د شریف بهاند په مړینې د خواخوږۍ پیغام
21.07.2011 13:11افغان ادبي جرګه او لندن مېشتي لیکوالان د ګران هېواد د پیاوړي اقتصاد پوه او څېړونکي استاد محمد شریف بهاند په دردونکې مړینه ډېر خواشیني دي، او د استاد په مړینه د بهاند درنې کورنۍ سره د زړه له کومې خواخوږي څرګندوي. دوي ته د غم ځغم او استاد ته ټول جنتونه غواړي.
شهسوار سنګروال نیازی
افغان ادبي جرګه- لندن

