كرنیز ترویج
17.09.2011 16:12دا لیکنه د کرنیز ترویج د عمومی مفاهیمو په اړه ده.
کرنیز ترویج یو وخت د بزګرانو د تربیی په واسطه په کرنه کی د علمی څیړنی او نوی علم د عملی کولو او تطبیق په معنی وه. د ترویج ساحه اوس مهال د کلیوالي خلکو لپاره د مسلکی خلکو لخوا د مفاهمی او زده کړی یوه لویه سلسله په بر کی نیسي چی د کرنی په شمول په مختلفو ساحو کی لکه صحت، کرنیزه بازاریابي او کاروباري مطالعات.
د ترویج عملي کوونکی په ټوله نړی کی لیدل کیږي، چی عموماَ د دولتی سازمانونو لپاره فعالیت تر سره کوي. چی دوی د مختلفو مسلکی سازمانونو، شبکو لخوا او همدارنګه د ترویجی ژورنالونو په حیث وړاندی کیږي.
د کرنیز ترویج سازمانونه په مخ پر ودی هیوادونو کی د نړیوالو پراختیایی سازمانونو لکه د نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنی د نړیوال سازمان څخه ډیره مرسته تر لاسه کړي ده.
د ترویج اصطلاحات
د لومړی ځل لپاره د Extension يا توسعي یا ترویج كلمه د ځوانانو د تربیوی پروګرامونو لپاره په انګلستان کی د نولسمی پیړي په دوهمه نیمايی کی وکاریده، دغو پروګرامونو د د پوهنتونو د ساحې په شاوخوا او ګاونډیو سیمو کی د پوهنتونونو د کارونو په پراختیا کی مرسته وکړه. دا اصطلاح وروسته د امریکا د متحده ایالاتو په واسطه ومنل شوه، ولی دغه اصطلاح په شلمه میلادی پیړی کی په بریتانیا کی په(Advisory service) یا مشورتی خدماتو تبدیله شوه. دغه اصطلاح د نړی په مختلفو برخو کی په مختلفو نومونو یاده شوه چی عین مفهوم ارايه کوي لکه په عربی کی ورته الارشاد و ویل شو چی د لارښوونی معنی لري همدارنګه په پارسي کی ورته ترویج یا ګسترش وویل شو چی د رواجولو او پراختیا معنی افاده کوي.
په متحده ایالاتو کی، د ترویج یو کارمند د پوهنتون کارمند وي څوک چی تربیوي پروګرامونو ته پراختیا ورکوي او انتقالوي یی تر څو په اقتصاد او د ټولنی په پرمختګ کې، رهبری کې، کورنیو موضوعاتو کی، کرنه کی او په چاپیریال کی د خلکو سره مرسته وکړي. د ترویج د کارمند بله د پروګرام ساحه ځوانان او د ځوانانو ټولنی دي. همدارنګه د ترویج ډیر کارمندان په کوپراتیفی ترویجی خدماتو په پروګرامونو کی دنده ترسره کوي.
د ترویج تعریف
د کرنیز ترویج لپاره داسی په پراخه توګه منل شوی تعریف هیچ چیرې نشته. لاندې لس مثالونه ورکړل شوی چی په تیرو پنځوسو کلونو کی د توسعې د لس کتابونو څخه اخستل شوي.
1949: د ترویج مرکزی دنده د کلیوالي کورنیو سره داسی مرسته ده چی دوی د خپلو ځانو سره په خپله مرسته وکړي، دا مرسته فزیکي وي او یا ټولنیزه وي چی د کروندې د روزمره چارو په ترسره کولو کې، د کور په جوړولو کې، او په کورنی او ټولنه کی د اوسیدو په خاطر وي.
1965: کرنیز ترویج د کلیوالي خلکو لپاره د ښوونځی څخه د بهر زده کړی په توګه تعریف شوی ده.
1966: د ترویج کارمندان د بزګرانو کورنیو لپاره د علمي پوهی د راوړلو دنده په غاړه لري. چی د دندې هدف یی د کرنې د موثریت پرمختګ دی.
1973: ترویج هغه خدمت یا سیستم دی چی د بزګرانو سره په تربیوي طریقوو، د کرلو میتودونو او تخنیکونو په اصلاح کې، د تولید موثریت او عاید په زیاتوالي کی، د دوی د ژوند د سطحی په ښه والی کی او د دوی د ټولنیزو او تربیوی معیارونو په لوړولو کی مرسته کوي.
1974: ترویج په ښه شکل د معلوماتو د انتقالولو څخه عبارت ده تر څو د خلکو سره د سالمو نظریو په تشکیل کی او په ښه ډول تصمیم نیولو کی مرسته وکړي.
1982: كرنيز ترویج: د بزګرانو سره مرسته ده تر څو دوی خپل د تولید ستونزی وپیژني او د اصلاحاتو د فرصتونو نه خبر شي.
1988: ترویج د يوي مسلكي مفاهموي نفوذ څخه عبارت ده چی د دا نفوذ د یوی ادارې لخوا خپریږي تر څو په یوه ټولنه کې په رضاکارانه حرکت بدلون رامنځته کړي.
1997: ترویج د معلوماتو د یوی منظمی تبادلي او د مهارتونو د هدفمند انتقال څخه عبارت ده.
1999: د کرنیز ترویج شتون د دی لپاره دی تر څو متقابل عمل او د ګروپی یا ګډو کارونو پر مخ وړل په یوه مجموعي معلوماتي سیستم کی چی کرنیزی څیړنې، کرنیزه تربیه او د معلوماتو تهیه کوونکو کاروبارونو یو لوی کمپلیکس ولري اسانه کړي.
2004: ترویج د مفاهموي نفوذ د یوی سلسلې څخه عبارت ده چی هدف يی د نوښتونو کی خوځښت راوستل یا پرمختګ دی کوم چی شاید د ستونزمنو حالتونو په له منځه وړلو کی مرسته کوي.
تاریخچه
د کرنیزی توسعې یا ترویج منشاوې
ښځې او سړي د شاوخوا لس زره کلونو څخه نباتات کري او حیوانات روزي. په دغه دوره کې، بزګرانو په دوامداره توګه خپلې تکنالوژیانې تطبیق کړي، او نتایج یی ارزیابی کړي دي، او هر هغه څه یی چی له دې څخه زده کړي د ټولنی د نورو غړو سره یی شریک کړي دي. ددغې مفاهمی اکثره یی د لفظي توضیحاتو او عملي نمایشاتو بڼه غوره کړي ده، کله چی د لیکلو سیستمونو پراختیا وموندله نو ځینی د دی معلوماتو څخه ډیره موده پاتی شوي دي. د کرنیزو عملیاتو تفصیل د پخوانی مصر، میزو پوټامیا او چین په تاریخي ریکاردونو کی موندل کیږي چی لرغونتوب یی تقریباَ دری زره کلونو ته رسیږي.
دا معلومه نه ده چی لومړني ترویجی فعالیتونه چیرته تر سره شوي دي. خو دا مشهوره ده چی چینایی واکمنانو به کرنیزی پالیسی جوړولی، عملی زده کړی به یی لیکلی، او دوه زره کاله پخوا به یی بزګرانو ته لارښوونی او مشوری خپرولی. د مثال په ډول، تقریباَ 800 کاله مخکی د میلاد څخه، د Zhou dynasty امپراتوری د کرنی وزیر به د بزګرانو لپاره د نباتاتو د کرنیز تناوب او زهکشۍ زده کړی تنظیم کولی. دی وزیر به همدارنګه بزګرانو ته د کروندی وسایل په اجاره ورکول، د غلو دانو لپاره به یی ذخیره خانی جوړولی او د قحطی په وخت کی به یی وړیا غذایی مواد ویشل.
معاصر توسعوي یا ترویجی خدمات د نولسمی پیړی په نیمایی کی په ایر لینډ کی رامنځ ته شول. د 1845-51 په مینځ کی د ایرلینډ د کچالو کروندی د فنګسی ناروغیو په اساس له منځه لاړی. د برتانیی دولت د عملی زده کړو یو ګروپ تیار کړ تر څو کلیوالي سیمو ته سفر وکړی او بزګرانو ته د بدیل نبات د کښت په اړوند لارښوونه وکړي. چی دې پروګرام د المان د واکمنانو توجه راجلب کړه، چی دوی بیا خپل ځانته کلیوالی ساحو ته د ښوونکو د سفر کولو سیستم برابر کړ. د نولسمی پیړی په وروستیو کی، دغه مفکوره ډنمارک، نیدرلیند، ایټالیا او فرانسی ته خپره شوه.
د پوهنتوني ترویج (University extension) اصطلاح د لومړي ځل لپاره په 1867 كال كي ى كامبريج او اكسفورډ په پوهنتونونو کی وکارول شوه تر څو د زده کړی هغه فعالیتونه تشریح کړي کوم چی د پوهنتون کارونو ته یی د پوهنتون د ساحې شاوخوا ته پراختیا ورکړي ده. د دغه لومړنیو فعالیتونو څخه ډیر یی د کرنی پوری تړاو نه درلود. چی د شلمی پیړی د پیلیدو پوری یی وجود نه درلود. کله چی په متحده ایالاتو کی پوهنتونونو په کرنه کی نمایشات او د بزګرانو ګروپونو ته تدریس شروع کړ، په دغه وخت کی د توسعې خدمت (Extension service) اصطلاح د هغه نوع دندی په ډول وپیژندل شوه کوم چی مونږ یی اوس پیژنو.
په متحده ایالاتو کی، د Hatch Act of 1887 د هر ایالت د پوهنتونو سره په تړاو د کرنیزو تجاربو د سټیشنونو یو سیستم رامنځته کړ، او د Smith-Lever Act of 1914 د کوپراتیفي ترویج یو سیستم جوړ کړ کوم چی د پوهنتونونو لخوا پرمخ بیول کیده تر څو خلک په کرنه کی د نویو پرمختګونو، کورنی اقتصاد او مربوطه موضوعاتو څخه خبر کړي.
په اسیا کی د ترویج څلور نسلونه یا دورې
په عصري اسیا کی د ترویجی خدماتو پراختیا د یوه هیواده څخه بل هیواد ته توپیر لري. سره د توپیرونو، دا ممکنه ده چی د څلورو دورو یا نسلونو عمومي ترتیب وپیژندل شي.
مستعمراتي کرنه Colonial agriculture
د استعماري طاقتونو په واسطه تجربوي مراکز په ډیرو اسیایی هیوادونو کی تاّسیس شول. د توجه ډیر تمرکز په صادراتي نباتاتو باندی وو لکه رابر، چای، پنبه او شکر تولیدوونکی نباتات. تخنیکی مشورې د کروندو تنظیموونکو او لویو ځمکوالو ته تهیه کیدې. په اثتثنی د بحراني حالاتو کوچنیو بزګرانو سره چا چی به ګزاروی نباتات کرل ډیره کمه مرسته کیده.
متغیره د پورته څخه ښکته ترویج Diverse top-down extension
د خپلواکی څخه وروسته، د توکو په اساس ترویجی خدمتونه د مستعمراتي سیستم څخه رابرسیره شول، د تولید د هدفونو سره چی د پنځه کلن پراختیایی پلانونو د یوی برخی په حیث تاّسیس شول. علاوه د دی، د بهرنیو ډونرانو د مرستی سره د کوچنیو بزګرانو د اړتیاوو د رفع په موخه حکومتونو مختلف پروګرامونه شروع شول.
هر اړخیزه د پورته څخه ښکته ترویج Unified top-down extension
د 1970او 1980 کلونو تر منځ، د زده کړی او لیدنی سیستم(T&V system) د نړیوال بانک لخوا معرفي شو. موجوده سازمانونه د یوه واحد ملی خدمت په حیث سره یو ځای کړی شول. په دوامداره توګه د بزګرانو ګروپونو ته پیغامونه ولیږل شول، چی په واسطه یی د شین انقلاب تکنالوژیانی تطبیق کړی شوي.
متغیره د ښکته څخه پورته ترویج Diverse bottom-up extension
کله چی د نړیوال بانک مرستی ختمی شوی، د زده کړی او لیدنی سیستم په ډیرو هیوادونو کی له منځه لاړ، چی تر شا یی د پروګرامونو او پروژو یو ګډ سیستم چی د مختلفو منابعو په واسطه تمویلیده پریښود. د مرکزی پلانولو کمیدلو نتیجه د اشتراکی میتودونو رواجیدل شول چی په تدریج سره یی د( پورته څخه ښکته) شیوي ځای ونیو.
څلورم نسل یا دوره په ځینو هیوادونو کی په ښه شکل سره تاّسیس شوه، ولی په نورو ځایونو کی صرف اوس شروع شوه. داسی ښکاری چی د اشتراکی شیوی خپریدل به په نژدی څو کلونو کی دوام پیدا کړي، د ترویج د اوږدمهاله راتلونکی وړاندوینه کول یو ستونزمن کار دی. د تیرو شلو کلونو په مقایسه، کرنیزه ترویج د مرسته کوونکو سازمانونو څخه د پام وړ لږه مرسته تر لاسه کوي. په ساحه کی د اکاډمیکه کارونو په منځ کی، ځینی د دی ادعا کوي چی د مسلکی پرکتیس په حیث کرنیزه ترویج ډیرو بدلونونو او ابتکاراتو ته اړتیا لري.
د ترویج په سیستمونو کی د مفاهمې پروسه
د ترویج اصطلاح د توپیر لرونکو پراخو مفاهموي سیستمونو د پوښلو په حیث استعمالیږي. دوه ټاکلي موضوعات د ترویج د نوع په وضاحت کی مرسته کوي: مفاهمه څنګه صورت نیسي، او ولي صورت نیسي.
په توسعوي یا ترویجی سیستم کی مفاهمه څنګه صورت نیسي: تقلید د مشارکت په مقابل کې
اکثره پخوانیو کتابونو مفاهمه ( د پیغامونو لیږل د پیغام لیږدونکی څخه پیغام اخستونکی ته) ماډل په حیث تعریف کړي. د دی ماډل دی برخی په اساس، پیغام لیږدونکي عموماَ هغه خلک دي چی د واک خاوندان دي، لکه حکومتي پلانونکي، څیړونکي، او د ترویج کارمندان، ولي پیغام اخستونکی عموماَ بزګران وي څوک چی بی سواده او فقیران دي. که څه هم دا ماډل شاید ځینی څه ولري چی د (غبرګون) په نوم یادیږي، دلته دا واضحه ده چی د پیغام لیږدونکی د مفاهمی پروسی کنترولونکي دي.
د مفاهمې د انتقال ماډل د هغه نظریی سره نژدی اړیکی لري چی د ترویج کارکونکي د څیړونکو(پیغام لیږدونکي) او بزګرانو(پیغام اخستونکي) تر منځ د یوه اړیکه نیوونکي او پیغام انتقالوونکی حیثیت لری. د ترویج پروګرامونه چی د دی ماډل په اساس جوړ شوي وي د تقلیدي یا Paternalistic په نوم یادیږي، په بله اصطلاح، د مفاهمې د پروسی ونډه اخستوکي د پلار- ماشوم او یا د ښوونکی- زده کوونکی رابطه لري.
په ډیرو هیوادونو کی، تقلیدي ترویج په تدریج سره په مشارکتي شیوو بدله شوي ده، په کوم کی چی د بزګرانو پوهه او نظریی هم د څیړونکو او یا د نورو حکومتي واکمنو نظریو او پوهی په څیر مهمي په نظر کی نیول کیږي. مشارکتی شیوه د معلوماتو په شریکولو او په ګډ ډول پریکړه نیولو مشتمله وي. د دغې شیوی د واضح کولو لپاره د Bottom-up او Interactive اصطلاحات استعمالیږي. د مشارکتی ترویج پراختیا د مفاهمی د پروسی بیا ارزیابی کولو ته اړتیا لري.
ولی مفاهمه تر سره کیږي: تشویقول د ذده کړي په مقابل کې
که څه هم توسعوي پروګرامونه مختلف اهداف لري، ډیر پروګرامونه په یوه او یا دوو کتګوریو ویشل کیږي:
• د مفاهمی هغه سیستمونه چی هدف یی د کلیوالي خلکو د عاداتو بدلون وي.
• د مفاهمی هغه سیستمونه چی هدف یی د کلیوالی خلکو په پوهه کی بدلون راوستل وي.
دلته رښتیا هم د پوهی او عاداتو په بدلون کی یوه نژدی اړیکه شته. په لومړنیو کی بدلون راوستل اکثره وخت په وروستنیو کی بدلون ته لاره هواروي.
که چیری حکومتی پالیسی جوړونکي، د پروژې مدیران یا څیړونکي وړاندی کړی شوي موضوعات او د لاس لاندې پروژې رهبری کوي، بیا به نو د توسعې هدف په عاداتو کی د بدلون راوستل وي. دغې شیوی ته په ترویج کی لارښوونکی ترویج ( Directive extension)، ټولنیزه بازاریابي او پروپاګند ویل کیږي.
که چیری بزګران او کلیوالي خلک ترویج د خپلو اړتیاوو په لپاره په خپله رهبری کړي، په دی حالت کی به د ترویج هدف په پوهه کی د بدلون راوستل وي. چی دغه پوهه به د کلیوالی خلکو سره د کروندی د پرکتسونو اړونده پریکړی نیولو کی مرسته وکړي. د ترویج دغه شیوه د غیر رسمی زده کړی سره ډیری نژدی اړیکی لري.
د کرنیز ترویج څلور شکلونه
هر یو ټاکلی توسعوي سیستم په دواړو جملو کی واضح کیدلی شي (څنګه مفاهمه تر سره کیږي او ولی تر سره کیږي). داسی نه ده چی تقلیدی سیستمونه به هر وخت تشویقوونکی وي، همدارنګه مشارکتي پروژی هم هر وخت د زده کړی لپاره اړینی نه وي. د دوی په ځای څلور ترکیبونه وجود لري، چی هر یو یی د ترویج یو مختلف شکل وړاندی کوي، چی په لاندی ډول تری یادوونه شوي ده.
• د تکنالوژئ انتقالول(تقلیدی+تشویقی). دغه شکل په مستعمراتي دوره کی رواج درلود، او په 1970 او 1980 كلونو كي کله چی په اسیا کی د زده کړی او لیدنی سیستم(T&V) تاّسیس شو بيا راښکاره شو. د تکنالوژی انتقال په پورته څخه ښکته خوا شیوی مشتمل دی چی بزګرانو ته د هغه پرکتسونو په اړوند چی د دوی د کروندو لپاره اړین دی ټاکلي لارښوونی کوي.
• مشورتی کار(تقلیدي + تشویقي). دغه شکل نن ورځ هلته لیدل کیږي چیرته چی حکومتي سازمانونه یا شخصي مشورتي کمپنۍ د بزګرانو پوښتنو ته تخنیکی ځوابونه ورکوي. دا همدارنګه د پروژو شکل اختیاروي چی د ډونر سازمانونو او این جی او ګانو په واسطه اداره کیږي چی دوی د مشارکتي شیوو څخه استفاده کوي تر څو د بزګرانو تکنالوژیکی اړتیاوی پوره کړي.
• د بشري قووې پرمختګ(زده کړه ییز+مشارکتي). دغه شکل د ترویج د رامنځته کیدو په لومړیو وختونو کی په اروپا او شمالي امریکا کی رواج درلود، کله چی پوهنتونونو بیوزله او هغه کلیوالي خلکو ته تریننګونه ورکول چی اوږدمهاله کورسونه یی نه شو تعقیبولی. دا تر نن ورځی پوری په نړی کی د پوهنتونونو د توسعوي فعالیتونو په حیث دوام لري. په دی کی د (پورته څخه ښکته خوا) میتودونو څخه کار اخستل کیږي. مګر زده کوونکی دی ته هڅوول کیږی چی خپل ځان ته په خپله پریکړه ونیسي چی څنګه به هغه زده کړه استعمال کړي چی دوی تر لاسه کړی ده.
• اسانوونکی د توان پیدا کولو لپاره ( زده کړه ییز+مشارکتي). دغه شکل د تجربوی زده کړی او د بزګر څخه بزګر ته د معلوماتو د تبادلی د میتودونو لرونکی دی. په دی میتودونو کی پوهه د محاوره یی پروسو په وسیله تر لاسه کیږي او ګډونوال دی ته تشویقیږي تر څو خپلی پریکړی په خپله ونیسي. ددی شکل ترویج ډیر ښه مثال په اسیا کی د بزګرانو د کروندی ښوونځیو(Farmers Field Schools) څخه عبارت ده.
د ویکیپیډیا څخه
ماخذونه
1. Brunner, E. and Hsin Pao Yang, E. (1949) Rural America and the Extension Service, Columbia University
2. Saville, A.H. (1965) Extension in Rural Communities: A Manual for Agricltural and Home Extension technician Workers. Oxford University Press
3. Bradfield, D.J. (1966) Guide to Extension Training (1st Edition), FAO
4. Maunder, A. (1973) Agricultural Extension: A Reference Manual (1st Edition), FAO
5. Adams, M. (1982) Agricultural Extension in Developing Countries, Longman
6. Roling, N. (1988) Extension Science: Information Systems in Agricultural Development, Cambridge University Press
7. Nagel, U. J. (1997) Alternative Approaches to Organizing Extension, in Swanson, B. “Improving Agricultural Extension: A Reference Manual" (3rd Edition)” FAO
8. Neuchatel Group,(1999) Common Framework on Agricultural Extension
9. Leeuwis, C. and van den Ban, A. Communication for Rural Innovation: Rethinking Agricultural Extension (3rd Edition), Blackwell Publishing
10. Trager, J. (1996) The Food Chronology, Aurum Press, London
11. Jones, G.E. and Garforth, C. (1997) The history, development, and future of agricultural extension in Swanson, B. “Improving Agricultural Extension: A Reference Manual (3rd Edition)” FAO
12. ^ a b c NAFES (2005) Consolidating Extension in the Lao PDR, National Agricultural and Forestry Extension Service, Vientiane
13. ^ Roling, N. and Wagemakers, A. Editors.(1998), Facilitating Sustainable Agriculture: Participatory learning and adaptive management in times of environmental uncertainty, Cambridge University Press
14. ^ Encyclopedia of public relations, by Robert L. Heath, 2005. Retrieved October 7, 2009.
15. ^ Freire, P. (1969) Extension y Communicacion, translated by Louise Bigwood & Margaret Marshall and re-printed in 'Education: The Practice of Freedom' (1976), Writers and Readers Publishing Cooperative

