د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږ زیارتونو پسې ئې هم راوخیستله!

اندیښمن شینواری 22.07.2011 21:51

د پښتو، پښتون او پښتونوالۍ دښمنان چې د پښتنو په وژلو ستړي نه شول نو اوس ئې د هغوي د اخري پیژندګلویو او نښو په ورانولو باندې لاس پورې کړې چې لومړې ئې هم د عبدالرحمن بابا په مزار باندې برید ترسره کړو او دادې اوس هم د امیر حمزه بابا په مقبره دا بل برید ترسره شو!
که حقیقت او رښتیا ووایو نو دا به راته جوته شې چې څه معامله په کوزه او بره پښتونخوا کې د پښتون سره روانه ده!
که دعبدالرحمن بابا شخصیت او دهغه دیندارې ته فکر وکړو نو د خپل وخت دغټو دیني عالمانو د ډلې څخه ؤ او په فقه او دیني مسائېلو کې دننې ملایانو څخه په هره طریقه ښه او باتدبیره سړی ؤ ولې چې هغه چې څومره وینا وه نو هغومره ئې عمل هم ؤ نه د ننې درې ورځنې ماشینې تبلیغی او دجاسوسې ادارو زیږنده ملایانو غوندې ئې بسترې په هغه خوا او دیخوا د حلوا خوړلو پسې ګرځولې!
دا چې عبدالرحمن بابا دینداره هم ؤ، ننې ملایان چې دهغه شعرونه خلکو ته د وعظ او نصیحت په توګه په مسلو کې هم وائې، بلکې وبه وایو چې دهغه ټول شعر حدیث شریف او دقران پاک ایاتونه دې، خو بیا هم دغه دښمنانو هغه اوس هم په ارام ابدې خوب ویده پری نه ښود او دهغه ابدې خونه ئې ور ورانه کړه.
او دبلې خوا نه اوس دادې زمونږ دهغه بابا خونې په ورانول ئې هم لاس پورې کړ چا چې دښمن ته یواځې دومره وینا کړې وه چې:
وائې اغیار چې ددوزخ ژبه ده        زه به جنت ته د پښتو سره ځم

سوال او ځواب:

دا ولې کیږې؟ دعبدالرحمن بابا او امیر حمزه بابا ګناه څه وه؟ ولې عبدالرحمن بابا او امیر حمزه بابا یهودي،عیسائې، هندو یا سیک خو هم نه ؤ؟
ځواب: ګرانه وروکیه ته لا وړوکې ئې؟ تا به زه څنګه پوې کړلاې شم، خو خیر په ډیر خلاصه توګه به درته ووایم، چې عبدالرحمن او حمزه بابا ګان دې  پښتانه ؤ،

پوښتنه: ولې عبدالرحمن بابا خو یو ښه دینې عالم هم ؤ کنه؟
ځواب: او بلې، هغه ښه تکړه دینې عالم خو ؤ، لیکن هغه باید دغه دین پښتنو ته نه ورزده کړې.
پوښتنه: نو که هغه دین مونږ ته نه وای را زده کړې نو بیا خو به مونږ څنګه دمسلمانې چغې وهلې؟
ځواب: ورورکیه: ما خو درته ووئيل چې ته لا وړوکې ئې، ولې دې هسې ځانته جنجالونه او سرخوږې پيدا کوې! خو بیا هم:
هغه ځکه باید دین چا ته نه وای ور زده کړې چې دغه لږشمیر پاتې پښتانه چې نن د چا سره ددین په سر معامله نه کوي، نو دغه زمونږ تحریکونه(تبلیغ، پنج پیرتوب، پیرتوب، سلفیتوب، وهابیتوب، بریالیتوب او نور) به څنګه مخې ته ولاړ شې؟ چې تر څو پورې هغوې را سره مل نشې.
پوښتنه: ستاسې تحریکونه یانې څه؟
ځواب: بلې زمونږ تحریکونه یانې ددین خپرول دې او ددین وروښودل.
پوښتنه: ددین خپرول؟
ځواب: بلې  ددین خپرول.
پوښتنه: څه قسم ددین خپرول، او چا ته ددین وروښودل؟
ځواب: هې هې، تا به زما پلار پوې کړي ورورکیه! دین وروښودل او دین خپرول پښتنو ته کنه ګرانه.
پوښتنه: نو پښتانه خو ټول مسلمانان، دینداره، مونځ ګوزاره او په اسلام کلک ولاړ دې؟
ځواب: وروکیه: صحیح ده، چې مونځ به کوي، روژه به نیسې، زکات به ورکوي، حج ته به ځې، خو یو بل شې چې هغه دا چې دوي جهاد نه کوي.
پوښتنه: ولې دغه د جهاد په نوم کوم جنګ چې شروع شوې نو یواځې پښتون پکې ګیر او ښکیل ولې دې؟
ځواب: ګرانه، د پښتون ایمان کمزورې شویدې.
پوښتنه: خو دجهاد په نوم کومه لوبه چې په افغانستان کې تیره شوه او روانه ده، پدې کې خو یواځې پښتون وژل کیږي او بس نور هیڅ هم نشته؟
ځواب: ګرانه، دا وژل ندې، دا شهادت دې، دمړ او شهادت ترمنځ فرق وپیژنه
پوښتنه:  ښه نو تاسې د پښتون ایمان قوي کول غواړې؟
ځواب: افرین چې ایله پوې شوې، او، مونږ دهغه ایمان قوي کول غواړو، ولې چې دوي مدرسې په ځای اوس خپله ماشومان (لوڼې او هلکان) مکتب ته لیږې.

سوال: ولې دپنجاب، عربستان، ایران او باقې نورې نړې خلکو ایمانونه پوره دي څه؟
ځواب: یاره ورورکیه، چې په نیشه کې دې تیشه نه وهلې، دنورې نړې خپل کار دې او زمونږ خپل.
پوښتنه: خو په پنجاب او نوره ټوله مسلمانه نړې کې خلک خپل ماشومان(لوڼې او ماشومان) مکتب ته لیږې، بلکه د پنجاب او دنورې نړې ټولې مدرسې زمونږ په پښتنو په ځوانانو باندې ابادې دي؟
ځواب: زما ګرانه، ګلالیه؛ په دین کې عصرې علوم زده کول نشته، او نه جنیکۍ مکتوبونه ته باید لاړې شې؟
پوښتنه: خو په حدیث شریف کې راځې چې د علم زده کړه په نر او ښځه دواړو فرض ده؟
ځواب: یاره خونه خو دې دهغه استاده ورانه شه، دا ئې درته غلط معنی کړیدې، حدیث شریف کې یواځې ددینې زده کړې یادول راغلې دي، او بل داچې د ښځې دکوره وتل حرام دي، چې دکله دهغوي وتل حرام دي نو بیا علم زده کړه هم ورته نشته.
پوښتنه: خو په ګرده نړې کې هلکان او جینکۍ زده کړې کوي، یا خو ډاکتران شې، یا انجنران شې، او یا هم بل څه؟
ځواب: د هغوي  خو ایمان کمزورې دې او یا ئې هم بلکل لرې نه.
پوښتنه:لالا، فرض کړه، که دستا ښځه ناجوړه شې نو تا ته به نر ډاکتر ښه ښکارې او که ښځینه ډاکتره چې دهغې تداوي وکړې؟
ځواب: ګرانه، پدې کې خو د شک خبره نشته، ښځه مې باید ښځینه ډاکتره تداوي کړې.
پوښتنه:لالا، خو تا خو ویل چې د ښځې لپاره زده کړې نشته کنه؟ نو یبا ولې ئې ښځینه ډاکترې ته بیائې؟
ځواب: مړه، زما خو دې په سر درد کړو، هغوې خو هسې هم کافر دي، ته اوس خپل ځان نه  او ما نه هم کافر جوړوې چې خپلې لوڼۍ مکتب ته ولیږو که.
پوښتنه: خو بیا خپلې ښځې هم باید سړي ډاکتر ته وښایو، ځکه چې هغوې ښځې خو هسې هم دایمان نه خلاصې دي؟
ځواب:نه، نه، په اسلام کې جواز شته دې چې تاسې له دوي سره کاروبارې اړیکې لرلې شې، او بل داچې هغوې خو زمونږ دښځو تداوي په روپیو باندې کوي څه په مفته خو ئې نه کوې.
پوښتنه: خو زه په یوه پوې نه شوم، چې له هغوي سره باید ناسته پاسته ونشې او بیا تجارتې اړیکې نیول د هغوي سره شته دی؟
ځواب: او کنه؛ بس سر مه پسې ښکاره کوه، اسلام ویلې دي کنه.
پوښتنه: خو انسانې خدمت ګار ته باید تجارتې ونه ویل شې؟
ځواب: کینه، په ټک او څپک نه ئې خبر او ماته دین او تجارت راښائې.
پوښتنه: ښه لالا د حمزه بابا څه ګناه وه، چې دهغه مزار ورانولو ته ئې هم بنډې راوهلې دي؟
ځواب: وروکیه؛ حمزه بابا خو اسلام ته کار نه کولو، هغه خو د پښتو شاعر ؤ
پوښتنه: خو لالا د ژبې خدمت کول خو هم فرض دې ولې چې دا خو مونږ ته الله پاک راکړیده؟
ځواب: وروکیه، په اسلام کې یواځې غټ نه غټ خدمت کول جهاد دې او هغه حمزه نه دې کړې، ژبې خو ډیرې دي، که پښتو پکې نه وي نو خیر دې اردو باندې به سره خبرې کوو!
پوښتنه:  لالا، د اردو ژبې والا خو هم ژبې ته خدمت کړیدې ځکه خو ئې نن زه او ته  ئې زده کوو؟
ځواب: ته ولې اوس پښتو او اردو سره سموې که
پوښتنه:لالا ولې پښتو څه ګناه کړیده؟
ځواب: پښتو کفر دې او په پښتو باندې په دوزخ کې دوزخیان خبرې کوي.
پوښتنه: خو زمونږ حمزه بابا خو دا نه منې او داسې وائې چې:
وائې اغیار چې ددوزخ ژبه ده        زه به جنت ته د پښتو سره ځم
ځواب: بس دې نور مې په سر مه درد کوه چې درباندې راباندې کوم ګوره، دغه خو دې د حمزه ګې  ګناه ده چې داسې خبرې کوي کنه.
پوښتنه: لالا، کوم روایت شته دې چې پکې ویل شوې وې چې پښتو ددوزخ ژبه ده؟
ځواب: او کنه، کله چې زه په ریونډ شریف ته دتبلیغ لپاره تللې وم نو زمونږ مشر امر سیب داسې مونږ ته وویل.
پوښنته: او لالا تاسې پرته دکوم تحقیق نه دا خبره ومنله؟
ځواب: بس، سپین سترګیه! بې دینه، بې وجدانه، دایمان نه خلاص شوې، ته اوس امر سیب پسې خبرې کوې. توبه اوباسه او دوه رکعته مونځ وکړه
پوښتنه: لالا، والله که راباندې توبه اوباسې؟ هغه پرته د منطقه خبرې کوي اومونږ به ئې منو؟
ځواب: غلې شه، ګنې په مرې در زور کوم او ساه دې همداوس اوباسم، په اسلام کې عقل بند دې.
پوښتنه: لالا، خوپه اسلام کې دځان نه خبرې کول هم پکې بدغت دې او جایز ندې؟
ځواب: ښه دفرنګې بچیه! دوه ورځې مکتب مې څه ولیږلې چې اوس مونږ ته بدغتیان وائې
پوښتنه: نه لالا، خداې مکړه چې تاته به بدعتې وایم، بلکه هغه لعنتې امر سیب ته وایم چې زمونږ حمزه بابا ته په سپکه سترګه ګورې او پخپله د اسلام نوم نه استفاده کوي، او پرته د قران او حدیث نه خبرې کوي؟
ځواب: بس، د نن  نه بعد دې چې په مکتب کې یوه ورځ هم ونه وینم، ځان تیار کړه چې ریونډ شریف ته دې بوځم، او هماغلته دې په مدرسه کې داخلوم، او اوس خو شکر دخدای دی چې ریونډ شریف اجتماع ګانې دلته په ګرد افغانستان کې هم کیږې!
پوښتنه: لالا؛ مشر مې ئې خو ددې دا مطلب نه چې ته زما په حق باندې پښې کیږدې؟ زه به مکتب ته ځم، زه به انجنر، ډاکتر، سیاستدان، معلم او نور جوړیږم؟
ځواب: کینه، ماشوم ته ناز ورکول پخپله  خپله بې عزتې او بې حرمتې کول دې! ته اوس ما ته سترګې برګوې، سرچپه به دې را ځوړند کړم!
پوښتنه: لالا، الله دې نه کړې چې زه به دخپل مشر بې عزتې کوم، الله دې زما لاسونه مات کړې، الله دې زما ژبه ګونګه کړې که زما په زړه کې دتاسې د بې عزتې خیال وې، خو زه له تا نه خپل حق غواړم او هغه هم مکتب ته تګ نه د ریونډ شریف او ډیورنډشریف زیارت کول
نور بیا!!!