د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملتونه پرآزدۍ ژوندي دي

فیصل جلالي 18.01.2012 11:04

لیکوال: فیصل جلالي
آزادي هم د خدای له سترو نعمتونو څخه ده، چې خپلو بنده ګانو ته يې وربښلې ده لکه څرنګه چې انسانان خوراک او څښاک ته ضرورت لري همدارنګه آزادي ته هم ضرورت لري.
که چېرې کوم ملت آزادي ونه لري، د یو بندي انسان په څېر دی، چې د دې توان به نه لري چې ځان اداره کړي او له خپلې خوښې سره سم ژوند وکړي؛ نو له دې کبله انسانان آزادي ته ډیر اړ دي.
د همدی آزادۍ په وسیله انسانان کولای شي چې د خدای له ډیرو نعمتونو نه استفاده وکړي او ارزښناکه شیانو ته ځان ورسوي، هغه انسانان چې د آزادۍ په قدر پوه دي هغوی د آزادۍ د ساتنې لپاره له خپل سر او مال نه تیریږی، سترې قربانۍ ورکوي؛ خو آزادي نه پریږدي.
زموږ پلرو او نیکو مو د آزادۍ لپاره تل قرباني ورکړې او خپل راتلونکې نسل ته يې آزادي وربښلې ده هر کله چې مو پر ګران وطن پردیو یرغل کړی بیرته شاتګ ته اړیستل شوي دي، خپل تاریخ مو پر خپل ځای، چې پر میړنیو کیسو ‌ډک دی، خو د پردیو تاریخوکې هم زموږ میړانه یاده شوې ده. همدا تاریخی خاطری دی چې ملتونوته هویت وربښي.
نو راځئ چې موږ هم د خپلو پلرو په څیر د خدای د دې ستر نعمت د لاسته راوړلو او دخپل تاریخ په پاڼو کې مو د خپل د میړانی یو مخ د ورزیاتولو لپاره قربانی ورکړو، که خپله تری قربانیږو او مزه يې نه شو څکلی خو خپل راتلونکې ته خو به يې ورسوي، څو هغوی پر موږ وویاړي، لکه څرنګه چې موږ پرې ویاړو.
په اخره کې غواړم چې د یونانی فیلسوف نیوټن یوه وینا چې د آزادۍ په اړه يې ویلې، ده یاده کړم:«آزادي او انقلاب هر وخت د ځوانانو په لاس کې وي، که ځوانان وغواړي چې له لاسه يې ورکړي هم کولای شی او که لاس ته يې راوړی هم کولی شی، آزادي هر کله ځوانانو ته په میراث پاتې وي، ځوانان دې باید دا الماسی میراث له لاسه ور نه کړی».