لویه خدایه
06.09.2011 17:09تاپخپله خـــــلیـــــفه کــــــړ په جهان کې
تااشرف المخلــــوقات کړ پـــــه قــــــرآن کې
اوس چی سوځی تل درنګ، نژاد توپیر کې
دادی څه نـــفرت ګــډکړی پـــــه انســـــان کې
ورور دی وواژه دورور پـــه لاس په کـــــرکه
داوحشت خومونده نه شی په حیـــــــوان کې
چی دی ورک کړ دنیستۍ په تور ګرداب کې
څه ګناه دی وه لیــــــدلی پـــــه افــــغـــــان کې
کــــه دی جــــــوړ زما وطــــن ځیـــنی دوزخ کړ
ماکـــړه ښــــخ ددی دوزخ په ګورســـــتان کې