ولید (ارم)
دادجنت په څېر و بڼ ښه خرم
دفیروزکوه په دود ودان دی نا
ښکلی هر ګل څه ښه خندان دی نا(۴۲)

داچاربیته ارواښاد علامه حبیبی په (۱۳۱۰ ه ش) کي په همدې هلمند  کي د یوه
سپین ږیري له خولې اوریدلې وه، ځکه نو داچاربیته او داکبر زمینداوري غزل
او مثنوی په پټه خزانه کي نسته او پوهاند حبیبی جلا پیداکړي دي.
په پورته نیم بیتي کي د(داور) او(ارم) نوم راغلی چي همدا زنداور او باغ
رام ښيي له تاریخي څرګندونو څخه معلومیږي چي دا باغ په زنداور کي ؤ او
دغوري باچاهانو ژمنى او پسرلنى مرکز ؤ، چی یادونه یې په (زړو تاریخي
جغرافیایي کتابونو کي دزنداور= زمین داور) تر سر لیک لاندي وسوه.
داکبر زمینداوري په اشعارو کي د(زمینداور) دنامه څرک (۷۸۰ ه ق) شاوخوا:
داکبر زمینداوري داشعارو څخه دونه پوهیږو چي دی دتیموریانو په دوره کي
اوسیدی او ددوی ظلمونه یې لیدلی دی (داور= زمینداور= زنداور) زموږ دهیواد
لرغونې سیمه ده چي تر اسلام مخکي او وروسته یې د مغولو تر تاړاکه پوري
دپوره ثقافت او مدنیت مرکز ؤ مشهور ښارونه یی لرل چی اکبر پخپله په همدی
ځای کي زیږیدلی دی. لکه دده په یوه بیت کی چی دمغلو دتمر(تیمور) دظلمه
فریاد کوي او له دې ماتمه خپل پلرنی ټاټوبی زمینداور هم هیروي پاته دي نه
وي چی ګوډ تیمور له (۷۷۱ څخه تر۸۰۷ ه) پوری سلطنت کړی دی.
داکبر بیت:

دمغلو تمر هسی په اور وسوم
چی به هیرپه دی ماتم زمینداور کړم(۴۳)

دپورته بیت په دوهمه نیم بیتی کی دزمینداور دنامه څرک په ښه توګه څرګندیږی.
دزنداور جغرافیایی موقیعت:
زمینداور یا زنداور یوه سیمه ده چی دهلمند ولایت په حوزه کي پرته ده حدود
یی په دی ډول دی: ختیځ پلوته یی دهراود(دیراوت)، لودیځ لورته موسی کلا،
شمال خواته بغنی بغران او سهیل(جنوب) ته دهلمند سیند پوری نښتی دی، شمال
پلو ته یې غرونه او واوره ډیره پر اوریږي، پخپله زمینداور واوره لږ
اوباران زیات اوري. ددی سیمي مځکي ټولي په هلمند سیند خړوبیږی(۴۴) چی اوس
مهال ټول کاریزونه دي.

ده زور= ده زو= ګیزو:

داتلس قریه های افغانستان په دریم ټوک (۱۲۴۸ مخ) دهلمند ولایت په برخه
کي، په موسی کلا ولسوالۍ کی(ده زور= Dehzoor) لوړ او کښته (ده زور) په
مسلسل نمبر کی(۲۶) کلی لیکل سوی دي دلته هم دانوم په غلته بڼه کښته او
لوړ(ده زور= ده ظهر) لیکل سوی دی خو ددی ځای اصلی اواره بڼه چی په زړو
تاریخی او جغرافیایی نسخو کی ثبت ده هغه(ده زور) ده چي اوس هم ځیني زړې
کلاوي او تاریخي پاته شوني سته چي داځای دهغه ځای اوسیدونکي کافر کلا
بولي.(۴۵)
کیدای سي دتاریخپوهانو دزور- زوړ نوم په همدی ځای کی تعین سی ځکه دزور
لرغونی نوم تر اوسه پر خپل ځای پاته دی(۴۶)  لکه په دی اولسي بیت کی:

(د) ديزو(ده زور) پر بنده کي
ساتو کرلي خټکي

اطلس قریه های افغانستان( ده زور= ده ظهريې غلطه املا ده) دموسی کلا
لودیز پلو ته څلور پنځه کیلومتره ليري ښیي.





دزنداورلرغونې جغرافيه

دزنداور ښارونه

دريمه برخه


زمینداور دخپل تاریخي اوښکلي جغرافیایي موقعيت له مخي ډیر ودان اود یوه
پرمختللي تمدن لرونکى مرکز ؤ په تاریخي جغرافیو کي یو وخت داسیمي دزنداور
له توابعو څخه وې لکه:
١: باغران(باغ رام)
1.    خواش
2.    درتل
3.    درغش
4.    بغنین
5.    خلج(خلچ)
6.    بشلنګ(پشلنګ)
7.    سروان(سروان کلا)
8.    موسی کلا

دیادوني وړه ده چي اوس دزنداور ساحه ډیره راټوله سوې حتی خپله زنداور
دهيواد په اداري تشکيلاتو کي دموسی کلا له کلیو څخه شمیرل سوى دى.
راځو دزنداور ددغو اړوندو سیمو تاریخی او جغرافیایی مخیني ته چي داسیمي
او ځایونه یو وخت څومره مهم او دجغرافيه ليکونکو تاريخ ليکونکو اواديبانو
دپام وړ ؤ.
درتل ښار:- ابو اسحق ابراهم بن محمد اصطخری په(مسالک الممالک) کتاب کي
په(۳۲۲ ه) شاوخوا کي لیکلي دي: دتل یا دارتل ښار دزمینداور له مهمو
ښاورنو څخه بولي .وايي: دې ښار یو ټینګ او مستحکم ارګ درلود چي دسپرواوسا
تونکو لخوا یې ساتنه کېده، په څلورمه هجري پیړۍ کي دا ځای دیوه سرحدي
پوستې په حیث ؤ. داهغه لاره او سرحد ؤ چي له دې ځایه به دغور په لوري لار
تللې وه . داښار چي دهلمند دسیند په غاړه کي ؤ او له بُست څه یې ددرو
ورځو فاصله درلوده. (۴۷)
ابو القاسم بن محمد ابن حوقل(۳۶۶ ه، ۹۷۶ م) کی د(درتل) یادونه کړې او
وایي د(بلدی داور) دمهمو ښارونو څخه بللی(۴۸) دی درتل څخه تر بغنین
(بغنی) پوري دیوې ورځي لار ده.(۴۹) له سروان څخه دزمینداور تر رتل پوري
یوه موحله لار ده . له بُست څخه تر سروان (سروان کلا) دداور ښار ته پر
لاره دوه منزله دی، پس دسروان(سروان) په یوه منزل کي باید دهیرمند(هلمند)
تر رود تېر سي او (درتل) ته رسیږي. له درتل څخه تر درغش پوري تریوه منزل
ډیره لاره ده(۵۰). ملک شاه حسین(کياني،هلمندي) په خپل اثر(احیاء الملوک)
(۱۰۲۷ هجري) کي په دې بحث (خبر رسول عبدالله خان والی توران به هرات...
په ۳۰۰ مخ کی رغلي ... بر سر تل خواجه چهل ګزی رسدندو...(۵۱)دچهل ګزی په
نامه اوس هم یو کلی په کجکی کی سته. دتل خو تل دلوري او تپی په مانا
راغلی نو دغه(دارتل) دهمیشه خوب(تل روغ) په مانا هم لیکل سوی دی. نو اوس
دانه ده څرګنده چی ددی نامه وجه تسمیه به څه شی وی ایا همدالوړ او که
...؟
په حدود العالم کی هم جوزجانی د(تل) یادونه کړې او هغه یې دغور پر سر حد
او پوله بللی دی .
دبغني د درې دپای په برخه کي سر بغني کلي پروت دی دنوموړي کلي سهیل لودیز
ته دغرونو په کمرونو کي دتل او ګونجین کلي پراته دي. (۵۲)

بشلنګ:-

دافغانستان دجغرافیایي قاموس په لومړي ټوک(۲۵۹ مخ) کي راغلي
چی بشلنګ دموسی کلا په علاقه کي دشهیدانو دکلي دشمال په ۱۰ کیلومترۍ کي
دختیځ طول البلد په ۶۴ درجو ۴۷ دقیقو ۱۰ ثانیو او دشمالی عرض البلد په ۳۲
درجو، ۳۷ دقیقو او ۱۸ ثانیو کی واقع دی. (۵۳)
خو دتاریخي جغرافیې له نظره داسیمه زوړ او لر غونی شاليد لري چي وخت په
وخت یې داسلامی جغرافیه لیکونکو او تاریخ لیکونکو لخوا یادونه سوې ده.
دبشلنګ،فشلنګ، پشلنګ کلا دزمینداور شمال لور ته په غرنیو برخو کي یانی
دغور دسهیل پلوته پرته ده.  اصطخری په (۳۲۲ ه) شاوخوا کي دپشلنګ نوم په
شلنګ سره یاد کړی ځکه عربان(پ) نلری نو (پ) په (ب) اړوی او (ګ) په (ج)
سره ځکه نو عربانو (فشلنج) نومولی.  اصطخری یی (ب) په پیښ سره یاده کړی
ده.
دبرهان قاطع له مخی دبشلنګ کلمه به لومړی پیښ او دلام په زور سره داسی
کلا ته ویل کیږی چی دغره په څوکه اباده وی لکه کلات چی پر غونډۍ باندی
ودان ښار ته کلاته وایي(۵۴). پشلنګ د(پ) او(ل) په زور دشاته پروت یا شاته
غورځولي په مانا راغلی دی(۵۵). خو تر دی مانا یې تیریږو چي لوستونکي په
دوه فکره کي پاته نسي. پشلنګ د(پ) په پیښ او زیر د(ل) په زور هغه کلا ته
وایي چي دغره پر څوکه او سر جوړه سوې وي. (۵۶)
ابو القاسم بن محمد ابن حوقل په(۳۶۶ه، ۹۷۶ م) شاوخوا کي بشلنګ، خلج او
بغنین دحاکمانو دناستي ځای دی چي هره سیمه حاکم لری. (۵۷)
فرخي سیستاني شاوخوا زرکاله پخوا دسلطان محمود غزنوي په ستاینه کي چي کله
یې داټینګه کلا ونیول څو بیتونه لري لکه:
خسرو غازی محمود محمد سیرت        شاه دین ورز هنر پرور کامل
آنکه برکند بیک حمله درقلعه تاغ        وانکه بګشاد بیک تیر درارګ زنګ
آنکه زیرسم اسان سپه خرد بسود        به زمان درودیوارحصار (بشلنګ)(۵۸)

دفرخي سيستاني(هلمندي) په پورتني شعر کي هم د(بشلنګ) په نامه راغلی او
دعربي تر تاثیر لاندي سوی ځکه لکه مخ کی چي یادونه وسوه عربان (پ) په (ب)
لیکي لکه (پامیر) چی(بامیر) کاږي. خو دبشلنګ، لوړ بشلنګ او کښته بشلنګ
داتلس قریه های افغانستان دهلمند په څپرکي اودکجکی په ولسوالي کي ثبت سوی
او هلته یې د(باشلنګ) په نامه لیکلی دی.

ددرغش ښار:-

ددرغش- لرغاښی- دارغاش ښار هم دزمینداور دښارونو څخه ؤ چي تر (دارتل=
تل= درتل) یو منزل لوړ دهلمند رود پر غاړه واقع دی. اوس مهال په دې سیمه
کي ځیني خرابې سته چي د(درغنی) په نامه سره یادیږي.
په (حدود العالم من المشرق الی المغرب ۳۷۲ ه) کي یادونه کړې او ویلي یې
دي چي "در درغش ارغوان روید بسیاره".
ابواسحق ابراهیم بن محمد اصطخري په(۳۲۲ ه) شاوخوا کي ددرغش نوم یاد کړی
او وایي "د(تل او درغش) ترمنځ یو منزل لاره ده". (۵۹)
دعلامه رشاد بابا په وینا درغش ښایی(لرغنی)  وی او دیوه کوتل نوم وی.
ابوالقاسم بن محمد ابن حوقل په (۳۶۶ ه، ۹۷۶ م) په خپل اثر(صورت الارض) کي
لیکي چي په داور کي پیداوار ډیر دي مهم ښاورنه یې (درغش) او درتل دي.(۶۰)
دعماد الدین اسماعیل بن نورالدین علي مشهور په ابو القداهم پخپل کتاب(
تقویم البدان) د(۷۲۱ ه) چاپ کي د(درغش) یادونه کړې او حدود یې ټاکلي
دي.(۶۱)
دخواش ښار: اصطخری په (۳۲۲ ه) شاوخوا کی دخواش دښار یادونه کړی ده او هغه
یې یو بې دیواله ښار بللی دی(۶۲). اصطخري په(۳۲۲ ه) شاوخوا په خپل
کتاب(مسالک او ممالک) کي کاږي چي "زرنج، خواش،بُست، روزان، سروان،
صالقان، بغنین، درغش، تل ، بشلنګ، پنجوایي، کوهک، غزنه(غزنی)، قصر سیوی،
اسفنجای او حاپای(= داښايي دنوزاد دسیستان له ښارونو څخه دی او تر زرنج
لوی ښار نسته"(۶۳).  اصطخري دلته دخواش، تل، سروان، بغنین، درغش، بشلنګ
یادونه هم په غټو ښارونو سره کړې چي زموږ ددې لیکني موخه هم داځایونه په
ګوته کول او تاریخي ارزښت یې راسپړل دي. حرب بن عبیده بُستي هم دهمدې خاش
اوسیدونکی ؤ دی دحمزه سیستانی په پیروی په بُست کی عربو ته پورته سو او
تر(۱۹۹ هجري) پوري یې د خپلواکۍ غوښتلو هنګامه توده ساتلی وه.(۶۴)
په تاریخ سیستانی کی د(۴۵۰ ه) شاوخوا کی هم دخواش یا خاش یادونه تر لس
واره ډیره سوی ده. همدا ډول دملک شاحسین په(احیاء الملوک) کی د(خاش)
یادونه نهه واره سوې ده.

دخوابین ښار:

داښار دزمینداور په شمال کي واقع دی چي په(۴۰۵ ه) دسلطان محمود غزنوي
لخوا ونیول سو په دی وخت کی داځای په ابوالحسن خلف پوری تعلق درلود. ددی
ښار یادونه تاریخ بیهقی دپنځمي هجری پیړۍ په لومړۍ نیمایی لومړۍ لسیزه کي
کړې ده. په خوابین کي ډیري ټینګي کلاګاني وې خوابین دولایت په نوم هم په
تاریخي دورو کي یاد سوی دی. (۶۷)

دبغنین ښار:

په(حدود العالم من المشرق الی المغرب ۳۷۲ ه) کی کاږي چي دبغني ښار غور
ته نژدې دی او په هغه کي مسلمانان سته(۶۸). دبغنین د درې دپای په برخه کي
سر بغنی کلی پروت دی. دابن حوقل په صورت الرض(۳۶۶ ه) کي کاږي چي دبغني
سیمه ډیر مهمه او حاکم لری. (۶۹)
اصطخري په(۳۲۲ ه) کي وایي چي د(تل) څخه تربغني پوري یوه ورځ لار ده. په
صورت الارض کي وایي چي د بغنین په سهیل (جنوب) کي دبشلنګ قبایل میشت دي.
په(جغرافیه حافظ ابرو ۸۳۰ ه) کي دبغني یادونه دوه ځایه سوې او هغه یې
دغور له توابعو څخه بللی وګوری(۲۴ او ۸۱) مخونه دهمدی اثر. په تاریخ
سیستان کی چی لیکوال یی ناڅرګند دی او دپنځمی هجری پیړۍ په شاوخوا کی
لیکل سوی هم دبغنی نوم په(بغنین) سره یوار په (۳۵۹ مخ) کي ذکر سوی دی.
بغنین دزمینداور دښارونو څخه ؤ چي د(دارتل) په لویدیزه خوا یومزل  لیری
پروت ؤ. داښار دخلجیان(غلجيانو) او بسلانګ(پشلنگ) قبیلی مرکز ؤ. اوس
داځای بغنی بولي(۷۱) چی ترډېره دالکوزو قوم پکښي مېشت دي.
باغ رام(باغران):- تر هرڅه دمخکي دباغ ارم نوم دپښتو دادب په زړو اثارو
کي څر ک تر سترګو کیږی. دلرغونی پښتانه لیکوال دتاریخ سوري په حواله او
محمد هوتک بن داود دلرغوني پښتانه په حواله لیکی چي "امیر کروړ دامیر
پولاد سوری زوی ؤ چي په(۱۳۹ ه) کي دغور په مندېش کي امیر سو  امیر کروړ
به په دوبي کي په (زمین داور) کي ؤ او هلته یې ماڼۍ درلوده چي کټ مټ
دمندیش په شان وه"(۷۲).
له دې څخه سړى داجاج اخیستلای سی چي همدې(باغ ارم) ته اشاره ده. دپښتو
ادب په تاریخ کي بل ځای هم (باغ ارم) دنامه څرک وینو لکه دتایمنی
دچاربيتي  په دې لومړي نيم بیتي کي:

ماد(داور) په مځکه ولید(ارم)
دادجنت په څېر و بڼ ښه خُرم
دفیروز کوه په دود ودان دی نا
ښکلی هرګل څه ښه خندان دی نا(۷۳)

ګردیزي په زرین الخبار کي دمندیش کلا په هغو کلا ګانو کی شمیری چي هلته
به دباچاهانو خزانی ساتل کیدې نو دلته چی دتاریخ سوري لیکوال چي پخپله
هلمندی او بُستی دی (محمد بن علی البُستی) دزمین داور دباغ تشبیه دداسی
کلا سره کړی چی هغه د مندېش ده یعني دباچاهانو جواهرات او زربه پکښي ساتل
کیده نوځکه ډیر مهم بلل کیږی. دلته دزمینداور همدې باغ  دسيمو په کچه نوم
درلود(۷۴).
تایمنی بیا پخپله چاربیته کي کاږی چی (ارم= باغ ارم) دفیروزکوه په څیر
ښکلی او ودان ؤ، فیروز کوه دغور یو ټینګ، اباد او ښکلی ښارؤ، چي دغوري
شاهانو دسیاسي مرکزونو څخه شمیرل کیدی. ددې ښار بنسټ دملک الجبال قطب
الدین محمد لخوا کښیښودل سو او دسلطان شهاب الدین غوري په وخت کي دترقۍ
اوج ته ورسېد(۷۴). تایمني هم دهمدې دورې شاعر تېر سوی او دادواړه ځایونه
یې په خپلو سترګو لیدلی چي (باغ ارم یا ارم) او فیروز کوه یو تر بله ښه
بللي. محمد بن علی بُستی بیا دزمینداور باغ چی ښایی همدا(باغ ارم) ته
اشاره کوی او کټ مټ یی دمندیش دماڼۍ په څیر بولي. نو دلته خپلي موضوع ته
په کتلو سره باید وویل سي چي(باغ ارم) دیو پراخي منطقې په سطحه ښکلی او
خُرم ؤ.
ابو عمر منهاج الدین عثمان بن سراج الدین مشهور په منهاج سراج جوزجاني
تر(۶۲۴ هجري) کلو وروسته مړ، په خپل یوه ارزښتناک اثر(طبقات ناصری) کی
دباغ ارم (باغران) په اړه کاږی چی "ثقافت چنین روایت کرده اند که سلطان
غیاث الدین در اول جوانی معاشر عظیم بود وشکاردوست، و ازحضرت فیروزکوه که
دارالملک او بود تا شهر(داور) که دارالمک زمستان اوبود هیچ آفریده رامجال
نبودی که شکار کرده ومیان آن دو شهر چهل فرسنګ بود، هر فرسنګ رامیلی
فرموده تا برآورده بو دند ودر(زمین داور) باغی ساخته بود. آن را(باغ ارم)
نام نهاده والحق در(میان) دنیا مثل نزهت وطروت آن زیادت بود وجمله چمن
های ‍ آن باغ بدرختان صنوبر واپهل وانواع (یاحین) آراسته وسلطان فرموده
تا درخوالی آن باغ میدانی ساخته بودند، طول وعرض آن میدان مثل طول وعرض
آن باغ بود".(۷۵)
داچی اوس په زمینداور کي په دې نامه باغ نسته خو اوس دصنوبر دونو علایم
هم نه ښکاري خو څه وړاندي دغور پر سرحد یو ښکلې او زرغونه سیمه د(باغران=
باغ ارم) په نامه موجوده ده کیدای سي چي په همدې سیمه کي داباغ موجود ؤ
او کرار کرار دې سیمي ددې باغ نوم خپل کړی وی او (باغ ارم) بلل سوی وي چي
اوس یې خلک په غلطه باغران تلفظ کوي.
لوړو شواهدو ته په کتو سره (باغ ارم) هم دخپل وخت یوه تاریخي او ادبي
سیمه وه چي په ځانګړې توګه دغوري اوبستي شاهانو ژمنۍ پلازمینه وه او دلته
به یی دشعر ، مشاعرو او ښکار څخه خوند اخیستی او دژوند خوږې شپې به یې
پکښی تیرولی.
باغران اوس دهلمند ولایت څلورمه درجه ولسوالي ده چي ټوله ډبرینه او غرنۍ
سیمه ده، دمختلفو زاویو او شکلو په ډول پرته ده شمال ته یې دډایکنډي
غرونه او سابند(سیابند=پسابند) ، سهیل ته یې زمینداور او موسی کلا ختیځ
ته یې دهراوت او کجران لوېدیځ ته یې لوى غر اوسا بند(سیا بند) پراته دي.
مساحت یی(۳۵۸۷ کیلومتره مربع) دی موقیعت یی دختیځ طول البلد په ۶۴ درجو،
۳۴ دقیقو، او ۱۲ ثانیو، اوشمالی عرض البلد په ۳۲ درجو، ۵۷ دقیقو او ۲۴
ثانیو کي واقع دی.

سروان(سروان کلا) ښار:

سروان( سروان کلا) دهیتومنت (هلمند) په تاریخي سیمه کي په ځینو تاریخي
او جغرافیایي اثاروکي دزنداور له توابعو څخه ګڼل سوی دی. ددې سیمي یادونه
په زیاتو تاریخي جغرافیو کي سوې ده، چي په دې منځ کي( ابن حوقل په خپل
اثر(صورت الارض ) کي چي په (۳۶۵ هجري) شاوخوا کي لیکل سوی. ددې سیمي دښو
او پراخو میوو یادونه کړې ده، چي خرما او انګور یې زیات درلوده او همدا
ډول یې ویلي دي چي داښار ګوټی یا سیمه دقرنین په اندازه دی، (قرنین هم
دهلمند یو تاریخي سیمه ده،زيات شمېر سپين ږيري وايي:چي اوسنى غرغرى يا
گرگرى همداپخوانى قرنين دى)، قرنین اباداو ښیراز دی چي میوې یې بهر او
نورو سیمو ته ځي.
په اشکال العالم کي راغلي دي چي زوروان (سروان) تر قرنین کوچنی دی او
فیروز قند ته نژدې دی چي دعماراتو، زراعاتو او زیاتو اوبو درلودونکی
دی.(۷۸)
جوزجاني دحدود العالم من المشرک الی المغرب شاوخوا یو زرو شپیته کاله
دمخه په(۳۸۹مخ) کي دخراسان په ښارونو کي پنځوسم ښار (ساروان) بللی دی.
دساروان خلک یی شوخ، جنګی او دغوسې څښتنان بللی. (۷۹)
په قانون مسعودي کي داښار په غلطه سره (زروان) لیکل سوی دی او البیروني
هم (زروان) دبُست له توابعو څخه بولي په المهاجو کي لیکي "زابلستان ته
نژدې دطلا معادن په ډبرو او څاګانو کی موجود دی چی داسیمه زروان(سروان)
نومیږی چی د خثباجی؟ دکلي یا سیمی په څنګ کي په هغو غروکي دسیم، روی،
اوسپنه،سرپ مقناطیس او نور معادنونه سته". (۸۰)
ګردیزي په زین الاخبار (۲۵۰ مخ) کی د(سروان) کلمه راوړې ده په لمن لیک کي
یې علامه حبیبي زیاته کړې ده چي" په سنسګریټ یی ساروان(Sarvan) بولی او
دالبیرونی په کتاب الهند کی (شرابن) لیکلی دی". سرابن او ساروان اوس ساون
بولی چی دهندوانو دکال څلورمه میاشت ده خو دزین الخبار په(۲۵۱ مخ) کی (بت
ساون) هم راغلی دی.(۸۱)
دعلامه رشاد بابا په وینا دسروان کلمه عالباً د (زروان) له کلمې سره چي
یوه رب النوع وه اړیکه لري.(۸۲) ددې کلمې ذکر دمقدسي په احسن التقاسیم في
معرفت الاقلیم کي راغلی دی خو دهغه په چاپ کي یو څه تیر وتنه پیښه ده ،
هلته یې د(سروان) پر ځای(سروسان) لیکلی دی او په بل چاپ کي یې(سروستان)
لیکلی دی . اما ددې صحیح بڼه په صورت الاقلیم کی ابن حوقل ضبط کړی دی او
هلته دسروان په بڼه دی.(۸۳)
ابومحمد هاشم سرواني هم دهمدې سیمي ؤ، چي دپښتو ادب په تاریخ کي دژباړی
بنسټ له ده څخه راپیلیږي. دلازیاتو معلوماتو لپاره وگورى د(هلمند تاریخي
جغرافیه) خو تر دامهاله چاپ نه ده.

موسی کلا:-

موسی کلا اوس دهلمند دوهمه درجه ولسوالي ده ددغي ولسوالۍ مرکز دګريش
(ګریشک) دښآر شمال پلوته (۶۹) کیلومتره لیري دخیتځ طول البلد په ۶۴ درجو،
۴۶ دقیقو، او ۱۸ ثانیو او شمالی عرض البلد په ۳۲ درجو، ۲۱ دقیقو او ۱۵
ثانیو کی موقیعت لري.(۸۴)
دموسی کلا نوم تر زنداور، سروان، بغنین(بغني)، بشلنګ، درتل اونورو ډېر
راوروسته په تاریخ او جغرافیو کي تر سترګو کیږي، خو داچی زنداور اوس ځینی
دموسی کلا سره تړلی. پخوا موسی کلا دهمدې زنداور دتوابعو څخه وه. دموسی
کلا دنامه وجه په دی سیمه کی دیوه مشهور شفاهي داستانه(موسی جان او ولی
جان) څخه سړی اټکل کولای سي. دانکل دپښتانه شعرا په لومړی ټوک(۱۴۰ مخ) کي
راغلی چي دوی دپښین او دکاکړستان په شاوخوا کي اوسېدل خو کاندید اکاډمیسن
محمد ابراهیم عطایي په خپل یو کتاب(هلمند دکلتور په ساحه کي) لیکلي:"
ځایي خلک وایي چی موسی جان او ولی جان دموسی کلا وه اود موسی کلا هم
دموسی کلا په مابین کي اوس  یوه غټه زړه کلا ده چي شاوخوا شنه پټي پر
راګرځېدلي دي او دهغه ځای خلک یې دموسی جان او ولي جان کلا بولي". په
نوموړې کیسه کي دځای یادونه نده سوې نو که دخلکو روایت معتبر ونیسو
داکیسه په هلمند پوری اړه لری.(۸۵)
خو دموسی کلا نوم ماته په تاریخ کی یوازی دملک شاه حسین بن ملک غیاث
الدین محمد بن شاه محمو سیستانی په(احیاء الملوک) کی چی شاوخوا څلورسوه
کاله دمخه لیکل سوی مخ ته راغلى دى چي هلته لیکوال په خپل یو سفر کي
کاږی:" ...ه ن رایات جاه وجلال به حوالی(قلعه موسی) که موضعی است دراهای
زمین داور رسید". په پورته پاړسی متن کی چی داحیاء الملوک دکتاب څخه
رانقل سو هم موسی کلا دزمینداور له ځمکی او سیمی څخه بولی.(۸۶)
په بل ځای کي کاږي: "... چون بنده به شرف سجده اشرف معزر ګردید به زبان
مبارک آورند که چون شما از(موسی قلعه) به فراه مرخص شدید". (۸۷)
په لوړ متن کی لومړی(قلعه موسی) ذکر سوی او دوهم ځای(موسی قلعه) زما په
اند که دموسی کلا دنامه وجه دموسی جان او ولی جان دکیسی سره تړلې وبولو،
نو ددی داستان اټکل په اغلب ګمان سړی د(فتح خان او رابیا) دمینی دداستان
سره هم عصره بللای سی، چی په نهمه او لسمه هجری پیړۍ کی یی اتفاق موندلی
دی. دلته د(احیاء الملوک) کتاب هم په (۱۰۲۷ هجري) شاوخوا کي ديوهلمندي
ليکوال له خوا لیکل سوی دی، چي لیکوال يې دلسمي هجري پیړۍ په اخر او
دیوولسمي هجری پیړۍ په اولو کښي ژوند کړی دی. او بله دیادونی وړ ده چی
دماخذ دنشتوالی له امله زما سره په (احیاء الملوک) کتاب کی د(موسی کلا)
یوه بیلګه موجوده وه دلازیاتو څیړنو لپاره دی د(۹-۱۰-۱۱ ه) پیړیو شاوخوا
پښتو دری او پاړسی او یا بهرنی نسخی وکتل سی ښایی نور ځایونه هم ددې نامه
او ځای پته ولګیږی.

دخلج- خلچ ښار:

داښار هم دزنداور دمهمو ښارونوڅخه ؤ چي ابو اسحق اصطخری یی په(۳۲۲ هجري)
شاوخوا یوولس سوه کاله پخوا دزنداور له توابعو څخه بولي. دانوم چي
تاریخپوهانو په خپلو اثارو کي ثبت کړی تر اوسه په هغه زاړه نامه مشهور دی
او دغور لمر لوېده خواته یوه اباده سیمه او یو غر دپیر خلج په نامه مشهور
دی.
دخلج دنامه آره او اصلی بڼه علامه حبیبی څېړلې ده اوليکلي يې دي: زموږ
دژبي یوه خورا مهمه او تاریخي کلمه(غر) دی غر په حقیقت کي ډیره زړه
آریایي کلمه ده چي داویستا په( هوم یشت) کي(ګیري) رغلی.(۸۹)
په سانسګریټ کي هم داکلمه موجوده ده او هلته په (Giri- ګیري او ګیر) سره
دغره په مانا استعمال سوی دى.(۹۰)
دتاریخي اسنادو څخه څرګندیږي چي داکلمه دآریایانو داصلی ژبي څخه پښتو،
سنسګریټ او او یستا ته راغلې وي ، داکلمه دافغانستان په تاریخ کي لرغونی
شاليد لري. که دځینو ځایو او سړیو په نوموکي(غلزی، غلجی) چي دانوم
بیشکه(غرزی) دی یعني دغره زوی چي وروسته غلزی سوی او خلکو ډول ډول مانا
ورڅخه اخیستې، توماسچک چی یوغربی څیړونکی دی وایی چی(ګر، Gar) دزړی
باختري ژبي کلمه ده، او غر هم دامو دلوړولتو  دغرنیو قبایلو نوم ؤ نو
ښکاره ده چی غرچه، خلج، غرج یا غلجي ټوله دغرو دزامنو مانا لري. وګوری چي
غرچه دپښتو غرڅنی دی (۹۱). نو له دې څخه څرګندیږي چي دخلج یا خلچ کلمه
غره ته منسوبه ده او دغرني مانا ښندي.(۹۱)
خلج په منځني افغانستان کي دمشهوري سیمی آبادان څخه یو ځای دی چي په
زمينداوراو غورکي ده او دعربو جغرافیه لیکونکو په وینا دزمینداور اړوند
سیمه ده.(۹۲)
یو بل(خلج) دهملند په تاریخي سیمه کي لرو چي شاوخوا زرکاله پخوایې په
تاریخ بیهقي کي یادونه سوې داخلج (۹۳) دناوې په ولسوالۍ کي موقیعت لري
داخلج زموږ موضوع سره په توپیر کي واقع دی اودابل خلج دى  هیله ده درانه
لوستونکي دناوې خلج چي په تاريخ بيهقي کي يې يادونه سوې تر خپل نامه
لاندي ولولي .


دزنداورلرغونې جغرافيه
څلورمه برخه
تراسلام مخکي دزنداور دین او لیک دود


اسلامي لښکر و په لومړي وار په کال(۱۸ یا١٩  هجري) او (۶۳۲-۶۴۲ م) کي
دخراسان له لاري دافغانستان په خاوره راګډ سوه او دعربو لومړی سالار حنف
دقیس تمیمی زوی خراسان ته راغی.(۹۴)
په (۲۴ هجري) کي داسلامي لښکرو او رتبیلانو جگړې په هلمند او سیستان کي
وسوې. په(۲۹هجري) کي عربي سپه سالار مشاجع بن مسعود جنوبي افغانستان او
ګرمسېر ونیو او ربیع بن زیاد سیستان تر لاسه کړ.(۹۵)
دعربو تر راتګ پوري دهیواد لویدیزه سیمه سیستان، هرات اودهغه شاوخوا
دساسانیانو ددورې تر سیاسي او مذهبي نفوذ لاندي وه چي ژبه یې پهلوي او
دین يې زردښتي ؤ. په همدی وخت کي په هیواد کي بودایي، زردښتي دين چي بنسټ
ايښودونکى يې زرتښت سپينتمان ؤ اودلومړي ځل لپاره د لهراسپ دزوى
ويشتاسپه(گشتاسپ) له خوا په هلمند کي خپور سو؛ لمر پرستي، شیوایي، مسیحي
او نسطوري دینونه او دځینو ارباب انواعو او سیمه یزو خدایانو نمانځلو دود
درلود. (۹۶)
   ددی مهال لیکدودونه پښتو خروشتي، پهلوي، داناګري، سنسګریټ او یو ناني
منګولي وو( چي دهریوه لیکدود نښي یی پیداسوی دی. دهمدی دورې دژبوڅخه
دري(تخاري) پښتو، پهلوي او پراکریت ژبی وې چي دتاریخي اثارو له له سندونو
څخه یې څرک څرګندیږي.(۹۷)
په (۳۰ او۳۱ ه) کلونو کي زینداور عربو ونیوی له دواړو غاړو څخه ډېر خلک
ووژل سول چي یوازي دعربي دلښکرو مړي څلورزره تنو ته رسیده، ددې لښکر مشر
عبدالرحمان دسمره زوی چي تر بیع بن زیاد وروسته دحضرت عثمان(رض)  په
فرمان دهلمند او سیستان والی سوی ؤ. (۹۸)
دسمره زوی عبدالرحمن دزنداور خلک دزور په غره کي محاصره کړه او بیا یې
روغه ورسره وکړه. د(زور) په نامه بت او معبد یې ونړاوه ددې بت سترګي
دیاقوتو وې ؛ عبدالرحمان دزنداور خلکو ته وویل داهرڅه  مي ددې لپاره وکړه
چي دابت هیڅ ګټه او تاوان چاته نسي رسولای حتی دځان دفاع هم نسي کولای
نو ستاسو ساتنه به څنګه وکړي. (۹۹) تر دې منطقي دلايلو وروسته دزینداور
زيات شمېرخلک مسلمانان سوه او اسلام یې راوړ. په دغو وختو کي دافغانستان
ټولنیز حالت داسلام ظهور ته په نژدې وختوکي بحراني ؤ.(۱۰۰) خوپاته دي نه
وي چي د( زور) معبد بودایي نه بلکي زردښتي ؤچي ترميلاد شاوخوا (٨٠٠- ٩٠٠
کاله پخوا دزردښت په امر له بخدي (بلخ) څخه د گشتاسپ يا ويشتاسپ پاچا په
لاس په هلمند کي خپور سو.
پاى

اخځليک:
١: حبيبي علامه عبدالحى جغرافيايي تاريخي افغانستان.
٢: Chinese普通话-English Dictionary
3: افغانستان تاريخي ،ليکوال پوهاند ډاکتر محمد حسين ((يمين)) ،کابل چاپ ،مخ ٢٧٤ .
٤: افغانستان تاريخي ،مخکنى اثر ،مخ ٢٧٥ .
٥: دسيموتاريخي جغرافيه ، علامه عبدالشکور رشاد بابا سره دمرکوټولگه
،١٣٨٤ ک چاپ .٦: جغرافيايي تاريخي افغانستان ، مخ ١٦٣ .
٧ :افغانستان تاريخي مخکنى اثر ،مخ ٥٣ .
٨: Introduction to Modern ،Uighur
٩: جغرافيايي تاريخي ، مخکنى اثر ، مخ ١٦٤ .
١٠: شهرهاى اريانا ،ليکوال محمدعثمان صدقي ،١٣٥٤کال چاپ ،مخ ٧٦.
١١: تاريخ افغانستان بعد ازاسلام ،ل،علا مه حبيبي د سي – يو- کى – لومړي
کتاب په حواله .
١٢: هم هغه مخکنى اثر مخ ١٢.
١٣: افغانستان تاريخي ،ل ، پوهاند ډاکتر محمدحسين يمين چاپ کال ١٣٨٦ ،مخ ٢٧٥.
١٤:هغه مخکنى اثر.مخ ٢٧٦.
١٥: د دهخدا لغات نامه ،مخ ٢٨١٣.
١٦:دکندهار ياداښتونه ،ل، علامه رشاد بابا ،چاپ کال ١٣٨٦،مخ ١٦٣.
١٧:جغرافيايي تاريخي ، مخکنى اثر مخ ١٦٧.
١٨: چينائي ، ويغوري په انگليسي د اورمچي چاپ .
١٩: جغرافيايي تاريخي مخکنى اثر مخ ١٦٧.
٢٠: سيستان سرزمين ماسه ها وحماسه ها،ل ، کانديد اکاډميسين محمداعظم
سيستانى ١-٢ ټوک ،مخ ٤٠.
٢١: جغرافيايي تاريخي افغانستان ،ل، ميرغلام محمد غبار ،مخ ٢٤٠.
٢٢:دسيمو تاريخي جغرافيه ، مخکنى اثرمخ ١١٩.
٢٣: سيستان سرزمين ماسه ها وحما سه ها مخکنى اث
٢٤: سيستان مخکنى اثر .
٢٥: دکندهار ياداښتونه مخکنى اثر .
٢٦: کندهار ، ل، محمدولي ځلمى ،مخ ٣٦٢.
٢٧:تاريخ بيهقي ،ل،خواجه ابوالفضل محمدبن حسين بيهقي ،مخ ١١٧.
٢٨: درغش ، علامه رشاد بابا  لرغاښى بللى.
٢٩: کندهار، مخکنى اثر.
٣٠: سيستان ، مخکنى اثر مخ ٤٠٢.
٣١: جغرافيه حافظ ابرو ، مخ ١٢٤.
٣٢: احيا الملوک ،ل – ملک شاه حسين،کياني سيستانى هلمندى ،مخ ٤٧٤.
٣٣: تاريخ سيستان ، ل – نامعلوم د ملک الشعرا بهار په سمون .
٣٤: همدا اثر مخ  (٤٠٧) .
٣٥: پټه خزانه ، دمحمد هوتک بن داود ( ١٠٨٤ هجري زوکړه) ، مخ ١٥ .
٣٦: همدا اثر ، مخونه- ١٦ ، ١٥
٣٧: دتاريخ سوري ليکوال ، محمد بن علي البستي دى چي اوس دا ارزښتناک اثر
په لاس کي نه لرو. .
٣٨: همدا اثر مخ ١٦ .
٣٩: دپښتو ادبياتو تاريخ ،ل- علامه حبيبي ، دوهم ټوک ،مخونه ٤٩٨- ٤٩٩.
٤٠: پټه خزانه ،مخ ٢٧.
٤١: دپښتو ادبياتو تاريخ ، لومړى ټوک .
٤٢: همدا اثر دوهم ټوک .
٤٣: همدا اثر .
٤٥: اريانا دايرت المعارف ٦ ټوک ، مخ ٥١٩٧.
٤٦: اتلس قريه هاي افغانستان ٣ ټوک ،مخ ١٢٤٨.
٤٧: شهرهاي اريانا ،ل، محمدعثمان صديقي ،مخ ٧٥.
٤٨: سيستان سرزمين ماسه ها و حماسه مخکنى اثر ،مخ ٤٠٣.
٤٩: همدا اثر مخ ٢٠٢.
٥٠: همدا اثر مخ ٤١١.
٥١: احيا الملوک ،مخ ٣٠٠.
٥٢: د کندهار ياداښتونه لومړى ټوک ، مخ ٤٥.
٥٣: دافغانستان جغرافيايي قاموس لومړى ټوک ،مخ ٢٥٩.
٥٤: غوريان ، ل، عتتيق الله پژواک ، ژباړن اورنگ زيب ارشاد .
٥٥: دهخدا لغات نامه ،مخ ٥٩٧.
٥٦: فرهنگ عميد ، مخ ٣٣٧.
٥٧: جغرافيايي تاريخي غور ،ل، پوهنمل عزيزاحمد پنجشيري ، مخ ٨٦ .
٥٨: ديوان فرخي سيستاني ، مخ ٢٠٥.
٥٩: شهرهاي اريانا ، مخ ٧٧.
٦٠: دکندهار ياداښتونه ، مخ ٤٦ .
٦١: همدا اثر ، ٦٦،٦٤،٢١٥،مخونه.
٦٢: شهرهاي اريانا ، ٧٤ .
٦٣: دکندهار ياداښتونه ، ١٩٣مخ.
٦٤:سيستان ،سرزمين ماسه ها وحماسه ها .
٦٥: احيا الملوک مخکنى اثر .
٦٦: غوريان مخکنى اثر ، ٤٨مخ.
٦٧: جغرافيايي تاريخي غور، مخ ٨٧.
٦٨: شهرهاي اريانا، مخ ٤٣.
٦٩: دکندهار ياداښتونه ، مخ ٤٦.
٧٠: سيستان سرزمين ماسه ها وحماسه ها ، ١ټ، مخ ٢٠٢.
* : منزل د شاوخوا ديرشو ميلو سره برابر دى .
٧١: شهرهاى اريانا ٤٣مخ .
٧٢: پټه خزانه ، مخ ١٦ .
٧٣: د پښتو ادبياتو تاريخ ،٢ ټوک مخ ٥١٦.
٧٤: جغرافيايي تاريخي غور مخ ٦٣ .
٧٥:  طبقات ناصري ، ١ټ  مخ ٧١ . .
٧٦: سيستان سرزمين ماسه ها وحماسه ها ، ٤٠٤ مخ .
٧٧: همدا اثر، مخ ٣٧٨ .
٧٨: دپټي خزانې لمنليکونه ، ٢٥٠،٢٥١مخونه .
٧٩: دکندهار ياداښِتونه ،٦٧مخ
٨٠: همدا اثر ٦٧ مخ
٨١: دکندهار ياداښتونه ،مخ ٦٧.
٨٢: دسيمو تاريخي جغرافيه مخکنى اثر ،مخ ١٢٨.
٨٣: همدا اثر ١٢٩مخ .
٨٤: پښتو اريانا دايرت المعارف ، ٧ ټ ، مخ ١٠٤٧.
٨٥: هلمند ، ل ، اکاډميسين محمدابراهيم عطايي ،مخ ٩٧.
٨٦: احيا الملوک مخ ٤٤٦.
٨٧: همدا اثر ، ٤٤٨مخ
٨٨: غوريان ، ٤٩ مخ .
٨٩: دعلامه حبيبي مقالې لومړى برخه ، مخ ٣٠٥ .
٩٠: همدا اثر .
٩١:ساحوي څېړنه.