د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لاهورېان افغان محصلېنو ته ګوته په غاښ شول.

داکټر عارف امېر 04.01.2011 08:29

لکه څنګه چی تا سو ته معلومه ده چی افغانی محصلین په عصر حاضر کی د نیا په ګوټ ګوټ کی په زده کړه بوخت دی په همدی ډول په پاکستا ن کی هم یو شمیر محصلېن زده کړې کوی او اکثر ېی برېالی او په اعلی درجه فارغېږی .زه دلته دبيلګی په ډول د دوه محصلېنو ېادونه کوم چی دوی د سږی او توبرکلوز په بخش کی تخصص واخستو.دوی دپاکستا ن د عاليترېن٠ پوهنتون ېعنۍ college of physician and surgeon of pakistanچی په اسيا کی نوموړی پوهنتون دی او حتی د انګستان د royal college of physician and surgeon سره محصلېن نېغ په نيغه تبادله کوی څخه فارغ شول٠ترټولو ګران کار ددی پوهنتون د فراغت امتحان دی.د داسی ېو امتحان دی چی پخپله پاکستانی محصلين چی له پيله په انګليسی ژبه دېو ستندرد درسی پروګرام په ذرېعه تر دیځاېه را رسېدلی وی په لومړی دری چانسونو کی ېو نېم ډېر په مشکله کامېابيږی.او اکثر ېی دپينځو ېا زياتو چانسونو اوځنی ېی حتی تر شلو ېا زېا تو چانسونو وروسته هم نه کابيږی او ځنی خو نا امېده شی او دامتحانونو لاس په سر شی او تخصص سره خدای پامانی وکړی.هر محصل کولای شی دتعلېمی ددوری د تکمېل وروسته په هر شپږو مېاشتو کی يو ځل امتحان ورکړی.هر محصل تر مرګه پوری د بی حسابه چانسونو حق لری.خو هېڅوک ېی هم په خېراتی ډول نه کامیابوی.تر څو دهغه علمی سوېه د هغه پوهنتون علمی سوېی ته ورسې او د امتحان کمېسيون پدی قانع شی چی دی اوس دپوهنتون نماېندګی کولای شی بيا دی کامېاب او فارغ بلل کېږی٠ په ٢٠١٠ د ستمبر ٢٩ دوه افغان محصلينو هر ېو داکټر عبدالخلېل مسعود او ډاکټر احسان الله رحېمی هم د تخصص ددوری دتکمېل وروسته دی امتحان ته ملا وتړله.پدی امتحان کی د پښتونخوا څخه ١٦ محصلېنو او ټول پاکستان څخه ٥ ٦ محصلېنو شرکت وکړ.ددی امتحان لومړی برخه چی theory ېا تحرېری ده ٧ ساعته دوام درلود چی ېو ساعت په منځ کی د ډوډی او لما نځه وقفه وه د امتحان د تحرېری برخی نتېجه چی په انترنېټ د کالج په وېب ساېت اعلان شوه نو د پښتونخوا څخه دوه کسان برېالی شوی وو او هغه دواړه افغانان وو.په تحرېری امتحان کی بريالی کسان د تقريری امتحان لپاره لاهور ته وبلل شول.په ٢٠ دسمبر تقرېری امتحان وو.هر محصل دری ٣ ساعته ازموېل کېده او دعملی طب مختلف اړخونه ورڅخه په عملی شکل پوښتل ، کتل او ور باندی اجرا کېدل.له ټول پاکستان څخه ١٥ کسان پکی شرېک شول٠ مقابله سخته وه٠ نتېجه مازدېګر اعلان شوه ٣ کسان کامېاب وو٠ چی پکی دواړه افغانان او ېو کراچی واله وه٠لاهورېان دافغانانو استعداد ته ګوته په غاښ شول او چکچکی ورته ووهلی او هر لور ته دا چېغه وه چې( دونون افغانی پاس هوګېا)٠ په پيښور کی پښتانه پروفيسران پدی کامېابی ډېر خوشحاله وو او پدوی ېی وېاړل٠او پدی وېاړ ېی دوی ته مېلمستېا ورکړه٠او دوی ېی دافغانستان سرما ېه وبلل.